یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 جمادی الاول 1441

میلادی نېټه :     جمعه, 17 جنوری 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۳۹

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
هغه چارواکي د اسلامي خاورو امنیت نه شي خوندي کولی، چې د ښکېلاکګرو پورونو، تړونونو او غوښتنو ته غاړه ږدي

د پاکستان لومړي وزیر عمران  خان له دویچه وله (DW) سره په یوه مرکه کې د سیمه ییز امنیت او په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه وویل: «پاکستان خپله پوره هڅه کړې او موږ دوعا کوو چې طالبان، امریکایان او افغان حکومت سولې ته ورسېږي.» د اشغال شوي کشمیر په اړه یې په خواشینۍ سره زیاته کړه: «د یو اټومي قدرت واګې د سختدریځو په لاس کې ده او کشمیر د پنځو میاشتو راهیسې کلابند دی.» دغه مرکه د جنورۍ په ۱۶ مه خپره شوه.

د باجوه- عمران رژیم د پخوانیو رژیمونو په څېر د مسلمانانو امنیت د واشنګټن د غوښتنو قرباني کړی. کله چې واشنګټن په افغانستان کې د خپل یرغل په وخت کې له قوي مقاومت سره مخ شو، نو مشرف- عزیز، کیاني- زرداري، او راحل -نواز رژیمونو د روان مقاومت د ماتولو لپاره خپل نظامي ځواک وکاراوه. اوس چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې له شرمناکې ماتې وروسته د پاتې کېدو لپاره پلمې لټوي، د عمران خان رژیم د ګومارل شوي اجیر په توګه له دوی سره د دغه تړون په برابرولو کې مرسته کوي. د اشغال شوي کشمیر په تړاو، د کلنټن په وخت کې د امریکا او هند د اړیکو له کمزوري کېدو وروسته مشرف- عزیز، کیاني- زرداري او راحل -نواز رژیمونه ټول ډاډه شول، چې د کشمیر وسلوال مقاومت د دوی د عملي ملاتړ د پرېښودو په سبب له ماتې سره مخ دی. اوس هم امریکا د باجوه -عمران رژیم په لاس کې اخیستلو سره په کشمیر کې د وسلوال مقاومت ملا ماته کړې او دا یې  یقیني کړې ده چې مودي د پاکستان لخوا له کوم ګواښ پرته کولی شي د کشمیر پر مسلمانانو جبهیي یرغل وکړي.

اې د پاکستان مسلمانانو! تاسو وینئ چې موږ د هغو واکمنانو تر سلطې لاندې یو، چې تل د ښکېلاکګرو غوښتنې پالي. دا حالت ډېر مایوسوونکی دی او لرې نه ده چې دا مایوسي به له موږ څخه هرڅه واخلي. ښکېلاکګر قوتونه د خلافت له لارې د امت د یووالي مخه نیسي او د ملي دولتونو د شتون له امله پر خلافت باندې د دوی باور ته زیان رسوي. ښکېلاکګر په مستقیم ډول د مسلمانانو په خاوره کې د ملا ماتوونکو اقتصادي پورونو او دوه اړخیزه خیانتکاره تړونونو له لارې خپلې ګټې خوندي کوي.

ښکېلاکګر تل د مسلمانانو خاوره د FATF، ملګرو ملتونوUN  او SCO په څېر د څو اړخیزو تړونو له لارې د استعماري قدرتونو په واک کې ورکوي. په حقیقت کې د نبوت پر تګلاره د خلافت له تاسیس پرته هېڅ شی نه شي کولی، چې مسلمانان د ښکېلاکګرو له تباه کونکو قوانینو او غوښتنو څخه وژغوري. خلافت به د یوې سترې هستۍ په توګه د اسلامي خاورو د یووالي لپاره کار وکړي. خلافت به روان ملا ماتونکو پورونو ته نه ووایي او د مسلمانانو د اقتصاد پیاوړتیا به د خپلو شته سرچینو د استعمال له لارې تضمین کړي. خلافت به د ښکېلاکګرو سره ټول تړونونه له منځه یوسي، د یرغلګرو پر وړاندې به د جګړې دریځ خپل کړي او یوازې له هغو هېوادونو سره به دوه اړخیزه تړونونه ولري، چې له مسلمانانو سره په دښمنۍ کې ښکېل نه وي. خلافت به یوازې هغه تړونونو ته ژمن وي چې د دوه اړخیزو ګټو په پام کې نیولو سره رامنځته شوي وي. له همدې امله پرېږدئ چې مسلمانان د خلافت له لارې د الهي احکامو د پلي کېدو هڅې وکړي او د ښکېلاکګرو کفارو په لاس روان ناورین ته د پای ټکی کېږدي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا

[نساء: ۱۳۹]

ژباړه: کوم کسان چې مومنان پرېږدي او له کفارو سره د دوستۍ اړیکې ټینګوي، نو ایا دغه خلک د عزت د لاسته راوړلو لپاره هغوی ته ورځي؟ په داسې حال کې چې هر ډول عزت د الله سبحانه وتعالی له لوري دی.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې