یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 جمادی الاول 1441

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 22 جنوری 2020 م

شمېره:      ۴۱/۱۴۴۱

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د باجوه-عمران رژيم امریکا ته د افغانستان په سپارلو سره نه یوازې د ټرمپ بیا ټاکنو کمپاین ته ځان ژمن بولي، بلکې په سیمه کې د مسلمانانو پر وړاندې خیانت هم کوي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ۲۰۲۰م کال د جنوري په ۲۱مه د سوېس په داوس ښار کې د نړیوالې اقتصادي ناستې په یوه څنډه کې د اسلام او مسلمانانو تر ټولو لوی دښمن ټرمپ سره وکتل، چې په پایله کې یې د مسلمانانو لپاره د ډېرو زیانونو دروازې پرانیستلې. ټرمپ په افغانستان کې د خپلو شکمنو سرتېرو د امنیت معاملې ته اشاره وکړه. دا چې ټرمپ د بیا ټاکنو غوښتنه کوي، نو عمران خان وویل: «موږ دواړه د سولې مینه وال یو او له طالبانو او حکومت سره د خبرو له لارې په افغانستان کې نظم او امنیت غواړو.» د باجوه ـ عمران رژیم په ډېرې بې پروایۍ سره د یوې معاملې لپاره کار کوي، ترڅو د اسلامي نړۍ د یوازيني اټومي قدرت په دروازه او په بډایه او ستراتيژیک موقعیت لرونکي افغانستان کې د امريکا د خصوصي نظامي قراردادیانو او سرتېرو په پاتې کېدلو سره ډاډمن شي. امریکایي حضور او ترهګر ځواکونه یې په اتلسو کلونو کې روانه جګړه نشي ګټلی. له همدې امله رژیم په سیمه کې د امریکا د لوېدلي مورال اوچتولو ته اوږې ورکوي او په داسې حال کې په افغانستان کې د امریکا د امنیت لپاره کار کوي، چې په دغه خاوره کې د دغه ظالم زبرځواک د نظامي حضور ساه په وتو ده.

اې د پاکستان مسلمانانو! له امریکا سره د هغوی د ځواک په توګه  ایتلاف کول زموږ د بهرني سیاست د کمزورتیا لامل دی. هغه ایتلافونه او تړونونه چې له سترو استعماري قدرتونو او ایالتونو سره لاسلیک کېږي، تر ډېره د هغوی په پلوۍ تمامېږي. دغه ډول تړونونه هغه استعماري وسیلې دي، چې په واسطه یې ستر قدرتونه د نورو دولتونو په لګښت سره په نړیوال ډګر کې خپل ځانونه پیاوړي کوي. دا یوه تراژيدي ده چې پاکستان له لسیزو راهیسې د امريکایي ګټو د خوندي کولو لپاره سوځول کېږي، په داسې حال کې چې لاسپوڅي چارواکي په خپله سیاسي او نظامي رهبرۍ کې د لویدیځ تر سترګو لاندې یوازې خپل شخصي هویت او ملکیت ساتي. اسلام له کفارو سره نظامي ایتلاف منعه کړی دی او په همدې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: 

«لا تَسْتَضِيئُوا بِنَارِ الْمُشْرِكِينَ»

(احمد او النسأ)

ژباړه: د مشرکینو د اور له روښنایۍ څخه ګټه مه اخلئ.

همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم له کفر سره ایتلاف هم منعه کړی دی:

«لاَ نَسْتَعِينُ بِالْكُفَّارِ عَلَى الْمُشْرِكِينَ»

 (مصنف ابن ابي شیبه مصنف ابن حبي شیبة)

ژباړه: موږ د مشرکینو پر وړاندې له کفارو څخه مرسته نه غواړو.

دا کومه اختیاري مسله نه ده او موږ ته دا ښایي چې له لویو قدرتونو سره د ایتلاف مخه ونیسو او د نبوت په تګلاره د خلافت د بیا تاسیس له لارې نړیوال قدرت تر لاسه کړو. خلافت به له هغو دولتونو سره ایتلافونه بند کړي، چې له موږ سره جنګېږي، ځمکې مو نیسي او په دغه کار کې له نورو سره هم مرسته کوي. خلافت به د نړۍ تر ټولو ځواکمن دولت په توګه د اوسنيو اسلامي دولتونو د اتحاد او ایتلاف لپاره کار وکړي. په دې سره به د لسیزو پیړیو هغه پخوانی دولت یو ځل بیا جوړ کړي او تر څنګ به یې د نړۍ د مخکښ دولت په توګه بېرته د اسلام او مسلمانانو امنیت ټینګ کړي.

د حزب التحری-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې