شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 محرم 1445

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 09 آګست 2023 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۰۴/ ۱۴۴۵

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په لوېديځه پوله کې پر امنیتي ځواکونو د بريدونو د شدت دليل، د امريکا په امر د ځواکونو ځای پر ځای کول دي

 یوازې خلافت د قبایلو امنیتي جوړښت بیارغولی شي

په قبایلي سیمو کې د پاکستان پر وسلوالو ځواکونو له زورورو بريدونو وروسته، د پاکستان حکومت ‌ډېری پلاوي له کومې بریا پرته له کابله راستانه شول. د پولې پورې غاړې ځينو بریدونه، په قبایلي سیمو کې عملیاتو او په افغانستان کې دننه د نورو بريدونو له ګواښونو سره سره؛ دا مسله لکه په تاریخ کې چې د برېتانیې، روسیې او امریکا لپاره و؛ د مناقشې لوی هډوکی دی.

د پاکستان او افغانستان د پولې دواړو غاړو ته پرتې قبایلي سیمې، د ځمکې پر مخ تر ټولو لویې قبایلي سیمې دي. پر شلو سترو عملیاتو، سلګونه استخباراتي عملیاتو او د قبایلي جنګیالیو د "ملا ماتولو" په لسګونو هڅو سربېره؛ وضعیت نور هم پسې خراب شوی. زموږ قبایلي خلک او عسکر هره ورځ وژل کېږي. د دولت په کچه هېڅوک د دغې مسلې لپاره دایمي حل نه لري. د قبایلو اوسنۍ پالیسي د امریکا پر لارښوونو ولاړه او زموږ له واقعیتونو سره په ټکر کې ده. دغو قبایلو یوازې اسلام او د اسلام حاکمیت، خلافت ته سر ټیټ کړی. یوازې خلافت کولی شي په قبایلي سیمو کې پر امنیت راوستلو سربېره، دغه خلک د اسلام لپاره پر یوه پیاوړي ځواک بدل کړي!

قبایلي سیمو درېیو زبرځواکونو ته په ماتې ورکولو سره، له خپلې خپلواکۍ سخته دفاع کړې. هر کله چې یو بهرنی ځواک دلته راځي، قبایلي خلک یې پر وړاندې جنګېږي. قبایلي سیمو ته د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو له ننوتلو سره، جګړه شدیده شوه؛ ځکه چې مشرف دا کار د واشنګټن د عملیاتو او امریکايي صلیبي جګړې لپاره د ډالرو په بدل کې وکړ؛ د پاکستان پوځي رهبرۍ عملاً زموږ پوځ د امریکا د پوځ په همکار بدل کړ. له دې سره زموږ د دوو ډېرو پیاوړي ستنو؛ وسله والو ځواکونو او قبایلي جنګیالیو ترمنځ د جګړې اور بل شو. کله چې وسله وال ځواکونه او قبایلي جنګیالي د اسلامي احساساتو له مخې سره متحد وو؛ ازاد کشمیر یې د هندوانو له اشغال څخه خلاص کړ. دغه راز یې زبرځواک، شوروي اتحاد په ګونډو کړ.

د پاکستان پوځ اوس د امریکا د پالیسۍ له مخې پر افغان طالبانو فشار راوړي او د ډېورنډ کرښې تړلو له لارې د هغوی د نفوذ مخه نیسي. د پوځ رهبري په قبایلي سیمو کې اغزن سیم کشولو، د پوستو استحکام او پوځي کنډکونو پر جوړولو بوخت دي. په قبایلي سیمو کې ستر پوځي او استخباراتي بېخ‌بنسټ جوړ شوی، چې قبایل یې نه مني. د ډېورنډ کرښې تړلو د قبایلو اقتصاد زیانمن کړی؛ دغه راز یې د دواړو خواوو اوسېدونکو ترمنځ اسلامي او کورنۍ اړیکې پرې کړې. افغانستان او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته قبایل د دغې کرښې له تړلو سره کلک مخالفت کوي.

په خیبر پښتونخوا ایالت پورې د قبایلي سیمو تړل هم د امریکا د پروژې یوه برخه ده. امریکا ادعا کوي چې خلک د بېوزلۍ له امله جهاد کوي. دوی وايي چې په لسو کلونو کې د زر بېلیونو روپیو پانګونه به د "پرمختګ" لامل شي او خلک به جهاد پرېږدي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې دغه امریکايي پالیسۍ په افغانستان کې ناکامې شوې او دوی له افغانستانه وتلو ته اړ شوي. د امریکا ټوله دنده، پلان او تګلاره د اوږدمهال لپاره له اور سره لوبې کول دي. دوی غواړي چې د مسلمانانو ترمنځ اور ته لمن ووهي. امریکا غواړي چې پاکستان په اوږده خو لږ شدت لرونکې جګړه LIC)) کمزوری کړي او له دې سره له هند څخه د سیمې پولیس جوړ کړي. څوک شته چې د دښمن په دغه فرېب او چل یې سر خلاص شي!؟

دغو قبایلو د صحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم له وخته په خپله خوښه اسلام منلی. دوی د اسلام ځواک وګرځېدل. په خپله خوښه يې د الله سبحانه وتعالی په لار کې خپل ژوند قربان کړ. له پېړیو راهیسې یې په دوامداره توګه د اسلام له دښمنانو هدیرې ډکې کړي. نو ولې له دغو قبایلو سره په یوه اسلامي سياسي ابتکار، چې له اسلام اباد څخه د خلافت پيل دی، له دغو قبایلو سره چلند نه کېږي؟ خلافت به د امریکا د اوامرو زیانونه بېرته جبران او برعکس کړي. اسلام به دغه قبایل او پوځ سره متحد او د دواړو ترمنځ جګړه به ختمه کړي.

د نبوت پر منهج خلافت به د ډیورنډ کرښه ړنګه کړي. له خلافت سره د افغانستان او مرکزي اسیا په یوځای کېدو به د هندو دولت هیلې د سترګو په رپ کې له خاورو سره خاورې شي. نو د اسلام له نظره د دې ستونزې حل په وزیرستان، باجوړ، ژوب او ملاکنډ کې نه، بلکې په اسلام اباد کې دی.

نو اې د پاکستان وسله والو ځواکونو! د مسلمانانو تر منځ د فتنې دغه جګړه بس کړئ. د امریکایي پروژې د سونګ توکي مه کېږئ. حزب التحریر ته د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت ورکړئ. هغه وخت به د قبایلي سیمو په ګډون د پاکستان او افغانستان خاورې د یوه واحد خلافت تر سیوري لاندې د ټولې اسلامي نړۍ د یووالي لپاره پیاوړی پلټ فارم وي.

 [وَٱللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰٓ أَمۡرِهِ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعۡلَمُونَ]

ژباړه: «الله تعالی پر خپل کار غالب دی، خو ډېر خلک نه پوهېږي.» [یوسف: ۲۱]

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د محرم ۲۲مه

۲۰۲م کال، د اګست ۹مه

ژباړن: فریدون محتاط

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې