یکشنبه, ۱۷ ربیع الثانی ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     30 ربیع الاول 1446

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 03 اکتوبر 2024 م

شمېره:     

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اشغال شوي کشمیر په اړه د پاکستان د حکامو کمزوری دریځ د متجاوز هند د جسارت سبب کېږي

(ژباړه)

د ۲۰۱۹ کال په اګسټ کې هند ته د اشغال شوي کشمیر تر تسلیمۍ وروسته، د پاکستان حکامو خپلو کمزورو دریځونو ته دوام ورکړی. د ۲۰۲۴م کال د سپټمبر په ۱۸مه، د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه اصف له هند سره د اشغال شوي کشمیر د اجباري الحاق په اړه د نظر ترڅنګ وویل: «د کشمیر په اړه زموږ دریځ نه دی بدل شوی؛ خو تګلاره مو باید ډیپلوماټیکه وي. نړۍ دا د هند کورنۍ موضوع ګڼي، خو موږ باید په دغو پولو کې کار وکړو.» نوموړي بیا د اشغال شوي کشمیر د ایالتي ټاکنو په اړه هیله څرګنده کړه چې ګواکي دا ساختګي ټاکنې به مودي اړ باسي چې د خپل ظلم په اړه بیا فکر وکړي! د دفاع وزیر دا کمزوری دریځ ښيي چې په حاکم لوري کې څومره د ماتې منلو ذهنیت دی.

د پاکستان د حکامو کمزوری دریځ، مودي هڅوي چې په کشمیر کې خپلې سرې کرښې یوه په بلې پسې بدلې کړي. هند د کشمیر د یوې برخې تر اشغال وروسته، اوس د ازادې شوې سیمې د ملکیت ادعا لري. د هند سیاسي او نظامي رهبري په دوامداره توګه له پاکستان څخه غواړي چې ازاد کشمیر او ګلګت-بالتستان پرېږدي. د ۲۰۲۴م کال د سپټمبر په ۲۸مه د هند د بهرنیو چارو وزیر، اس جي شنکر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په ډیر تکبر وویل: «هغه مسله چې باید زموږ ترمنځ حل شي، یوازې د پاکستان لخوا د اشغال شوو سیمو پرېښودل دي.» د هند حاکم ګوند هم ګواښ کړی چې د ګلګت-بالتستان د «ازادولو» لپاره به جګړه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې هند د ایندوس (IWT) اوبو پر سر د بیاځلي خبرو اترو تر نامه لاندې د اوبو پر سر شخړې زیاتې کړې.

د پاکستان د حکامو کمزوری دریځ امریکا ته د دوی د مزدورۍ په سبب دی. ان هند ته د ۲۰۱۹ کال په اګسټ کې د کشمیر تر تسلیمۍ وړاندې د پاکستان حکام د اشغال شوي کشمیر په ازادۍ کې جدي نه وو. د پاکستان حکامو یوازې پر هند د فشار راوړلو په اړه د امریکا سیاست پلی کاوه تر څو هند د امریکا لوري ته ورشي. وروسته له دې چې هند د حاکم ګوند له لارې د امریکا خواته ورغی، د پاکستان حکامو د امریکا د رضایت ترلاسه کولو لپاره اشغال شوی کشمیر پرېښود او پر مجاهدینو یې له شا برید وکړ. له هغه وخته، د پاکستان حکام په هیڅ صورت د هند ولکه نه ننګوي او د دې پر ځای ځان د داخلي مخالفینو تر کنټرول محدودوي. کله چې د ۲۰۲۰ کال په می میاشت کې چین په لاداخ سیمه کې پر هند برید وکړ، د پاکستان حکامو ان له دغه فرصته ګټه وا نه خیسته چې پر هند برید وکړي او اشغال شوی کشمیر ازاد کړي. پر ځای یې د امریکا له سیاستونو ړوند اطاعت وکړ او د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې یې هند ته د اوربند تړون ډالۍ کړ.

د پاکستان حکام د امریکا په اطاعت کې، په سیمه کې د هند د هژموني او لومړي قدرت کېدو د تسهیل لپاره کمزوری دریځ لري. د امریکا سټراټیژيک پلان په سویلي اسیا کې د هندو دولت پیاوړي کول دي؛ لکه په عربي نړۍ کې چې یهودي دولت پیاوړی کوي. لکه څنګه چې امریکا له عرب حکامو سره د یهودي موجودیت پر وړاندې د هر ډول مقاومت په ځپلو کې همکاري کوي؛ دغه ډول د پاکستان له حکامو سره همکاري کوي چې د مجاهدینو او وسله‌وال ځواک په لاس د کشمیر د ازادۍ مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا له هند سره مرسته کوي چې نظامي ځواک یې زیات شي خو د پاکستان له حکامو سره بیا په دې کې مرسته کوي چې اقتصادي او نظامي ځواک یې ټیټ شي.

اې د پاکستان د وسله‌وال ځواک مخلصو افسرانو! اوس د دې وخت دی چې د امریکا د مزدورانو، چې زموږ د دښمنانو ملاتړ کوي او پياوړي کوي یې، ریښې وباسئ. د سویلي اسیا مسلمانان ستاسو د بسیج په تمه دي؛ ځکه چې تاسو په سیمه کې تر ټولو پیاوړی پوځ یئ. ټول امت ستاسو د بسیج په تمه دی؛ ځکه چې تاسو په ټوله اسلامي نړۍ کې تر ټولو پیاوړی پوځ یئ. الله سبحانه و تعالی تاسو ته دا ځواک او وړتیا درکړې چې په پاکستان کې د راشده خلافت په تاسیس سره د محمد صلی الله علیه وسلم امت ته له امریکا څخه ازادي ورکړئ. دا راشده خلافت دی چې د ټول امت پرېمانه اقتصادي او نظامي وړتیا په یوه پیاوړي دولت کې راټولوي. دا خلافت دی چې د استعمارګرو امرونه ردوي او پلانونه یې خنثی کوي. دا خلافت دی چې د مسلمانانو د اشغال شوو خاورو لپاره به لښکر بسیج کړي.

ای د پاکستان د وسله‌وال ځواک مخلصو افسرانو! حزب التحریر ته د نبوت پر منهج خلافت د تاسیسولو لپاره خپل نصرت ورکړئ. خپل پام جنت ته واړوئ او د انصار رضی الله عنهم پر پله پل کېږدئ. انصارو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نصرت ورکړ چې اسلامي دولت تاسیس کړي؛ په داسې حال کې چې سترګې یې هغه جنت ته وې چې د اسمانونو او ځمکې په اندازه پراخ دی او د صالحانو لپاره تيار شوی دی. بیهقي په دلایل النبوة کې نقل کړي چې امیر وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د عقبې په دویم تړون کې انصارو ته وفرمایل:

)أَسْأَلُكُمْ لِرَبِّي أَنْ تَعْبُدُوهُ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئاً، وَأَسْأَلُكُمْ لِنَفْسِي وَلِأَصْحَابِي أَنْ تُؤْوُونَا وَتَنْصُرُونَا وَتَمْنَعُونَا مِمَّا مَنَعْتُمْ مِنْهُ أَنْفُسَكُمْ(

«د خپل رب لپاره له تاسو غواړم چې د هغه عبادت وکړئ او هیڅ شی ورسره شریک نه کړئ. دغه شان له تاسو د خپل ځان او اصحابو لپاره غواړم چې زموږ ملاتړ وکړئ او نصرت راکړئ او د څه پر وړاندې چې د ځان دفاع کوئ زموږ دفاع هم وکړئ.» دوی وپوښتل: که دا کار وکړو، موږ ته څه رسېږي؟ ځواب یې ورکړ: لَکُمُ الْجَنَّةُ" ستاسو لپاره جنت دی. دوی وویل: نو موږ به دا کار وکړو.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵هـ.ق کال د ربیع الاول ۳۰مه

۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۳مه

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې