یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     17 جمادی الثانی 1443

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 20 جنوری 2022 م

شمېره:      ۰۶/ ۱۴۴۳

الدنمارك
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ډنمارک دولت په افغانستان کې له ماتې عبرت نه اخلي او یو ځل بیا له استعمار سره د مرستې په پار، مالي ته عسکر استوي!

ډنمارک یو ځل بیا اسلامي نړۍ ته د سرتېرو استولو پریکړه وکړه. د ډنمارک دفاع وزارت د ۲۰۲۲م، د جنوري په ۱۸مه، اعلان وکړ چې ۳سوه ډنمارکي جنګیالي به مالي ته واستوي، دوی له ۲۰۱۳م، راهیسې د فرانسې د "ترهګرۍ ضد مداخلې" سره مرسته کوي.

د ډنمارک د دفاع وزارت په وینا، موخه یې د "مالي دفاعي او امنیتي ځواکونو" ملاتړ کول دي، ځکه چې "د ډنمارک ځانګړي عملیاتي ځواکونه په نورو هېوادونو کې د روزنې ډېر کلونه تجربه لري، چې په افغانستان او عراق کې د ورته ماموریتونو لپاره ګومارل شوي وو."

د ډنمارک د دفاع وزارت په ډېره سپین سترګۍ سره په افغانستان او عراق کې د ماتې لپاره د مالي هڅې پرتله کوي! پرتله کول د پوهېدو وړ لاره ده. په عراق، افغانستان او مالي کې، د ډنمارک پوځي حضور د فاسدو او بې وجدانه ترهګرو رژیمونو د ملاتړ په توګه کار کاوه، چې یوازینۍ دنده یې د غربي قدرتونو تسلط ډاډمن کول وو. په ټولو دریو مواردو کې پایله د غربي متحدینو بشپړه ماتې او ذلت و.

کله چې د مالي پوځي جنتا د ۲۰۲۱م، په مې میاشت کې، کودتا وکړه، د بهرنیو چارو وزیر جیپ کوفود ۲۰۲۱م، د مې په ۲۹مه وویل، چې ډنمارک مالي ته د سرتیرو لیږلو تمه نه لري، یوازې غواړي "د حکومت او یوه داسې نظام سره همکاري وکړي، چې له دوی سره ملګرتیا وپالي، چې اوس یې نه پالي."

که څه هم د مالي په پوځي دیکتاتورۍ کېله هغه وخت راهیسې هېڅ بدلون نه دی راغلی، د ډنمارک دولت بیا هم د سرتېرو د لیږلو پریکړه وکړه. په مالي کې رژیم د تل په څېر د خپلو خلکو پر وړاندې وحشیانه، وژونکی او ظالم دی! داسې ښکاري چې د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر او حکومت اوس په دې باور دی، چې په مالي کې دیکتاتور رژیم، هغه تمې پوره کوي، چې ډنمارک یې له یوه ملګري څخه لري!

جیپ کوفود د ۲۰۲۲م، د جنوري په ۱۸مه، له DR TV-Avisen سره په یوه مرکه کې له «ترهګرۍ څخه د ډنمارک د ساتنې» لپاره د «ترهګرۍ پر وړاندې جګړه» پلمه کوله. د دې دروغو ښکاره ثبوت دا دی چې له ۲۰۱۳م، راهیسې، فرانسې هم په ساحل کې د «ترهګرۍ پر وړاندې جګړې» تر پلمې لاندې خپلې استعماري پروژې پر مخ وړلې. خو فرانسې له مالي څخه وتل پیل کړل او اعلان یې وکړ چې «ترهګریز  خوځښتونه» نن ورځ له ۹ کلونو وړاندې ډېر پیاوړي دي! ایا د ډنمارک ۳سوه جنګیالي د دې وړتیا لري، چې هغه څه تر سره کړي چې د فرانسې اردو د اروپا د لویې وچې په اندازه نه شوای ترسره کولی!؟

د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د ماموریت موخه یې "اروپا او ډنمارک ته د کډوالۍ مخنیوی" دی. د بهرنیو چارو وزیر په دې سره غواړي په اسلامي نړۍ کې بله صلیبي جګړه توجیه کړي. سربېره پر دې، همدا دلیل د حکومت یو بل ښکاره دروغ دي، ځکه ډېری کډوال، چې اروپا ته د رسیدو په لټه کې دي د سوریې او افغانستان په څېر هېوادونو څخه راغلي او له ساحل سره هېڅ تړاو نه لري!

ډنمارک د روسي اجیرانو، د مالي فاسدو امنیتي ځواکونو او د غربي قدرتونو امپریالیستي اتحاد سره یو ځای د استعمار په خدمت کې د اسلامي نړۍ پر وړاندې یو بل یرغل پیل کړ. پایله به یې د عراق او افغانستان د پخوانیو یرغلونو په څېر وي: د بی‌ګناه مسلمانانو وژنه، د ظالمو رژیمونو ملاتړ او بالاخره په وتلو سره یې هېڅ یو، خپل ناوړه هدف نه شي تر لاسه کولی.

موږ حزب التحریرـ ډنمارک د یوې بلې اسلامي خاورې پر وړاندې دغه استعماري صلیبي جګړه په کلکه غندو او له غربي اشغالګرو ځواکونو سره هر ډول مخالفت مشروع او د ستایلو وړ بولو.

د حزب التحریر ـ ډنمارک مطبوعاتي دفتر

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې