جمعه, ۲۷ ربیع الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۹/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

فلسطین: د آل عمران مبارک سورت د ۴۴ام ایت تفسیر

د آل عمران مبارک سورته ۴۴ام ایت  "ذَلِكَ مِنْ أَنبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ"  

  وړاندې کوونکی:  شيخ يوسف مخارزة (ابو الهمام)       

۱۴۳۹ه، د جمادي الثاني ۲۵مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۱۳مه

د مطلب ادامه...

د لبنان له پخواني لومړي وزیر فواد سینیورا سره د حزب التحریر ولایه لبنان د استازې کتنه

  • خپور شوی په لبنان

(ژباړه)

۲۰۱۸ د مارچ په ۳۰مه د جمعې په ورځ د حزب التحریر ولایه لبنان د مرکزي اړیکو د کمېټې استازو د ډاکټر محمد جابر په مشرۍ او انجنیر صلاح الدین ادادا په ملګريتوب د یاد هېواد له پخواني لومړي وزیر فواد سینیورا سره د نوموړي په دفتر کې لیدنه وکړه او د لبنان، سیمې او د دغه هېواد د راتلوونکو ټاکنو په اړه  یې خبرې وکړې. یاد استازي د دغه هېواد د راتلونکو ټاکنو او په سیاست کې له ډلو څخه د ګټه اخیستنې په اړه د حزب التحریر موقف څرګند کړ. همداراز یادو استازو د لبنان د اوسنیو روانو حالاتو او د هغه کړکېچ په اړه چې دا هېواد پکې ډوب دی خبرې وکړې او له دغه حالت څخه د خلاصون لپاره یې چې د دغه هېواد د اوسني جوړښت او بهرنیو اړیکو له امله دی، د حزب التحریر لید لوری بیان کړ، یاد هېواد ته یې یوازې اسلامي حللارې وړاندې کړې، نه په اوسني منحصر جوړښت او بهرنیو اړیکو باندې ولاړې حللارې.

د حزب التحریر له خوا ټاکل شوي استازي پر دغو موضوعاتو خبرې وکړې: د سیاستوالو د رول اهمیت، په ځانګړې توګه هغه مسلمانان چې د خلافت د بیا تاسیس لپاره چې پر دوی او ټولو مسلمانانو واجب دی هڅه کوي او د دې اړتیا چې د مسلمانانو په چارو او روانو حالاتو کې اغېزمن رول ولرو او د مسلمانانو د ګټو لپاره هڅه وکړو.

د حزب التحریر- ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

مرکزي دفتر: د الرایه جریدې د ۱۷۶مې ګڼې مهمو عنوانونو ته کتنه (دویمه برخه)

لیدونکو ته په خوښۍ او ویاړ سره اعلانوي چې د الرایه جریدې د هرې نوې ګڼې په خپرولو سره پکې د خیر او نیکی د رسولو په موخه یې له دې پاڼې پر موضوعاتو تبصره کېږي، نو له موږ سره اوسئ..                        «دویمه برخه» 

     د الرایه جریدې (دویمه برخه) ۱۷۶مې ګڼې ته کتنه 

حز التحریر خپلې تګلارې ته دوام ورکوي او هغه څوک یې چې پرېږدې او تهمت ورپسې کوي خڼډ کېدلی یې نه شي! 

  وړاندې کوونکی: استاذ خالد الاشقر (ابو المعتز)  

  ۱۴۳۹ه، د رجب ۱۷مه، چهارشنبه، ۲۰۱۸م، د  اپرېل ۴مه

د مطلب ادامه...

د هېواد پلورل د دولت یوازینۍ پالېسي ده

  • خپور شوی په تونس

( ژباړه )

د عامه چارو هر څارونکي ته دا خبره ورځ تر بلې روښانه کېږي چې یوازینی سیاست چې دولت یې د اقتصادي او مالي کړکېچونو لپاره لري؛ هغه د (( په دولتي بنسټونو کې اصلاحات)) تر نامه لاندې په استعماري کمپنیو باندې د هېواد د ملکیت پلورل دي. د دې کار لپاره یې پلمه دا ده چې دغه بنسټونه په خپل کار کې ناکام او زموږ پر بودیجه بار دي؛ نو باید له منځه یووړل شي!

دولت (د رسنیو او برېښنایي وېبپاڼو له لارې) د یوازینۍ حللارې په توګه د دغو بنسټونو او موسسو پلورل پیل کړي. د حکومت مشر، یوسف چاهېد د پارلمان د غړو په مخ کې له اقتصادي او مالي کړکېچونو څخه په وتلو کې د خپلې ادارې ناکامي ومنله؛ خو ویې ویل چې لامل یې د «لویو اصلاحاتو» ناتواني وه چې د وزیرانو شورا لخوا تصویب شوي وو. نوموړي وویل چې دی او اداره یې دې ته ژمن دي چې د ده په وینا د «لویو اصلاحاتو» له کاري پلان سره سم مخته لاړ شي مګر په هر حال نوموړی به په دې اړه په سیاسي کچه قیمت ورکړي. د حکومت وینا او د رسنیو پالیسي د دې لپاره دي چې د خلکو ذهن د دې خبرې منلو ته چمتو کړي چې د عامه موسسو د له منځه وړلو په باب د پیسو نړیوال صندوق هغه شرایط پلي شي چې دولت یې مخکې له مخکې د نورو پورونو په بدل کې منلو ته غاړه اېښې ده. دا هغه حللارې دي چې د نړیوالې بانکدارۍ د هغو متخصصینو لخوا وړاندې شوې چې په تونس کې د مالي او کړکېچ پای ته رسولو لپاره د میراثي حکومتونو له لوري د سلاکارانو او وزیرانو په توګه ګومارل شوي دي.

مات اقتصاد او مالي کړکېچونو او همدارنګه د ژوند کولو لوړو لګښتونو په تونس کې زموږ خلک تر پزې راوستلي دي. همداراز د دینار د ارزښت کمېدل، د خلکو پر کارونو د حرامو مالیو فشار او داسې نورې ستونزې له لسیزو راهیسې د پانګوال نظام د  پلي کولو او دې ته د فکر نه کولو ترخې پایلې دي چې دا نظام د خلکو د ستونزو په حلولو او دوی ته سوکالۍ په راوړلو کې ناتوانه دی. بل لوی لامل یې د پیسو نړیوال صندوق د تباه کوونکې تګلارې مطابق کار کول دي: (د سب سایډي زیاتول – د روغتیا، ښوونې او روزنې، اوبو او د خلکو د نورو ګټو په برخه کې د دولتي لګښتونو کمول، د دولتي موسسو په ځانګړي توګه د ګټورو موسسو خصوصي کول چې پانګوال شرکتونه وکولای شي چې د هېواد شتمني لوټ کړي). د پیسو د نړیوال صندوق د تګلارې موخه دا ده چې هېواد یوازې د دې وړتیا پیدا کړي چې سود لرونکي پورونه بېرته ادا کړي، چې دا تګلاره د دې د تلپاتي غلامۍ وسیله ده!!

اې مسلمانانو:

د استعمار لخوا رامنځته شوی رژیم به یوازې د استعمارګرو په چوپړ کې وي، د هغو شرکتونو ساتونکی به وي چې ستاسو شتمني لوټوي او د هر هغه چا پر وړاندې به درېږي چې د هېواد د ازادولو هڅه وکړي او وغواړي چې د «دروغجنې ازادرۍ» کنوانسیون افشا کړي. حاکم رژيم په دې کې هېڅ دوه زړی نه دی چې له عامه شرکتونو څخه د خپلو خلکو شتمني وپلوري ( لکه څنګه چې پخوا یې تر ځمکې لاندې شتمني ضایع کړې) او د دې درواغو په ویلو به یې سترګې هم پټې نشي چې پلورل خپله پرېکړه وښیي او داسې وښیي چې له کوم بهرني امر سره هېڅ تړاو نه لري.   

یو داسې رژیم چې د خپلو شرکتونو د چلوولو وړتیا نه لري، مالي وضعیت یې نشي اصلاح کولای او له فساد سره مبارزه یې تر وس تېره ده او د هېواد مشري نشي کولای پرته له دې چې په پورونو کې یې غرق او له مالي ماتې سره یې مخ کړي.

اې مسلمانانو:

نن ورځ موږ یو داسې دولت نه لرو چې زموږ او زموږ د ټولو چارو په اړه فکر وکړي او دا زموږ لازمي دنده ده چې یو ریښتنی دولت تاسیس کړو چې له هر ډول استعماري اړیکو پاک وي؛ یو داسې دولت چې په خپلو پرېکړو کې د امت د ګټو په فکر کې وي او داسې اقتصادي او سیاسي نظام غوره کړي چې له اسلامي سیاسي اصولو څخه اخیستل شوی وي.

موږ پوهېږو چې دا دنده یوه داسې فریضه ده چې الله سبحانه و تعالی یې پر ټولو مسلمانانو امر کړی، په ځانګړې توګه پر هغو چې  قدرت او نفوذ لري؛ چې اوسنی امت او راتلونکي نسلونه یې د بایلونکو او غلامانو په لاسونو کې له لاسه ورنه کړي.

حزب التحریر- ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

ژباړه: احمد خالد

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې