- مطابق
۲. د مکې فتحه
الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين
ژباړه: د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژه نیونکو بندګانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي او له نبیانو او رسولانو څخه پر هغه غوره نبي او رسول الله ﷺ سلام او درود چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی همداراز د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي او پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت سره یې سمه لاره موندلې او د قیامت تر ورځې پورې یې د هغه په بلنه سره دعوت کړی وي.
اما بعد:
د ایمان وروڼو!
رسول الله ﷺ د مکې پر لور روان و، له خپل کاکا عباس سره يې چې له خپلې کورنۍ سره مدینې منورې ته د هجرت په نيت روان و، ولیدل. کله چې هغه ﷺ «مرالظهران» ته ورسید، هلته يې خپل پوځیان مېشت کړل او هر مسلمان ته یې د اور په بلولو امر وکړ، ترڅو د پوځ ډېروالی د قریشو پر معنوياتو، پرته له دې چې له نژدې يې وويني او يا يې وپېژني، اغېز وکړي او له جنګ پرته ورته تسلیم شي!
په دره کې لسګونه زره لمبې بلې شوې، چې لیدو به یې په زړونو کې وېره پيدا کېده او قریش له هغه څه څخه چې غيب ورڅخه پټ کړي وو، په هېڅ نه پوهېدل. يوازې دری مشران؛ ابوسفیان بن حرب، بدیل بن ورقاء او حکیم بن حزام راوتلي وو، ترڅو ځانونه خبر کړي. نو د اور پر خوا روان شول، خو څه یې چې ولیدل، حیران یې کړل او مسلمانان په خپل پلان روان وو، د هغوی په شاوخوا کې څارګر تیت شوي وو، ترڅو چې قریش اړ شي چې له تسلیمېدو پرته بله لار نشته. هغوی د قریشو سړي وموندل، ویې نیول او رسول الله ﷺ ته یې راوستل.
د رسول الله ﷺ کاکا عباس د مسلمانانو له پوځي غونډ څخه د رسول الله ﷺ پر اس سپور وتلی و، ابو سفیان او د هغه ملګري یې ولیدل او اعلان یې وکړ چې هغوی د مسلمانانو په سیمه کې دي؛ خو ابوسفیان ورپسې راغی او له رسول الله ﷺ سره یې د لیدو غوښتنه وکړه. دا د عباس لپاره یو فرصت و، د قریشو مشرانو ته یې قناعت ورکړ، چې نور اسلام د دوی او د قوم لپاره تر هرڅه غوره دی او د دوی قصد او کینه به له نن وروسته قریشو ته هېڅ ګټه ونه رسوي. کله چې هغه رسول الله ﷺ ولید، ورته ویې ویل: هلاک شې اې ابوسفیانه! آیا نه پوهېږې، چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل څوک د عبادت وړ نه دی!؟ آیا نه پوهېږې چې زه د الله سبحانه وتعالی رسول یم!؟ ابوسفیان وویل: زما مور او پلار دې له تا قربان شي، ته ډیر حلیم، کریم او خپلوي پالونکی یې! خو د دغه په اړه لاتراوسه پورې زما په نفس کې یو څه شته. عباس ورته وویل: هلاک شې اسلام راوړه او شاهدي ورکړه چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل د عبادت وړ نشته او رسول الله ﷺ د الله سبحانه وتعالی رسول دی. نو په دې وخت کې ابوسفیان ته ښکاره شوه چې پر حق شهادت د خلاصون يوازينۍ لار ده، نو اسلام یې راووړ. عباس وویل: يا رسول الله! ابوسفیان فخر خوښوي، هغه ته یو څه ورکړه، رسول الله ﷺ وویل: هو، څوک چې د ابوسفیان کورته ننوځي، هغه خوندي دی، چا چې خپله دروازه بنده کړه، هغه هم خوندي دی، څوک چې مسجد ته ننوتل هغوی هم خوندي دي. رسول الله ﷺ ابوسفیان ته دغه امتیاز ورکړ، ځکه هغه د نفس او عاطفې له مخې فخر خوښاوه، چې نور نه چا ته ضرر رسوي او نه خپله هغه کوم ضرر ته اړتيا لري.
د ایمان وروڼو!
کله چې ابو سفیان د بیرته تګ غوښتنه وکړه، نو رسول الله ﷺ عباس ته وویل: د درې په تنګ ځای کې یې ودروه، یعنې کله چې دره پای ته رسیږي، هلته یوه تنګه لاره ده، چې له غره څخه راوځي، ترڅو د الله سبحانه وتعالی پوځونه تېر شي او ویې ویني. په دغه کار یې ستره پایله لاسته راوړه او هر ځل به چې هره قبیله تېرېده، نو له عباس څخه به یې د هغې په اړه پوښتل او عباس به یې نوم ورته اخیست. هغه به ویل: دوی چا راوستي دي؟ خو کله چې رسول الله ﷺ په زرغونه کتیبه کې له انصارو او مهاجرینو سره تېرېده، نو یواځې د اوسپنو رڼا يې معلومېده، ويې ویل سبحان الله عباسه! دغه څوک دي؟ ورته ویې ویل: دا رسول الله ﷺ دی له مهاجرو او انصارو سره. ابو سفیان چې په زړه کې یې د مقاومت هېڅ پاتې نه شول، ویې ویل: له دغو سره هېڅوک د مقاومت ځواک نه لري. والله ابوالفضله د وراره ملک دې ډېر ستر او پراخ شوی. عباس ورته وویل: ابوسفیانه دغه نبوت دی. ابوسفیان وویل: ډير ښه!
بیا عباس په دغه مناسبه ګړۍ کې وویل: ابوسفیانه خپل قوم ته هڅه وکړه، یعنې قوم ته دې ورشه. نو ابوسفیان مکې ته بیړه وکړه او مکې ته په حیرانۍ سره داخل شو او په هسک آواز سره یې ویل: قریشو! محمد له داسې پوځ سره راغلی چې تاسې یې هېڅ د مقابلې وړتیا نه لرئ، څوک چې د ابوسفیان کورته ننوت، هغه خوندي دی.
د هغه مېرمن د عتبه لور هند ځیږه شوه، ابو سفيان يې له ګرېوانه ونیو او ویې ښکانځه، خو هغه یې ښکنځل ونه زغمل، بلکې خپل ټول قوم ته یې وویل: هلاک شئ! په خپلو ځانونو مه تېروځئ، تاسو ته داسې یو پوځ راغلی چې د مقابلې وړتیا یې نه لرئ، څوک چې د ابوسفیان کورته داخل شي هغه خوندي دی. قریشو وویل: الله دې ووژنه ستا کور زموږ لپاره بسنه کوي؟ بیا ابوسفیان وویل: چا چې پر ځان پسې خپله دروازه بنده کړه، هغه هم خوندي دی. بیا یې وویل څوک چې مسجد ته ننوځي، هغه هم خوندي دی. نو خپلو کورونواو یا هم مسجد ته بیړه وکړئ. خو ځينو قریشو پر جنګ ټینګار کاوه.
او په پای کې د ایمان وروڼو!
الله سبحانه وتعالی دې وکړي چې د رمضان میاشتې پر دغو غوره ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو سره خوږې کړي او موږ خپل وفاداره او اخلاصمن پوځیان وګرځوي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو ځواکمن او ولي ذات دی.
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
* * *
استاد محمد احمد النادي