یکشنبه, ۱۵ رجب ۱۴۴۴هـ| ۲۰۲۳/۰۲/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د عربي هيوادونو له مشرانو سره د چينايي چارواکو د ناستو موخې
بسم الله الرحمن الرحيم
د عربي هيوادونو له مشرانو سره د چينايي چارواکو د ناستو موخې

پوښتنه:

الجزيرې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۹مه پر خپله وېبپاڼه خبر خپور کړ چې: «د خليج هيوادونو د همکارۍ شورا، د خليج-چين او عرب-چين ۴۳مه ناسته جمعه د سعودي په پلازمېنه، رياض کې د يو شمېر عربي چارواکو او د چین ولسمشر، شي‌جين‌پينګ په حضور کې پیل شوه.» د سعودي، خليج هيوادونو او عربي هيوادونو له مشرانو سره د چينايي چارواکو د ناستو موخې څه دي؟ دې ته په کتو چې روسيه د زور په مټ د نفوذ او د نړۍ د څوقطبي کېدو غوښتونکې ده، ايا چين له سياسي لارې څو قطبي نړۍ غواړي او په دې ډول خپل سياسي نفوذ پراخوي او ځان د يوه لوی نړيوال قطب په توګه مطرح کوي؟ د عربي نړۍ حکام به د چین د دغه اسلوب هرکلی وکړي؟ په دې اړه د امريکا غبرګون څه دی؟  

ځواب:

د دغو پوښتنو د ځواب لپاره پر لاندې موضوعاتو رڼا اچوو:

۱- د چین ولسمشر د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۸مه سعودي ته ورسېد او د دغه هيواد له پاچا او وليعهد شهزاده محمد بن سلمان سره یې وليدل. د چین د ولسمشر تود هرکلی وشو او دواړه لورو هراړخيز اقتصادي او د مشارکت تړون لاسلیک کړ؛ په دې کې د ۳۰ میلياردو ډالرو په ارزښت د انرژۍ او بېخ‌بنسټونو په برخه کې تړون هم شامل و. د دغو تړونونو موخه د چین د «یو کمربند یوه لار» (د ورېښمو نوې لار) سټراټېژۍ او د «د ۲۰۳۰ لرلید» په نامه د بن سلمان پروژو – چې لویه موخه یې سرګرمي ده- په چوکاټ کې د چينايي پروژو تر منځ همغږي وه. په دغه ناسته کې په سیمه کې د بازارموندنې لپاره په سعودي کې د چین پر لوی صنعتي موقعیت هم خبرې وشوې. په دويمه ورځ چينايي پلاوې په رياض کې د خليج هيوادونو له چارواکو او ورپسې په همدغه ورځ د عربي هيوادونو له مشرانو سره ناستې وکړې چې د عربي هېوادونو ډېرو مشرانو ګډون پکې وکړ؛ د چين د بهرنيو چارو وزارت د دغې ناستې په اړه وویل: «دغه ناسته د چین د خلکو جمهوریت له تاسیس راهیسې د چین او عربي نړۍ تر منځ تر ټولو پراخه ډیپلوماټیک فعالیت ښيي. » (بي بي سي، ۲۰۲۲/۱۲/۸). په دواړو ناستو کې د چين او عربي هيوادونو ترمنځ پر مشارکت او دوه اړخیزه همکارۍ ټينګار وشو او په وروستي بيانیه کې يې پر عامو موضوعاتو لکه؛ اوسني نړيوال نظم ته درناوی، د هيوادونو حاکميت ته درناوی، د ځواک نه کارول، د ښه ګاونډيتوب اصولو ته درناوی، د فلسطين قضيې مرکزیت او د هستوي وسلو د پراختيا مخنيوي؛ باندې ټينګار وشو. چین له خلیج هېوادونو سره د ناستې په وروستۍ بیانیه کې پر ايران نيوکه کړې او ترې غوښتي يې چې خپلو ګاونډیو ته درناوی وکړي. [«خليج هیوادونو او چين پرون په رياض کې د چين-خليج ناستې په پای کې يوه ګډه بیانیه خپره کړه. په دغې بیانیه کې د هغو درې‌ګونو ټاپوګونو په اړه چې ایران یې خپل ملکیت ګڼي، د متحده عربي اماراتو لخوا د خبرو اترو او سوله‌ایزې لارې حل ملاتړ وشو. دغه راز له ایران څخه وغوښتل شول چې د اټومي هوکړې خبرې اترې له سره جدي پیل کړي.» (المیادين، ۱۰/۱۲/۲۰۲۲)]. د یادولو وړ ده چې د چين د دغه دریځ په غبرګون کې تهران د یا هیواد سفیر احضار کړی.

۲- د امريکا د نوې سټراټېژۍ له مخې چين د امريکايي واکمنۍ پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ ګڼل کېږي او د دوی په باور چين د دې وړتيا لري چې په نړۍ کې خپل نفوذ پراخ کړي؛ ځکه چين تر امريکا وروسته دويم اقتصادي ځواک دی او د پوځي بودیجې د تخصیص له مخې هم په نړۍ کې دوهم ځای لري. له همدې امله، امريکا د چين اقدامات له نیږدې څاري، د پياوړتيا مخه يې نيسي او ان له چین سره جګړې ته ځان چمتو کوي. د تايوان د کړکېچ په تړاو د ولسمشر بايډن وروستۍ څرګندونې همداسې ښيي. امريکا سعودي ته د چين د ولسمشر سفر داسې وارزاوه: [سپینې ماڼۍ چهارشنبه په یوه بیانیه کې وویل: «سعودي ته د چين د ولسمشر سفر د حيرانتيا وړ نه دی؛ ځکه موږ پوهېږو چې بيجينګ په منځني ختيځ کې د خپل نفوذ زیاتولو په هڅه کې دی.» د امريکا د ملي امنيت شورا د سټراټیژیکو اړیکو د همغږۍ مسول، جان کربي وويل: «موږ هغه نفوذ چې چین یې به نړۍ کې زیاتول غواړي، درک کوو.» نوموړي زياته کړه، «د چین سفر حیرانوونکی نه دی او دا خبره هم نه ده حیرانوونکې چي د سفر لپاره یې منځنی ختیځ وټاکه.» (سي ان ان عربي، ۱۸/۱۲/۲۰۲۲)].

۳- له بل پلوه، چين هڅه کوي داسې وښيي چې د امريکايي نړيوال نظم مخالف نه دی؛ د امریکا غوښتنې تکراروي؛ په دغه سفر کې د چین د ولسمشر له خبرو همداسې ښکارېده، په ځانګړي ډول د ناستې په وروستۍ بيانيه کې یې د نړيوال قانون له مخې د نړيوال نظم پر ساتلو، د اټومي وسلو د پراختيا پر مخنيوي او د ترهګرۍ ضد مبارزه باندې ټینګار کړی؛ په دې بیانیه کې یې ان په ضمني ډول پر روسيه نيوکه کړې؛ دا چې د هيوادونو حاکميت ته درناوی، د ځواک او ګواښ کارولو مخنیوی او د ښه ګاونډيتوب اصولو ته درناوی یادوي، اشارتاً په اوکراين کې د روسيې جګړې ته ګوته نيول شوې. همدا رنګه په دې بيانيه کې چين پر ايران نيوکه کړې او ترې غوښتي یې چې د ښه ګاونډيتوب اصولو ته ژمن پاتې شي او د خليجي هيوادونو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي؛ دا نیوکه یې هم د غربي هيوادونو او امريکا نيوکو ته ورته ده چې تل پر ايران مستقیماً ورته نيوکې کوي. د ايران لخوا د چين د سفير احضار یو ځل بیا ښيي چې د روسیې، چین، ایران او شمالي کوریا په استازیتوب د یوه «نوی نړيوال بلاک» د جوړېدو ادعا خيالي ده او په واقعيت کې هيڅ نشته.

۴- له عربي هېوادونو سره د چین د اړیکو په اړه باید ووایو چې په سعودي کې دغو ناستو له نړیوال اړخه د دوی په اړیکو کې هېڅ بدلون نه دی راوستی. دا سمه ده چې سعودي د چين د ولسمشر تود هرکلی وکړ او د ۲۰۲۲م کال په جولای کې د امريکا د ولسمشر هرکلی دومره تود نه و؛ خو د دې سبب دا و چې سعودي له ډیموکراټ ګوند سره د جمهوري غوښتونکو په سیالۍ کې د جمهوري غوښتونکو پر خوا دی او له ډیموکراټ ګوند او شخصاً بایډن سره یې اړیکې سړې دي؛ بل دا چې بايډن د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان ته ځان دومره نه دی نیږدې کړی او ډېر درناوی نه ورته لري. سربېره پردې، عربي هيوادونو له هند او المان سره هم د سټراټيژيک مشارکت تړونونه لاسليک کړل؛ خو دغو تړونونو ته د تړاو یا په سیاسي تړاو کې د بدلون په سترګه نه کتل کېږي.

۵- دا چې چین په خپل شاوخوا کې له لویو سیاسي ستونزو کړېږي؛ لکه له تایوان سره ستونزه، چې تایوان خپله خاوره بولي خو له ځان سره یې د یو ځای کولو وړتیا نه لرئ، له ویتنام سره ستونزه او یا له ګڼو نورو هيوادونو سره د ټاپوګانو پر سر ستونزې. دغه راز دا چې چین خپلې نیږدې او دوستانه اړیکې تقریباً له شمالي کوریا سره خلاصه کوي؛ دغو ټولو ته په کتو باید ووایو چې له شک پرته چین نه په عربي هېوادونو کې د سیاسي تړاو هیله لري او نه پلان؛ په ځانګړي ډول دا چې له امریکا او انګلستان سره د عربي هېوادونو د حکامو له پخو اړیکو خبر دی. نو عربي هيوادونو ته د چين د ولسمشر سفر، هلته د ناستو کول او اقتصادي تړونونه په هېڅ صورت د نیږدې یا لرې سیاسي تړاو په معنی نه دي، يوازې د هيوادونو ترمنځ اقتصادي اړيکې رانغاړي او باید يوازې له اقتصادي اړخه ورته وکتل شي. دا سفر ممکن ځینې سیاسي دلالتونه هم ولري، خو دا دلالتونه له سیمې یا یې د حکامو له سیاسي تړاو سره کومه اړیکه نه لري. مثلاً پر ایران د چین نیوکه د دې لپاره وه چې له غرب سره خپل دریځ یو کړي او دا ثابتوي چې چین پر ایران د نړۍ له انتقادي دریځ اخوا حرکت نه کوي او دا کار یې دا پایله نه لري چې له خلیج هېوادونو سره د ایران پر وړاندې سیاسي مداخله وکړي. دغه راز یې په وروستۍ بیانیه کې پر روسیه ضمني نیوکه لکه؛ د هيوادونو حاکميت ته درناوی، د ځواک نه کارول او د ښه ګاونډيتوب اصولو ته ژمنتیا؛ له دې ټولو څخه ښکاري چې چين له روسيې سره د اوکراين په جګړه کې ملتیا نه کوي او له نړۍ سره په اړيکو کې خپله سوله‌ييزه ډيپلوماټيکه تګلاره پرمخ وړي.

۶- چين له خليج هيوادونو سره اقتصادي اړيکې ځکه پالي چې د امريکا او اروپا له لوري یې د صنعتي ځنځیر له پرې کولو وېرېږي؛ په ځانګړي ډول غربي مارکېټونو ته د چين د صادراتو له بندولو. هغه تعامل چې نن د روسیې پر انرژۍ د زیات باور په سبب د اروپا د سټراټېژیکي تېروتنې په اړه کېږي، هغه څه دي چې په راتلونکي کې به د چین پر تولیداتو د غرب د ډېر باور په اړه وشي او د دغه تعامل نښې نښانې عملاً ښکاره شوې؛ د المان د بهرنيو چارو وزير، بېربوک وويل: [«موږ به نور پرې نه ږدو چې د خپلو حیاتي قضیو په برخه کې پر هغو دولتونو باور وکړو چې له موږ سره ګډ ارزښتونه نه لري. له شک پرته د هیله‌مندۍ پر بنسټ بشپړ اقتصادي باور موږ له سياسي ګواښ سره مخ کوي.» (المیادين، ۲/۱۱/۲۰۲۲)]. دغه راز د جرمني لومړي وزير، اولوف شولتز له بيجينګ څخه تر وتلو وړاندې «فرانکفرټر تزايتونګ» ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې ولیکل:«المان بايد چین ته په نیږدې کېدو کې چې د مارکس او لیلین سیاسي لیدلوري پر اساس نیږدې کېدو خواته روان دی، بدلون راولي.»  نومړي زياته کړه، «الماني شرکتونه بايد په صنعت کې پر چينايي توکو خپله خطرناکه تکيه کمه کړي.» (شرق الاوسط ورځپاڼه، ۴/۱۱/۲۰۲۲). چين د دې لپاره يو شمېر مخنيوونکې اقدامات وکړل چې ځینې یې دا دي:

الف: له روسيې څخه ځان لرې کول: چين تمه لرله چې ولسمشر پوتين به په اوکراين کې خپل اهداف لاسته راوړي او چين به د روسيې له نړيوال رول څخه ګټه واخلي؛ پر اوکراين د روسيې برید په تړاو د چين دریځ له پيله مبهم و. د امريکا او اروپا پراخ ملاتړ اوکراين ته د مقاومت توان ورکړ او دې کار چين له روسيې څخه لرې کړ او نامستقیماً يې پر روسيې نيوکې زياتې کړې؛ دا خبره د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې د چين کمونيست ګوند له وروستۍ غونډې وروسته ښکاره شوه؛ په دې غونډه کې شي‌جین‌پینګ ټول واخل په لاس کې واخیست او خپل سیالان یې د ګوند له دفتره وایستل. له دې وروسته چين له متعادلې روسیې ځان نور هم په چټکۍ لرې کړ. چین دا نه شي زغملی چې امريکا او اروپا یې د روسیې د انرژۍ تولیداتو پشان توليدات ور بند کړي؛ چین دغه احتمال په خپلو محاسبو کې ځای کړی.

ب: له غربي درېځونو سره ورته والی: چين امريکايي نړيوال نظم ته ژمنتيا اعلان کړه او پر هر هغه څه چې غرب نیوکه کوي، دوی یې هم کوي؛ لکه د خليج هيوادونو په چارو کې د ايران پر لاسوهنه نيوکه. چين غواړي غرب ته ووايې چې چین د نړۍ له «متمدنو» هېوادونو دی چې د ځينو هيوادونو بې رحمه تګلارې ردوي. ښايي په راتلونکو ورځو کې د چين د دا ډول درځونو د ډېرو بېلګو شاهدان وو؛ لکه دا چې له نظامي اړخه به له تایوان څخه لرې شي او له امریکا به وغواړي چې شخړې یې کمې کړي او دغه راز به د شمالي کوریا د اټومي بحران په حل کې همکاري وکړي. چین دا کارونه ځکه کوي چې امریکا او اروپا غرب ته د دوی تولیدات بند نه کړي.

ج: اقتصادي بدیلونو ته پام زیاتول: چين د عربي هيوادونو بازارونو ته د يوه بديل په سترګه ګوري؛ که څه هم غربي مارکېټونو ته دومره مهمه نه ده. يعنې که امريکايي او اروپايي مارکېټونو ته د چين توليدات بند شي، نو عربي بازارونه ورته بدیل کېدی شي؛ که څه هم دا بازارونه د امريکايي او غربي بازارونو په پرتله ګڼل کېږي. که امريکا او اروپا پر چين خپله تکيه کموي، عربي مارکېټونو له افريقايي او لاتيني امريکا له مارکېټونو سره يوځای، د چين د اقتصاد لپاره د يوې لارې په توګه کارېدی شي.

۷- د عربي هيوادونو اقتصادي اړخ ته په کتو، له عربي او خلیج هېوادونو سره د چین ناستې داسې ارزولی شو:

الف: په عربي هيوادونو کې له لسيزو ناکام حاکمیت وروسته او دا هېوادونه د وچ ځنګل په څېر دي چې ممکن په هره کوچنۍ جرقه اور واخلي؛ ځینې خپل نیم راټول شوي مالیات د سودي پورونو پرې کولو لپاره ورکوي. د ناکامو اقتصادي تګلارو او پر غرب ډېرې تکيې په پايله کې يې پولي واحدونه په چټکۍ خپل ارزښت بایلي او د توکو بیې په لوړېدو دي چې دا د خلکو د لاریونونو ګواښ زیاتوي. له خليج هيوادونو پرته کابو ټول عربي هېوادونه له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي؛ دا واقعیت د دې سبب شوی چې د دغو هیوادونو حکام چین ته د خپل اقتصاد د احتمالي ژغورونکي په سترګه وګوري؛ داسې چې ډېر پورونه ترې اخیستی شي او د پيسو نړيوال صندوق له ځینو سختو شرايطو څخه خلاص شي. چين هم فرصت لري چې د لویو بهرنیو پروژو له لارې په دغو هيوادونو کې سترې پانګونې وکړي چې ګټه یې د پراخ حکومتي فساد په سبب عربو حکامو او د هغو ملاتړو ته رسېږي.

ب: امريکا د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره پر خپلو مزدورانو ډېره تکيه کوي؛ لکه له سعودي سره د ټرمپ ادارې د وسلو خيالي تړون. امریکا د خپلو اقتصادي ګټو د تامین په موخه ان د خپلو سیالانو پر مزدورانو هم فشار راوړي؛ لکه پر قطر، چې د انګلستان مزدور دی، یې چې فشار راوړ؛ تر دې چې په امریکا کې د قطر پانګونې د دغه هیواد حکامو ته د ژغورنې رسۍ شوه او له دې لارې کولی شي په حاکمیت کې پاتې شي؛ ان تر دې چې ټرمپ د خپلې ادارې پر وخت د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د دوی د ملاتړ په بدل کې پیسې ورکړي. د هغو لویو ستونزو په سبب چې عرب حکام یې لري؛ امریکا دوی هڅوي او یا لږ تر لږه له اقتصادي اړخه چین ته د دوی د مخ اړولو خنډ نه ګرځي. ممکن دا د امریکا د پلان یوه برخه وي چې د چین اقتصاد د امریکا له مزدورانو سره د اقتصادي مرستو له لارې کمزوری کړي او دا د چین د ودې د مخنیوي لپاره د امریکا د سیاست یوه برخه وي. نو د چين-عربي هيوادونو اقتصادي همکاري او مشارکت د امريکا لپاره هيڅ ګواښ نه دی او نه د امريکا مزدوران د چين لور ته مايل کوي. 

۸- له دې ټولو سره سره، له دغو ناستو څخه د چين موخې اقتصادي دي او چین په عربي نړۍ کې له امريکا او اروپا سره د سياسي نفوذ په سر سيالي نه کوي؛ ځکه چې تر اوسه یې وړتياو او اراده نه لري. چين ان په خپل ګاونډ، ختيځه اسيا کې تر اوسه سياسي نفوذ لاسته نه دی راوړی. چين د دغو غونډو او اقتصادي تړونونو له لارې غواړي په عربي نړۍ کې يوه اقتصادي لار پيدا کړي او خپل پياوړی وساتي؛ د خليج او عربي هيوادونو له انرژۍ څخه د خپلو کارخونو چلولو لپاره کار واخلي، ځان د مدني نړۍ د يوه غړي په توګه مطرح کړي او ووایي چې موږ د هغو هیوادونو له ډلې نه یو چې غرب یې «سرکشه دولتونه» بولي، لکه ايران او شمالي کوريا. چین دغه راز نه غواړي له هغه نړیوال عزلت سره مخ شي چې نن یې د روسیې مرۍ ټینګه نیولې؛ چین غواړي له عربي نړۍ، افريقا او لاتيني امريکا سره يوازې اقتصادي اړيکې ولري، دا کار د هغې احتمالي وېرې په سبب کوي چې غربي بازارونو ته د امریکا او اروپا له لوري د خپلو تولیداتو له بندېدو یې لري؛ چين د خپلې دوستانه تګلارې پر مټ غواړي غرب ته ځان نیږدې وښيي او له روسيې څخه ځان لېري کړي.

۹- د يادونې وړ ده چې عربي چارواکي د ختيځ ترکستان پر مسلمانانو د چين د بې رحمه کړنو په تړاو هيڅ اندېښه نه لري. هغوی د چين له ولسمشر سره په دومره په صميمانه فضا کې خبرې کولې، چې ګواکي د ايغور د مسلمان مسله اصلاً نشته!  له دې ښکاري چې دغه حکام ډېر کمزوري شوي، د اسلامي امت له ملتیا یې لاس اخیستی او دوی ته د مسلمانانو چارې او وضعیت هېڅ ارزښت نه لری. دوی ته تر ټولو اساسي او برخلیک ټاکونکې موضوع د خلکو د اعتراضونو پر وړاندې د خپلو څوکیو ساتل دي. دوی په خپلو ټولو سیاستونو کې ناکام شوي او د خپلو خلکو لپاره څه نه شي کولی. په ناستو کې ټولې خبرې اترې پر اقتصادي اړیکو او نړیوالې سوداګرۍ متمرکزې وې؛ ته به وايې چې د ایغور د مسلمانانو پر وړاندې وحشت او جنایتونه بیخي په بله نړۍ کې پېښېږي!

۱۰- په دې کې هېڅ شک نشته چې د خلافت له ړنګېدو وروسته عرب او د ټولو مسلمانانو حکام په ډېر ناوړه وضعیت کې دي؛ دا وضعیت د دوی د نابودۍ د نیږدې کېدو خبر ورکوي. ځکه د هغو ویجاړیو لویه کچه چې دوی له امریکا، اروپا او چین سره په همغږۍ راوړې، دومره ده چې له دوی څخه یې د جبران کولو لار ورکه کړې او نور په هېڅ صورت نه شي کولی هغه موقعیت ته لاړ شي چې په حاکمیت کې د دوی بقا توجه کړي. دوی به د الله سبحانه و تعالی له قهر او عذاب سره مخ کېږي؛ ځکه چې اسلام یې پرېښی او له هغو کسانو سره په جګړه بوخت دي چې پر ځمکه د اسلامي ژوند بیا راتګ غواړي. دوی د استعمارګرو کفارو امرونه داسې مني چې ته به وایې ړانده دي او د ښه او بد توپیر نه شي کولی.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

(النحل:۲۱){أَمْوَاتٌ غَيْرُ أَحْيَاءٍ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُون}

ژباړه:«دوی ژوندي نه، بلکې مړه دي او نه پوهېږي چې كله به راپاڅول شي(بیا راژوندي کړای شي).

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې