- مطابق
پوښتنه:
زموږ محترم شیخه، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
هیله لرم چې دا پوښتنه مې تاسو ته په داسې حال کې ورسېږي، چې په بشپړه روغتیا او ښه حالت کې وئ. الله سبحانه وتعالی ته دعا کوم چې تاسو ته توان درکړي، ترڅو د هغه دین عزتمن او شریعت یې پلي کړئ. زما پوښتنه دا ده:
«په وروستیو کې مو د سرو زرو په بیه کې ډېر لوړوالی ولید، چې په څو کلونو کې یې بیه څو برابره شوې ده. ایا دا معنا لري چې سره زر د یوه ثابت فلز او د اسعارو د معیار په توګه نور ثابت نه دي او بدلون مومي؟ یا دا بدلون د ځینو نظامونو د کنټرول او سیاسي شرایطو له امله دی؟
که داسې وي، نو راتلونکی اسلامي دولت چې انشاءالله ژر به قایم شي، څنګه د سرو زرو ثبات ساتلی شي او د اسلام د دښمنانو د لاسوهنې مخنیوی کولی شي؟»
الله دې تاسو ته برکت درکړي!
ستاسو دیني ورور: احمد سعید، د اسراء او معراج له خاورې (فلسطین) څخه!
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
د سرو زرو په بیو کې بدلونونه ځکه رامنځته کېږي، چې سره زر هم د نورو توکو په څېر یو سوداګریز جنس ګڼل کېږي، نو د بازار انګېرنې پرې اغېز کوي او بیه یې کله لوړېږي او کله هم ټیټېږي. د نړۍ لوی هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا غواړي، چې د راکړې ورکړې اصلي سرچینه دې ډالر وي؛ ځکه دوی کولی شي، چې ډالر له کوم جدي کنټرول پرته زیات یا کم چاپ کړي. دا چې امریکا له ګڼو هېوادونو سره استعماري اړیکې لري، نو دا اړیکې مرسته کوي چې د ډالر بیه په ډېرو حالتونو کې ثابته پاتې شي، لکه هغه چې پخپله سره زر وي!
که چېرې وضعیت داسې نه وی، یعنې پیسې په اصل کې سره زر وی او د هرې چاپېدونکې کاغذي پیسې په بدل کې په ټاکلي اندازه سره زر موجود وی، چې هر وخت د کاغذي پیسو په بدل کې ورکول کېدلی شوی (چې دې ته ځایناستې یا نائبه پیسې ویل کېږي)، نو په دې حالت کې به ټولو اجباري کاغذي پیسو (چې د سرو زرو ملاتړ ونه لري) تر همغه چاپ شوي کاغذ ډېر ارزښت نه درلود.
د موضوع د لا روښانتیا لپاره دوه ټکي یادوم، چې په پوهېدو کې مرسته کوي:
لومړی: ما په خپل کتاب «اقتصادي بحرانونه، د هغوی حقیقت او د اسلام له نظره یې حللارې» کې دا موضوع څېړلې ده، چې داسې پکې راغلي دي:
«اقتصادي بحرانونه د پولي نظام د واقعیت پایله ده:
کله چې نړۍ په خپلو مالي معاملو کې د سرو زرو پر معیار (Gold Standard) روانه وه، نو د اقتصادي ودې او پولي ثبات په حالت کې وه. مګر کله چې دا نظام له منځه ولاړ او پر ځای یې یوازې اجباري کاغذي پیسې دود شوې، حالت خراب شو او بحرانونه یو پر بل پسې چټک رامنځته شول.
د سرو زرو پر معیار جوړ نظام، د تبادلې د ثابت نرخ تضمین کاوه؛ ځکه د هر هېواد پولي واحد یا خپله سره زر وو او یا هغه کاغذي پیسې وې چې بشپړ ارزښت یې په سرو زرو پورې تړلی و او هر وخت د سرو زرو په بدل کې بدلېدلی شوې. له همدې امله د هېوادونو تر منځ د اسعارو تبادله ثابته وه، ځکه دا ټول د سرو زرو یوه معلوم واحد ته منسوب شوي وو. د بېلګې په توګه: په اسلام کې یو دینار (۴.۲۵) ګرامه سره زر ټاکل شوی و، برېتانوی پونډ د قانون له مخې ۲ ګرامه خالص سره زر و، فرانسوي فرانک ۱ ګرام سره زر و... له همدې امله د تبادلې نرخونه ثابت وو.
دغه نظام په کورنۍ او نړیواله کچه د پولي واحدونو ثبات رامنځته کړی و. د دغه حالت ثبوت دا دی چې په (۱۹۱۰م) کال کې د سرو زرو له مخې د اسعارو د بیو شاخصونه نږدې د (۱۸۹۰م) کال په کچه وو. خو کله چې دا نظام لغوه شو، نو اقتصادي بحرانونه ډېر او پرلهپسې راڅرګند شول...»
دویم: د اسلامي دولت تر تاسیس وروسته انشاءالله دا وېره نشته ده، چې پیسې به د نورو هېوادونو د سوداګریزو انګېرنو له امله اغېزمنې شي، ان که هغوی د سرو زرو او سپینو زرو پر بنسټ پیسې هم ونه مني، پر کاغذي نظام پاتې شي او پر اسلامي دولت د اغېز هڅه هم وکړي. دا ځکه چې د مسلمانانو خاورې داسې ځانګړتیاوې لري، چې هغوی له بهرنیو فشارونو او لوبو څخه خوندي ساتلی شي او په اقتصادي نظام کې په دې اړه داسې راغلي دي:
«...د اسلامي دولت د پیسو او د نورو هېوادونو د اسعارو ترمنځ د تبادلې نرخ پر اسلامي دولت اغېز نه کوي، د دوو لاملونو له مخې:
لومړی: اسلامي خاورې د امت او دولت د اړتیا وړ ټول خام مواد لري. نو دوی د نورو هېوادونو توکو ته اساسي اړتیا نه لري. له همدې امله پر خپلو داخلي تولیداتو بسنه کولی شي او د بیو بدلون پرې اغېز نه شي کولی.
دویم: اسلامي خاورې د نفتو په څېر داسې توکي لري، چې ټوله نړۍ ورته اړتیا لري او دوی دا توکي یوازې په دې شرط پلورلی شي، چې بیه به یې یوازې سره زر وي. نو هغه دولت چې په خپلو تولیداتو بسنه کوي او داسې توکي لري چې ټول ورته اړتیا لري، د اسعارو د تبادلې بدلون پرې هېڅ اغېز نه شي کولی؛ بلکې همدا دولت نړیوال مالي بازارونه تر خپل کنټرول لاندې راوستلی شي او هېڅوک یې پر اسعارو کنټرول نشي ټینګولی.»
نو اې ګرانه وروره! ډاډه اوسه، ځکه په حزب کې هوښیار، پوه او ښه تدبیر لرونکي کسان شته دي او تر دې مخکې او وروسته د الله سبحانه وتعالی مرسته او توفیق ورسره دی، ترڅو د اسلام د دښمنانو مکر بېرته پر هغوی واړوي... او الله سبحانه وتعالی د صالحینو سرپرستي کوي.
هیله ده چې همدا بسنه وکړي او الله ښه پوه او ډېر حکیم ذات دی.
ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو الرشته
۱۴۴۷هـ.ق کال د رمضان ۷مه
۲۰۲۶م کال د فبروري ۲۴مه




