دوشنبه, ۲۴ ذیقعده ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۵/۱۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د لبنان او یهودي رژیم ترمنځ خاینانه مذاکرات

(ژباړه)

پوښتنه:

په واشنګټن کې د لبنان او یهودي رژیم د سفیرانو ترمنځ مذاکرات وشول. دغه مذاکرات د سولې د لوړې کچې خبرې وبلل شوې، چې په پیل کې یې لس ورځنی اوربند وشو او وروسته د ۲۰۲۶م کال د اپرېل پر ۲۴مه تر درېیو میاشتو وغځول شو. خو سره له دې، یهودي رژیم لا هم خپل تېري ته زور ورکوي: «اشغالګر پوځ اعلان وکړ چې د شپې په اوږدو کې یې د لبنان په سوېل کې تر پنځوسو زیات ځایونه په نښه کړي او بریدونه یې پرې کړي دي...» (الجمهور؛ ۲۰۲۶م د مې ۲مه) ایا موخه هماغه د ټرمپ خبره «د ځواک له لارې سوله» ده؟ که داسې وي نو د لبنان حکام څنګه دا ډول خاینانه مذاکرات مني، چې په پټه نه، بلکې په ښکاره له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو پر مسیر تګ څرګندوي؟

که ځواب راکړئ مهرباني به مو وي. الله سبحانه وتعالی خو دې تاسو ته اجر درکړي!

ځواب:

د دغو پوښتنو د ځوابولو لپاره، لاندې ټکي څېړو:

۱. په ۲۰۲۵م کال کې چې د ټرمپ ادارې بیا واک ترلاسه کړ؛ نو خپله پخوانۍ پروژه «ابراهیمي تړونونه» یې هم له ځان سره راوړه. په دې پروژه کې «له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو» ژمنې دي، او ورسره دا نوې ژمنې چې یهودي رژیم ته به په سیمه کې د برلاسۍ ځواک ورکوي او د امریکا د ګټو د یوې لویې برخې د مدیریت مسؤلیت به هم ورسپاري. ځکه خو، د ۲۰۲۶م کال د اپرېل پر ۱۴مه، په واشنګټن کې د لبنان د امریکايي اجیرانو او یهودي رژیم ترمنځ د مذاکراتو پیل، تر هغه امنیتي توافق ډېر پراخ او لوی و چې د لبنان حکومت یې د وژنو او ویجاړیو د درولو او د سوېل د ازادولو لپاره د یوې هڅې په توګه وړاندې کوي او تبلیغ ورته کوي. بلکې دا په بشپړه معنا له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو په اړه د ټرمپ د پلان مسیر ته د ځان برابرولو هڅه وه. که څه هم دغه «لومړنۍ» ناسته د سفیرانو په کچه وه؛ خو د امریکا ولسمشر، ټرمپ، د دې لپاره چې مذاکراتو ته زور او تبلیغاتي فضا ورکړي، اعلان وکړ چې د لبنان ولسمشر عون او د یهودي رژیم لومړی وزیر نتنیاهو به ټیلیفوني خبرې وکړي؛ او زیاته یې کړه چې دا ډول اړیکه له څو لسیزو راهیسې نه ده نیول شوې (i24 رسنۍ؛ ۲۰۲۶م د اپرېل ۱۶مه). خو کله چې دا اړیکه ونه نیول شوه، ټرمپ بیا د همغې فضا د ژوندۍ ساتلو هڅه وکړه؛ د هغه د بهرنیو چارو وزیر د لبنان له ولسمشر سره اړیکه ونیوله، او وروسته خپله ټرمپ هم ورسره خبرې وکړې؛ په لبنان کې د امریکا اجیرانو د ټرمپ پر دغه اقدام ډېر ویاړ کاوه. وروسته ټرمپ یو بې‌ساری ډیپلوماټیک ګام هم اعلان کړ؛ هغه وویل چې غواړي د یهودي رژیم لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو، او د لبنان ولسمشر، جوزف عون، سپینې ماڼۍ ته وروبولي (سعودي نیوز؛ ۲۰۲۶م د اپرېل ۱۶مه). له دې ټولو سره سره، که څه هم لبناني چارواکو کمزوری انکار کاوه؛ خو اوس له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو په مسیر کې د لبنان داخلېدل تقریباً یقیني شوي دي!

۲. وروسته د عون او د هغه د لومړي وزیر له لوري په دې تړاو پرلپسې څرګندونې وشوې:

الف - عون د لبنان خلکو ته په خپله وینا کې وویل: «غواړم په ډاډ او صراحت درته ووایم: دا مذاکرات د کمزورۍ، شاتګ او یا امتیاز ورکولو نښه نه ده؛ بلکې دا زموږ پر حقونو د باور، خپلو خلکو ته د پاملرنې او له خپل وطن څخه له هرې ممکنې لارې د دفاع له احساسه راولاړه شوې پرېکړه ده؛ په ځانګړي ډول دا چې موږ نه غواړو له لبنان پرته بل د هیچا لپاره ومرو. مذاکرات نه د کوم حق د پرېښودو او نه د کوم اصل د قرباني کولو په معنی دي او نه هم د دې هېواد د حاکمیت پر سر د معاملې معنی لري. موږ زرګونه لبنانیان له لاسه ورکړي؛ هغوی زموږ زامن او لوڼې دي، او موږ به یې هېڅکله هېر نه کړو. زه به اجازه ور نه کړم چې یو بل لبنانی ووژل شي، او نه به د دې اجازه ورکړم چې زما د خلکو وینه تویېدل د نورو د ګټو، نفوذ او د قدرت د لرې یا نیږدې محورونو د حسابونو لپاره دوام ومومي». (انډېپېنډنټ عربیه؛ ۲۰۲۶م د اپرېل ۱۸مه)

ب - د لبنان لومړي وزیر، نواف سلام، بیا د فرانسې له ولسمشر، ماکرون سره په ګډه خبري ناسته کې وویل: «هغه به د لبنان د ټولو شریکانو مرستې ته اړتیا ولري؛ په داسې حال کې چې د روانې اونۍ په وروستیو کې به په واشنګټن کې د سفیرانو په کچه مستقیم مذاکرات دوام ومومي.» نومړي زیاته کړه: «موږ پر همدې مسیر روان یو؛ ځکه باور لرو چې ډیپلوماسي د کمزورۍ نښه نه ده، بلکې یو مسؤلانه اقدام دی، څو د خپل هېواد د حاکمیت د بېرته ترلاسه کولو او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره هېڅ لاره نا ازمویل شوې پرې نه ږدو.» (انډېپېنډنټ عربیه؛ ۲۰۲۶م د اپرېل ۲۱مه)

ج- وروسته عون د سعودي پر ملاتړي رول تکیه وکړه. د «الریاض» ورځپاڼې د راپور له مخې: «جوزف عون د سعودي د رول ستاینه او د ولیعهد او لومړي وزیر، محمد بن سلمان، د هڅو منندویي یې وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه اقدامات له حکمت او توازن څخه برخمن دي... او دا چې د سعودي هڅې پر هغو ثابتو دریځونو ولاړې دي چې د لبنان د خلکو ملاتړ کوي، په ځانګړي ډول د هغو سختو شرایطو په رڼا کې چې وروستیو پوځي ترینګلتیاوو رامنځته کړي دي. د سعودي ژمنتیا د هغو ټولو نوښتونو په ملاتړ کې څرګنده وه چې د اوربند لپاره ترسره کېږي؛ ترڅنګ یې د داسې دوامدارو ډیپلوماټیکو حللارو د فعالولو لپاره هم کار کوي چې د سولې تأمین او د لبنان د ثبات ساتنه تضمین کړي.» (الریاض؛ ۲۰۲۶م د اپرېل ۱۹مه)

۳. وروسته، سره له دې چې له ایران سره پر اوربند توافق وشو؛ خو یهودي رژیم - له ایران سره د دغه دوو اوونیو اوربند پر نافذوالي سربېره - په لبنان کې د ایران له حزب سره د جګړې له پای ته رسولو انکار وکړ. د یهودي رژیم لومړي وزیر اعلان وکړ چې لبنان د دغه اوربند برخه نه ده؛ او د دغو خبرې د ثابتولو لپاره یې، له ایران سره د اوربند د نافذېدو په لومړۍ ورځ، پر بیروت او د لبنان پر بېلابېلو سیمو سخت هوايي بریدونه وکړل. «یهودي رژیم پر لبنان خپل تر ټولو سخت بریدونه وکړل؛ دا بریدونه له تېرې میاشتې راهیسې له حزب‌الله سره د جګړې له پیل وروسته تر ټولو شدید ګڼل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې په ایران پورې دغې تړلې ډلې د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند له مخې خپل بریدونه درولي وو. Axios د سپینې ماڼۍ د ویاندې، کارولین لیوېټ، له قوله د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې لبنان د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د توافق برخه نه ده». (France 24؛ ۲۰۲۶م د اپرېل ۴مه)

۴. د امریکا د همدغه دریځ په رڼا کې، په لبنان کې د امریکا د اجیرانو له لوري د حزب‌الله پر ضد تبلیغات هم ورځ تر بلې توندېږي؛ داسې چې د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو خطر ترې احساسېږي. د بېلګې په توګه: «د لبنان لومړي وزیر، نواف سلام، سه شنبه وویل چې حکومت له ایران پلوه حزب‌الله ډلې سره د تقابل غوښتونکی نه دی؛ خو په داسې حال کې چې له یهودي رژیم سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره مستقیم مذاکرات دوام لري، حکومت به اجازه ور نه کړي چې دغه ډله فشار پرې راوړي او یا یې ووېروي.» (انډېپېنډنټ عربیه، ۲۰۲۶م د اپرېل ۲۱مه) دا څرګندوي چې هم یهودي رژیم او هم د لبنان حکومت - که څه هم هر یو په جلا توګه - په لبنان کې د ایران د حزب د بې‌وسلې کولو هڅې کوي.

۵. خو له دې امله چې ایران ټینګار کاوه چې اوربند باید لبنان هم را ونغاړي، امریکا په پیل کې پر خپل مخالفت سربېره په لبنان کې له اوربند سره موافقه وکړه. «د امریکا ولسمشر په لبنان کې د لس ورځني اوربند اعلان وکړ.» (آر ټي؛ ۲۰۲۶م د اپرېل ۱۶مه) امریکا دغه اوربند ته د یوې وسیلې په سترګه ګوري، څو لبنان له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو پر لور بوځي. ټرمپ وویل: «ما د لبنان له درانه ولسمشر، جوزف عون، او د اسراییلو له لومړي وزیر، بي بي نتنیاهو، سره ډېرې ښې خبرې وکړې.» هغه زیاته کړه: «دغو دوو مشرانو موافقه کړې چې د خپلو هېوادونو ترمنځ د سولې د ټینګښت لپاره به د ختیځې امریکا پر وخت د مازدیګر پنځه بجې، په رسمي ډول لس ورځنی اوربند پیل کړي.» ټرمپ زیاته کړه: «دغو دوو هېوادونو سه شنبه، له ۳۴ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره دلته په واشنګټن ډي سي کې، زموږ د بهرنیو چارو ښاغلي وزیر، مارکو روبیو، په حضور کې غونډه وکړه.» ټرمپ همداراز تایید کړه: «ما مرستیال ولسمشر، جي ډي ونس، او د بهرنیو چارو وزیر، روبیو، ته د ګډو ځواکونو د لوی درستیز، ډان رازین کین، په ملتیا لارښوونه کړې چې له اسراییلو او لبنان سره کار وکړي چې دایمي سوله رامنځته شي.» هغه خپل پیغام په دې ټکو پای ته ورساوه: «دا زما لپاره ویاړ دی چې د نړۍ په کچه مې ۹ جګړې حل کړې دي، او دا به لسمه وي؛ نو راځئ، دا کار بشپړ کړو!» (Truth Social؛ ۲۰۲۶م د اپرېل ۱۶مه)

۶. وروسته ټرمپ اعلان وکړ چې د یهودي رژیم او لبنان ترمنځ اوربند به د درېیو اوونیو لپاره وغځول شي. «د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، پنجشنبه وویل چې د اسراییلو او لبنان ترمنځ اوربند به د درېیو اوونیو لپاره تمدید شي. ټرمپ د خپل ټروت سوشیل اکونټ په یوه پوسټ کې زیاته کړه چې دغه پرېکړه په اوول دفتر (Oval Office) کې تر یوې غونډې وروسته شوې؛ په دې غونډه کې د امریکا ولسمشر، مرستیال ولسمشر جي ډي ونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، په امریکا کې د اسراییلو سفیر، مایک هکابي او په لبنان کې د امریکا سفیر، میشل عیسی ګډون درلود.» (سکای نیوز عربیه؛ ۲۰۲۶م د اپرېل ۲۴مه) خو له دې ټولو سره سره، بریدونه لا هم دوام لري. «اسراییل لا هم د لبنان پر سوېل خپلو بریدونو ته دوام ورکوي...» (آر ټي عربي؛ ۲۰۲۶م د اپرېل ۳۰مه) «همداراز، اسراییلي پوځ په تېرو دوو ورځو کې د پراخو بریدونو لړۍ ترسره کړه چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته. لبناني چارواکو راپور ورکړی چې د اسراییلو لخوا د ۸۴ بېلابېلو بریدونو له امله نږدې ۲۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي؛ په دغو بریدونو کې هوايي بمبارۍ، توپچي بریدونه او د استوګنیزو ودانیو بمبار هم شامل وو.» (الجزیره؛ ۲۰۲۶م د مې ۱) او نن هم «اشغالګر پوځ اعلان وکړ چې د شپې په اوږدو کې یې د لبنان په سوېل کې تر پنځوسو زیات ځایونه په نښه کړي او بریدونه یې پرې کړي دي...» (الجمهور؛ ۲۰۲۶م د مې ۲مه) امریکا غواړي مذاکرات د خپل متکبرانه پلان، یعنې «د ځواک له لارې سولې» له لیدلوري سره سم پر مخ ولاړ شي! له همدې امله، یهودي رژیم په هغو لبناني کلیو کې چې اشغال کړي یې دي، نوې پوځي اډې جوړوي او هغه د ایران د حزب د ګواښ پر وړاندې حائله سیمې اعلانوي؛ دا هماغه سناریو ده چې مخکې یې په غزه کې د حماس او د ژېړې کرښې په نوم تکرار کړې وه!

۷. نو د لبنان او د اسلامي خاورو نور حکام، د دې پر ځای چې فلسطین ازاد او یهودي رژیم له منځه یوسي؛ له دغه رژيم سره د اړیکو عادي کولو لپاره هلې ځلې کوي. هغوی له امریکا او یهودي رژیم سره په ګډه د دغه اشغالګر رژیم د امنیت د تضمین لپاره دسیسې جوړوي. دغه حکام نه پوهېږي چې له کفارو سره دوستي او ملګرتیا څومره ستر خطر لري؛ دا داسې ذلت دی چې په دنیا کې د رسوايۍ او په آخرت کې د دردناک عذاب سبب کېږي.

﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعاً﴾ [نساء: ۱۳۹]

ژباړه: «هغه کسان چې د مومنانو پر ځای کافران خپل دوستان نیسي، آیا عزت له هغوی سره لټوي؟ حال دا چې ټول عزت یوازې د الله لپاره دی (او یوازې هغه سبحانه و تعالی واک او اختیار پرې لري).»

دوی نه پوهېږي چې کافر دولتونه تر هر څه وړاندې یوازې د خپلو ګټو په فکر کې دي او تل له اسلام او مسلمانانو سره دښمني لري. که له کوم دولت څخه، چې د هغوی د بهرني سیاست په مدار کې څرخي، او یا هم له خپلو اجیرانو څخه خوښي څرګندوي؛ نو دا په دې معنی نه ده چې د هغوی خیر او ښېګڼه غواړي. بلکې د دوی - که هر څوک وي؛ ان که د یهودي رژیم ډېر ریښتیني دوستان هم وي - پر وړاندې خپل ناوړه نیتونه کله پټ او کله ښکاره څرګندوي. دوی، که د امریکا په مدار کې څرخي او یا یې ښکاره اجیران دي؛ که پوهېدای چې کله د امریکا ګټه د دوی په له منځه وړلو او له مخې لرې کولو کې وي، بیا هیڅ ارزښت نه ورته لری؛ نو خامخا به یې له تاریخ څخه درس او عبرت اخیستی وای. امریکا خپل څومره متحدین له استفادې وروسته اخوا وغورځول او یوازې یې پرېښودل! که په دغو حکامو کې لږ عقل هم وای؛ نو د کفارو دوستي به یې بشپړه رد کړې وای. خو هغوی کاڼه، ګونګیان او ړانده دي؛ نو ځکه (له خپل ذلت او غلامۍ) بېرته نه راګرځي. له استعماري کفارو سره د دغو خاینو حکامو دوستي او وفاداري تر دې کچې رسېدلې چې کله پر یوه اسلامي خاوره برید وشي؛ نور یې د مرستې لپاره خوځېږي هم نه. تر ټولو ښه کار یې دا وي چې یوازې وژل شوي او ټپیان وشمېري! حال دا چې د مسلمانانو لپاره اساسي اصل دا دی چې هغوی یو واحد امت دی؛ سوله یې یوه ده او جګړه یې هم یوه ده. د امت پر هره برخه برید، پر ټول امت برید ګڼل کېږي. که څه هم دا تر برید لاندې راغلې برخې شرعي مکلفیت دی چې د یرغل پر وړاندې مقاومت وکړي؛ خو یوازې دا کار ستونزه نه حل کوي. په ایران کې سپاه پاسداران مقاومت کوي، او په لبنان کې د ایران حزب هم مقاومت کوي؛ خو اصلي ستونزه به تر هغې حل نه شي چې څو خلافت نه وي تاسیس شوی! هغه خلافت چې د الله سبحانه وتعالی د دین د نصرت لپاره د هغه سبحانه وتعالی اطاعت وکړي او د شریعت احکام یې پلی کړي، څو د الله سبحانه وتعالی په اذن بریالی شي، نړۍ د خپل عدل او جهاد په نور روښانه کړي او الله سبحانه وتعالی یې په خپل نصرت سره عزتمند کړي.

۸. یوازې همدا لاره ده چې امت به وژغوري، عزت به یې بېرته را وګرځوي، ځواک به یې پیاوړی کړي او دښمنان به یې دې ته اړ کړي چې تر برید وړاندې زر ځله فکر وکړي. او دا کار یوازې د خلافت په بېرته راتګ ممکن دی، څو ځمکه د هغه په خیر او عدالت روښانه شي. لکه څنګه چې خلافت د روم د قیصرانو او د فارس د کسراګانو غرور مات کړ؛ همداسې به د هغوی د نننیو وارثانو لکه سرکښ ټرمپ او د هغه په څېر نورو استعماري کافرو مشرانو غرور هم مات کړي. یهودي رژیم خو دومره سپک او بې‌وسه دی چې هېڅ وزن نه لري. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ﴾ [آل عمران: ۱۱۱]

ژباړه: «هغوی به تاسو ته له مازې لږ اذیت پرته هېڅ زیان ونه رسوي، او که له تاسو سره جګړه وکړي؛ نو شا به درواړوي او وبه تښتي، بیا به یې هېڅوک مرسته ونه کړي.»

دا رژیم په یوازې ځان د درېدو توان نه لري او د خلکو له ملاتړ پرته د جګړې وړتیا هم نه لري. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ﴾ [آل عمران: ۱۱۲]

ژباړه: «هغوی چې هر چېرې چې وموندل شي ذلت پرې اچول شوی؛ مګر دا چې د الله له لوري یا د خلکو له لوري کومه (د ملاتړ) رسۍ ولري.»

دوی د الله سبحانه وتعالی رسۍ پرې کړې ده، او اوس یوازې د امریکا او اروپا د خلکو په رسۍ پورې نښتي دي؛ او همداراز د اسلامي خاورو د هغو خاینو حکامو په ملاتړ ولاړ دي او پایي چې د یهودو د وحشیانه تېري پر وړاندې تشه ګوته هم نه پورته کوي. اصلي ستونزه په هغو دولتونو کې ده چې نن د مسلمانانو پر خاورو واکمن دي؛ ځکه حکام یې د استعماري کفارو، د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو، وفاداران دي. نو، د مسلمانانو مصیبت د هغوی په حکامو او له استعماري کفارو سره د هغوی په وفادارۍ کې دی. دغه حکام د کفارو امرونه مني او له هغه څه ځان ساتي چې دا باداران یې ترې منع کوي. په داسې حال کې چې دا وفاداري یې باید یوازې له الله سبحانه وتعالی سره وای، د هغه سبحانه وتعالی شرعي احکام یې پلي کړي وای، د الله سبحانه وتعالی په لار کې یې جهاد کړی وای او د هغه سبحانه وتعالی د رسول ﷺ پیروي یې کړې وای، څو اسلام او مسلمانان عزتمند شي او کفر او کافران ذلیل او خوار شي.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴-۵]

ژباړه: «او په هغه ورځ به مومنان د الله په نصرت خوشحاله وي. الله له چا سره چې وغواړي مرسته کوي، او هغه برلاسی او مهربان ذات دی.»

۱۴۴۷هـ.ق د ذوالقعدې ۱۵مه

۲۰۲۶م د مې ۲مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې