یکشنبه, ۱۹ جمادی الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۱۱/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د اروپا لاریونونه او د هغې د اقتصادي کمزورۍ لاملونه

 

پوښتنه:

د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر د میاشتې په ۳۱مه، د شنبې په ورځ، په ګڼو اروپایي هېوادونو کې د لاریونونو او اعتراضونو نوې څپه پیل شوه... (فرانسې د دغو لاریونونو مشري کوله، په داسې حال کې چې په جرمني کې د لسګونو ښارونو په بېلابېلو سیمو کې د زرګونو ځوانانو په ګډون لاریونونه وشول. همدارنګه، زرګونه پرتګالیان د اجارې او استوګنې په اړه د یوه قانوني طرحې پر ضد د اعتراض په موخه د لیزبون ښار واټونو ته راووتل. لاریون کوونکو داسې شعارونه پورته کول چې د ژوند د لګښتونو د لوړېدو، د عامه خدمتونو د کمزوري کېدو او د ښوونې او روزنې د وضعیت په اړه وو. امنیتي ځواکونو د اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو شیندونکو ماشینونو څخه کار واخیست؛ په داسې حال کې چې په ځینو سیمو کې د ورانکارۍ، د شتمنیو د سوځولو او د هټیو د لوټلو پېښې هم ثبت شوې دي. مونتې کارلو، ۲۰۲۶/۱۱/۱).

د دغو پراخو او شورماشور لرونکو اعتراضونو له امله ګڼې پوښتنې راپورته شوې دي؛ نو څنګه دا هېوادونه په خپلو هېوادونو کې د ښوونې او روزنې د چارو د سمبالولو توان نه لري؟ او د اروپا اقتصاد تر دې کچې څنګه کمزوری شوی چې د خپلو کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د لګښتونو توان هم نه لري؟ ایا د اوکراین جګړه او پر ایران د ټرمپ جګړه د اروپا د اقتصاد په کمزوري کولو او په پایله کې د دغو اعتراضونو په رامنځته کېدو کې اغېز لري؟

جزاک الله خیرا

ځواب:

د دغو پوښتنو د ځوابونو د روښانه کېدو لپاره لاندې موضوعات څېړو:

لومړی: په نړۍ کې د ډېرو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې لاریونونه ترسره کېږي، یعنې لاریونونه تر یوه بریده یوه عادي پدیده ده چې د یوې موضوع په اړه د خلکو ناخوښي څرګندوي. په اروپایي هېوادونو کې هم ورته لاریونونه شوي دي؛ لکه په ۲۰۰۵ کال کې د فرانسې په څنډه‌ییزو سیمو کې لاریونونه ترسره شول. له هغو وروسته هم نور لاریونونه وشول، خو د دې ځل په څېر له تاوتریخوالي او لوټمارۍ سره مل نه وو. دا ځل له ۲۰۲۶ کال د سپتمبر میاشتې راهیسې لاریونونه په داسې بڼه روان دي چې ان په اوونیز ډول تکرارېږي؛ د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۶/۱۰/۳۱ د شنبې په ورځ لاریونونه وشول، تر دې یوه اوونۍ مخکې د ۲۰۲۶/۱۰/۲۴ د شنبې په ورځ او تر هغې یوه اوونۍ مخکې د ۲۰۲۶/۱۰/۱۷ د شنبې په ورځ هم لاریونونه شوي وو. (دغه لاریونونه په فرانسه، ایټالیا، هسپانیا، پرتګال، یونان او البانیا کې تر سره شوي دي. که څه هم د دغو لاریونونو د پیل لاملونه سره توپیر لري، خو ټول د ناهیلۍ او د حکومتي سیاستونو پر وړاندې د باور له لاسه ورکولو ګډ احساس څرګندوي. سکای نیوز عربیه، ۲۰۲۶/۱۰/۲۶).

دغه لاریونونه د فرانسې په دننه کې پراخ شول او بلجیم او ایټالیا ته هم وغځېدل، ورپسې جرمني کې هم پیل شول. د دغو لاریونونو په ترڅ کې تاوتریخوالی، لوټماري، له پولیسو سره نښتې او نیونې هم وشوې. دغه لاریونونه د څپو په بڼه همداسې پراخېدل، تر دې چې په ختیځ کې د بالکان سیمې او د البانیا مسلمان هېواد ته ورسېدل او په لوېدیځ کې هسپانیا او پرتګال ته وغځېدل.

فرانسه د دغو لاریونونو مرکز و، چې غوښتنې یې د ژوند د تنګسیا د حل، د بیو د لوړېدو د مخنیوي، د کورونو د کرایو او نورو اقتصادي او سیاسي غوښتنو د پوره کولو په موخه پراخې شوې وې.

ټرمپ په بېړه اسلام د دغو لاریونونو په رامنځته کېدو کې پر لاس لرلو تورن کړ او ویې ویل: «په فرانسه کې چې څه روان دي، هغه له کنټروله وتلې ډله‌ییزه کډوالي ده. موضوع د ښوونځیو په اړه نه ده، بلکې موخه یې د اسلام له خوا پر هغه هېواد واکمنېدل دي چې یو وخت ستر هېواد و!»

د فرانسې ولسمشر په ځواب کې وویل: «ځینو کسانو ادعا وکړه چې ګواکې موږ د کډوالو او اسلامپالو د ګڼو ډلو له خوا اشغال شوي یو، خو دا خبره هېڅکله سمه نه ده...» سي‌اېن‌اېن عربیه، ۲۰۲۶/۱۰/۲۲.

دویم: د دې لپاره چې څرګنده شي، ایا دغه لاریونونه هم د هغو پخوانیو لاریونونو په څېر لنډمهاله دي چې په تېرو کلونو کې ترسره شوي وو، او که په اروپایي هېوادونو کې د یوې لویې کمزورۍ څرګندونه کوي، نو اړینه ده چې د اروپا د هېوادونو وضعیت وڅېړل شي. په دې برخه کې باید هغو راټولو شویو ستونزو ته پام وشي چې د دغو هېوادونو پر غاړه یې د کړۍ په څېر راتنګه کړې ده؛ لکه په اوکراین کې جګړه، له اروپا سره د ټرمپ د ادارې سیاستونه، له چین سره سیالي او د کډوالۍ مسئلې. همدارنګه، باید وکتل شي چې دغه ټولې مسئلې په عمومي توګه د اروپایي هېوادونو او په ځانګړې توګه د هغو پر لویو هېوادونو څه اغېز کوي.

که څه هم د دویمې نړیوالې جګړې په پایله کې د اروپا لوی هېوادونه د سترو قدرتونو له مقامه راولوېدل او امریکا او شوروي اتحاد د سترو قدرتونو په توګه راڅرګند شول، خو اروپایي هېوادونو بیا هم په نړیوال ډګر کې خپلې هڅې روانې وساتلې او د سړې جګړې په ټوله موده کې یې غږ اورېدل کېده. د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته هم اروپا پر همدې دریځ پاتې شوه او د امریکا یو اړخیزه واکمني یې ونه منله. له همدې امله یې په ۱۹۹۹ کال کې خپله ګډه پیسه «یورو» رامنځته کړه، چې په ۱۹۹۲ کال کې یې د «ماستریخت» تړون له لارې د هغې بنسټ ایښی و، څو له ډالر سره سیالي وکړي.

دا سمه ده چې یورو ونه توانېده له ډالر سره په سیالۍ کې بشپړ مقاومت وکړي، خو تر اوسه هم له ډالر وروسته د نړۍ دویمه نړیواله پیسه ده. د پیسو نړیوال صندوق د ۲۰۲۵ کال د شمېرو له مخې، ډالر د بهرنیو اسعارو په برخه کې د مرکزي بانکونو د زېرمو ۵۷ سلنه جوړوي، په داسې حال کې چې د یورو ونډه ۲۰ سلنه ده.

له دې ټولو سره سره، اروپا په مجموعي توګه لا هم یو ستر اقتصادي ځواک پاتې شوې ده چې له امریکا او چین سره سیالي کوي. په بله وینا، اروپا د نړیوال اقتصاد له درېیو سترو بنسټونو څخه یو بنسټ جوړوي. همدې وضعیت اروپا ته دا توان ورکړی چې په ټوله نړۍ کې اغېزناک سیاسي دریځ ولري او په ځینو نړیوالو ډګرونو کې له امریکا سره سیالي وکړي، که څه هم د سیاسي ځواک له پلوه لا هم یو کمزوری سیال ګڼل کېږي.

خو د پوځي ځواک له پلوه اروپا، لکه څنګه چې د سړې جګړې پر مهال وه، تر اوسه هم د امریکا تر پوځي چتر او ساتنې لاندې پاتې ده؛ البته بریتانیا او فرانسې د منځني کچې اټومي قدرتونو په توګه خپل مقام ساتلی دی.

درېیم: اروپا د ټکنالوژۍ په برخه کې له امریکا او چین سره په سیالۍ کې پاتې راغلې ده. دا هغه سکټور دی چې د نړیوال اقتصاد د پرمختګ واګې یې په لاس کې اخیستې دي. په هېڅ یوه اروپایي هېواد کې داسې پیاوړی ټکنالوژیک شرکت نه دی راڅرګند شوی، لکه څنګه چې په امریکا او چین کې شته. له همدې امله، ټول اروپایي هېوادونه د ډیجیټلي صنایعو پر بازارونو بدل شوي دي؛ هغه بازارونه چې امریکا او چین د خپل نفوذ د پراخولو لپاره پرې سیالي کوي. دې وضعیت د اروپایي هېوادونو اقتصادي وړتیاوې ورو ورو کمزورې کړې دي.

خو د اروپا پرمختللو اقتصادونو، په ځانګړې توګه فرانسې، بریتانیا او جرمني، لا هم د خپل اقتصاد اساسي ستن، یعنې صنعتي سکټور، ساتلی دی؛ لکه د موټرو او الوتکو صنعت. د دغو هېوادونو اقتصاد لا هم د صنعتي تولیداتو پر سوداګرۍ ولاړ و.

خو په اوکراین کې جګړې او له هغې سره هممهاله نړیوالو بدلونونو په اروپا کې د ځواک انډول په خطرناکه توګه بدل کړ، چې په لاندې ډول یې څېړو:

۱- پر اوکراین د روسیې یرغل: روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه له څو محاذونو څخه پر اوکراین یرغل وکړ او ان د دغه هېواد پلازمېنې، کیف ته نږدې شوه. په دې وخت کې اروپا ولړزېده او د روسیې له «ویرېناکې بلا» څخه ووېرېده؛ نو د اوکراین د مرستې او د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقاومت لپاره یې ځان د بایډن د ادارې تر مشرۍ لاندې راوست.

د بایډن ادارې د هغو اروپایي هېوادونو پر وړاندې چې وېره پرې غالبه شوې وه او پوځي کمزوري یې څرګنده شوې وه، د یوې پیاوړې رهبرۍ بڼه خپله کړه. د امریکا د بایډن ادارې له خوا د اروپا مشري په خپله د اروپا د پوځي کمزورۍ یوه څرګنده نښه وه؛ هغه اروپایي کمزوري چې تر دې وړاندې په دومره څرګند ډول نه وه راڅرګنده شوې.

راپورونو د اروپا د پوځي کمزورتیا بېلابېل اړخونه په جدي توګه په ډاګه کول. د بېلګې په توګه، د بریتانیا په څېر لوی هېواد یوازې څو سوه ټانکونه لري او د اوکراین د ملاتړ لپاره یې ان له موزیمونو څخه پوځي تجهیزات راویستل. په دې توګه څرګنده شوه چې د پوځي تجهیزاتو په برخه کې د اروپا سوداګرۍ تر دې وړاندې د اروپایي هېوادونو ژوره پوځي کمزوري پټه ساتلې وه.

کله چې اروپایي هېوادونه د روسیې د پوځي ګواښ پر وړاندې ودرېدل، امریکا له دې وضعیت څخه ګټه پورته کړه او هڅه یې وکړه چې دغه هېوادونه له ځان سره روان کړي. امریکا له هغوی وغوښتل چې له چین سره د مخالفت په سیاست کې د امریکا پیروي وکړي. اروپایي هېوادونو هم دا غوښتنه ومنله، څو امریکا یې د روسیې د پوځي ګواښ پر وړاندې یوازې پرېنږدي!

۲- اروپا ته د روسیې د انرژۍ د رسولو د لارو پرې کېدل: پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله پر روسیې د بندیزونو لګولو یوه غوښتنه دا وه چې اروپا باید له روسیې څخه د انرژۍ د رسولو لارې پرې کړي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۸مه، یعنې پر اوکراین د روسیې له یرغل څخه لږ مخکې، د سپینې ماڼۍ په یوه خبري کنفرانس کې چې د جرمني صدراعظم شولتز هم پکې حضور درلود، بایډن ژمنه وکړه چې له جرمني سره به د روسیې د ګازو د رسولو لاره پرې کړي او د «نورد سټریم ۲» د ګازو نللیکه به وتړي، که چېرې روسي ځواکونه د اوکراین له پولې واوړي. همداسې وشول؛ بلکې د بالتیک سمندر په تل کې د «نورد سټریم» د ګازو نللیکې هم وچاودول شوې. اروپایي هېوادونو جرئت ونه کړ چې د امریکا د دې سیاست مخالفت وکړي.

په دې توګه، دغه هېوادونه د امریکا د سیاستونو تر اغېز لاندې راغلل او په نړیوال ډګر کې یې خپل وزن له لاسه ورکړ. د همدې سیاست په پایله کې، اروپایي هېوادونه له ارزانه روسي ګازو څخه بې‌برخې شول؛ هغه ګاز چې د دوی د صنعتي تولیداتو د ملا تیر یې پیاوړی ساتلی و.

د دغو هېوادونو حکومتونه یوه موده د روسیې سره د اړیکو نیولو او پر اوکراین د هغې د سیاست د بدلولو هڅولو، او له بلې خوا د ګازو د بلې سرچینې د موندلو ترمنځ سرګردانه وو؛ خو په پای کې یې بله چاره ونه موندله، پرته له دې چې پر امریکایي مایع ګازو تکیه وکړي؛ هغه ګاز چې امریکا په څلور برابره لوړه بیه دوی ته رسول!

د فرانسې ولسمشر مکرون وویل: «زه خپلو امریکایي ملګرو ته د دوستۍ له مخې وایم چې تاسو ډېر ښه یاست، موږ ته ګاز راکوئ؛ خو موږ نه شو کولای د هغه بیه تاسو ته څلور برابره درکړو.» هغه زیاته کړه: «مهرباني وکړئ، د دوستۍ په خاطر داسې مه کوئ!» (الحیاة واشنګټن وېب‌پاڼه، ۲۰۲۲/۱۰/۷).

په دې توګه، اروپا د انرژۍ له یوه سخت بحران سره مخ شوه: «د ګازو د بیو له لوړېدو سره، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او د ګازو زېرمې هم کمې شوې دي، د دغه بحران اغېزې له دولتي بودیجو او اقتصادونو څخه د خلکو تر ورځني ژوند پورې غځېدلې دي؛ په داسې حال کې چې په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د ژوند د لګښتونو د لوړېدو پر ضد د لاریونونو څپه ورځ تر بلې پراخېږي.» (العربي الجدید، ۲۰۲۶/۱۰/۱۷).

څلورم: په دې توګه، دغه بحران د اروپا د صنعت د ملا تیر له بېخه ولړزاوه:

«د جرمني سترې انرژۍ شرکت «یونیپر» (Uniper) د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له هغه وخت راهیسې چې روسیې د ګازو د لېږد کچه راټیټه کړې، دغه شرکت هره ورځ د میلیونونو یورو زیان ګالي.» (الجزیره نت، ۲۰۲۲/۷/۹).

«د وال سټریټ ژورنال د یوه خپاره کړي راپور له مخې، د انرژۍ لګښتونه د جرمني شرکتونو پر وړاندې په یوه ستره ننګونه بدل شوي دي. دا وضعیت د هغو کلونو له اقتصادي بې‌ثباتیو وروسته رامنځته شوی چې د اروپا د انرژۍ له بحران او د ګازو او تېلو د بیو له لوړېدو سره مل وو... دغو فشارونو نږدې درېیمه برخه شرکتونه دې ته اړ کړي چې خپلې پانګونې وځنډوي؛ په داسې حال کې چې پنځمه برخه شرکتونه د تولید د کمولو یا د خپلو فعالیتونو د یوې برخې له جرمني څخه بهر لېږدولو په اړه غور کوي، او ځینو شرکتونو لا دمخه د دغو ګامونو عملي کول پیل کړي دي.» (العربیه، ۲۰۲۶/۸/۱).

«په جرمني کې د اپوزیسیون د بدیل ګوند مشرې، الیس وایدل، د برلین په یوه خبري کنفرانس کې، د کلاش د راپور له مخې وویل: «جرمني په حقیقت کې مفلس شوی دی. جرمني مفلس دی، خو دوی دا خبره تاسو ته نه وایي.» (روسي ورځپاڼه ایزویستیا، ۲۰۲۶/۹/۷).

«په فرانسه کې د شرکتونو د افلاس شمېر په ۲۰۲۵ کال کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. د فرانسې د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې په تېرو دولسو میاشتو کې د افلاس د پېښو ټول شمېر ۶۸ زره او ۵۶۴ ته رسېدلی، چې دا د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۳.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.» (العربي الجدید، ۲۰۲۶/۲/۶).

«د بریتانیا اقتصاد له یو لړ جوړښتي او راټولو شویو بحرانونو سره مخ دی چې د دغه هېواد ټول تولیدي او مصرفي سکټورونه یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي؛ دې وضعیت د بریتانیا اقتصاد له خپل تر ټولو بد بحران سره مخ کړی دی.» (القاهرة الاخباریه، ۲۰۲۶/۱۰/۱۹).

پنځم: د ټرمپ د ادارې ګمرکي سیاستونه: د امریکا ولسمشر ټرمپ خپله دویمه ولسمشري دوره د یوه سخت کمپاین په پیلولو سره پيل کړه، چې په ترڅ کې یې د نړۍ پر ډېرو هېوادونو درانه ګمرکي تعرفې ولګولې. هغه د خپل هېواد اروپایي متحدین هم له دې سیاست څخه مستثنا نه کړل، بلکې پر هغوی یې هم درنې ګمرکي تعرفې ولګولې. وروسته یې د خپلو سیاستونو په پایلو ویاړ وکړ او ویې ویل: «د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د موټرو جوړولو شرکتونه د هغو ګمرکي تعرفو له امله چې د هغه ادارې لګولي، د تولید فابریکې له یو شمېر هېوادونو، د جرمني او جاپان په ګډون، امریکا ته لېږدوي.» (العربیه، ۲۰۲۶/۱۰/۱۴).

امریکا داسې قوانین هم تصویب کړل چې موخه یې د اروپا د صنعتي فعالیتونو راجلبول او په اروپا کې د امریکایي شرکتونو، په ځانګړې توګه د ټکنالوژۍ شرکتونو، له ګټو څخه د اروپا بې‌برخې کول وو. اروپایي شرکتونه د انرژۍ له لوړو بیو او پر امریکا د خپلو صادراتو په وړاندې د ټرمپ له ګمرکي تعرفو څخه د خلاصون لپاره اړ شول چې د تولید نوې فابریکې په امریکا کې جوړې کړي.

«د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جرمني فولکس‌واګن شرکت په جورجیا ایالت کې د اودي موټرو د یوې نوې فابریکې پر جوړولو موافقه کړې ده. د ټرمپ په وینا، په دې پروژه کې به ۴.۲ میلیارده ډالره پانګونه وشي. نوموړي په داسې حال کې د خپل ګمرکي تعرفو پر بنسټ ولاړ سیاست دفاع وکړه چې ادعا یې کوله، دغه سیاست امریکا ته د صنعتي پانګونو په راجلبولو کې مرسته کړې ده.» (الشرق للأخبار، ۲۰۲۶/۱۰/۲۵).

له بلې خوا، امریکایي شرکتونو په اروپا کې خپلې ترلاسه کړې ګټې امریکا ته لېږدول پیل کړل او هلته یې ثبتوي، څو له نویو مالیاتي امتیازونو څخه ګټه واخلي؛ لکه د انفلاسیون د کمولو هغه قانون چې کانګرس په ۲۰۲۲ کال کې تصویب کړی و.

داسې ښکاري لکه دغه امریکایي شرکتونه چې د اروپا له شتمنیو او سرچینو څخه ګټه اخلي، د اروپا اقتصادي سرچینې کمزورې کوي او اروپایي حکومتونه د هغو مالیاتي عوایدو له ترلاسه کولو څخه بې‌برخې پرېږدي چې باید په اروپا کې د دغو شرکتونو د فعالیتونو له امله یې ترلاسه کړي. په دې توګه، د اروپا اقتصادي وضعیت لا پسې خرابېږي.

د جرمني د دویچه‌ویله رسنۍ د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر د ۲۵مې نېټې په یوه خپاره کړي راپور کې اټکل شوی چې: «په اروپا کې د دغو عوایدو د لېږد له امله، د عامه بودیجو مالیاتي عواید لږ تر لږه ۸۶.۴ میلیارده یورو کم شوي دي.»

شپږم: د ټرمپ د ادارې له خوا د اروپا د ساتنې له مسؤلیت څخه اوږې سپکول: د ټرمپ د ادارې په راتګ سره، د امریکا ولسمشر له خپلو اروپایي متحدینو څخه د واټن نیولو ته مخه کړه او له هغوی څخه یې د پوځي لګښتونو د لا زیاتولو غوښتنه وکړه.

اروپا د دغو ټولو بدلونونو په رڼا کې، په اوکراین کې د جګړې پر مهال له امریکا سره د خپل تړاو د کړکېچ او ستونزو پر ژورتیا پوه شوه. دا ځکه چې د ټرمپ ادارې له روسیې سره د اړیکو د نږدې کولو هڅې پیل کړې، داسې چې ګواکې اروپایي هېوادونه به د اوکراین په ډګر کې یوازې پرېږدي. همدارنګه، دغې ادارې په ډېرې بې‌پروايۍ له اروپایي هېوادونو وغوښتل چې د اوکراین د ملاتړ لګښتونه پر غاړه واخلي.

په داسې حال کې چې د اروپا پوځي صنایع د اوکراین د جګړې د اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري، نو بله چاره نشته، پرته له دې چې د امریکا پر پوځي صنعتي مجتمع تکیه وشي، څو اوکراین وکولای شي د روسیې د بریدونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي.

ولسمشر ټرمپ د خپل ولس او روسیې پر وړاندې په ویاړ سره اعلان وکړ چې ادارې یې له اوکراین سره پوځي مرستې درولې دي؛ بلکې د هغه په وینا، امریکا اوس اروپا ته وسلې او مهمات پلوري او اروپایي هېوادونو ته دا واک ورکوي چې دغه وسلې او مهمات اوکراین ته ولېږدوي!

دې وضعیت د اروپایي هېوادونو بحرانونه لا پسې ژور کړل. اروپا داسې انګېرله چې ګواکې امریکایي متحد یې اوکراین یوازې پرېږدي او له اروپا غواړي چې د روسیې د ګواښ پر وړاندې خپله امنیتي ساتنه پخپله تأمین کړي!

تر دې وړاندې، د روسیې له خوا پر اوکراین تر یرغل وروسته، اروپا له خپلو هوساینو څخه سلګونه میلیارده یورو بېلې کړې وې او د خپلو پوځونو د پیاوړتیا، د امریکایي وسلو د پېرلو او د پوځي صنعتي بنسټونو د پراختیا لپاره یې ځانګړې کړې وې. خو وروسته له دې چې ټرمپ د اروپا د ساتنې په اړه شکونه راپورته کړل، اروپایي هېوادونه نه پوهېږي چې له اوکراین سره د خپلو مرستو په اړه څه وکړي، بلکې ان د روسیې د ګواښ پر وړاندې د خپل امنیت په اړه هم له ستونزو او بې‌باورۍ سره مخ شوي دي.

اووم: پر ایران د امریکا جګړه: پر ایران د ۲۰۲۶ کال په پیل کې د امریکا د جګړې ترڅنګ، چې د یهودي رژیم په ملګرتیا یې پیل کړې وه، د امریکا ولسمشر ټرمپ له اروپایي هېوادونو څخه په داسې سپکوونکي ډول وغوښتل چې په دې جګړه کې ورسره ګډون وکړي. خو دغو هېوادونو په داسې جګړه کې له ګډون څخه ډډه وکړه چې په اړه یې له دوی سره هېڅ ډول مشوره نه وه شوې.

د امریکا ولسمشر د اروپایي هېوادونو پر وړاندې خپلو ګواښونو ته دوام ورکړ او ویې ویل: که چېرې دغه هېوادونه له امریکا سره ګډون ونه کړي، یعنې د اړتیا او سختۍ پر مهال یې مرسته ونه کړي، نو امریکا به څنګه د دوی دفاع وکړي؟ او امریکا ولې له داسې هېوادونو سره ائتلاف وکړي چې هېڅ ګټه نه لري!

کله چې ایران د هرمز تنګی وتاړه او د خلیجي هېوادونو د تېلو صادرات ودرېدل، دا موضوع د ټرمپ په لاس کې پر یوه درنه وسیله بدله شوه، چې له هغې څخه یې د اروپا پر وړاندې هماغسې کار اخیست لکه څنګه چې یې د چین پر وړاندې کار ترې اخیست. ټرمپ په پرله‌پسې توګه په ډاګه کوله او په دې خبره یې ویاړ کاوه چې امریکا د خلیجي هېوادونو تېل نه واردوي او د هغو د صادراتو له بندېدو څخه اغېزمنه نه ده:

(د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د هرمز تنګی باید هر وخت پرانیستی پاتې شي. هغه ټینګار کړی چې هغه هېوادونه چې د خپلو تېلو د لېږد لپاره پر دغه تنګي تکیه کوي، هماغه هېوادونه دي چې د هغه د دفاع او د امنیت د تأمین لپاره د جګړې په برخه کې باید ګډون وکړي. نوموړي همدارنګه له ناټو او چین څخه غوښتي چې د دغه تنګي د بېرته پرانیستلو او په هغه کې د سمندري تګ راتګ د امنیت د تأمین په هڅو کې ونډه واخلي. ټرمپ زیاته کړې چې امریکا له هرمز تنګي څخه هېڅ ګټه نه ترلاسه کوي. (الجزیره‌نت، ۲۰۲۶/۳/۱۹)

د فرانسې د «ژاک دلور» انسټیټیوټ د ۲۰۲۶/۴/۲۸ نېټې د لومړنۍ ارزونې له مخې، د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د تېلو د بیو لوړېدو د اروپایي هېوادونو اقتصادونو ته درانه زیانونه اړولي دي؛ په داسې توګه چې د تنګي د تړل کېدو په لومړیو دوو میاشتو کې دغه زیانونه ۳۹.۶ میلیارده یورو ته رسېدلي دي: (د اروپایي کمېسیون مشرې، اورسولا فون در لاین، ویلي چې اروپایي ټولنې د هرمز تنګي د کړکېچ له پیل راهیسې د واردېدونکو فوسیلي سون‌توکو په بدل کې ۹۰ میلیارده یورو اضافي لګښت کړی دی. عرب ۴۸، ۲۰۲۶/۹/۱۶).

پر دې سربېره، د اروپا د تېلو تصفیه‌خونې له هغو سختو کړکېچونو سره هم مخ دي چې د اوکراین د جګړې له امله د روسیې د ډیزلو د سون‌توکو د رسولو د پرې کېدو، او پر ایران له جګړې وروسته له عربي هېوادونو او هند څخه د دغو سون‌توکو د وارداتو د بندېدو په پایله کې رامنځته شوي دي.

اتم: د دغو پرله‌پسې او درنو ګوزارونو تر اغېز لاندې: فرانسه او ورسره نور اروپایي هېوادونه، سره له دې چې د نړۍ په ځینو سیمو کې ځانونه د مرستندویه هېوادونو په توګه څرګندوي، خو په اقتصادي لحاظ د ډوبېدو په حال کې دي. د دوی د اقتصاد له ډوبېدو سره، هره ورځ د دوی نړیوال اعتبار او مقام هم کمزوری کېږي. په دې توګه، د انرژۍ د بیو د توپان، د شرکتونو د پرله‌پسې افلاس او له هغه څخه د رامنځته کېدونکې بې‌کارۍ د توپان پر وړاندې، د خپلو هېوادونو د وګړو د هوساینې لپاره د لګښت کولو لږې سرچینې ورپاتې کېږي. له دې ټولو سره د پوځي لګښتونو هغه لا ستر توپان هم مل دی چې امریکا یې پر دغو هېوادونو تپي او که په دې برخه کې پاتې راشي، نو رټي یې.

د دغو ټولو شرایطو په ترڅ کې، د لاریونونو راپارېدل، ښي اړخو ته د خلکو مخه کول او د دغو لاریونونو په تاوتریخجنو کړنو بدلېدل پر اوسني وضعیت واکمن شوي دي؛ ځکه دغه حکومتونه د خپلو ولسونو د هوساینې لپاره د سترو مالي سرچینو له برابرولو څخه عاجز دي، هغه هوساینه چې دغو ولسونو له څو لسیزو راهیسې ورسره عادت کړی دی.

په دې توګه، د اقتصادي ځواک له لاسه ورکولو او د ښي اړخو ملي‌پالو جریانونو د راڅرګندېدو، یعنې په ټولنه کې د سیاسي شخړو له رامنځته کېدو سره، لاریونونه، د هغو راپارول او ناوړه ګټه ترې اخیستل؛ دا ټول له یوې خوا دغه لاریونونه تاوتریخجن کوي او له بلې خوا دا احتمال پیاوړی کوي چې دغه لاریونونه به د پرله‌پسې لړۍ بڼه خپله کړي؛ او د  تېرو کلونو په څېر به لنډمهالې او تېرېدونکې پېښې نه وي.

په فرانسه او نورو اروپایي هېوادونو کې دغه لاریونونه په اروپا کې د یوه واقعي کمزورۍ څرګندونه کوي. د اروپایي حکومتونو هڅو نه یوازې دا کمزوري نه ده درولې، بلکې د ایډیولوژیکې او سیاسي ناکامۍ، د امریکا د پرله‌پسې اقتصادي ګوزارونو او پر دې سربېره د چین د سیالۍ له امله لا پسې زیاتېږي.

یعنې د اروپا هغه پېژندل شوی انځور چې له څو لسیزو راهیسې د خلکو په ذهنونو کې انځور شوی و، په تېرو څو کلونو کې په چټکۍ سره د بدلون په حال کې دی او د زړښت له خپل واقعي انځور سره نږدې کېږي. په بله وینا، اروپا ورځ تر بلې کمزورې کېږي او ښایي په نږدې راتلونکي کې یې کړکېچونه لا پسې ژور او پراخ شي.

نهم: په دې توګه، نننۍ نړۍ د کافرانو، فاسدو او ظالمو هېوادونو لخوا رهبري کیږي چې خپلې بدې ګټې تر هرڅه پورته ګڼي. د دوی دریځونه حتی د خپلو متحدینو سره له یوې ساعت څخه بلې ته بدلیږي، د کومې ښېګڼې لپاره نه چې دوی یې ګوري، بلکې د بدۍ لپاره چې دوی یې رامنځته کوي. دوی د اسلام څخه مخکې دوره بیرته راوړي، یا بلکه، دوی تر اسلام مخکې جهالت څخه بدتر یو څه ته نږدې دي! لکه څنګه چې هغه وخت فارس او روم وشړل شول، او ځمکه د اسلام په رڼا روښانه شوه، نو دا به هم بیرته راشي، ان شاء الله. په صحیح مسلم کې روايت دی:

حَدَّثَنَا أَبُو الرَّبِيعِ الْعَتَكِيُّ وَقُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ، كِلَاهُمَا عَنْ حَمَّادِ بْنِ زَيْدٍ، وَاللَّفْظُ لِقُتَيْبَةَ، حَدَّثَنَا حَمَّادٌ عَنْ أَيَّوبَ عَنْ أَبِي قِلَابَةَ عَنْ أَبِي أَسْمَاءَ عَنْ ثَوْبَانَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: «إِنَّ اللَّهَ زَوَى لِيَ الْأَرْضَ فَرَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا وَإِنَّ أُمَّتِي سَيَبْلُغُ مُلْكُهَا مَا زُوِيَ لِي مِنْهَا..»

ژباړه: (ابو الربيع العتقي او قتيبه بن سعيد موږ ته د حماد بن زيد په روايت روايت کړی دی، او الفاظ يې د قتيبه دي، چې وايي: حماد موږ ته د ايوب په روايت، د ابو قلابه په روايت، د ابو اسماء په روايت، د ثوبان په روايت، چې وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «خدای ماته ځمکه وښودله، او ما د هغې ختيځ او لويديځ وليد، او زما امت به ورسېږی... د هغې واکمني هغه څه دي چې له ما څخه منع شوي وو...»

او باذن الله العزیز القدیر او د حزب التحرير د مخلصو دعوتګرو ځوانانو د هڅو له لارې، راشده خلافت به تر دې ظالمانه واکمنۍ وروسته چې موږ يې لاندې ژوند کوو، په ټوله نړۍ کې ښېګڼه خپروي. احمد په خپل مسند کې روایت کړی:

فقال حُذَيْفَةُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: «...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» ثُمَّ سَكَتَ ﷺ

ژباړه: حذیفه رضی الله عنه وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:  «... بیا به یو ظالم حکومت وي، او تر هغه وخته پورې به دوام وکړي چې الله تعالی وغواړي. بیا کله چې وغواړي چې لرې یې کړي هغه به له منځه یوسي. بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي.» بیا هغه صلی الله علیه وسلم چوپ پاتې شو.

د ناروغو زړونو او ذهنونو خبرې «دوی دوکه شوي دي» دې حقایقو ته زیان نه رسوي. د دوی دین،" ځکه چې د دوی په څیر خلکو دا خبره مخکې هغه مهال کړې وه کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د فارس او روم ځمکو ته د اسلام د واکمنۍ د پراختیا زیری ورکړ. په مجمع الزوائد کې د ابو الحسن نورالدین الهیثمي  (متوفی ۸۰۷) لخوا ذکر شوی دی (... بیا دوی خندق ته لاړل، او رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: «موږ سلمان ته بوځئ» او د هغه مخې ته یو ډبره وه، او هغه دومره کمزوری و چې هغه یې پورته نه کړه. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته وویل: "اجازه راکړئ چې لومړی یې ووهم." نو هغه وویل: «الله اکبر» او هغه یې وواهه، او یوه ټوټه یې ولوېده. هغه یې دریمه برخه ووهله، او ویې ویل: «الله اکبر، د کعبې په رب قسم، د روم ماڼۍ» بیا یې بله ووهله، او یوه ټوټه ولوېده. هغه وویل: «الله اکبر، د کعبې په رب قسم، د فارس ماڼۍ» په دې وخت کې منافقینو وویل، «موږ د ځان لپاره خندق کیندو، او هغه موږ ته د فارس او روم د ماڼۍ وعده راکوي!» الطبراني روایت کړی، او د هغې راویان د مستندو حدیثو ټولګو راویان دي، پرته له عبدالله بن احمد بن حنبل څخه. او نعیم الانباري، او دوی دواړه باوري دي).

دا هغه څه دي چې د منافقینو د خبرو سره سره پیښ شوي او ترلاسه شوي، ځکه چې د صادق او مصدوق خبرې حقیقت دي.

وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَىٰ إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَىٰ [نجم،۳-۴]

ژباړه: «هغه له نفس څخه نه غږیږي. دا نه ده مګر وحی چې نازله شوې ده.»

له همدې امله، خلافت به بیا قایم شي او اسلام به په هغه څه کې خپور شي چې خدای تعالی خپل رسول ته نازل کړی دی.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ ۚ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ [روم، ۴]

ژباړه: «او په هغه ورځ به مومنان د خدای له نصرت سره خوشحاله شي. هغه چا ته چې وغواړي نصرت ورکوي، او هغه عزیز او رحیم ذات دی.»

۱۴۴۸هـ.ق کال د جمادي‌الاولی ۲۲مه

۲۰۲۶م کال د نومبر ۲مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې