یکشنبه, ۰۸ ربیع الاول ۱۴۴۲هـ| ۲۰۲۰/۱۰/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د رایجو پیسو صرافي او حواله
بسم الله الرحمن الرحيم
د رایجو پیسو صرافي او حواله

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

زما پوښتنه دا ده چې د پیسو بدلول له قبض او له یوه ځایه بل ته له حوالې پرته جواز لري؟ د بېلګې په توګه: زه غواړم چې له صرافۍ ۱۰۰۰ دیناره واخلم، له صراف سره مې هوکړه وکړه او ټول هغه څيزونه چې په دغه مجلس کې مو هوکړه پرې کړې وه، ورته ومې سپارل. د پیسو له قبض پرته مې نوموړي ته وویل چې پیسې یوه ټاکلي ځای ته حواله کړه. ایا دغه کار روا دی، که تقابض (د دواړو لورو قبضه کول) پکې شرط دی؟ الله سبحان وتعالی دې تاسو ته نصرت درکړي.

ځواب:

 وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

دغه پوښتنه یواځې د حوالې په اړه نه ده، بلکې تر څنګ یې د صرف معامله هم ده؛ ځکه تا په نورو پيسو دینارونه اخیستي، مثلاً: تا۳۰۰۰ ریاله پر ۱۰۰۰ دینارو ورکړي، وروسته غواړې چې حواله یې کړې. یعنې لومړی تبادله وه، وروسته حواله.

خو د مختلفو پیسو تبدیلي لازمه ده چې لاس په لاس او فوري تقابض (اخیستنه) وي، له دې پرته حرامه ده، لکه څنګه چې په لاندې حدیث کې ویل شوي:

بخاري له سلیمان بن ابي مسلم نه روایت کړی چې و یې فرمایل: له ابومنهال نه مې په فوري بڼه د پیسو په پيسو یا لاس په لاس تبادلې په اړه وپوښتل، نوموړي وویل: ما او شریک مې یو څيز لاس په لاس او بل مو په نسیه (هغه معامله چې قېمت یې په پور وي) وپېرل، براء بن عازب رضی الله عنه موږ ته راغی او ترې ومو پوښتل، نوموړي وویل: ما او شریک مې زید بن ارقم دا ډول معامله کړې وه او په هکله مو یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه، هغه ځواب راکړ:

«مَا كَانَ يَدًا بِيَدٍ، فَخُذُوهُ وَمَا كَانَ نَسِيئَةً فَذَرُوهُ»

څه مو چې فوري او لاس په لاس معامله کړي، وایې خلئ او څه مو چې په نسیه معامله کړي، پرې يې ږدئ.

مسلم له مالک بن اوس بن حدثان څخه روایت کړی، چې ویې فرمایل: ما دا خبرې پيل کړې چې څوک درهمونه بدلوی؟ طلحه بن عبید الله رضی الله عنه چې له عمر بن خطاب رضی الله عنه سره و، وویل: خپله طلا دې موږ ته راوښیه، کله چې زموږ خادم راغی، راشه، پیسې دې درکوم. حضرت عمر رضی الله عنه وفرمایل: داسې نه ده، قسم په الله متعال چې يا به یې پیسې یې ورکوې او یا به یې طلا بېرته ورکوې، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«الْوَرِقُ بِالذَّهَبِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ رِبًا، إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ»

            له لاس په لاس تبادلې پرته نقره پر طلا، غنم پر غنمو، وربشې پر وربشو، خرما پر خرما بدلول سود دی.

مسلم له عباده بن صامت رضی الله عنه نه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:

«اَلذَّهَبُ بِالذَّهَبِ، وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ، وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ، مِثْلًا بِمِثْلٍ، سَوَاءً بِسَوَاءٍ، يَدًا بِيَدٍ، فَإِذَا اخْتَلَفَتْ هَذِهِ الْأَصْنَافُ، فَبِيعُوا كَيْفَ شِئْتُمْ، إِذَا كَانَ يَدًا بِيَد»

طلا له طلا، نقره له نقرې، غنم له غنمو، وربشې له وربشو، خرما له خرما او مالګه له مالګې سره لاس په لاس (مساوي او حضوري) معامله کېږي، کله چې پورتنیو اجناسو توپیر درلود، نو څنګه چې غواړئ هغسې معامله وکړئ، په دې شرط چې لاس په لاس وي.

د "یَدًا بِیَدٍ" معنی یعنې لاس په لاس راکړه ورکړه وشي، لکه څنګه په یوه وخت کې یو ریالونه قبض کوي، بل دینارونه. له قبض وروسته یې مطلوب ځای ته حواله کړه، که د دغه کس له لارې وي که د بل. احیاناً که پوښتونکی پوښتنه کوي چې د پیسو د قبض لامل تر هغه وخته چې دغه پیسې حواله کېږي، څه دی؟

لامل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث دي، ځکه په حدیثو شریفو کې په دې اړه واضح او مؤکد دلالت شته، چې هېڅ ډول تېروتنه او غموض نه پکې لیدل کېږي. د لاس په لاس او تقابض پر وجوب په صریحو او قطعی الدلاله عباراتو حدیثونه راغلي او دغه الفاظ "هاء بهاء" و "يدا بيد" یعنې فوري لاس په لاس قبض کول پر تقابص خورا واضح دلالت ګڼل کېږي، چې نه تعلیل مني او نه تأویل. دا هغه څه وو چې زه پرې پوه شوی یم. الله متعال غوره او با حکمته پوه دی. 

ستاسو ورور عطا ابن خلیل ابو رشته

Last modified onشنبه, 25 فبروری 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې