- مطابق
اسلامي خاورې د امریکا او د هغې د روزل شوي صهیونیستي رژیم له پرلهپسې بریدونو سره مخ دي. دا څنګه ممکنه ده، حال دا چې امریکا له اسلامي خاورو څخه د پراخو سمندرونو په وسیله جلا ده؟!
امریکا نشي کولای پر موږ برید وکړي مګر دا چې زموږ په خاورو کې پوځي اډې ولري، او د څارنې هغه مرکزونه چې د سفارتونو په بڼه پټ دي، او همدارنګه د مسلمانانو هغه واکمنان چې د امریکا په امر شپه او ورځ کار کوي، او د هغې مخکینۍ اډه زموږ په خاورو کې؛ یعنې صهیونیستي رژیم.
د امریکا بنسټیز حضور زموږ په کور کې د یوه مار په څېر دی، چې بیا بیا به موږ وچیچي. تر څو چې دا زموږ په خاورو کې وي، موږ به نه امنیت، نه آرامي او نه سوکالي ووینو؛ نو ولې یې له منځه نه وړو؟
د غزې خلکو د صهیونیستي رژیم هغه دروغ افشا کړل چې ځان یې نه ماتېدونکی ځواک باله، او ایران هم د امریکا د همدې ادعا دروغ ښکاره کړل، او ټول اسلامي امت د امریکایي استعمار او استبداد مخالفت کوي!
اوس وخت رارسېدلی چې اسلامي امت خپل دولت، د نبوت پر منهج دوهم راشده خلافت تاسیس کړي، هغه خلافت چې د امریکا دا بنسټیز حضور به له منځه یوسي، هماغه مار چې زموږ په کور کې ننوتی دی.
#لنجعل_أمريكا_تتراجع_مجدداً
#Make_America_Retreat_Again
د حزبالتحریر ولایه إاکستان مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷ هـ.ق کال د شعبان ۱۷مه
۲۰۲۶م کال د فبروري ۵مه
د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزبالتحریر ولایه پاکستان وېبپاڼې وګورئ:
د حزبالتحریر ولایه پاکستان رسمي وېبپاڼه




