- مطابق
(ژباړه)
پوښتنه:
محمد عیاد: السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله سبحانه و تعالی دې مرستندوی شه. په دې هیله چې موږ او تاسو ته خیر او دویم خلافت راکړي او موږ یې له عسکرو څخه وګرځوي.
مسله: په نړیوال سیاست کې حیاتي خاوره.
پیاوړي دولتونه په هغو ځایونو کې خپلو کړنو ته لومړیتوب ورکوي، چې ګټې یې پکې خوندي وي او دغه خاورې حیاتي خاورې بولي. حزب هم دې ته ورته حالت لري. حزب یو یا څو هېوادونه ځانګړي کړي، چې په هغو کې ريښې ولري او خلافت پکې تاسیس شي.
پوښتنه: «ایا راتلونکی خلیفه به د اسلامي دولت لپاره حیاتي خاوره وټاکي، چې هغې ته لومړیتوب ورکړي او د دعوت او جهاد له لارې اسلام خپور کړي؟» الله سبحانه و تعالی دې اجر درکړي.
ځواب:
وعلیکم السلام و رحمت الله و برکاته.
الله دې تاسو ته د خپلو ښو کړنو توفیق او بلنه درکړي.
حیاتي خاورې ته مو چې اشاره وکړه، په نړیواله کچه د هر اغېزمن هېواد لپاره ډېره اړینه ده... خلافت یو سیمه ییز دولت نه، بلکې نړیوال ایډیالوژیک دولت دی. عقیده او نظام یې نړیوال دي، نو له همدې امله د ټول بشر لپاره دي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:
﴿وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِلنَّاسِ بَشِيراً وَنَذِيراً﴾
[سبا:۲۸]
ژباړه: او اې پیغمبره! موږ د ټولو انسانانو لپاره ته یوازې د زیري ورکوونکي او وېروونکي په توګه لېږلی یې.
بخاري له جابر بن عبدالله څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي:
«أُعْطِيتُ خَمْساً لَمْ يُعْطَهُنَّ أَحَدٌ مِنْ الْأَنْبِيَاءِ قَبْلِي نُصِرْتُ بِالرُّعْبِ مَسِيرَةَ شَهْرٍ وَجُعِلَتْ لِي الْأَرْضُ مَسْجِداً وَطَهُوراً وَأَيُّمَا رَجُلٍ مِنْ أُمَّتِي أَدْرَكَتْهُ الصَّلَاةُ فَلْيُصَلِّ وَأُحِلَّتْ لِي الْغَنَائِمُ وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ كَافَّةً وَأُعْطِيتُ الشَّفَاعَةَ... »
ژباړه: ما ته هغه پنځه شیان راکړل شوي، چې له ما څخه وړاندې انبیاوو ته نه وو ورکړل شوي. لومړی: له ما څخه د یوې میاشتې په واټن زما دښمنان وېرېږي دویم: زما لپاره ځمکه جومات ګرځول شوې او له همدې امله زما امت د لمانځه د وخت په داخلېدو سره په هر پاک ځای کې لمونځ کولای شي. درېیم: غنایم زما لپاره حلال ګرځول شوي. څلورم: مخکني انبیا د ځانګړو قومونو لپاره رالېږل شوي وو او زه د ټول بشریت لپاره رالېږل شوی یم. پنځم: ماته د شفاعت حق راکړل شوی.
خلافت ټولې نړۍ ته پام کوي او د ټولې نړۍ لپاره پالیسي لري. له ثوبان څخه ابن ماجه په خپل سنت کتاب کې را نقل کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«زُوِيَتْ لِي الْأَرْضُ حَتَّى رَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا وَأُعْطِيتُ الْكَنْزَيْنِ الْأَصْفَرَ أَوْ الْأَحْمَرَ وَالْأَبْيَضَ يَعْنِي الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَقِيلَ لِي إِنَّ مُلْكَكَ إِلَى حَيْثُ زُوِيَ لَكَ...»
ژباړه: ځمکه داسې را ته وښودل شوه، چې ختیځ او لوېدیځ مې یې لیدلای شوی. ماته دوې سرې او سپینې خزانې راکړل شوې، چې سره او سپین زر وو. ماته وویل شول: ستا ملک به تر هغه ځای څخه چې وینې یې، ډېر شي.
دا په دې معنی نه ده چې خلافت به په بهرني سیاست کې ټولو هېوادونو ته ورته پلانونه ولري او په دې معنی نه چې خلافت به ټولو هېوادونو ته یو شان پاملرنه وکړي. د اسلامي دعوت، سیاسي، اقتصادي او نظامي ګټو په پام کې نیولو سره، اسلامي خلافت یوه حیاتي خاوره ټاکي. ډېره هڅه کوي چې پالیسۍ یې پلي کړي، په ځانګړې توګه په ټاکل شوې حیاتي خاوره کې. حیاتي خاوره د دعوت د موخو په لاسته راوړلو، د واقعیت په بدلون او ... سره بدلیږي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه کرام رضی الله عنهم ژوند ته په کتو سره دا جوتیږي، چې د هغه صلی الله علیه وسلم لپاره د مدینې دولت له تاسیس وروسته عربي جزیره حیاتي خاوره وه. په عربي جزیره کې له فتحو وروسته، حیاتې خاوره تر عراق او شام پورې پراخه شوه. وروسته خلفاوو د دولت حیاتي خاورې ته زیاته پراختیا ورکړه او سوریه، عراق، فارس، مصر، شمالي افریقا او ... یې پکې شامل کړل. په دې توګه د دولت له فتحو او د واقعیت او حالت له بدلون سره د خلافت حیاتي خاوره هم بدله شوې او پراختیا یې موندلې.
کله چې د الله سبحانه و تعالی په مرسته دویم راشده خلافت تاسیس شي، نو د اسلام لومړنی عزت او دبدبه به یو ځل بیا راژوندي کړي. پلانونه به جوړ کړي او پر مناسبو سټراټیژیو به لاس پورې کړي. د معلوماتو، حقیقتونو او د دعوت له ګټو سره سم به حیاتي خاوره وټاکي. د دغې خاورې په پام کې نیولو سره به د اسلام د خپرولو په موخه اړینې کړنې او پالیسۍ تر سره کړي. دا حیاتي خاوره به انشالله د دعوت ګټو، بدلونونو او معلوماتو ته په کتو سره بدلون مومي. د اسلامي دولت کتاب په «د اسلامي دولت بهرنی سیاست» برخه کې دې ته اشاره شوې، چې اسلامي دولت خپلو موخو ته په رسېدو کې د تګلارو او پلانونو په پراختیا کې څه ډول معلومات په پام کې نیسي.
«د اسلامي دولت او نورو دولتونو تر منځ د اړیکو موخه دا ده، چې د هغوی تر منځ اسلام خپور شي او دعوت ورته ورسیږي. تګلاره یې جهاد ده، خو ډېرې نورې تګلارې او پلانونه هم شته، چې دولت یې پلې کولی شي. د بېلګې په توګه پر یوه وخت کولای شي، چې له یوه ګاونډي سره تړون لاسلیک کړي او له نورو سره جګړه وکړي. مدینې منورې ته له تګ وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دا تګلاره پلې کړې ده. حتا کولای شي په ورته وخت کې له ټولو دښمنانو سره جګړه اعلان کړي. څرنګه چې ابوبکر رضی الله عنه په ورته وخت کې شام او عراق ته لښکرې واستولې. اوربند هم د یوې پلان شوې موخې لپاره عامه رایه رامنځته کولی شي. لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیبیې سوله لاسلیک کړه. بله تګلاره دا ده چې له ځینو هېوادونو سره اقتصادي هوکړه لیکونو لاسلیک کړي او په ورته وخت کې د دعوت د ګټو په پام کې نیولو سره له نورو سره اقتصادي اړیکې پرې کړي. له ځینو هېوادونو سره ډیپلوماټیکي اړیکې نیولی او له ځینو نورو سره یې پرې کولی شي. دا ټول باید له یوه دقیق پلان پر اساس وي، تر څو دعوت یوه ځانګړي لوري ته روان کړي. دولت د دعوت د خپرولو لپاره له تبلیغاتي تګلارو هم کار اخیستی شي او د دښمنانو پلانونه بربنډ کولی شي او یا هم د سړې جګړې له تګلارو کار اخیستی شي. د دولت پلانونه باید د اسلامي دعوت د پراختیا په ګټه وي. د دغو ټولو موخه د اسلام د ثابتې تګلارې خپرول دي، چې هغه د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد دی.»
هغه څه چې له اسلامي دولت کتاب څخه نقل شول دا ښيي، چې اسلامي دولت لخوا د حیاتي خاورې ټاکل لرې خبره نه ده.
ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو رشته
۱۴۴۰هـ.ق،کال د ذولحجې ۲۵مه
۲۰۱۹م، کال د اګېسټ ۲۶مه