پنجشنبه, ۲۶ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د چین او هند تر منځ مرزي شخړې
بسم الله الرحمن الرحيم
د چین او هند تر منځ مرزي شخړې

پوښتنه

د ۲۰۲۰م د جون په ۱۰مه رویټرز راپور ورکړی و: چین او هند له اپرېل میاشتې راهيسې په سلګونه پوځیان د یوبل پر وړاندې د لداخ په نوم مرزي سیمه کې ځای پرځای کوي. د یادو دوو هېوادونو تر منځ دغه مرز یو له مهمو او جنجالي مرزونو څخه ګڼل کېږي. دغه شخړې وروسته له هغې رامنځته شوې، چې چینایان هغې سیمې ته ولاړل، چې هند خپله بلله. هندي چارواکو په دې هکله داسې وویل: «چین د دې ادعا کوي چې دغه سیمې زموږ ملکیت دي، خو په دغه سیمه کې د هند سړکونه تېر شوي دي.» د مې میاشتې له لومړۍ اونۍ راهیسې په دغه مرزي سیمه کې د دغو دوو هېوادونو د مرزي ځواکونو تر منځ کشمکشونه روان دي. ایا د دی ترشا محلي تحریکوونکي دي او که یا امریکا پر چین باندې فشار راوړي؟ بل دا چې د دغو کشمکشونو تاثیرات به د اشغال شوي کشمیر او پاکستان پر مسلمانانو باندې څه وي؟

د ۲۰۲۰م د مې ۵مه په شمالي هندوستان کې د ګلوان درې لداخ سیمې په لوړه مرزي سیمه کې د دواړو هېوادونو تر منځ جنګ پېښ شو. دری ورځې وروسته دوی د نتولا غرونو ته چې په همالیا کې دي او د هند د سیکیم ایالت د چین د ټېبټ له سیمې سره یې نښلوي، ورسېدل. دغې شخړې د یادو دوو هېوادونو تر منځ پوځي او سیاسي لانجه رامنځته کړې ده. که د چین او هند تاریخ ته وګورو، نو راته واضیح کېږي، چې دغه شخړې یې تر منځ له پخوا وې. ډېری وخت د دغو دوو هېوادونو تر منځ شخړې د مرز پر سر رامنځته کېږي. دا په ۱۹۸۰م کې چې کله برېټانیا په دغه سیمه باندې واکمني درلوده نو هغه وخت یې له چین سره د سیکیم ټیبټ په نوم قراداد وکړ. کله چې برېټانیا له سیمې نه ووته، نو دغه هندي قاره دوی د هندوستان او پاکستان تر منځ ووېشله او د کشمیر سیمه یې تر منځ همداسې جنجالي پاتې شوه. دوی د هند او چین تر منځ هم دې ته ورته کار وکړ د دوی تر منځ یې ډېر داسې مرزونه چې هر وخت د جنګ لامل شي پرېښودل. د دې لپاره چې پوه شو، چې اوس څه پېښ شوي دي، لاندې ټکو ته اشاره کوو.

لومړی: د هندوستان او چین تر منځ تازه جنګړې د دوی لومړنۍ جګړې نه دي. د تېرې لسیزې په ۲۰۱۳، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو کې د یادو دوو هېوادونو پوځونو د بيلابېلو قدرتونو په لرلو سره د یو بل پر وړاندې د جګړې تیاری درلود. یادو هېوادونو په ۱۹۶۲م کې د مرز پر سر سخته جګړه وکړه، چې په دغه جګړه کې هند ماتې وخوړه او چین په شمالي کشمیر کې د اکسای چین په نیولو برلاسی شو. د یادو دوو هېوادونو تر منځ د شرقي مرز پر سر شخړه د برېټانیا د استعمار پایله ده. د برېټانیا استعمار په مطمئن ډول سره د ارونچل پرډېش ایالت په هندوستان پورې وتاړه، او له چین سره یې مرز ورته رسم نه کړ. دا په هغه وخت کې وشول، چې هند د برېټانیا تر استعمار لاندې و. په لویدیځ کې د مرز پر سر شخړه داسې ده، چې دواړه هېوادونه غواړي د اسلامي کشمیر سیمه لاندې کړي، په ځانګړي ډول دغه مساله له ۱۹۴۷م څخه وروسته ډېره ګرمه شوه. د مرزونو پر سر د شخړو له امله دواړو هېوادونو په ډېر تفاوت سره مالومات خپرول، چې ان د دوی تر منځ د مرز اوږدوالی یې هم اعلان کړی و، چې لږترلږه د څلور کیلو مټره په اندازه تفاوت پکې موجود و.

د ۲۰۲۰م د مې د پنځمې شخړې، چې د پنګانګ ټسو د سیند د نیولو پر سر وشوې، له دواړو لوریو څخه په لسګونو پوځي افسران پکې زخمي شول، چې له ټیبټ څخه ۱۴زره فوټه لوړه پرته ده. له هغو څخه تر اوسه پورې پر دغه سیمه د ځواکونو ځای پرځای کول دوام لري، تر څو یو له بل سره مقابله وکړي. چین د لداخ سیمې ته چې یوه لانجمنه مرزي سیمه  ده، ۵زره پوځیان او زنجیر لرونکي ټانګونه لېږلي دي. د ستندرد سوداګرۍ اخبار، په راپور کې ویلي و: «چین ۵زره سرتیري د لداخ پنځو سیمو ته په زور د ننه کړل، چې د ګلوان درې او هم د پنګانګ له سیند سره یې ځایونه ونیول.» (www.defense-arabic.co 24/5/2020)

دویم: د دغو دوو هېوادونو تر منځ لانجه هغه وخت زیاته شوه، چې هند د لداخ سیمه له کشمیر او جمو څخه رابېله کړه. چین پوهېده چې د لداخ سیمې بېلول له کشمیر او جمو څخه ستراتيژيک لاملونه لري، بل دا چې کله په ۲۰۱۴م کې نرېندرا مودي د (BJP) ګوند مشر، چې د هند لومړی وزیر وټاکل شو هند د چین پر وړاندې سختې جګړې ته دوام ورکړی دی. د ۲۰۱۹م په ۸مه چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امېت شاه د اعلان پر وړاندې، چې د لداخ سیمې د بېلوالي په اړه یې کړی و، داسې ځواب ورکړ: «د هند د کورني قانون یو طرفه کېدل، د چین لپاره خطرناک دي او د سیمې د ازادۍ لپاره لوی ګواښ دی، چې موږ ته د منلو وړ نه دی.» د مرز په سر شخړې چې اوس تازه د یادو دوو هېوادونو تر منځ راپورته شوې دي، دوه مهم اړخونه لري: لومړی د شرقي مرز په سر، چې چین غواړي د ارونچال پردېش د ایالت ۸۳زره کیلومټره مربع مهمه سیمه په خپل کنترول کې واخلي، چې چین ورته شمالي ټیبټ وایي، خو هند یې نه ورسره مني.

دویمه مهمه خبره دا ده چې هند غواړي هغه سیمه چې په ۱۹۶۲م کې په لویدیځ مرز کې د چین له خوا په جنګ کې نیول شوې وه بېرته راخپله کړي، همدغه سیمه د اسلامي کشمير په نوم یادیږي او ۳۷زره کیلو مټره اوږدوالی لري. دغه سیمه صحرایي اقلیم او کم نفوس لري، د اکسای چین په سیمه کې واقع ده. خو د هند دغه غوښتنه د چین له خوا نه منل کېږي. د دې پرځای چین غواړي په کشمیر باندې خپل حاکمیت نور هم زیات کړي. خو چین اوسمهال خپله پاملرنه لوېديځ مرز ته زیاته کړې ده، چې په کشمیر کې د لداخ درې یوه برخه او د اکسای چین سره مرز جوړوي. دا سیمه د چین پخوانۍ د ورېښمو تجارتي لاره هم ده.

درېیم:  د لداخ سیمه، چې په دې وروستیو کې د هند او چین پرې جنجال دی، اسلامي خاوره او د کشمیر نه بېلېدونکې برخه ده. دا سیمه څو پېړۍ د اسلام تر حاکمیت لاندې او په جمو او کشمیر پورې اړونده وه، تر هغه چې د ۲۰۱۹م د اکتوبر په ۳۱مه قانوناً بېله شوه! د دغې سیمې د خلکو نفوس کم، خو سټراټېژیک ارزښت یې ډېر لوړ دی. دا په هند کې تر ټولو لوړه سطحه ګڼل کېږي او د هند د سیند پاسنی تنګی هم پکې دی. په ختیځ کې یې پوله له چین او لوېدیځ کې له پاکستان سره ده. د قراقرم لویه لار یې په شمال کې ده. همداراز، له قراقرم لویې لارې مخکې د هندیانو د اوسېدو وروستی ځای، دولت بېګ اولدي دی چې مانا یې (هغه سیمه چې لوی او شتمن سړی پکې مړ شو) ده. ویل کېږي چې دا سلطان سید خان ته اشاره کوي، سلطان سید خان د یارکادن خناتې حاکم و، نوموړی په ۹۳۸هـ ق یا د ۱۵۳۵م کال په مني کې دلته د لډک او کشمیر د فتحې لپاره راغلی و. یارکادن ته د بېرته تګ پر وخت، د ۹۳۹هـ ق کال په پای کې سخت ناروغ شو او ویل کېږي چې همدلته وفات شو، نو دا اسلامي خاوره ده او اوس د کشمیر د سیمو تر څنګ د هند تر واک لاندې ده. دا سیمه ګڼ ټپونه لري. لکه هند چې پر جمو، کشمیر او لډک واک لري، چین پر اکسی چین او قراقرم واکمن دی؛ دا ټولې اصلاً اسلامي سیمې دي او د کشمیر مربوط کېږي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان یوازې پر ازاد کشمیر او ګېلګېټ کنټرول لري، دا د دغو ټولو سیمو له درېیمې برخې هم کمه ده. ازاد کشمیر د هند لخوا اشغال شویو سیمو سره پوله لري او ګېلګېټ بیا له نورو سیمو سره ګډه پوله لري، چې د هند او چین، دواړو تر کنټرول لاندې دي. د اسلامي ځمکو، په ځانګړي ډول پاکستان اوسني زیان منونکي حالت ته په کتو، هند ادعا کوي چې د لډک جنجالي سیمې په جمو او کشمیر پورې وتړي او د چین پر وړاندې غبرګون ښيي. دغه راز ادعا کوي چې دا د سینکیانګ، د ترکستان د ختیځ اړوندې سیمې دي. دا هېوادونه پر اسلامي سیمو ناندرۍ وهي، په داسې حال کې چې پاکستان د امریکا اطاعت ته دوام ورکوي او د اسلامي نړۍ نور حکام چوپ دي!!

څلورم: چین پر لډک سیمه ځانګړی نظر لري چې اوس یې واک له هند سره دی. په دغه سیمه کې د بودایانو پر شتون سربېره، مرکزي اسیا ته دوه پخواني مسیرونه لري. د چین په نوې سټراټېژۍ کې د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند ډېر مهم دی. د چین لپاره مرکزي اسیا ته نورې لارې هم شته، خو لډک د مرکزي اسیا پر نفوسي سیمو او مارکېټونو ته د رسېدو ډېره نیږدې لار ده. دغې سیمې ته د چین د لېوالتیا بل لامل دا دی، چې دغه پخوانۍ لارې چین خپلو نورو موخو ته ډېر نیږدې کوي او له دې لارې چینایي توکي د چین د ختیځ له صنعتي مرکزونو څخه د شمالي پاکستان له لارې ګوادر بندر ته رسوي.

دا پروژه یو مهم اقتصادي دهلېز (CPEC) دی، چې چین په وروستیو کلونو کې لسګونه ملیلیارده ډالر ورباندې لګولي، نو چین چې د دغې سیمې پر سر جنجال کوي، دغه ارزښت ته یې ګوري. که چین له هند سره د نورو پولو پر خلاصولو شخړه کړې وي، لکه د ارونچال پردېش ایالت په ختیځ کې، نو د هغه اقتصادي دهلېز ګټو ته نه رسېده. دغه راز د ورېښمو لارې د کمربند په چوکاټ کې یې په لټه کې دی؛ دوی نه غواړي له هغو لارو تېر شي چې د امریکا د بحري ځواکونو تر واک لاندې دي، په ځانګړي ډول د مالاکا تنګی. د چین دا بد ګوماني چې هند د امریکا په هغې پالیسۍ کې دخیل دی، چې نه غواړي چین راپورته شي، دغو خبرو زیاته کړې:

۱- د کرونا وبا له ناورینونو وروسته، امریکا په مختلفو پلمو د چین د ځپلو لپاره یوه نوې فرضیه پیدا کړه. واشنګټن پر له پسې دا خبرې کوي، چې بېجېنګ باید د ویروس د خپرولو مسوولیت ومني. امریکا د هند په ګډون ګڼ هېوادونه راکش کړي، چې په ځانګړي ډول د ووهان د ویرولوژۍ پر انسټيټیوټ د څېړنې غوښتنه وکړي.

۲- بله خبره چې د امریکا په پالیسۍ کې د هند پر دخالت، دلالت کوي، د چین د اقتصاد د کمزوري کولو لپاره د هند هڅې دي. د انادولو اژانس د رپوټ له مخې: «ال ټي جېن: چین په نړیواله کچه خپل قدرت له لاسه ورکوي، ځکه فکر کېږي دوی د دغې وبا سبب وو. فابریکې له چین نه په وتو دي. دا د دې سبب کېږي چې چین پر کووېډ-۱۹ویروس له تمرکز څخه لاس واخلي. د هند د پوځ د عملیاتو(DGMO) پخواني مشر، وینود بهاټیا انادولو اژانس ته وویل؛ له کوویډ۱۹ وروسته نړۍ هند ته یو لوی فرصت دی، دا چې د قدرت د اتکاء ټکی له لودیځ څخه ختیځ ته بدلېږي.» (د ترکیې انادولو اژانس، 31/5/2020).

داسې ښکاري چې هند د بهرنیو کمپنیو د لېږد د فرصت په اړه خبرې کوي، په ځانګړي ډول له چین څخه هند ته د امریکایي کمپنیو په اړه. چین د دې شاهد دی چې د دوی د مقابلې لپاره د هند په پیاوړي کېدو کې د امریکا لاس دی. امریکا د هند له اټومي پروګرام څخه ملاتړ وکړ او هند په یوه اټومي ځواک بدل شو. امریکا، هند ته په سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو کې لوړ مقام او غوره‌والی ورکړ. امریکا همداراز پاکستان دې ته اړ کړ چې له هند سره شخړې کمې کړي او په دې سره یې هند ته موکه ورکړه، تر څو هغه پوځونه چې له لسیزو راهیسې له پاکستان سره پر پوله وو، د چین د پولو خواته بوځي. هند ته د امریکا پالیسي نوې نه ده، له ډېرو کلونو راهیسې همداسې ده. اوسمهال امریکا له چین څخه د لویو کمپنیو په ایستلو او د هند په ځایناستي کولو، د هند دخالت بشپړ کړ او په دې سره یې د چین د اقتصاد د ځپلو لپاره هند خپل ملګری کړ.

۳ـ  له پوځي اړخه د یادونې وړ ده، چې د چین هېواد خپل پوځ ته د پام وړ وده ورکړې ده. تر امریکا وروسته، په نړیواله کچه چین په ۲۰۱۹م کې د ۲۶۱ بېلیونو ډالرو پوځي بوديجې په پام کې نیولو سره، دویمه درجه هېواد شو. سربېره پر دې، چین د روسیې، برېټانیا او فرانسې له هېوادونو څخه هم ډېر لګښت لري. که څه هم په ۲۰۱۹م کې، هند د نظامي لګښتونو له پلوه په نړیواله کچه درېیمه درجه هېواد شو. دغه راز له چین وروسته هند د ۷۲ بېلیونو ډالرو پوځي بودیجې په ځانګړې کولو سره، چې د هند په تاریخ کې تر ټولو ستره بودیجه ده، بیا هم د هند د پوځ ظرفیتونه د چین د خلکو د آزادۍ پوځ (PLA) د ظرفیتونو په پرتله لږه ده. د دواړو پوځونو د اړوندو ظرفیتونو د حقیقت پر اساس، اوسمهال هند له چین سره د پراخو جګړو د رامنځته کولو لپاره له احتیاط څخه کار اخلي او دا د ۱۹۶۲م له وخت سره توپیر لري. په تازه جګړه ییزه سیمه لداخ کې، په ځانګړې توګه د هند ډېری پوځ له پاکستان سره په سرحدونو کې مېشت دی. د چین په څېر نه دی، چې جګړه ییزې سیمې ته نیږدې یې تر اوسه پورې پوځ په دې سیمه کې نه دی ځای پر ځای شوی. له شک پرته، په جګړه ییزه سیمه کې د دواړو هېوادونو پوځي ظرفیتونه، د امریکا د هاروارډ پوهنتون له لوري د (۲۰۲۰م، د مې په ۳۱مه د عربي پوسټ) د څېړنې پر اساس د لوستلو لپاره چمتو شوی دی. د یادونې وړه ده چې له دې جګړو وروسته، چین په سیمه کې اضافي ځواکونه چمتو کوي او په لوېدیځو سرحدونو کې د هند پر وړاندې خپلې پوځي وړتیاوې ډېروي.

۴ـ د ۲۰۱۷م کې د ختیځ سرحد اوږدو کې د هند جګړې، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي او د چین  ولسمشر شي جنپینګ د ۲۰۱۸م په یوه ناسته کې  له یو بل سره مخامخ کړل. دواړو مشرانو په وهان ښار کې د ۲۰۱۸م، په اپرېل کې خپله لومړنۍ غیر رسمي ناسته وکړه او د دې ناستې په ترڅ کې شي د مودي له لوري هند ته د سفر بلنه ومنله. منبع:(۲۰۱۹م کال،  د ډسمبر ۹مه یورو عرب نیوز)

 روانه جګړه د امریکا له لوري د چین د کمزوري کولو له هڅو سره برابره ده، چې ډېرې نورې پېچلتیاوې رامنځته کوي او د جګړې د له منځه وړلو پر وړاندې نور خنډونه جوړوي. هغه تازه پېچلتیاوې چې د ټرمپ اداره یې د چین شاوخوا رامنځته کوي په بیجینګ کې د پوهېدو وړ دي. په دې توګه د چین ولسمشر شي جنپینګ نن، سه شنبه د ۲۰۲۰م، د مې په ۲۶مه وویل: «بېجینګ به د وسله والې مبارزې لپاره خپل چمتووالی نور هم غښتلی کړي او د ملي امنیت پر کورونا ویروس د ستر اغیز لاندې به د پوځي ماموریتونو د ترسره کولو لپاره خپل ظرفیتونه لوړ کړي. منبع: (۲۰۲۰م، د مې ۲۶مه سپوتنیک، روسیه)

که څه هم دا په ځانګړې توګه د هند پر وړاندې نېغ په نېغه نه دي ویل شوي، خو دا څرګندوي چې بېجېنګ د دې په شاوخوا کې ستر ګواښونه احساسوي، په تېره بیا کله چې د امریکا ادارې هغه د کورونا ویروس د خپرېدو له امله مسوول وبللو. دغه راز ښايي چین فکر کوي او پلان به ولري چې خپل پوځي ظرفیتونه نندارې ته وړاندې کړي، تر څو یې پر وړاندې د امریکا د پوځ هر ډول پلان مخنیوی وکړي، چې د هند په ګډون پکې د امریکا متحدین شامل دي. دا هغه پیغام دی چې چين یې خپلو نیږدې دښمنانو ته لېږي، چې دوی له امریکا سره همکاري نه کوي، ګنې د چین پوځ دا وړتیا لري چې دوی ته لوی زیان واړوي. ښايي د ۲۰۲۰م، د اپرېل په پيل کې چين چې د امريکا د امنیت وزارت له لوري په خپاره شوي استخباراتي راپور کې، چې له بېجېنګ څخه یې د نظامي جګړې لپاره چمتوالی ښودلی و، د چین پر وړاندې د امریکا د پلانونو جدیت څرګندوي. په ۲۰۱۹م کې د هند په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پوځي لګښتونو لپاره ۷۲ میلیارده ډالر ځانګړي کول او همدا راز د هندي پوځ له لوري د لویو وسلو تړونونه، چین ته مستقیم ګواښ دی. چین باور لري چې هند د خپل بادار امریکا استازیتوب کوي، د چین سره په سرحدي سیمو کې د هندوستان له لوري زېربنایي پروژې رامنځته شوې دي، تسلیحات یې ډېر کړي او په دې سره چین په هند کې د خپلو راتلونکو اړیکو په اړه اندېښمن دی.

۵ـ د هند او چین تر منځ د وروستۍ شخړې په اړه د امریکایي دريځ، له شک پرته له هند څخه ملاتړ و. امریکايي ډيپلومات الیس ویلز، د سویلي او مرکزي اسیا د چارو لپاره د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال، په لداخ کې د چین پر فعالیتونو نیوکه وکړه او هغه یې د سویلي چین په سیند کې د بېجېنګ په تېروتنو پورې تړلې وبلله. منبع: (۲۰۲۰م کال، د مې ۱۸مه نیوز)  د ولسي جرګې پر بهرنیو چارو د کورنۍ کمېټې رییس، ایلیټ ایل انیجیل په یوه وینا کې وویل: «زه د هند ـ چین پر پوله د واقعي کنټرول پر کرښه د چین د روان یرغل له امله ډېر اندېښمن یم. چین یو ځل بیا څرګندوي چې دوی د نړیوال قانون پر اساس د شخړو هوارولو پر ځای خپلو ګاونډیو ځورولو ته چمتو دی... زه له چین څخه په کلکه غواړم، چې له هند سره د خپلو سرحدي مسایلو د هواري په موخه له ډيپلوماسۍ، نورمونو او شته تګلارو څخه کار واخلي.» منبع: (د امریکا د پارلمان د بهرنیو چارو کمېټه، ۲۰۲۰م کال، د جون ۱)

له دې حقیقت سربېره، چې امریکا هڅه کوي له دې سرحدي لانجو ناوړه ګټه پورته کړي او د ټرمپ د کارټ په توګه یې وکاروي، تر څو چین د هغوی پر لور د خپلې پالیسۍ په اړه فشار راوړي، په سیمه کې خپل نفوذ محدود کړي او په دې سره دوی بوخت وساتي. دغو نښتو، سواګریزه جګړه بنده کړه او د چین په چارو کې یې لاسوهنې ته لاره هواره کړه. له همدې کبله د امریکا ولسمشر، ټرمپ د دوی د ګټو لپاره د دواړو لورو تر منځ د شخړې د هواري په موخه د منځګړیتوب وړاندیز وکړ. ټرمپ په ۲۰۲۰م کې د خپل ټوېټر حساب له لارې ولیکل: «موږ هند او چین دواړو ته خبر ورکړ چې امریکا چمتو ده، د دوی تر منځ منځګړیتوب وکړي یا هم د دوی تر منځ راپورته شوې سرحدي ستونزه حل کړي.» منبع: (۲۰۲۰م کال، د مې ۲۷مه، الحوره) د امریکا منځګړيتوب د چین له لوري رد شو، «لکه څنګه چې د چین د بهرنیو چارو وزرات ویاندې لیجیان ژاو وویل چې دواړه هېوادونه نه غواړي درېیم اړخ لاسوهنه وکړي، تر څو د دوی اختلافات حل کړي.» منبع: (۲۰۲۰م کال، د جون ۹مه، د انادلو اداره، ترکیه)

شپږم: سره له دې چې امریکا ارام ونه کړ، په سیمه کې – چې دوی فکر کاوه د نړۍ له ډېرو مهمو سیمو څخه ده- خپلو فعالیتونو ته یې دوام ورکړ. امریکا خپلو کړنو ته دوام ورکړ، چې له چین سره مقابله وکړي، له مقیاس کولو یې نیولې تر کنټرول لاندې راوستلو پورې، همداراز هڅه کوي چې د سویلي چین په اوبو کې مستقیمه او نا مستقیمه مقابله ورسره وکړي. که څه هم امریکا نور نه شي کولی هر ځای جګړه مخته یوسي او د نړۍ په ډېرو سیمو کې خپل دوامدار نفوذ وساتي، پرته له دې چې پر سیمه‌ییزو او محلي قدرتونو تکیه وکړي چې د دوی لپاره کار وکړي. بیا کرونا ویروس ته راځو چې امریکا یې د یوه داسې هېواد په توګه افشا کړه چې بحرانونه په سمه توګه نه شي مدیریت کولی. په حقیقت کې، بحرانونو امریکا د یوه ناکام دولت په توګه وښوده چې یوازې د یوه ویروس پر وړاندې بې وسه ده! دغه افشا کېدل وروسته له هغې نور هم زیات شول، چې په دغه هېواد کې د نژادي تعصب موضوع راپورته شوه، وروسته له دې یوه سپين پوستي امریکایي پولیس، یو افریقایي‌ الاصله امریکایی وواژه، امریکا په ټوله نړۍ کې افشا شوه. دا هر څه په داسې حال کې کېږي چې چین یو لوی سیمه‌ییز قدرت دی. نو امریکا خپلو ګټو ته د رسېدو او خپل نفوذ د ساتلو لپاره د پخوا په پرتله نوره هم په نورو هېوادونو پورې وتړل شوه...

امریکا هڅه وکړه چې په هند کې خپل اجنټان واک ته ورسوي، په دې توګه به هند د دوی تر امر لاندې وي. امریکا دوی واک ته ورسوله او په دې باوري شوه، چې پایلي به یې تل د دوی په ګټه وي او اجنټان به یې پیروي کوي. امریکا په خپل ټول زور کار وکړ، چې بهارتیا جاناتا ګوند (PJP) د واک پر ګدۍ کېنوي. نو دغه امریکا پلوی ګوند د لومړي ځل لپاره د واجپایي تر مشرۍ لاندې واک ترلاسه کړ او له ۱۹۹۸م نه تر ۲۰۰۴م پورې یې پر هند حکومت وکړ. په دغه کال کې چې ټاکنې وشوې، (PJP) وبایلې او کانګرېس ګوند واک لاسته راوړ. (PJP) بیا په ۲۰۱۴ کې واک ته راوګرځېد او په واک کې پاتې شو. امریکا له هند څخه د چین پر ضد ګټه اخیستل پیل کړل. د دې لپاره چې هند دا کار وکړي امریکا، پاکستان خنثی او دې ته مجبور کړ چې له هند سره له مقابلې لاس واخلي، په دې توګه به هند ځان له چین سره روانې مقابلې ته وقف کړي. ځکه خو د پاکستان حکام د کشمیر د مسالې په اړه چوپ دي. هند تېر کال 5/8/2019 اعلان وکړ چې اشغال شوی کشمیر د هند یوه برخه ده. دا خبره موږ په 18/8/2019 نېټه په سوال او ځواب کې کړې  ده. «امریکا ولیدل چې د کشمیر پر سر د پاکستان او هند تر منځ شخړې، له چین سره د هند نیمې وچې پر مقابله اغېز کوي... پر دغو شخړو د لاسبري لپاره امریکا د هند او پاکستان تر منځ د نارملایزشن پروسه پیل کړه. د دغه نارملایزشن موخه دا وه چې د کشمیر پر سر په جګړه کې د هند او پاکستان ځواکونه بې طرفه او خنثی کړي او له امریکا سره په همکارۍ کې هڅه وکړي، بلاخره دا چې د چین د را پورته کېدو مخه ونیسي. امریکا باور درلود چې له پوځي برید څخه د پاکستان منعه کول او خبرو اترو ته د موضوع بدلول دا موضوع تر خاورو لاندې کوي او د دواړو تر منځ د جګړې مخه نیسي. کټ مټ لکه د عباس دولت او عرب هېوادونه چې د یهودي دولت پر وړاندې پوځي اقدام نه کوي.»

د پاکستان حکام دغې خبرې ته ژمن پاتې شول، لومړي وزیر عمران خان وویل:«که هند دولت پر پاکستان برید وکړي، موږ به مناسب غبرګون وښيو.» منبع: (انادالو اژانس، 30/8/2019) دا کار د کشمیر د ازادۍ لپاره نه کوي! شاوخوا یوه میاشت وروسته، عمران خان وویل:«د پوځ مشر، باجوه باوري کړی یم چې، پر ازاد کشمیر باندې د هند د برید په صورت کې، د پاکستان پوځ له هند سره مقابلې ته تیار دی.» منبع: (د پاکستان جیو نیوز، 26/12/2019). دا خبره یې یوازې د ازاد کشمیر په اړه وکړه، جمو او کشمیر د هند له سلطې نه ازادوي!

اووم: د پاکستان په اړه چې غواړي له چین سره ښې اړیکې وساتي، نه غواړي چې د چین له لوري د هند اشغال شوې سیمه، اکسی چین کې کوم حق ولري؛ دا سیمه هم د کشمیر برخه ده او نه هم د کشمیر د لډک سیمې کوم حق غواړي چې اوس د هند تر ولکې لاندې ده، خو چین په دغه سیمه کې یوه برخه غواړي. همداراز پاکستان د هند او چین لانجې ته خوشاله دی، فکر کوي چې چین به د پاکستان د لوی دښمن، هند خوله ور ماته کړي، پاکستان دا ځل چوپ پاتې شو. سي ان ان نیوز-۱۸ په 26/5/2020 د پاکستان پر خاموشۍ خپله حیرانتیا څرګنده کړه، همداراز پاکستاني رسنۍ، دا چې ولې پاکستان د تل په شان د دغې موضوع په اړه خپل دریځ بیان نه کړ. دا کار د امریکا له فشار پرته ناشونی دی، ځکه چې امریکا غواړي هند له پاکستان سره په اړیکو کې ځان راحت احساس کړي. امریکا نه غواړي چې هند دې کوم ګواښ محسوس کړي، لکه دا چې له چین سره جګړې ته په داخلېدو، د پاکستان پوځ پرهند باندې برید ته تیار دی. دا ټول د دې لپاره دي چې هند د پاکستان له پولې د ګواښ احساس ونه کړي او خپل زور له چین سره پر پوله زیات کړي. دغه راز دا پر چین د فشار لپاره یو ښه موقعیت ولري. دا کار د چین د پوځ قوت تیتوي، یعنې ټول تمرکز به یې د چین پر بحري سمیه نه وي. دا چاره چین پرته له جګړې کمزوری کوي، پوځي سرچینې به یې وېشل شوې وي، په سویل لوېدیځ کې به له هند سره مقابلې ته تیاری ونیسي او د اوبو له لارې به یې د خپلو دوو اصلي دښمنانو پر وړاندې د تیاري په حال کې وي

اتم: له دې ټولو سره سره د کشمیر مسلمانان دا احساس لري، چې دوه کافر هېوادونه د هغوی پر خاوره جګړه کوي. دغه دواړه هېوادونه غواړي د هغوی واک ترلاسه کړي، خو بیا هم د پاکستان او د اسلامي خاورو نور حاکمان چوپ دي. پاکستان ان هغه کشمیري وسلوال ځواکونه ځپي چې د هند پر وړاندې مبارزه کوي. د پاکستان دا حالت او د سنو-هند جګړه د کشمیر مسلمانان ډېر کمزوري کوي. له دې مخکې چې د پاکستان له خوا د کشمیر ملاتړ کېده، کشمیر د هند د اشغال پر وړاندې ولاړ و. خو اوس کشمیر د دوو لویو هېوادونو پر وړاندې ویني خو پاکستان ورسره مرسته نه کوي چې د امریکا په مرسته د هند پر وړاندې د مبارزې ډېر ډکرونه تش پرېږدي.

دا دردوونکې ده چې چین او هند د اسلامي خاورو د وېش پر سر جګړه کوي، په ځانګړې توګه کشمیر او د هغې شاوخوا سیمې. هند په ۱۹۶۲م کې د چین له خوا د نیول شوو ځمکو د بېرته نیولو غوښتنه لري چې هغه د کشمیر اقصای چېن سیمه ده. چین د کشمیر لاداښ سیمه غواړي، چې له اقصای چېن سره سرحد لري. چین ادعا کوي چې هغه سیمه د سینکیانګ یا شرقي ترکستان سیمې یوه برخه ده. دواړه هېوادونه د دې اسلامي خاورو د اخیستلو لپاره جګړه کوي. خو پاکستان د امریکا غلامي کوي او نور مسلمانان چوپ دي. مسلمانان په سختۍ کې ژوند کوي او ډېر دردونکی ژوند لري. دا هر څه یې په خپلو لاسونو تر سره کړي. الله سبحانه و تعالی عزیز او عظیم ذات فرمایلي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكاً وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى * قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِي أَعْمَى وَقَدْ كُنْتُ بَصِيراً * قَالَ كَذَلِكَ أَتَتْكَ آيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا وَكَذَلِكَ الْيَوْمَ تُنْسَى﴾ [طه: ۱۲۴-۱۲۶]

ژباړه: څوک چې زما له ذکر (د نصیحت له درس) څخه مخ واړوي. د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅو. هغه به ووایي: «پروردګاره! په دونیا کې خو ما سترګې درلودې دلته مو ولې ړوند راپاڅولم؟» الله تعالی به وفرمایي: «هو، په همدې شان دې زموږ ایتونه چې تاته راغلي وو، هېر کړي و، هماغسې نن ته له یاده وځې.

نو اې مسلمانانو! ستاسو ازادي په همدې کې نغښتې ده: د الله سبحانه وتعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د څرګندونو په تعقیبولو سره د الله سبحانه وتعالی د قانون د حاکمیت په قایمولو کې چې راشده خلافت دی، ځکه همدا د هدایت، جهاد، بریا، د طاغوت څخه د خلاصون او د واک لار ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کې چې له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت شوی فرمایلي:

«الامام جنه یقاتل من وارئه و یتقی به»

ژباړه: امام د هغوی لپاره ډال دی د هغه تر شا جګړه کوي او د هغه له خوا یې ملاتړ کېږي. نو درس واخلئ اې پند اخیستونکو.

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې