جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په مصر کې د اقتصادي ناورین واقعیت او لاملونه
بسم الله الرحمن الرحيم
په مصر کې د اقتصادي ناورین واقعیت او لاملونه

(ژباړه)

 پوښتنه:

د مصر بازار په نرخونو کې د پام وړ لوړوالي شاهد دی او مرکزي بانک د پونډ ارزښت ټیټ کړی. دولت له ټولو خواوو سره د ملي خبرو د ترسره کولو اراده اعلان کړه او درې زره بندیان یې خوشي کړل. په مصر کې د دغه اقتصادي ناورین واقعیت او لاملونه څه دي؟

ځواب:

هو، ډیرو عواملو او نړیوالو شرایطو د مصر د اقتصاد لپاره لویې تورې ورېځې رامنځته کړې دي. دا تورې ورېځې يو ځای شوې او ناورین یې جوړ کړ. بېلابېل خبرونه ښيي چې رژيم او تر شا کسان يې د وېرې او انګېرنې په حالت کې دي چې څه به کېږي، د دې وضاحت په لاندې ډول دی:

لومړی: مصر د خپلې اړتیا وړ ۸۵ سلنه غنم له روسیې او اوکراین څخه واردوي (العربی،۲۰۲۲/۲/۲۷). د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې په پیلېدو سره، مصر د دې جګړې تر ټولو لوی غیر مستقیم قرباني بلل شوی، چې توکو ته د لاسرسي او د بیې د لوړوالي له کبله د مصریانو دسترخوان ګواښي. سره له دې چې په مصر کې چارواکو اعلان وکړ چې د دې کال تر پایه پورې پوره غنم لري، خو په اوکراین کې د جګړې او له روسیې او اوکراین څخه د صادراتو د ګډوډېدو په سبب د غنمو بیه د پام وړ لوړه شوې ده. [د غنمو د ترټولو لوی نړیوال پېرودونکي په توګه د مصر لخوا وروستي ځل پېرلو، پر اوکراین د روسیې د یرغل دمخه د نرخونو په پرتله د پېرودلو په لګښت کې د پام وړ لوړوالی وښود. بلومبرګ زیاته کړه چې د تېرې چهارشنبې په داوطلبۍ کې، دولتي پیرودونکي ۳۵۰،۰۰۰ ټنه غنم په اوسط ډول هر ټن په ۴۹۰ ډالرو ترلاسه کړ. دا د فبرورۍ په نیمایي کې د جګړې له پیل مخکې د تادیه شوې بيې په پرتله ۴۴ سلنه لوړه ده او لږ تر لږه په تېرو شپږو کلونو کې ترټولو لوړه بیه ګڼل کېږي. (Arabic 21، ۱۹/۴/۲۰۲۲).] د غنمو د بیو لوړوالی لومړۍ تورې ورېځې دي! پر دې سربېره په اوکراین کې د جګړې له امله پر روسیې د لویدیځ بندیزونه د حمل و نقل او تېلو د بیو د لوړېدو لامل شوي دي.

دا په مصر کې د تورو ورېځو دوهمه برخه جوړوي او د دولتي بودیجې ستونزې زیاتوي، چې له وړاندې د پراخ دولتي فساد له امله له پښو غورځېدلې. د دغو تورو ورېځو درېیمه برخه د چرګانو د دانو، څارویو او کیمیاوي کودونو بیې دي چې د روسیې لخوا د دوی د اکمالاتو له ګډوډۍ وروسته په نړیواله کچه په ډراماتیک ډول لوړې شوې یا په دې سبب چې په نړۍ کې، په ځانګړي ډول اروپا کې یې تولید د روسیې په ګازو پورې اړه لري [د کرنې وزیر مرستیال، ډاکټر مونا ماحرېز، تایید کړه چې مصر د چرګانو ۹۵ سلنه دانې واردوي (صدا البلاد، ۲۰۱۸/۵/۱۲)]، او دا لوړه سلنه ښيي چې رژیم د هیواد د خوړو خوندیتوب تر بهرنیو لاسونو لاندې کاوه.

دوهم: مصر له کلونو راهیسې د مدیترانې له سیمو څخه د ګازو لوی تولیدوونکی ګرځېدلی؛ اوس د اکراین د جګړې له کبله او دا چې امریکا غواړي د اروپایي هېوادونو لپاره د ګاز برابرولو په موخه د روسیې پر ځای نور ځایناستي هېوادونه پیدا کړي، نو مصر به هرو مرو له امریکا سره همکاري کوي چې اروپا ته مایع ګاز برابر کړي او د امریکا دا پلان پلی شي. دا په مصر کې د ګازو د پام وړ زیاتوالي لامل شوی، ځکه چې په مصر کې د دویم ځل لپاره د کور د پخلي لپاره د ګاز د لولې بیه ۷ سلنه لوړه شوې (CNN عربي، ۲۰۲۲/۳/۲۱).

د عامو خلکو، چې فکر یې کاوه په مدیترانه کې د مصر د ګازو له کشف او په سیمه کې د ګازو په سیمه‌ییز مرکز باندې د مصر په بدلولو سره به دوی د ارام ساه واخلي، پر ستړي کولو سربیره دې زیاتوالی د هغو برخو په ګډون چې د خلکو لپاره ډېر حیاتي دي، لکه د چرګانو دانه چې نسل یې په تودوخه پورې اړه،  ټول تولیدي سکتورونه زیانمن کړي دي، (The Independent Arabia ، ۲۰۲۲/۱/۴)، او په دې توګه دا روښانه کېږي چې د امریکا نړیوالو پالیسیو ته د مصري رژیم تسلیمیدلو مصریان د امریکا په ځواک اغېزمن کړي؛ په عموم کې خو به یې اقتصادي ژوند هېڅ نه یادوو. نو د ګازو د بیو لوړول بله توره ورېځ وه چې رژیم د امریکا د خوشالولو لپاره جوړه کړې ده!

درېیم: وروسته له دې چې مصر د نورو پشان له هغه څه ګټه واخیسته چې امریکا یې د کرونا پر وخت د امریکا او نړۍ له ګرمو پیسو څخه راټوکېدلی مارکېټ بولي، له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۱ پورې بیلیونونه ګرم ډالر (hot dollars) د مصر مارکېټ ته ننوتل، دا په امریکا او ډېرو نورو کپيټلېسټي هېوادونو کې داسې وخت و چې سود صفر و. خو امريکا د خپلو شرايطو او اقتصادي او سياسي داخلي دلايلو له مخې د سود د بیو په لوړولو پيل وکړ. په امریکا کې د سود د بیو لوړولو په غیر ارادي ډول د مصر پر اقتصاد لویه توره ورېځ جوړه کړې ده، ځکه چې له ټولټال شاوخوا ۲۵ ملیارده ډالرو څخه ۱۵ ملیارده ډالر چې د مصر په بازار کې ګرمې پیسې دي، د امریکا بازارونو ته په لاره وې.

 [د مصر د سهامو بورس د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ ربع کې د خپل بازار ارزښت شاوخوا ۴ ملیارده ډالر له لاسه ورکړ، چې سبب یې د کال له پیل راهیسې د بهرنیو پانګوالو لخوا د پلور دوامداره څپې وې. (Arabic 21، ۲۰۲۲/۴/۲۷)]. [دې وښودل چې نامستقیمه بهرنۍ پانګوونه یا ګرمې پیسې په تېر سپټمبر کې خپلې لوړې کچې ته رسیدلې، چې شاوخوا ۲۵ ملیارده ډالر يې تولید کړي (Independent Arabia ، ۲۰۲۲/۴/۸)].

دې ګرمو پیسو په مصر کې د خپل شتون په اوږدو کې د پونډ لپاره یو ډول ملاتړی پوښ جوړ کړ چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې یې د ثبات ځینې نښې ښودلې. د دې پیسو په له لاسه ورکولو سره د مصر مرکزي بانک اړ شو چې د سود کچه لوړه او د پونډ ارزښت ټيټ کړي؛ دا د یوه لوی مالي کړکېچ نښه ده چې مصر ترې ځورېږي: [د امریکا د بلومبرګ ادارې په وینا، د مصر د مرکزي بانک وروستۍ پرېکړې چې د سود کچه لوړوي او د پونډ بیه ټیټوي؛ په تېرو درېیو اونیو کې د سیمه‌ایز پور له بازار څخه د ۱۵ ملیارده ډالرو ایستلو د پس منظر پر وړاندې راغله. (الجزیره، ۲۴/۳/۲۰۲۲)].

[د مصر مرکزي بانک، د مارچ په ۲۱مه، د بهرنیو اسعارو د پور د ورکړې په حجم کې له چټک کمښت وروسته او وروسته له دې چې بهرني پانګوال د دولتي پور په وسایلو کې له پانګونې څخه ووتل، د ډالر پر وړاندې د پونډ د ​​تبادلې نرخ شاوخوا ۱۴ سلنه راټیټ کړ. وروسته له هغې چې د متحده ایالاتو فدرال ذخیرې (US Federal Reserve) پرېکړه وکړه چې دا یو په څلورم واحد زیات کړي، چې ۰،۵ سلنه شي، له ۲۰۱۸ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې لوړېږي. دې چارې د مصر مرکزي بانک دې ته اړ کړ چې پر زېرمو او پور ورکولو باندې د سود کچه ۱۰۰ بیسیس پاینټ (یو سلنه) ته لوړه کړي او بیا یې په تعقیب د پونډ ارزښت راټیټ کړي. (Independent Arabia ، ۸/۴/۲۰۲۲)]

څلورم: د پونډ د ​​ارزښت د راټیټولو له دې پرېکړې سره له بهر څخه د واردو شویو ټولو توکو بیې په اتومات ډول لوړې شوې دي. څه چې ډېر روښانه دي هغه دا دي، چې رژیم یوه لویه توره ورېځ جوړه کړه، چې د مصر پر اقتصاد یې منګولې لګولې، دې پر مصریانو زهر راوورول او ژوند یې ورته سخت کړ. په دې توګه، د مصر په بازار کې د ډیری توکو بیې ډېرې لوړې شوې او د غنمو، غوړیو او نورو خوراکي توکو د واردولو لپاره اړینې نغدې پیسې کمې شوې؛ صنعتي توکي خو به هېڅ نه یادوو. دا ستونزې هغه وخت زیاتې شوې چې دولت – د لسیزو ناکامو کرنیزو پالیسیو په سبب- د امریکا په لارښوونه د نیل حوزې په کرنیزو ځمکو کې د غنمو پر ځای پنبه وکرله تر څو د مصر په دولت او خلکو خپل کنټرول ډاډه کړي.

دا یقیني ده چې دولت د سیسي د رژیم له وېرې د پردې تر شا او د دې ټولو تورو ورېځو تر اغیز لاندې چې په ناڅاپي ډول راټولې شوې دي او په عین وخت کې د مصر رژیم له سخت ګواښ سره مخ کوي، په چغو پیل وکړ! نو سعودي او نور خلیجي هیوادونه له خپلو زېرمو سره راغلل، [د سعودي خبري اژانس (SPA) په خبره چې وايي، د پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان په لارښوونه، ریاض د مصر په مرکزي بانک کې پنځه ملیارده ډالر زیرمه کړل. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او په ټولو برخو کې د ورورګلوۍ او په ټولو کچو کې د متقابلو دوه اړخیزو اړیکو تصدیق کوي ... د رسمي معلوماتو له مخې، د مصر مرکزي بانک د ۲،۳ ملیاردو ډالرو په ارزښت د سعودي د دوو زېرمو شرطونه وغځول چې د ۲۰۲۲ کال له اپریل څخه د ۲۰۲۶ تر اکتوبر پورې به بیا ورکول کېږي. پر دې سربېره یې د کویټ د ۲ ملیارد ډالرو په ارزښت زېرمې شرطونه وغځول چې د ۲۰۲۲ کال تر سپټمبر پورې به بېرته ورکول کېږي. (The Independent Arabia ، ۲۰۲۲/۴/۸)].

پینځم: ممکن هغه څه چې په مصر کې مالي او اقتصادي بحران شدت ښيي دا دی چې دا ناکام نظام په لومړي سر کې پر پورونو تکیه کوي چې اقتصاد ته په پیسو تغذیه کړي او دا چې د خلیج مرستې او زیرمې د ډېرې اړتیا له امله کافي نه دي، [ د انګلسي ژبې مصرۍ ورځپاڼې، Daily News Egypt په خبره، د مصر حکومت اراده لري چې د راتلونکي جون تر پایه د ۲۰۲۱/۲۰۲۲ مالي کال په څلورمه ربع کې ۶۳۴ ملیارده مصري پونډه "۳۴،۶ ملیارده امریکایی ډالر" پور واخلي. (Arabic 21، ۱۰/۴/۲۰۲۲)]. هغه پورونه چې مصر ته ننوځي د پراخ دولتي فساد له امله تر برید لاندې راغلي. د رژیم چارواکي دا پیسې لوټ کوي، بیا دولت پریږدي چې بېرته یې ورکړي، لکه نن چې ګورو دولت بیا دا کار نه شي کوی؛ دا په دې معنی ده چې د دولت د پور اخیستو له پالیسۍ ګټه نه شي پورته کولی او دا چې په تېرو لسیزو کې یې کچه د دولتي فساد له کبله ډېره لویه شوې ده. د دغو پورونو سود د دولت د مالیاتي عوایدو تر نیمایي زیاته برخه خوري:

 (په پارلماني کچه د خلکو استازي دیاالدین داوود د بودیجې پر روان کسر او د پور اخیستو پر پراخوالي نیوکه وکړه او ویې ویل چې «مصر د مالي تمویل له لوی بحران سره مخ دی» او یادونه یې وکړه چې «د عامه پورونو ارقام په کال کې ۱۶،۸ سلنه زیاتېږي، دا په دې معنی ده چې مصر اوس په پور کې اوسېږي.» هغه د مصر د استازو په مجلس کې د وینا په ترڅ کې د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ بودیجې د وروستي حساب په اړه وویل"داسې پریمیمونه شته چې د بودیجې د لګښت ۵۱ سلنه خوري، په دې معنی چې مصر له داسې ناورین سره مخ دی چې له هغه څخه د خلاصون لاره نشته.» (Arabic 21، ۲۲/۴/۲۰۲۲) په دې توګه د مصر رژیم د اقتصادي ستونزو د حل لپاره پرته له دې چې نور پورونه واخلي او د پیسو نړیوال صندوق لارښوونې وڅاري، بله لار ونه موندله!

شپږم: د رژيم ناکامي دومره زیاته شوې ده چې ولسمشر يې د دغې اقتصادي کمزورۍ سبب د نفوسو زياتوالي ښيي. په داسې حال کې چې د نفوسو زياتوالى ته که ښه پاملرنه وشي، له اقتصادي ودې سره مرسته کوي. اروپايي هېوادونه او جاپان کاري ځواک او کډوال واردوي چې خپل اقتصاد ته وده ورکړي او د نفوس کموالی یې جبران کړي. د مصر ولسمشر داسې دلایل وړاندې کوي چې له سره ناسم دي: [د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وویل چې «په مصر کې ننګونې تر بل هر ځای ډېرې دي. موږ پر یوه داسې پلان کار کوو چې ټول پکې ونډه واخلو». په مصر کې د اقتصادي ودې حجم د نفوس د ودې له کچې سره سمون نه خوري، نو موږ هڅه وکړه چې د هېواد د ودې او د نفوس د ودې ترمنځ خلا کمه کړو. که موږ د نفوس د زیاتوالي د کنټرول لپاره کار ونه کړو، اقتصادي وده به ونه وینو... نوموړي زیاته کړه چې ننګونې يې تر هر ولسمشر او هر حکومت زیاتې دي، خو د مصر له خلکو څخه لویې نه دي. ده ټینګار وکړ چې د دې بحرانونو د حل لپاره د یوه پلان پلي کولو ته اړتیا ده. سیسي همداراز ټینګار وکړ چې له اقتصادي اصلاحاتو پرته به د کرونا وبا پر مهال شرایط لاپسې ستونزمن شوي وای. (RT، ۲۰۲۲/۴/۲۱)]

اووم: یو شی چې د مصر رژیم خورا ډېره وېره ترې لري دا دی چې دا شرایط به یې دې ته اړ کړي چې هغه بډې او فساد راکم کړي چې د اکمالاتو وزارت لخوا ورکړل شویو «د اکمالاتو کارتونو» له لارې به یې د دې رژیم ملاتړو ته وړاندیز کول؛ هغه «کارتونه» چې د دغه رژیم پلویانو ګټه ترې اخیسته او ستاینه یې کوله. دوی ځینې توکي په ټیټو بیو پیدا کوي. نن ورځ، دا کټګورۍ په چټکۍ سره د کمېدو په حال کې دي چې د رژیم تر پښو لاندې د خلکو د ملاتړ غالۍ را کش کوي او د خلکو د لاریونونو په پیل سره د راپرځېدو له ګواښ سره مخ کېږي: [څو ورځې وړاندې، اکمالاتو وزارت له راتلونکې مې میاشتې وروسته د اتو کټګوریو له حذب وروسته د اکمالاتو کارتونو د تعدیل خبر ورکړ. د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ مالي کال په بودیجه کې د اجناسو ملاتړ شاوخوا ۱۰۸ ملیارده مصري پونډو (۵،۸ ملیارده ډالر) ته رسیږي، چې د ۸۷ ملیارده پونډو (۴،۶ ملیارده ډالرو) ترمنځ د خوراکي توکو د ملاتړ لپاره تقسیم شوې، ۱۸ ملیارده پونډه (۹۶۹ ملیونه ډالر) د تیلو لپاره او ۶۶۵ میلیونه پونډه (۳۶ ملیونه ډالر) د کروندګرو لپاره. ۲،۵ ملیارده پونډه (۱۳۵ ملیونه ډالر) د درملو او د ماشومانو د شیدو د مرستې لپاره، په داسې حال کې چې حکومت دوه کاله وړاندې د برېښنا او اوبو د مرستې پیسې صفر ته راښکته کړې. دولت په پنځو کلونو کې د اجناسو د مرستې پیسې ۵۴ سلنه کمه کړې دي. (The Independent Arabia ، ۲۰۲۲/۴/۲۵).]

اتم: هغه څه چې د دې نیمه ناڅاپه کړکېچ له پایلو څخه په مصر کې د رژیم د ویرې شدت ښيي، مصر لومړی هېواد کوي چې د اوکراین په جګړه او د امریکا د داخلي پرېکړو (د سود د نرخ لوړوالی) له امله په غیر مستقیم ډول اغیزمن شوی دی. دا د هغه کړکیچ په سر کې دی چې رژیم د خلکو لپاره رامینځته کړی؛ دوی په ویښه شپې تېرې کړې ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د ژوند مخته وړلو لپاره یو څه ومومي؛ دا ټول هغه لامل په ګوته کوي چې ولې مصري رژیم د بندیانو خوشې کولو او خبرو اترو د غوښتنې لپاره فشار راوړي. [د مصر کورنیو چارو وزارت چهارشنبه اعلان وکړ چې ولسمشر عبدالفتاح السیسي ۳۲۷۳ بندیان چې په جنايي قضیو محکوم شوي وو، بښلي دي. (RT، ۲۰۲۲/۴/۲۷)]

دا د بښنې کمېټې فعالولو ته له چټک تیاري وروسته وشول، خو د دې دلیل یې روښانه نه کړ چې دا کمېټه ولې له اقتصادي ناورین مخکې نه فعالېده. سیسي د سولې په کوتره بدل شوی چې له هر چا سره د خبرو اترو غوښتنه کوي: [د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي سه شنبه لارښوونه وکړه چې له کومې استثنا او توپیر پرته، له ټولو سیاسي ځواکونو سره ملي خبرې اترې کوي. د ځايي چارواکو او خصوصي رسنیو په وینا، دا د خبرې د «مصري کورنۍ روژه ماتي» په کلني جشن کې د ده د ګډون پر وخت وشوې. الاحرام (رسمي) ورځپاڼې ویلي چې سیسي په (رسمي ډول) د ځوانانو ملي کانګرس ادارې ته له ټولو سیاسي ګوندونو او د ځوانانو له جریانونو سره په همغږۍ کې دنده سپارلې چې په اوسني پړاو کې د ملي عمل لومړیتوبونو په اړه سیاسي ډیالوګ ترسره کړي. هغه غوښتنه وکړه چې د دې خبرو پایلې دې په شخصي توګه هغه ته وسپارل شي او ژمنه یې وکړه چې په وروستیو پړاوونو کې به یې دی هم ګډون وکړي. (Anadolu، ۲۰۲۲/۴/۲۶)]

نهم: له دې ټولو سره د مصر د مالي او اقتصادي بحران حقیقت روښانه کیږي، ځکه چې دا یو اوږد بحران دی چې له اقتصادي اړخه د خلکو له پښو غورځولو د پالیسي په پایله کې رامنځته شوی ترڅو د دې غدار رژیم پر وړاندې په ګونډو پاتې شي؛ خو ډېری تورې ورېځې ناڅاپه په اوکراین کې د جګړې او له کرونا وروسته د داخلي وضعیت په اړه د امریکا د پرېکړو (د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د متحده ایالاتو د کانګرس لپاره د منځنۍ دورې ټاکنو ګټلو لپاره د ډیموکراټ ګوند د چانس زیاتولو په شرایطو کې) په سبب راټولې شوې او دغه ټول اقتصادي واقعیت، زاړه او نوي، د مصر د رژیم په دهلېزونو کې د خطر زنګونه لګولي دي.

د خلیج دولتونه راغلل او ورسره یهودي دولت هم راغی چې په مصر کې د رژیم د ژغورلو هڅه وکړي، خو څرګنده ده چې بحران خورا سخت او خورا لوی دی او دا د هغې تخریبي اقتصادي پالیسۍ پایله ده چې د امریکا تر بادارۍ لاندې یې دا دولت له لسیزو راهیسې تعقیبوي تر څو د مصر د خلکو په ګونډو کېدل باوري کړي. نن ورځ د دغو ناڅاپه تورو ورېځو تر اغېز لاندې دا خلک د رژيم پر ضد راوتلي، نن هغه خلک چې یو وخت به یې د دې رژیم ستاینه کوله، اړ دي چې ملاتړ یې پرېږدي. خلک به د خپل ملاتړ غالۍ د دغه رژیم له پښو راکش کړي؛ د دغه رژیم اصلي څېره به افشا شي چې له سخت کړکېچ سره مخ دی؛ که چیرې خلک د رژیم پړی پر شا ور واچوي او له ریښو سستولو ته یې دوام ورکړي، دا کړکېچ کېدی شي په وژونکي حرکت بدل شي.

په دې بحران او اور کې چې د مصر خلک ځپي، ښايي د دې امت مخلصو خلکو ته د دې فرصت وي چې د حزب التحرير د هغو غړو ملاتړ وکړي چې د دې فاسد نظام د بدلولو او د نبوت پر منهج خلافت تاسیسولو لپاره کار کوي چې په پایله به یې د اسلام او مسلمانانو سوکالي او هوساینه وي.

[وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً]

ژباړه: « او هغوی به د سر په خوځولو پوښتنه وکړي چې ښه نو دا به کله وي؟ ورته ووایه، ولې حیرانېږئ؟ هغه وخت ژر راتلونکی دی » [الاسراء: ۵۱

 

Last modified onدوشنبه, 06 جون 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې