چهارشنبه, ۰۴ ربیع الاول ۱۴۴۲هـ| ۲۰۲۰/۱۰/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
﴿وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا﴾ [النحل: ۱۸]
بسم الله الرحمن الرحيم
﴿وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا﴾ [النحل: ۱۸]

﴿وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا﴾ [النحل: ۱۸]

(ژباړه)

الله سبحانه و تعالی خپلو بنده ګانو ته ډېر نعمتونه ورکړي، چې شمېرل او پېژندل يې له وس وتلې خبره ده. الله سبحانه وتعالی د (النحل) په سورت کې فرمایي:

﴿وَإِن تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا إِنَّ اللَّهَ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾ [النحل: ۱۸]

ژباړه: که وغواړئ چې د الله سبحانه و تعالی نعمتونه وشماری، هغه نه شی شمېرلی. له شک پرته الله سبحانه وتعالی ډېر رحمت لرونکی او بښونکی دی.

د ابراهیم په صورت کې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَآتَاكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ وَإِن تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا إِنَّ الْإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ﴾ [ابراهیم: ۳۴]

ژباړه:  تاسو چې هر څه غوښتي، الله سبحانه وتعالی درکړي دي او که وغواړئ چې د الله سبحانه و تعالی نعمتونه وشمارئ، هغه نه شی شمېرلی. له شک پرته انسان نا شکره او ظالم دی.

د پام وړ ټکی خو دا دی چې په ډېر شمېر نعمتونو او د هغوی په شمېرلو کې پر بې وسئ سربېره، الله سبحانه وتعالی دغو نعمتونو ته د مفرد کلمه ذکر کړې ده. دا زموږ لپاره دلیل دی چې د الله سبحانه وتعالی د بزرګۍ او لویې په اړه او په ځانګړي ډول د الله سبحانه وتعالی د فضل او هغه عجاز چې کتاب یې د معاني په بیان او د افکارو په رسولو کې لري، ژور فکر وکړو.

 د شیخ الشعرواي له تفسیره مې د ابراهيم صورت ذهن ته راغی، چې د نعمت د مفردې کليمې په اړه يې ويلي وو: «الله سبحانه وتعالی په دغه ایت کې شک مطرح کړی، چې د (اذا) کليمې پر ځای يې د (إنَّ) کليمه کاروله. داسې يې نه دي فرمايلي چې "اذا تعدون نعمة الله" ځکه د الله سبحانه وتعالی د نعمتونو شمېرل داسې څه دي چې تر اوسه  هېڅ نه دي شمېرل شوي او نه به وشمېرل شي. پر همدغه بنسټ، داسې څه په هغه صورت کې شوني دي، یو څوک ګمان وکړي چې د الله سبحانه وتعالی نعمتونه شمېرلی شي، څرنګه چې پیسې شمېري او ناظم د مدرسې طلاب شمېري؛ خو هېڅوک وړې شکې نه شي حسابولی. هو، که تاسې ټينګار لرئ چې د الله سبحانه و تعالی نعمتونه شمېرلی شی، دا له ګمان پرته بل څه نه دي.

د حیرا نتیا وړ خو دا ده چې د یوه شي شمېرل ټولولو او جمعه کولو ته اړتيا لري. همدارنګه یو شی په هغه صورت کې را ټولېږي چې ډېر وي؛ خو الله سبحانه وتعالی دلته د جمعې کلمې (نعم) پر ځای مفرده ( نعمه) کلمه یاده کړې ده. دا ښيي چې د الله سبحانه وتعالی له نعمتو څخه په یوه نعمت کې ډول – ډول نعمتونه شتون لري او موږ دا وس نه لرو چې په یوه نعمت کې نور نعمتونه وشمېر وو.

الله سبحانه و تعالی څومره په خپلو بندګانو مهربانه دی؟  که لږ فکر ځان او زموږ عجیب  جوړښت ته وکړو، چې الله سبحانه وتعالی له هغه څخه پیدا کړي يو، موږ د الله سبحانه و تعالی عظمت، سخاوت او مهربانۍ ځیر کوي؛ لکه څرنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ﴾ [التین: ۴]

ژباړه: انسان مو غوره پيدا کړی دی.

د الله سبحانه وتعالی د هغو نعمتونو په اړه تفکر او تدبر چې موږ ته یې راکړي، لکه: اورېدل، لیدل، حواس. همدارنګه ظریف نظام او لویې دندې، چې دستګاوې او زموږ د بدن غړي یې په یوه ثانیه او تر هغه په کم وخت کې ترسره کوي. د بېلګې په ډول:

 ګردې، ینه او له زره څخه د بدن نورو برخو ته د وینې لېږد؛ موږ دې ته اړ کوي چې هره شېبه د الله سبحانه وتعالی تسبح ووایو او ستاینه یې وکړو.  همدارنګه که د هغو مخلوقاتو او څارویو د خلقت په اړه چې زموږ په شاو خوا کې دي، فکر وکړو چې څرنګه دغه مخلوقات  د انسان  د خدمت او ګټې لپاره پیدا شوي دي.

الله سبحانه و تعالی د النحل په سورت کې داسې فرمايي:

﴿وَالْأَنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ (5) وَلَكُمْ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسْرَحُونَ (6) وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَى بَلَدٍ لَمْ تَكُونُوا بَالِغِيهِ إِلَّا بِشِقِّ الْأَنْفُسِ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ (7) وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ﴾ ويقول أيضا: ﴿هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لَكُمْ مِنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ (10) يُنْبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالْأَعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (11) وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (12) وَمَا ذَرَأَ لَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُخْتَلِفاً أَلْوَانُهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ (13) وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا مِنْهُ لَحْماً طَرِيّاً وَتَسْتَخْرِجُوا مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (14) وَأَلْقَى فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَنْ تَمِيدَ بِكُمْ وَآن‌راً وَسُبُلاً لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (15) وَعَلَامَاتٍ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ (16) أَفَمَنْ يَخْلُقُ كَمَنْ لَا يَخْلُقُ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ (17) وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا إِنَّ اللَّهَ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ﴾.

[نحل: ۵- ۱۷]

ژباړه:  الله سبحانه وتعالی څاروي پیدا کړي، چې ستاسې لپاره پوښاک هم دی او خوراک هم او ډول ‌ډول نورې ګټې هم په هغو (څاررويو) کې ستاسې لپاره ښکلا ده، چې سهار يې څروئ او ماښام يې بیرته راولئ. څاروي ستاسو دارنه بارونه تر داسې ځايونو وړي چې هلته يې تاسې له ډېر ربړ ګاللو څخه پرته نه شئ رسولای. حقیقت دا دی چې ستاسې رب ‌ډېر خواخوږی او مهربان دی. هغه اسونه، قچر او خره پیدا کړي دي، چې تاسو پرې سپاره شئ او هغه ستاسو د ژوند ښکلا وګرځي. هغه نور ډېر شیان ستاسو د ګټې لپاره پیدا کوي؛ چې تاسو ورباندې پوه هم نه ياست. او هماغه الله سبحانه وتعالی د سمې لارې ښودلو ‌ذمه وار دی. په داسې حال کې چې کږې لارې هم شته. که هغه غوښتي وای، نو تاسې ټولو ته به يې لارښوونه کړې وای. هماغه ذات چې ستاسو لپاره يې له اسمانه اوبه اورولې دي. له همغو اوبو تاسو هم اوبه څښئ او همدارنګه هغه ونې او بوټي هم د الله سبحانه وتعالی دي چې تاسو څاروي پکې څروئ. د الله سبحانه وتعالی لپاره د دغو اوبو په وسیله کښتونه را زرغونوي او زيتون، کجورې (خُرما)، انګور او نورې ‌ډول ډول مېوې پکې پیدا کوي. په دې کې د پوهانو لپاره ستره نښه نغښتې ده. الله سبحانه وتعالی شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ ستاسو د ګټې لپاره پیدا کړي دي او ستوري هم د الله سبحانه وتعالی په فرمان سره د هغه د بنده ګانو په خدمت کې دي.

په دې کې د هغو خلکو لپاره ډېرې نښانې دي چې له پوهې څخه کار اخلي او دا چې هغه ستاسو لپاره په ځمکه کې ډېر رنګارنګ شیان پیدا کړي دي، په دې کې هم  د هغو خلکو لپاره هرو مرو نښانه ده چې درس( پند) اخيستونکي دي. الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې سیندونه یې د خپلو بنده ګانو لپاره پیدا کړي، څو هغوی تازه غوښه ترې وخوري او د ملغلرو په څېر د اوغوستو توکي ترې جوړ کړي. کښتۍ وینئ چې د اوبو پر سر روانې وي، څو تاسو سوداګري وکړئ او د الله سبحانه وتعالی له فضل څخه برخمن شئ. کېدایشي د الله سبحانه وتعالی د نعمتونو شکر ادا کړئ! په ځمکه کې یې غرونه ټینګ ټکوهل، څو هغه ونه خوځېږي او ستاسو د لارښوونې لپاره یې لارې جوړ کړې. همدارنکه ستوري یې هغه نښې وګرځولې چې د شپې لاره پرې پیدا کېږي. ایا تاسو هغه ذات چې دا ډول مخلوقات پیدا کوي، له هغه چا سره ورته کوئ چې هېڅ هم نه شي پیدا کولی؟ ایا پند نه خلئ؟ که د الله سبحانه وتعالی د نعمتونو شمېرلو هڅه وکړئ، هېڅ وخت به ونه توانېږئ. الله  سبحانه وتعالی بښونکی او مهربانه دی.

انسان ته غوره دا ده چې هېڅ کله د الله سبحانه وتعالی نعمتونه چې هغه ته يې ورکړي دي، له یاده و نه باسي او تل د الله سبحانه وتعالی ثنا او صفت ووايي؛ ځکه د الله سبحانه وتعالی احسان پر موږ دا دی چې هر څومره يې په نعمتونو شکر وباسو، په هماغه کچه خپل فضل پر موږ زیاتوي. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ﴾ [ابراهیم: ۷]

ژباړهپه یاد ولرئ، کله چې الله سبحانه وتعالی اعلان وکړ، که د الله سبحانه وتعالی پر نعمتونو شکر وباسئ، نعمتونه به نور هم درته زیات کړي او که ناشکري وکړئ، سخته جزا به در کړي.

پناه هغه الله سبحانه وتعالی ته چې د هغو کسانو له ډلې شو چې د الله سبحانه و تعالی د نعمتونو کفران يې کړی او پر ځان ظلم کوي ؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمايلي دي:

﴿إِنَّ الإِنْسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ﴾ [ابراهیم: ۳۴]

ژباړه: له شک پرته انسان ظالم او نا شکره دی.

پناه له هغو کسانو څخه چې الله سبحانه وتعالی پر هغوی د عذاب وعید کړی وي.

همدارنګه پناه له هغو کسانو څخه چې د خپل نفس دوکه يې خوړلې او لا هم  فکر کوي چې د الله سبحانه وتعالی فضل له دوی سره دی. لکه د دوو باغونو خاوندان چې الله سبحانه وتعالی په سورت کهف کې د هغوی کسیه بیان کړې ده. څرنګه چې الله سبحانه وتعالی هغوی د دې لپاره چې د نعمت ناشکري يې کړې وه او  فکر يې کاوه چې الله سبحانه وتعالی فضل له موږ سره دی، جزا يې ورکړه او پر هغوی یې له اسمانه تندر راوغورځاوه. د دې پېښې په ترڅ کې مېوې او بڼونه له منځه یوړل شول. څنګه یې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قَالَ لَهُ صَاحِبُهُ وَهُوَ يُحَاوِرُهُ أَكَفَرْتَ بِالَّذِي خَلَقَكَ مِن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ سَوَّاكَ رَجُلاً (37) لَّٰكِنَّا هُوَ اللَّهُ رَبِّي وَلَا أُشْرِكُ بِرَبِّي أَحَداً (38) وَلَوْلَا إِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَاءَ اللَّهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ إِن تَرَنِ أَنَا أَقَلَّ مِنكَ مَالاً وَوَلَداً (39) فَعَسَىٰ رَبِّي أَن يُؤْتِيَنِ خَيْراً مِّن جَنَّتِكَ وَيُرْسِلَ عَلَيْهَا حُسْبَاناً مِّنَ السَّمَاءِ فَتُصْبِحَ صَعِيداً زَلَقاً (40) أَوْ يُصْبِحَ مَاؤُهَا غَوْراً فَلَن تَسْتَطِيعَ لَهُ طَلَباً (41) وَأُحِيطَ بِثَمَرِهِ فَأَصْبَحَ يُقَلِّبُ كَفَّيْهِ عَلَىٰ مَا أَنفَقَ فِيهَا وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا وَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُشْرِكْ بِرَبِّي أَحَداً﴾ [کهف: ۳۷- ۴۱]

ژباړه: د هغه باایمانه دوست په داسې حال کې چې له هغه سره یې خبرې کولې وویل: «ایا په هغه الله سبحانه وتعالی سره چې ته یې لومړی له خاورې پیدا کړې او وروسته له نطفې او وروسته یې له تا نه بشپړ انسان جوړ کړ، کافر شوی یې؟ زه هغه څوک یم چې الله سبحانه وتعالی زما پروردګار دی او زه له الله سبحانه وتعالی سره هېڅوک نه شریکوم. کله چې خپل باغ ته دننه شوې، ودې نه ویل چې دا هغه نعمت دی چې الله سبحانه وتعالی غوښتی؟ له الله سبحانه وتعالی پرته بل هېڅوک د دومره قدرت څښتن نه دي. که وینې چې زه د مال او زامنو له پلوه تر تا لږ یم، مهمه نه ده. کېدایشي الله سبحانه وتعالی ماته ستا تر باغ ښایسته راکړي او ستا پر باغ به داسې عذاب له اسمان څخه رانازل کړي چې په بې وښو ځمکه به بدله کړي. یا یې اوبه کمې او ټیټې شي، په داسې بڼه چې هغه تر لاسه نه شي کړی. په هر حال الهي عذاب راورسېد او ټولې مېوې یې له منځه ولاړې. هغه لګښتونه چې پر یاد باغ یې کړي وو، ټول یې له لاسه ورکړل. په داسې حال کې چې ټول باغ یې له لاسه ورکړی و او ویې ویل: «درېغی له الله سبحانه وتعالی سره مې کوم څوک نه وای سیال کړي.»

ځينې سر له دومره نعمتونو او مهربانۍ چې الله سبحانه وتعالی پر هغوی کړې ده؛ بیا هم کفر، تېراستنې او سرغړونې ته دوام ورکوي. په ښکاره د الله سبحانه وتعالی نافرماني کوي. د ځمکې پر مخ طغیان او ظلم ته مخه کوي، د الله سبحانه وتعالی پر بنده ګانو ظلم، مومنینو او موحدینو ته ستونزې جوړوي او د الله سبحانه وتعالی احکام تر پښو لاندې کوي. الله سبحانه وتعالی په قران‌کریم کې د قارون کسیه، چې الله سبحانه وتعالی ډېره شتمني ورکړې وه، موږ ته تعریف کړې ده. خلکو د هغه د خزانو د کلیو وړلو وس نه درلود. قارون هم داسې فکر کاوه چې دغه ټوله شتمني یوازې د هغه ده، څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِن قَوْمِ مُوسَىٰ فَبَغَىٰ عَلَيْهِمْ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ﴾ (القصص: 76)

ژباړه:  قارون د موسی علیه سلام قومي و، خو پر هغوی یې ظلم وکړ. موږ هغه ته دومره خزانې ورکړې وې، چې یوې پیاوړې ډلې ته یې د کلیو وړل ستونزمن وو. په یاد راوړئ، کله چې د هغه قوم ورته وویل: «دا دومره له کبر څخه ډکې خوښۍ او خوشحالۍ مه کړه، چې الله سبحانه وتعالی مغرور خوشحالي کوونکي نه خوښوي.

قارون له خپلو پيسو څخه په ګټې اخیستنې پر خلکو ظلم او استبداد وکړ. که څه هم د هغه قومیانو له دې لارې د هغه د راګرځولو هڅه وکړه، خو دا چې هغه د خپلې شتمنۍ او پیسو له کبله مغرور و، د هغوی خبره یې ونه منله او لارښوونو ته یې غوږ ونه نیو. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِندِي﴾ (القصص: 78)

ژباړه: (قارون) وویل: دغه شتمني مې د خپل علم په وسیله تر لاسه کړې ده.

قارون دا هېره کړه چې شتمني الله سبحانه وتعالی ورکړې، هغه سبحانه وتعالی یې ترې اخیستی شي او پراخه عذابونه ورکولی شي. همغه وو چې الله سبحانه وتعالی د هغه پاچاهۍ ړنګه کړه او شتمنۍ یې هغه ونه ژغوره.

﴿فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَک قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ * فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِن فِئَةٍ يَنصُرُونَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنتَصِرِينَ﴾ [القصص: ۷۰]

ژباړه: یوه ورځ قارون پخپل ټول زینت پخپل قوم کې راښکاره شو. هغه کسان چې د دې دنیا د ژوند غوښتونکي وو، ټولو ویل: «درېغی هغه څه چې قارون ته ورکړل شوي، موږ هم درلودی. په رښتیا چې هغه ډېره لویه برخه لري.» وروسته مو د هغه کور او هغه په ځمکه کې ډوبول او داسې ډله یې نه درلوده چې له هغه سره د الله سبحانه وتعالی د عذاب پر وړاندې مرسته وکړي او خپله یې هم دا وس نه درلود چې له خپلو خپلوانو سره مرسته وکړي.

موږ په اسلامي او نورو خاورو کې ټولو ظلم کوونکو ته هغه که فرد وي او یا واکمن وي، یعنې هغه کسان چې پخپل واک کې پر شتمنۍ دوکه شوي وي، ګواښ کوو؛ هغه شتمنۍ چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له خلکو لوټ کړې دي او همدارنګه هغه مومن چې په دې برخه کې کوم تقصیر لري، هڅوو چې له لاسه وتلي فرصتونه پیدا کړي او د الله سبحانه وتعالی لور ته مخه کړي.

طبري د یاد ایت په تفسیر کې فرمايلي: «الله سبحانه وتعالی د هغو تقصیراتو بښوونکی دی چې د ځينو نعمتونو نا شکري مو کړې ده. که توبه وکړئ، الله ته ور وګرځې دئ او د هغه رضایت مو وغوښت، که یې د ځینو سرغړونو له امله سزا درکړې، پوه شی چې وروسته له توبې او رجوع، تاسو په خپل رحمت کې شاملوي.

د حیرانتیا وړ خو دا ده چې موږ  له تلپاتې نعمتونو سره عادت کړی؛ حتی که رانه وپوښتل شي، و به وایو چې څه نوي شی نه دي. په دې ډول تر هغه د نعمتونو قدر نشو حس کولای، څو یې چې له لاسه ورکړو. که هر څومره د نعمتونو ارزښت شعوري درک کړو، په هماغه کچه الله سبحانه وتعالی ته نېږدې کېږو. په ځانګړي ډول، د کورونا ویروس په خپرېدا کې، ځکه موږ په دغه وخت کې تر بل هر وخت اړتيا لرو چې الله سبحانه وتعالی ته نېږدې شو. موږ په دغه وخت کې ډېر نعمتونه چې ورځنۍ بوختیا مو وه، له لاسه ورکړي. لکه: تګ‌را تګ، کار، زده ګړې، له کورنۍ سره لیده کاته او اوس يې په ارزښت پوه شوي یو. همدارنګه د جماعت او جمعې د لمانځه نعمت او په درسي حلقو کې ګډون، چا چې د خپل ټاټوبي او د ژوند له کچې څخه شکایت درلود او د راحتی غوښتونکي وو. له شک پرته چې هغه د کور په نعمت او ارزښت چې له کورنۍ سره له کورونا ویروس څخه يې په کې ځانونه قرنطین کړي، درک کړی دی.

 په داسې حال کې چې زموږ ډېرو وړونو د خونړیو جګړو او جنایتونو له کبله خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.  کوم وضعیت چې د سوريې او روهنګیا مسلمانان ورسره مخ شوي دي. په داسې بڼه چې زموږ دغه مسلمان وروڼه کور نه لري، چې هغوی د ژمي له یخنۍ، د دوبي له ګرمۍ او د کورونا له  خپرېدا څخه وساتي. څرنګه چې موږ اوس د خوړو نعمت او ارزښت درک کړی، په داسې حال کې چې ډېر کسان کافي خواړه د ځان او کورنۍ لپاره نشي پیدا کولی. موږ د دغه نړیوال ویروس له کبله د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیت ښه درک کولای شو:

 «نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ: الصِّحَّةُ، وَالْفَرَاغُ»

ژباړه: دوه نعمته دي چې خلک پرې غولېږي: روغتیا او وزګارتیا.

که د الله سبحانه وتعالی شکر  او ستاینه وکړو، چې موږ ته يې روغتيا راکړې، بیا مو هم د دغه نعمت حق نه دی ادا کړی. د کورونا ویروس له امله ‌ډېر انسانان د ساه ایستلو له نعمت څخه محروم شوي او ژوند یې پر مصنوعي ماشین ولاړ دی. څه چې باید موږ اړ باسي چې له ځان سره حساب وکړو او دغه نعمت مخکې له دې چې له لاسه يې ورکړو؛ باید د الله سبحانه و تعالی په طاعت کې يې غنيمت وګڼو. خو وزګارتيا چې ډېرو يې دوکه خوړلې؛ لکه څرنګه چې په دغو ورځو کې ډېر کسان  د تګ را تګ د بنديز له امله له پرېشانۍ او زړه تنګی څخه سخت شکایت کوي. دا ورځې د ټولو لپاره يو فرصت دی، چې فکر وکړو، تېر وخت مو څرنګه تېر کړی دی؟ ایا زرق له موږ څخه اخرت هېر کړی، که څنګه؟  دغه ورځې غوره فرصت دی، د دې لپاره چې هر يو ځان محاسبه کړو او څه مو چې له لاسه ورکړي، هغه جبران کړو. په دغه فرصت کې باید هڅه وکړو چې وزګار وخت د الله سبحانه وتعالی په عبادت کې تېر کړو.

 د فردي اعمالو او عباداتو په وسیله د بېدارۍ  لپاره کار وکړو، څو په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی حاکمیت نافذ شي او مصبیت یې په مهربانۍ بدل شي. کوم کسان چې  د دغه ویروس له کبله او یا  په کوم بل دلیل له منځه تللي دي.

هغه دین چې موږ يې له تیارو څخه روښنايی او د بندګانو له عبادته د الله سبحانه وتعالی عبادت ته را ګرځولي یو.  په اسلام کې چې د ژوند ټولو چارو ته قانون او احکام جوړ شوي دي، له پاکۍ نیولې تر حکومتي جوړښت او د خلکو د چارو تر سرپرستۍ.  څه چې نه یوازې مسلمانانو، بلکې ټول بشریت د پانګوالې په نظام کې له لاسه ورکړل. په ځانګړي ډول د کورونا ویروس د خپرېدا په ورځو کې.

موږ په داسې حال کې د دنیا له نعمتونو غږېږو، چې الله سبحانه وتعالی د مومنانو لپاره د قيامت په ورځ چمتو کړي، هغه مو نه دې هېر کړي او غافل نه یو. هو، د انسان لپاره په دنیا کې داسې نمعتونه دي چې شمېرل يې امکان نه لري؛  خو د مومنانو لپاره په جنت کې  بیا داسې نعمتونه شته چې د هغه په اړه داسې ویل شوي دي:

﴿مَا لَا عَيْنٌ رَأَتْ وَلَا أُذُنٌ سَمِعَتْ وَلَا خَطَرَ عَلَى قَلْبِ بَشَرٍ﴾

ژباړه: هغه نعمتونه هېچا نه دي ليدلي، هېڅ غوږ يې صفت نه دی اورېدلی او د بشر په زړه کې  د داسې نعمتونو په اړه څه نه دي تېر شوي.

اې الله سبحانه! ستا دخوښۍ، جنت او د هغه د نعمتونو غوښتونکي یو. اې الله سبحانه وتعالی! ستا ثنا او صفت ستا له علم، بخشش او قدرت سره یوځای وایم.

ستا ثنا او صفت ستا له علم، بخشش او قدرت سره یوځای وایم. همدارنګه ټول هغه څه چې خیر دی، ستا په لاسونو کې دي. په ټوله کې دا ویلی شو، هغه څه چې ښکاره او پټ دي، ټول تاته درګرځي. اې الله سبحانه وتعالی! هغه څه ستایو چې تا ستایلي دي، پر هغه څه چې پوهېږو او پر هغه څه چې نه پوهېږو. اې الله سبحانه وتعالی! ستا ثنا او صفت په همغه ډول ترسره کوو، څرنګه چې باید ترسره شي. اې الله سبحانه وتعالی! ستا ثنا او ستاینه نه شمېرل کېږي، ته همغه ډول یې چې د خپل ځان د ستاینې په اړه دې فرمایلي دي.

لېکونکې: براءة مناصره ـــ د فلسطین مبارکه ځمکه

ژباړن: الهام پردېس

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې