دوشنبه, ۱۶ ذیحجه ۱۴۴۲هـ| ۲۰۲۱/۰۷/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د الله سبحانه وتعالی په ویناوو کې د خلقت په اړه شواهد
بسم الله الرحمن الرحيم
د الله سبحانه وتعالی په ویناوو کې د خلقت په اړه شواهد

الله سبحانه وتعالی د انسانانو او نورو موجوداتو په تړاو ډېر ایاتونه نازل کړي دي چې د دوی په شاوخوا کې پر شته څیزونو فکر وکړي او د دوی د خلقت په توګه د هغوی طبعیت ته هم پام وکړي. د (وحیی) په لومړیو درېیو کلونو کې په دې اړه ډېر ایاتونه نازل شوي دي.

د دغو ایاتونو په مرسته رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابه رضی الله عنهما په حلقو کې تنظیم کړل، چې په (دارالارقام) کې ځای پر ځای شول. دا ایاتونه د پیدایښت په اړه دي چې د اصحابه وو رضی الله عنهما ایمان یې ښه قوی کړ، چې بیا هغوی له همدې لارې ټول نسل په ښه ډول تر وروستیو تربیه کړ؛ یعنې تر ټولو غوره نسل ترې جوړ شو.

تر هغه وروسته د (نزول او وحیی) په اړه مطالعه د خلافت دولت د ښوونیزې پالیسۍ بنسټ وه او مسلمانان د قراني تفسیر پر بنسټ د خلقت په اړه خبر وو. دا هغه ایاتونه وو چې د یوځایوالي او بریا لپاره اساس وو. دوی له یادو ایاتونو څخه د خلکو په یوځای کېدو او ترتیب کېدو کې ګټه اخیسته، یعنې د دغو ایاتونو پر مټ یې هغوی راټولول. همدارنګه خلک باوري کېدل، پر اسلام مشرف کېدل او د اسلام غیږې ته راتلل. 

دا هغه طریقه وه چې عامو خلکو به نا مسلمانو ته پرې قناعت ورکاوه. د ېېلګې په توګه، د اندونیزیا خلکو د هغو مسلمانانو د دعوت پر مټ اسلام ومانه چې هلته یې سوداګري کوله.

د دغو ایاتونو له دقیقې ارزونې معلومېږي، کله چې په نړۍ کې ډېری کسان د ملحدانو له لوري لارورکي او ګمراه کېږي، یو حیاتي امر دی. د خلقت په اړه ډېری کسان د سم ځواب په لټه کې دي.

دا د هغو مسلمانانو لپاره یو غوره فرصت دی چې په غرب کې د نامسلمانو په منځ کې ژوند کوي. همدارنګه د هغو مسلمانانو لپاره هم یو غوره فرصت دی چې دوی په ټولنیزو رسنیو کې له لېرې واټن څخه پر اړوندو مسایلو بحثونه کوي. دا هرڅه د خلافت تر بیا راتګ وړاندې ترسره کېږي چې هلته به اسلام ته د دولت په واسطه د انفرادي فعالیتونو ملاتړ وشي.  الله سبحانه وتعالی فرمایی:  

(إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ) [بقره: ۱۶۴]

ژباړه: د ځمکې او اسمانونو د پیدایښت او د شپې او ورځې راتګ او هغه کښتۍ چې د انسانانو د ګټې لپاره په سیندونو کې په حرکت کې دي، هغه اوبه چې الله سبحانه وتعالی له اسمان څخه نازلې کړې دي او په مرسته یې ځمکه ژوندۍ کړې ده. په هغه کې یې ډول ډول څیزونه راشنه کړل، همدارنګه هغه بادونه او وریځې چې د اسمان او ځمکې تر منځ مسخر شوي دي، دا ټول د هغو کسانو ته د الله سبحانه وتعالی د پاک او سپېڅلي ذات نښې دي چې عقل لري او فکر کوي.

حضرت بي بي عایشه رضی الله عنها وایي، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا د نظم په بڼه وویلله: 

(وَيْلٌ لِمَنْ قَرَأَهَا وَلَمْ يَتَفَكَّرْ فِيهَا)

ژباړه:  پر هغو کسانو دې افسوس وي چې دا څه وایي او په دې اړه فکر نه کوي.

نو پر همدغه اساس، الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم له بشریت غواړي چې پخپل چاپېریال او شاوخوا کې د شته څیزونو په اړه فکر وکړي.  

کله چې بشر د خلقت په اړه فکر وکړ، نو څه یې پیدا کړل؟ دوی داسې یو نظام پیدا کړ چې پر شته ټولو څیزونو واکمن دی او هغه یې تر واکمنۍ لاندې دي. هغه ټول موجودات چې موږ یې پخپله شاوخوا کې احساسوو، واړه او غټ، روښانه او درانه، دا ټول تر یوې واکمنۍ لاندې دي. یو قانون شته چې پر هغوی واکمن دی، تېری نه کوي او همدارنګه دوی له هغه سره یوځایوالی ته ژمن دي. په حقیقت کې دوی محدود دي او دا په ټولو موجوداتو کې څرګنده شوې ده.

د ستورو او نباتاتو حرکت ته پام وکړئ. په اسمانونو کې ستوري او پر ځمکه نباتات دي، چې ټول پر یو مدار راګرځي او په یو سیسټم کې ځای پر ځای دي. پر دې سربېره، د دوی کتله او حرکت له خپل مسیر څخه انحراف نه کوي او نه وځي. ایا دا څه د لویۍ او تصمیم نیوونکو اړیکو سیسټم او نظام نه دي؟ شپې او ورځې ته هم پام وکړئ.

د شپې او ورځې توپیر، اوږدوالی، شرایط، تیاره او روښنایي، پر خوب او ورځینو فعالتونو د هغه اغېزې ټول دا ښيي چې د مدیریت لپاره یې یو سیسټم شته چې هغه تر کنټرول لاندې لري. همدارنګه د کښتیو جوړښت ته نظر کول هم دا پایله لري چې تر یو سیسټم لاندې مدیریت کېږي.

امام قرطبي پخپل تفسیر کې وایي:

 (والفلك التي تجري في البحر الفلك: السفن) کښتۍ هغه څه دي چې د یو جوړښت له مخې د اوبو پر سر حرکت کوي. دی زیاتوي: (على وجه الماء ووقوفها فوقه مع ثقلها) کښتۍ د اوبو پر مخ حرکت کوي. په حقیقت کې دا څه د اوبو او کښتیو د تنظیم لپاره یو غوره ترتیب دی.

له اسمانونو څخه ځمکې ته د باران اوبه رالوېږي، ځمکه راژوندۍ او رزغونوي او همدارنګه د اوبو په نشت کې پر ځمکه راشنه شوي واښه ژړېږي.

همدارنګه په ځمکه کې څاروي دي او د هغوی نسل د پراخېدو په حال کې دی او له اوبو پرته ژوند نه شي کولی. همدارنګه د باد په واسطه وریځ حرکت کوي، له وریځې باران ورېږي او دا هرڅه په یو ځانګړي سیسټم سره مخته ځي او له دې پرته ناشونې ده. امام قرطبي وویل: فسأله ابن عباس: هل سمعت كعب الأحبار يقول في السحاب شيئا؟ قال: نعم، قال: السحاب غربال المطر، لولا السحاب حين ينزل الماء من السماء لأفسد ما يقع عليه من الأرض) ابن عباس له ده څخه پوښتنه وکړه: تا اورېدلي چې کعب العبار د وریځې په اړه هر څه وایي؟ هغه وویل، هو هغه وایي، که وریځ نه وای، کله چې اوبه له اسمان څخه نازلېدې، پر ځمکه به رالوېدې او د ځمکې خرابېدو لامل کېدې.

کله چې موږ پخپل شاوخوا کې د شته څیزونو په اړه فکر کوو، دا روښانه کېږي چې دا ټول په یو سیسټم کې شته او په دغه سیسټم کې بې نظمي او دمه نشته. همدارنګه له اوبو پرته شنه کېدل نشته. په ناسم ځای کې سیند نشته او همدارنګه په غلط وخت کې باد هم نه وي. دا یو پیاوړی او قوي سیسټم دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(مَا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِنْ تَفَاوُتٍ) [الملک: ۳]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په خلفت کې هېڅ عیب نه وینئ، یو ځل بیا وګوره، ایا کومه نیمګړتیا وینئ؟

ابن کثیر وویل: (أي: بل هو مصطحب مستو، ليس فيه اختلاف، ولا تنافر، ولا مخالفة، ولا نقص، ولا عيب، ولا خلل) دا هر څه په سمه توګه ترسره کېږي او له یو بل سره په اړیکه کې دي. له یو بل نه بېلېږي او تر منځ یې اختلاف، ناجوړجاړی او نیمګړتیا نه شته.

نو موږ پخپله شاوخوا کې ټول لیدونکي څیزونه په یو منظم او له نیمګړتیا په خوندي سیسټم کې دي. دا ټول موجودات په یو سیسټم کې دننه د تکیف او تقدیر پر اساس ځای پر ځای شوي دي. هر موجود په نورو موجوداتو پورې تړلی دی. همدارنګه واښه او شنه نباتات اوبو او لمر ته اړتیا لري.  واښه او شنه څیزونه پخپله کمزوري دي اوبو او لمر ته اړتیا لري او د هغه په مرسته وده کوي.

د اړتیاوو اندازه کول کومه ځانګړې بڼه نه لري، دا د قدر او نصاب برخه ده. تقدیر په هغو ټولو څیزونو کې ښکاره دی چې موږ یې درک کوو. که لمر په ځانګړې اندازه نباتاتو ته ورسېږي، ښه وده کوي. که لږ شي، نو نباتات مړاوي کېږي. پر دې سربېره، که د نور د شعاوو په وسیله ښه قوي شي، یا په بله وسیله، نو هغه وخت نباتاتو ته زیان رسېږي، یعنې دا لمر دی چې په وسیله یې نباتات ښه وده کوي. همدارنګه د ټولو موجوداتو لپاره پیدا شوی دی.

د یو محصول لپاره په ځانګړي وخت کې باران ګټور وي او د هغه د رسېدو لامل کېږي. په داسې حال کې چې بل وخت بیا باران د محصول د له منځه تلو لامل کېږي. د اوبو جوړښت دا دی چې جوش کېدل یې په ګرمۍ پورې اړه لري. دا تړون داسې دی چې اوبه په ځانګړي درجه سره ګرمېږي. پر همدغه اساس، دغه سیسټم متناسبه بڼه لري.

له دې څخه دا معلومېږي چې موجودات د دغه سیسټم فاعلین دي چې پر هغوی واکمن دی او دا سیسټم دوی پخپله نه دی جوړ کړی. که دوی دا سیسټم پخپله جوړ کړی و، نو په هغه کې به یې د هر ډول بدلونونو وړتیا هم درلوده. اوبو ته هم نظر وکړئ چې د تودوخې د ځانګړې اندازې په پایله کې په جوش راځي. اوبه پخپله په جوش نه راځي او نه هم تودېږي، همدارنګه د تودوخې په دغه اندازه کې هم هېڅ بدلون نه راځي. په حقیقت کې د ټولو موجوداتو په اړه فکر کول چې موږ یې درک کولی شو، په داسې سیسټم کې اوسېږي چې دوی یې د جوړېدو نوښت نه شي کولی، یعنې دوی دا نوښت نه دی کړی چې تر اوسه داسې سیسټم جوړ کړي. دا یو حقیقت دی چې هغه موږ نه دی درک کړی. په دې مانا چې هغه چا جوړ کړی او له کوم ځایه یې سرچینه اخیستې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ) [روم: ۲۲مه]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په ایاتونو کې د ځمکو او اسمانونو پیدایښت او د انسانانو د ژبو او رنګونو توپیر  د عالمانو لپاره څرګندې نښې دي.

قرطبي پخپل تفسیر کې وایي: (فهذا من أدل دليل على المدبر البارئ) دا څه د مدبر او الباري ذات په اړه پوره شواهد دي، یعنې په ژبو کې. المدبر (جوړونکی) د الله سبحانه وتعالی یو نوم دی او مانا یې (الذي يُجري الأمور بحكمته ويصرّفها على وفق مشيئته وعلى ما يوجب حُسْنَ عواقبها) یعنې هغه ذات چې پخپل حکمت سره شته چارې تنظیموي.    

باري هم د الله سبحانه وتعالی نوم دی او مانا یې (واهب الحياة للأحياء، والسَّالم الخالي من) ده ، یعنې هغه څوک چې ژوند کوونکو ته ژوند ورکوي. (امام ابو حنیفه) هم د نړۍ د جوړښت په اړه وایي: (وَيُحْكَى عَنْ أَبِي حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ أَنَّ قَوْمًا مِنْ أَهْلِ الْكَلَامِ أَرَادُوا الْبَحْثَ مَعَهُ فِي تَقْرِيرِ تَوْحِيدِ الرُّبُوبِيَّةِ فَقَالَ لَهُمْ أَخْبِرُونِي قَبْلَ أَنْ نَتَكَلَّمَ فِي هَذِهِ الْمَسْأَلَةِ عَنْ سَفِينَةٍ فِي دِجْلَةَ تَذْهَبُ فَتَمْتَلِئُ مِنَ الطَّعَامِ وَالْمَتَاعِ وَغَيْرِهِ بِنَفْسِهَا وَتَعُودُ بِنَفْسِهَا فَتُرْسِي بِنَفْسِهَا وَتَتَفَرَّغُ وَتَرْجِعُ كُلُّ ذَلِكَ مِنْ غَيْرِ أَنْ يُدَبِّرَهَا أَحَدٌ فَقَالُوا هَذَا مُحَالٌ لَا يُمْكِنُ أَبَدًا فَقَالَ لَهُمْ إِذَا كَانَ هَذَا مُحَالًا فِي سَفِينَةٍ فَكَيْفَ فِي هَذَا الْعَالَمِ كُلِّهِ عُلْوِهِ وَسُفْلِهِ (شرح العقيدة الطحاوية) امام ابو حنیفه رحمته الله علیه له یو فیلسوف سره مخ شوی و او هغه غوښتل چې له ده سره  د الله سبحانه وتعالی پر یوازني ذات او رهبرۍ خبرې وکړي. ابو حنیفه وویل: تر دې وړاندې موږ په دې اړه خبرې وکړې، ته ماته د فرات د سیند په اړه ووایه ته د یاد سیند په اړه څه فکر کوې؟ هغه سیند چې له کومې غذا او بل څه پرته په فشار سره حرکت کوي او بهېږي. دوی وویل: دا معقوله او ناشونې ده. ابو حنیفه وویل، که  دا خبره د کښتۍ په اړه ناشونې ده، نو په دومره لویوالي سره د نړۍ لپاره څنګه کېدایشي؟ سرچینه: (شرح العقیده، ۱/۳۵) 

پر دې سربېره، امام حنبل (رح) هم د خالق په اړه خبرې کړې دي، چې یو کس له عربي هېوادونو څخه د جوړونې او ډیزاین لپاره راغلی و. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ) [نمل: ۸۸]\

ژباړه: دا د الله سبحانه وتعالی پیدا کېدنه  او جوړېدنه ده، چې هر څه یې بشپړ جوړ کړي دي. ستاسو پر کارونو ښه خبر دی.

له ابن کثیر (رح) علیه څخه د موجوداتو د جوړونکي په اړه پوښتنه شوې وه. احمد وویل، له کومې دروازې او د وتلو له لارې پرته دغه نظام ته پام وکړه. بېرون لکه سپین زر، دننه بیا سروزرو ته ورته وړانګې جوړېږي، بیا یې وروسته دېوالونه ماتېږي. څاروي یې په ښکلې بڼه غږ اوري او ګوري یې. د احمد هدف له هکۍ څخه د چړګوړي راوتل وو. (سرچینه: د ابن کثیر تفسیر: ۲:۲۱) همدارنګه امام شافعي (رح) د الله سبحانه وتعالی د جوړښت په اړه له ابن کثیر څخه په نقل سره وویل: (هَذَا وَرَق التُّوت طَعْمه وَاحِد تَأْكُلهُ الدُّود فَيَخْرُج مِنْهُ الْإِبْرَيْسَم وَتَأْكُلهُ النَّحْل فَيَخْرُج مِنْهُ الْعَسَل وَتَأْكُلهُ الشَّاة وَالْبَقَر وَالْأَنْعَام فَتُلْقِيه بَعْرًا وَرَوْثًا وَتَأْكُلهُ الظِّبَاء فَيَخْرُج مِنْهَا الْمِسْك وَهُوَ شَيْء وَاحِد) دلته د توت ونې پاڼه هم خواړه دي، کله چې د ورېښمو چینجي له خوا وخوړل شي، ورېښم تولیدوي. کله یې چې مچۍ وخوري، شات تولیدوي. همدارنګه کله یې چې وری یا پسه او غوا وخوري، نو د ځمکې لپاره کود تولیدوي. (سرچینه: ابن کثیر تفسیر)  

هغه کسان چې د طبعیت جوړښت په ځان پورې تړي، ابن القییم وویل: (اخبريني عَن هَذِه الطبيعة اهي ذَات قَائِمَة بِنَفسِهَا لَهَا علم وقدرة على هَذِه الافعال العجيبة ام لَيست كَذَلِك بل عرض وَصفَة قَائِمَة بالمطبوع تَابِعَة لَهُ مَحْمُولَة فِيهِ فَإِن قَالَت لَك بل هِيَ ذَات قَائِمَة بِنَفسِهَا لَهَا الْعلم التَّام وَالْقُدْرَة والارادة وَالْحكمَة فَقل لَهَا هَذَا هُوَ الْخَالِق البارئ المصور فَلم تسمينه طبيعية) د طبعیت په اړه راته ووایه: ایا دا څه ځانته په اثبات رسولی شي؟ ایا پر دغو ټولو خارق العاده کارونو پوهه او علم لري؟ ایا همداسې نه ده او که غواړي چې په دې سره د خپل ځان ساتنه وکړي؟ که هغوی په ډاډه وایي چې د ځان ساتنه کوي، له بشپړې پوهې او هوښیارۍ څخه برخمن دي، نو هغوی ته ووایي چې یوازې الله سبحانه وتعالی جوړونکی دی. نو بیا ولې دا هر څه په طبیعت پورې تړي؟ سرچینه: مفتاح دار: ۱/۲۶۱)

هغه څه چې د جوړونې ځانګړنې لري، باید یوه طرحه ولري. ابن قیم وویل: (وَإِن قَالَت تِلْكَ بل الطبيعة عرض مَحْمُول مفتقر الى حَامِل وَهَذَا كُله فعلهَا بِغَيْر علم مِنْهَا وَلَا إِرَادَة وَلَا قدرَة وَلَا شُعُور اصلا وَقد شوهد من آثارها مَا شوهد فَقل لَهَا هَذَا مَالا يصدقهُ ذُو عقل سليم كَيفَ تصدر هَذِه الافعال العجيبة وَالْحكم الدقيقة الَّتِي تعجز عقول الْعُقَلَاء عَن مَعْرفَتهَا وَعَن الْقُدْرَة عَلَيْهَا مِمَّن لَا عقل لَهُ وَلَا قدرَة وَلَا حِكْمَة وَلَا شُعُور) که هغوی نه ووایي، طبیعت د کیفیت استازولي ده او د طبیعت هر ډول اقدامات له پوهې، ارادې او قدرت پرته ناشوني دي، یعنې دا هر څه په خالق پورې اړه لري او موږ یې یوازې اغېزې لیدلی شو. نو هغوی ته ووایئ چې پر دې څه هېڅوک باور نه کوي. دا څنګه کېدایشي چې دغه حیرانوونکي اقدامات چې د فرد له لوري د تشخیص وړ نه دي، له یو بې پوهې او بې قدرته کس څخه تر لاسه شي. دا ناشونې ده. دا هرڅه ښيي چې خالق شته او دا ټول د هغه له لوري ترسره کېږي.

په حقیقت کې هغه بنسټونه او نظام چې پر دوی واکمن دی، د حس وړ نه دی. څوک چې دا ډول ادعاوې کوي، هغوی په (ماتریالیسم) کې مادي دلیلونه لري، څنګه داسې وایي؟ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ) [طور: ۳۵)

ژباړه: ایا له هېڅ کوم شي څخه پیدا شوی، یا پخپله د خپل ځان پیدا کوونکی دی.

ابن کثیر وویل: (أي: أوجدوا من غير موجد؟ أم هم أوجدوا أنفسهم؟ أي: لا هذا ولا هذا، بل الله هو الذي خلقهم وأنشأهم بعد أن لم يكونوا شيئا مذكورا) ایا هغوی له غیر موجود څخه رامنځه شوي، یا دا چې هغوی خپله خپل ځانونه جوړ کړي دي، دا یو هم سم نه دی. الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې ټول یې پیدا کړي دي. د ژبې په اړه یې وویل: (خَلَقَ اللهُ الإِنْسَانَ: أَوْجَدَهُ مِنَ العَدَمِ، أَنْشَأَهُ، صَوَّرَه) الله سبحانه وتعالی ټول انسانان پیدا کړي دي او هغوی ته یې په ځمکه اوسېدل غوره کړل.

الله سبحانه وتعالی د خلقت څښتن دی او د ده پر خلاف نه دی. الله سبحانه وتعالی له نړۍ څخه هم لوی دی او د الله سبحانه وتعالی ساتنه پر چا پورې اړه نه لري. الله سبحانه وتعالی له کوم چا څخه نه دی پیدا شوی او نه هم له ده څخه کوم څوک پیدا شوي دي. نو د عزلی لپاره هېڅ پیلېدونکی نشته. د عزلي په اړه: (الخَالِدُ الدَّائِمُ الوُجُودِ لاَ بَدْءَ لَهُ) داسې څه ویل شوي دي. یعنې هغه موجود چې تل په وجود کې دی او سرچینه نه لري. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی له کوم پیدا کېدونکي پرته موجود دی. ټول موجودات د یو سیسټم تابع پیدا کېږي. هغه موجودات چې په نړۍ کې شتون لري، د هېڅ شي د پیدا کېدو وړتیا نه لري. هغه که په فردي او جمعي ډول وي. هر فردي موجود بل څه نه شي پیدا کولی. حتا په جمعي ډول هم دا کار ناشونی دی. نو بیا ولې ځینې کسان دا ادعا کوي چې دا نړۍ ابدي ده؟

په حقیقت کې، د الله سبحانه وتعالی پر موجودیت شواهد چې په هر موجود کې احساسېږي، هغه نندارې ته وړاندې کېږي. ټول بنسټونه پر نورو موجوداتو پورې تړلي دي. د هغوی دا تړون په دقیقه بڼه سره دی. د هغوی تړون هم د تقدیر پر اساس دی. نو دې هر څه ته په کتو ویلی شو چې ټول موجودات د الله سبحانه وتعالی له لوري پیدا کېږي. د ټولو موجوداتو ډېرښت چې موږ یې احساسوو، د الله سبحانه وتعالی د شتون لپاره څرګند شواهد دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ * اللَّهُ الصَّمَدُ * لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ * وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ) [اخلاص: ۱-۴]

ژباړه: ووایه چې الله سبحانه وتعالی یو دی، بې نیازه دی، یعنې کوم چا ته اړ نه دی، نه الله سبحانه وتعالی له کوم چا پیدا شوی او نه هم له ده سبحانه وتعالی څخه څوک پیدا شوي دي. هېڅ شی له الله سبحانه وتعالی سره د پرتلې وړ نه دي.

د حزب التحریر ـ ولایه پاکستان له خوا د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: مصاب «عمیر»

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې