- مطابق
(ژباړه)
له ایران سره د امریکا او یهودي رژیم تر اوربند او ورپسې د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۸مه پر لبنان د یهودي رژیم تر وحشیانه برید وروسته؛ چې په لسو دقیقو کې تر سلو زیات هوایي بریدونه پکې شامل وو؛ له سویلي لبنان څخه تر غرونو پورې وغځېد او د بیروت تر زړه پورې ورسېد او له امله یې تر زرو ډېر کسان (شهیدان او ټپیان) شول؛ په لبنان کې د اوربند په چوکاټ کې له ایراني مسیر څخه د لبناني مسیر د بېلوالي موضوع په څرګند ډول را برسېره شوه. په دې اړه نظرونه سره ووېشل شول؛ ځینو ویل چې ایران غوښتل لبنان هم په دغه اوربند کې شامل کړي، خو نورو ویل چې امریکا - وروسته له دې چې په دې اړه له نتنیاهو سره یوه تفاهم ته رسېدلې وه - ایران ته خبر ورکړی و چې نه غواړي لبنان پکې شامل شي!
خو وروسته داسې څرګندونې خپرې شوې چې موضوع یې روښانه کړه. د الجزیرې د ۲۰۲۶م کال د اپرېل د ۹مې نېټې د راپور پر بنسټ؛ د لبنان ولسمشر وویل: «موږ به هېڅکله څوک ونه منو چې د لبنان د دولت په استازیتوب مذاکرات وکړي ... او موږ له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې یو، څو د اوربند غوښتنه وکړو او مذاکراتو ته بېرته ستنېدل تضمین کړو.» ورپسې، د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په لومړۍ نېټه په «X» کې یوه څرګندونه خپره شوه چې په پاکستان کې د ایران د مذاکراتي پلاوي د رسنیز ټیم غړي، سید مرندي ته منسوبه وه، چې لیکلي یې وو: «لومړی وزیر نواف سلام په لبنان کې د اوربند مخه نیسي؛ هغه ټینګار کوي چې دا باید د ایران او ټرمپ رژیمونو ترمنځ روانو مذاکراتو له لارې نه، بلکې د لبناني-یهودي رژیم ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو او د عادي کولو د خبرو له لارې وشي.» د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې، لکه څنګه چې رویټرز د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۹مه راپور ورکړی، داسې خبر ورکړل شوی و چې «د پاکستان د لومړي وزیر، شهباز شریف، دفتر ویلي چې د لبنان لومړي وزیر نواف سلام د ټیلیفوني اړیکې له لارې له اسلاماباده غوښتي چې پر لبنان او د هغه پر خلکو د بریدونو د سمدستي درولو ملاتړ وکړي.» دا یوه خطرناک لاسوهنه ده چې نیتونه افشا کوي؛ بلکې دا داسې اقدام دی چې غواړي هغه څه په چټکۍ سره تېر کړي چې مخکې یې د تېرېدو امکان نه درلود، او دا ټول د وژنو، ویجاړۍ او بېځایه کېدو تر فشار لاندې ترسره کېږي!
هغه څه چې لبناني چارواکي یې کوي، له نړیوالو لورو ـ په ځانګړي ډول له امریکا ـ سره ښکاره او مستقیم جوړجاړی دی، او دا ښيي چې هغوی یوازې اوربند نه غواړي، ان داسې اوربند هم نه چې وینه تویېدنه او ویجاړی ودروي! بلکې داسې ښکاري چې دوی دا حالت د یوه زرین فرصت په توګه ویني، څو له یهودي رژیم سره مستقیم مذاکرات پر مخ یوسي؛ چې ولسمشر او لومړي وزیر له واک ته رسېدو راهیسې په خپله اجنډا کې شامل کړي دي! دا نور اټکل یا تحلیل نه دی؛ بلکې په چټکۍ سره په یوه عملي واقعیت بدل شوې مسئله ده. الجزیرې د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۱۰مه، د لبنان د ولسمشرۍ له قوله راپور ورکړی: «یوه ټیلیفوني اړیکه وشوه او دا لومړنۍ اړیکه وه؛ چې زموږ د سفیر، په واشنګټن کې د اسرائیلي سفیر او په بیروت کې د امریکا د سفیر ترمنځ ترسره شوه... موږ هوکړه وکړه چې سه شنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې لومړنۍ غونډه جوړه کړو، ترڅو د امریکا تر سرپرستۍ لاندې له اسرائیلو سره د مذاکراتو د پیل نېټه وټاکل شي.» د دغه امریکایي ملاتړ تر څرګندېدو وروسته، اکسیوس د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۱۰مه، د دوو سرچینو له قوله راپور ورکړ چې: «امریکا د لبنان د غوښتنې ملاتړ کوي او پر اسرائیلو فشار راوړي چې دا ومني. د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو دا غوښتنه ارزوي او لا یې پرېکړه نه ده کړې.»
ای د لبنان خلکو، او په ځانګړي ډول د لبنان مسلمانانو: هغه څه چې لبناني چارواکي یې کوي ـ دا چې د لبنان د خلکو وینه او ویجاړۍ د سپکاوي او ذلت پر مېز، یعنی له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو پر مېز ارزانه وړاندې کوي ـ داسې کار دی چې هېڅ دین او هېڅ سالم او ازاد عقل یې نه شي منلای! دا یوه لویه ګناه ده چې چارواکي یې په ښکاره، شپه او ورځ، له هېڅ وېرې او ځنډ پرته کوي!
موږ، حزب التحریر ـ ولایه لبنان د دغه ستر منکر غندنه کوو چې لبناني چارواکو ترسره کړی؛ که دا کار له اشغالګر دښمن سره د مستقیمو مذاکراتو له لارې وي، یا د ایران او پاکستان له لارو، او یا هم د سیمې د نورو حاکمو رژیمونو له چینلونو؛ دا داسې مذاکرات دي چې له حربي دښمن، یعنی امریکا او یا له اشغالګر دښمن، یهودو سره ترسره کېږي؛ په داسې حال کې چې د الله سبحانه وتعالی له احکامو او قوانینو څخه په بشپړه توګه لرې دي. دا ټولې د شیطان لارې دي:
«خَطَّ رَسُولُ اللهِ ﷺ خَطّاً بِيَدِهِ ثُمَّ قَالَ: هَذَا سَبِيلُ اللهِ مُسْتَقِيماً، وَخَطَّ خُطُوطاً عَنْ يَمِينِهِ وَشِمَالِهِ، ثُمَّ قَالَ: هَذِهِ السُّبُلُ لَيْسَ مِنْهَا سَبِيلٌ إِلَّا عَلَيْهِ شَيْطَانٌ يَدْعُو إِلَيْهِ، ثُمَّ قَرَأَ:[وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيماً فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ]»
ژباړه: «رسول الله ﷺ په خپل لاس (دوی ته) یوه کرښه وکښله، بیا یې وفرمایل: «دا د الله سبحانه وتعالی مستقیمه لاره ده.» بیا یې ښي او چپ لوري ته څو کرښې وکښلې، او ویې فرمایل: «دا بېلابېلې لارې دي چې پر هره یوه یې یو شیطان ولاړ دی او خلک ورته رابولي.» بیا یې دا آیت قرائت کړ: « وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيماً فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ» [الأنعام: ۱۵۳] یعنی: «بېشکه چې دا زما مستقیمه لاره ده؛ نو تاسو دا لار تعقیب کړئ (او پر همدې لار لاړ شئ) او نورې لارې مه تعقیبوئ؛ ځکه چې هغه لارې به تاسو (د الله سبحانه و تعالی) له لارې لرې کړي.»
موږ د نبي ﷺ په وینا خبرداری ورکوو:
«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَاباً مِنْ عِنْدِهِ ثُمَّ لَتَدْعُنَّهُ فَلَا يَسْتَجِيبُ لَكُمْ»
ژباړه: «قسم په هغه ذات چې زما نفس یې په لاس کې دی! یا به خامخا په نېکۍ امر او له بدۍ منع کوئ، او که نه نو نږدې ده چې الله سبحانه وتعالی پر تاسو له خپل لوري عذاب راولېږي؛ بیا به تاسو هغه ته دعا کوئ، خو ستاسو دعا به قبوله نه کړي.»
با خبر! باخبر چې په دې مسئله کې بېپروايي مه کوئ! که نه، نو ستاسو دین په خطر کې دی؛ لکه څنګه چې رسول الله ﷺ فرمایي:
«إِنَّهُ يُسْتَعْمَلُ عَلَيْكُمْ أُمَرَاءُ، فَتَعْرِفُونَ وَتُنْكِرُونَ، فَمَنْ كَرِهَ فَقَدْ بَرِئَ، وَمَنْ أَنْكَرَ فَقَدْ سَلِمَ، وَلَكِنْ مَنْ رَضِيَ وَتَابَعَ»
ژباړه: «پر تاسو به داسې واکمنان وټاکل شي چې ځینې کړنې به یې تاسې تاییدوئ (ښې ګڼئ) او له ځینو به یې منکر وئ (نه خوښوئ او نه تاییدوئ)؛ نو څوک چې (د هغوی بد عمل) بد وبولي، هغه به بېګناه وي؛ او څوک چې انکار ترې وکړي، هغه به خوندي وي؛ خو څوک چې ترې راضي وي او پیروي یې وکړي (نو هغه به ګناهکار وي).»
یعنی، څوک چې پرې راضي شي او پیروي یې وکړي، هغه به حساب ته راکاږل کېږي او سزا به ورکول کېږي؛ نو له هغوی څخه مه راضي کېږئ، مه یې تاییدوئ او پیروي یې مه کوئ.
ای د لبنان خلکو، او په ځانګړي ډول د لبنان مسلمانانو: د یهودو په اړه د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول ﷺ وعده مه هېروئ. الله سبحانه وتعالی د یهودو په اړه د ګواښ په توګه فرمایي:
«فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيراً» [الإسراء: ۷]
ژباړه: «او کله چې د بلې (دویمې) وعدې وخت راورسېږي، ستاسو (دښمنان به) ستاسو مخونه تور کړي، او جومات ته به داسې ننوځي لکه څنګه چې لومړي ځل ننوتل، او هر څه چې د دوی لاس ته ولوېږي، په بشپړه توګه به یې تباه کړي.»
او رسول الله ﷺ وفرمایل:
«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ، حَتَّى يَقُولَ الْحَجَرُ: يَا مُسْلِمُ، هَذَا يَهُودِيٌّ، فَتَعَالَ فَاقْتُلْهُ»
ژباړه: «تاسو به د یهودو پر وړاندې جګړه کوئ او هغوی به وژنئ، تر دې چې ان ډبره به ووايي: ای مسلمانه! دلته یو یهودی دی (چې زما تر شا پټ دی)، راشه او هغه ووژنه.»
له یهودو سره به هېڅ سوله نه وي، نه به روغه جوړه وي او نه به هم مستقیم یا غیر مستقیم مذاکرات وي. د ټرمپ او د هغه د لاسپوڅي نتنیاهو له ګواښونو مه وېرېږئ؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایي:
«كُلَّمَا أَوْقَدُوا نَاراً لِّلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللَّهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَاداً وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ» [المائدة: ۶۴]
ژباړه: «هر کله چې هغوی د جګړې اور بل کړي، الله سبحانه وتعالی هغه مړ کوي؛ او دوی په ځمکه کې د فساد خپرولو هڅه کوي، او الله سبحانه وتعالی مفسدان نه خوښوي.»
او الله سبحانه وتعالی د هغو کافرانو د حالت په اړه چې زموږ پر وړاندې جګړه کوي، فرمایي:
«وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُم مَّيْلَةً وَاحِدَةً» [النساء: ۱۰۲]
ژباړه: «کافران غواړي چې تاسو له خپلو وسلو او توکو څخه غافل شئ، ترڅو پر تاسو یو ناڅاپي او یو ځل برید وکړي.»
او الله سبحانه وتعالی د هغه حالت په اړه چې موږ یې باید ولرو، فرمایي:
«وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ إِن تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيماً حَكِيماً» [النساء: ۱۰۴]
ژباړه: «د دښمن په تعقیب کې کمزوري مه کوئ؛ که تاسو درد او کړاو احساسوئ، هغوی یې هم احساسوي؛ خو تاسو له الله سبحانه وتعالی څخه د هغه څه هیله لرئ چې هغوی یې نه لري؛ او الله سبحانه وتعالی پر هر څه پوه او حکیم ذات دی.»
هغه لاره چې الله سبحانه وتعالی د دغه اشغالګر پر وړاندې زموږ لپاره ټاکلې ده، مذاکرات نه دي؛ بلکې جهاد او نظامي مقابله ده.
«قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ» [التوبة: ۱۴]
ژباړه: «د هغوی پر وړاندې وجنګېږئ، الله سبحانه وتعالی به هغوی ته ستاسو په لاسونو عذاب ورکړي، رسوا به یې کړي، تاسو به پرې برلاسي کړي او (د هغوی د ذلت او ماتې په لیدو به) د مومنانو زړونه ارام (او یخ) کړي.»
امت په هر پړاو کې، د حکامو د خیانت او دسیسو سربېره، ثابته کړې چې د دې کار توان لري؛ خو هغه څه چې کم دي یوه هوښیاره او صادقه رهبري ده چې د نبوت پر منهج وي او امت د حق پر لار رهبري کړي.
ای د لبنان خلکو، او په ځانګړي ډول د لبنان مسلمانانو: موږ پوهېږو چې خلافت تاسیس نه شي؛ دا حکام - د لبناني چارواکو په ګډون - هېڅکله نه شي کولای امریکا ماته کړي او دسیسې یې بېرته د ځان پر ضد ور واړوي. خلافت به که خدای کول دا مکار دښمن مات کړي، پرلپسې درسونه به ورکړي او حقیقي څېره به یې بربنډه کړي. امریکا نن د مسلمانانو پر وړاندې د هغوی له خپلو خاورو او خپلو هوايي ډګرونو څخه جګړه کوي، او خپل لاسپوڅي کاروي چې د یهودي رژیم پر وړاندې بریدونه دفع کړي. خلافت به دغه لاسپوڅي دغه لاسپوڅي له مخې لرې او په ډېر ذلت وشړي. خلافت به مسلمانان د خپل مسیر پر لور راټول کړي او ځواک به یې دومره زیات کړي چې په یوه توپان به بدل شي چې له اسلامي خاورو بهر د امریکا اډو ته ورسېږي. خلافت به لکه یو لوی سېلاب د دغو خاینو حکامو تختونه ونړوي؛ فلسطین به ازاد کړي او یهودي رژیم به یې له ریښو سره له منځه یوسي.
«كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ» [الرعد: ۱۷]
ژباړه: «الله سبحانه وتعالی حق او باطل داسې بېلوي؛ بېارزښته کف (د اوبو د سر ځګ) به له منځه ولاړ شي، او هغه څه چې خلکو ته ګټه رسوي، په ځمکه کې پاتې کېږي. الله (سبحانه وتعالی) مثالونه داسې بیانوي.»
دا کار، که یې هر څو ډېر خلک خیال او وهم وګڼي؛ د الله سبحانه و تعالی په خوښه اسانه کېدونکی دی. امت داسې عقیده لري چې پر مخ یې بیايي او هدف ته یې رسوي؛ او دا امت د امریکا، یهودو او د هغوی د ملګرو د سخت ظلم له امله د هغوی پر وړاندې ډېره ژوره کرکه لري. کله چې الله سبحانه وتعالی خپله ستره بریا او فتح راباندې ولوروي؛ د لمانځنې دا صحنې، انشاءالله، لرې نه دي. ښايي هغه څه چې اسلامي امت به یې وروسته ترسره کړي، او هغه څه چې د جګړې له ډګرونو به اعلانېږي؛ تر هغه څه ډېر ستر وي چې نن یې قلم د لیکلو وړتیا لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
«وَكَانَ حَقّاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ» [الروم: ۴۷]
ژباړه: «او پر موږ دا حق دی چې له مومنانو سره مرسته وکړو (او نصرت ورکړو).»
۱۴۴۷هـ.ق؛ د شوال ۲۵مه
۲۰۲۶م؛ د اپریل ۱۲مه
حزب التحریر – ولایه لبنان




