یکشنبه, ۱۵ رجب ۱۴۴۴هـ| ۲۰۲۳/۰۲/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
آیا چین په منځني ختیځ کې نوی ځواک دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
آیا چین په منځني ختیځ کې نوی ځواک دی؟

شي جین پینګ د ډسمبر په ۱۱مه سعودي عربستان ته خپل درې ورځنی سفر پای ته ورساوه، دغه سفر د سیمې او نړۍ پام ځانته واړوه. شي جین پينګ دغه سفر د سعودي-چین په اړیکو کې (نوي څپرکی) یاد کړ. دغه سفر ته نړیوالو رسنیو ډېر پوښښ ورکړ او  ډیری پر دې باور دي چې چین په منځني ختيځ کې نوی ځواک دی. دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د تایوان پر سر د چین او امریکا تر منځ لانجې زور اخیستی او د سعودي د پاچا، محمد بن سلمان او جوبايډن ترمنځ هم اړیکې کړکېچنې دي. ډېرو نړيوالو رسنیو د نوموړي دا سفر امریکا ته یو زېګنال او زور ښودل وبلل او دا چې سعودي له امریکا څخه لرې او چین ته نیږدې کېږي.

سعودي او چین د یو لړ تړونونو په کولو وښودله چې اړیکې یې په ژورېدو دي. د چين او سعودي مشرانو  (د پراخې سټراټېژیکې همکارۍ تړون) لاسلیک کړ چې د هایدروجني انرژۍ تړون او د سعودي د پاچاهۍ  لرلید ۲۰۳۰ او د چین یوه کمربند یوې لارې نوښت ترمنځ د همغږۍ زیاتول پکې شامل وو. دواړو لورو د ټېکنالوژۍ په برخه کې هم څو تړونونه لاسلیک کړل. سعودي پرس اژانس (SPA) له دغه سفر وروسته شاوخوا ۴۰۰۰ کلیمې ګډه اعلامیه خپره کړه چې د انرژۍ، امنیت، د ایران اټومي پروګرام، د یمن بحران او پر اکراین د روسیې د یرغل په ګډون ګڼ موضوعات یې رانغاړل.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوال نظم جوړ او شوروي اتحاد سیالي ورسره کوله. چین د منځني ختیځ په ګډون د نړۍ له ډېرو سیمو لرې شوی و. د شوروي اتحاد په ړنګیدو سره چین وغوښتل چې نړیوال موقف ترلاسه کړي او په تایوان کې د سیال پیدا کېدو په بیه یې د منځني ختیځ له ځينو هېوادونو سره اړیکې پیل کړې. په ۱۹۹۳ کې چین د کورنۍ انرژۍ اړتیا له خپلو کورنيو تولیداتو څخه نه شوه پوره کولی؛ نو د انرژۍ واردولو لپاره یې منځني ختیځ ته مخه کړه. تر ۱۹۹۵ پورې منځنی ختیځ د چین لپاره د نفتو لومړۍ درجه سرچینه شوه. د چین چټک پرمختګ او ګڼ نفوس په دې مانا دی چې دا هېواد د خامو موادو، سوداګریزو توکو او تر ټولو مهم، نفتو برابرولو لارو ته اړتیا لري؛ دلته لومړی پام منځني ختیځ ته اوړي. په ۲۰۲۱ کې چین په ورځ کې ۱۵.۳ میلیون بېرله نفت مصرفول. له دې ډلې یې تر۵ میلیونه بېرلو کم له خپلو کورنیو تولیداتو پوره کول؛ همدا لامل و چې چين له امریکا څخه مخکې او په ۲۰۱۷ کال کې د نفتو تر ټولو لوی واردونکی هیواد شو. ۴۵ هېوادونه د چین د نفتو اړتیا پوره کوي؛ خو نیمايي اړتیا یې د منځني ختيځ له ۹ هېوادونو پوره کېږي، په دې کې د سعودي ونډه تر ټولو لویه ده. په منځني خیتځ کې د چین د شتون لوی لامل انرژي ده. منځنی خیتځ به د چین لپاره د نفتو تر ټولو لویه سرچینه پاتې شي او د منځني ختیځ او سعودي سټراټېژيک ارزښت همدا دی چې چین ته د نفتو تر ټولو لوی صادروونکي دي.

ډېرو د امریکا او سعودي ترمنځ وروستۍ پېښه داسې تفسیر کړې چې ګواکي دوه پاخه ملګري سره بېلېږي. د سعودي وروستۍ پړیکړې ته چې د نفتو د تولید له زیاتولو یې ډډه وکړه؛ د سعودي لخو د خپلواک مسیر رسمولو په سترګه وکتل شول. خو په حقیقت کې ستونزه د سعودي او امریکا تر منځ نه، بلکې د امریکا د ډيموکراټ ګوند او محمد بن سلمان ترمنځ ده. جوبایډن په خپل ټاکنیز کمپاين کې په ډاګه وویل چي د ولسمشر ټرمپ او محمد بن سلمان ترمنځ خصوصي اړیکې دي او زه به دا لړۍ و نه غځوم؛ بلکې غوښتل یې محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې په سبب منزوي کړي. کله چې جوبايډن واک ته ورسید؛ له محمد بن سلمان سره يې اړیکې سړې شوې او هڅه یې وکړه چې منزوي یې کړي.

محمد بن سلمان د جمهوري غوښتونکي ګوند ټاکنیز لرلید ته مثبت ځواب ووایه؛ دی د دې ګوند په بریا کې د خپلې بقا هیلې ویني. د بروکینګز انسټیټيوټ جګپوړي غړي، بروس رېډل، انټرسپټ ته وویل: «سعودیان په دې هڅه کې دي چې ټرمپ بیا وټاکل شي او منځمهاله ټاکنې هم MAGA جمهوري غوښتونکي وګټي (د MAGA یعنې امریکا یو ځل بیا لویه کړئ، شعار لېږدوونکي جمهوري غوښتونکي هغه دي چې مشري یې ټرمپ کوي). د نفتو لوړې بیې به ډیموکراټان کمزوري کړي.»[1] د نیو یارک مجلې لیکوال او خبریال، جونا شېپ لیکي: «له شک پرته، د سعودي د خیانت پر وړاندې د جمهوري غوښتونکو د چوپتیا سبب دا دی چې دوی غواړي له دې څخه په لوړه کچه سیاسي ګټه واخلي. یوازې د ګازو د بیو یو څه لوړوالی د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې لوبې ته بدلون نه ورکوي، خو د ټاکنیزو کمپاینونو په تود بازار کې دا د حاکم ګوند لپاره بد خبر دی.»[2]

په منځني ختیځ کې د چین لپاره تر ټولو لویه ننګونه د امریکا شتون دی. امریکا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته له منځني ختیځ څخه د برېتانیې د ایستلو لپاره سخته مبارزه پیل کړه. په سیمه کې د نفوذ پیدا کولو لپاره یې له پوځي کودتا او د کمونیزم د پراختیا ګواښ څخه ګټه پورته کړه. امریکا سعودي عرب او اسراییلو ته امنیتي ضمانتونه ورکړل ترڅو په سیمه کې پوځي نفوذ پیدا کړي. په ۱۹۷۰ کې یې له ایران او مصر سره د اقتصادي مرستو او پوځي سوداګریزو معاملو له لارې خپلې اړیکې ټینګې کړې. امریکا په سیمه کې ځینو هیوادونو ته امنیتي ضمانتونه ورکوي، ترڅو همدا استبدادي رژیمونه چې امریکا ته وفادار دي په واک کې پاتې شي. په منځني ختیځ کې د امریکا په شتون کې د سیمه‌ایزو مسایلو لپاره پلانونه شامل دي؛ لکه د دوو هېوادونو ترمنځ د ستونزو حللاره؛ دغه راز امریکا تر اوسه د امریکا له لویې وچې څخه د پوځي شتون په ساتلو، پېچلو عملیاتو کولو او له خپل هېواد څخه بهر د پوځي اډو په ساتلو کې تجربه لري.

چین په منځني خیتځ کې له ډېرو ننګونو سره مخ شو. دا هېواد نه غواړي چې سیمه ایزې شخړي د زور له لاري حل کړی. په حقیقت کې، په سیمه کې د چین پوځي ښکیلتیا ډېره کمه ده. په جیبوټي کې د چین د سمندري ځواک اډه په سیمه کې د چین د شتون تر ټولو ښکاره نښه ده. همدارنګه، چین په لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه او په سوریه کې ځينې پوځي سلاکاران لري. خو د اوس لپاره چین د امریکا د سیمه‌ایز امنیت تر چتر لاندي په تجارت کولو خوشحاله بریښي. بېجينګ په دوديزه توګه د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا ته ترجيح ورکړې.

که څه هم په تېره لسیزه کې په منځني ختيځ کې د چين اقتصادي ښکېلتیا زیاته شوې؛ خو پوځي او استخباراتي ښکېلتيا یې په حاشیه کې ده. په منځني خیتځ کې د چین مخ پر ودې ګټې او زیاته ښکېلتیا د چین لاسته راوړنې ښيي. خو اوس وخت چین د دغو مواردو د ترسره کولو وړتیا نه لري. دا پر دې اغېز کوي چې چین سیمې ته څومره تمایل لري او ارزښت ورکوي. د پایلې په توګه ویلی شو چې په منځني ختیځ کې د چین ښکیلتیا سیاسي او پوځي اړخ نه لري، بلکې تر اقتصادي او انرژيکي ملاحضاتو را محدوده ده.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عدنان خان

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې