- مطابق
(ژباړه)
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت د شپې قیام ته تشویق کړی؛ دلیل یې هغه فضایل، خیراتونه، برکتونه او رحمتونه دي، چې په هغه کې نغښتي دي. د شپې قیام د دعاګانو د قبلېدو، د اړتیاوو د پوره کېدو، د نارغیو د له منځه تلو او د ښېګڼو او کرامتونو د دروازو د پرانیستو لامل کېږي...
له مغیره بن شعبه رضي الله عنه څخه نقل شوی، چې فرمایي:
«قام النبي حتى تورمت قدماه، فقيل له: قد غفر الله لك ما تقدَّم من ذنبك وما تأخَّر ؟ قال : «أفلا أكون عبدًا شكورًا!» (رواه البخاري او مسلم او النسائي)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې دومره قيام وکړ، چې مبارکې پښې يې وپړسېدلې. يو چا ورته وويل: الله سبحانه وتعالی ستاسو تېر او راتلونکي ټول ګناهونه بښلي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې وایي؛ ایا د الله شکر کوونکی بنده نه شم؟!
له ابو هریره رضي الله عنه څخه نقل شوی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«أفضل الصيام بعد رمضان شهر الله المُحرَّم، وأفضل الصلاة بعد الفريضة صلاة الليل» (رواه مسلم وأبو داود، والترمذي، والنسائي وابن خزيمة في صحيحه(
ژباړه: تر ټولو غوره روژه له رمضان میاشت وروسته د الله په میاشت (محرم) کې روژه ده او تر ټولو غوره لمونځ له فرض لمانځه وروسته د شپې لمونځ دی.
له عبدالله بن سلام رضي الله څخه نقل شوی، چې فرمایي:
«أول ما قدم رسول الله المدينة، انجفل الناس إليه، فكنتُ فيمَن جاءه، فلما تأملتُ وجهَه، واستبنتُه عرفت أن وجهه ليس بوجه كذَّاب، قال: فكان أول ما سمعتُ من كلامه أن قال: «أيها الناس أفشوا السلام، وأطعموا الطعام، وصلوا الأرحام، وصلُّوا بالليل والناس نيام تدخلوا الجنة بسلام» (رواه الترمذي)
ژباړه: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته داخل شو، خلک د هغه په لوري راټول شول او زه هم یو له هغو کسانو څخه وم، چې د هغه خوا ته لاړم. کله مې چې د هغه مخ ته وکتل او په دقیق ډول مې تر نظر تېر کړ، نو پوه شوم چې څېره یې د دروغجن نه وه. لومړۍ خبره چې له هغه څخه مې واورېده، دا وه چې ویې فرمایل: «اې خلکو، سلام په خپلو منځو کې خپور کړئ، یو بل ته ډوډۍ ورکړئ، رحمونه وصل کړئ (صلهرحم وکړئ) او د شپې لخوا لمونځ وکړئ، ځکه دا مهال خلک ویده وي، ترڅو په ارامۍ سره جنت ته داخل شئ.
سعید بن مسیب وایي: «هغه کس چې شپه په ویښه تېروي، الله سبحانه وتعالی یې څېره داسې نوراني کوي، چې هر مسلمان به یې خوښوي. ان هغه کس چې دی به یې لا لیدلی نه وي، خو وایي به: دا کس مې خوښېږي. کله چې له حسن بصري څخه وپوښتل شول: «د هغو کسانو څېرې ولې ډېرې ښایسته وي، چې شپه په ویښه تېروي؟» هغه په ځواب کې وویل: «ځکه هغوی له الله سبحانه وتعالی سره خلوت کوي او الله سبحانه وتعالی په خپل نور سره هغوی ته پوښښ ورکوي.»
له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«ما من مسلم يبيت طاهرًا، فيتعار من الليل، فيسأل الله خيرًا من أمر الدنيا والآخرة إلا أعطاه الله إياه » (رواه أبو داود، ورواه النسائي، وابن ماجة(
ژباړه: هر مسلمان چې شپه په پاک حالت کې تېره کړي او په شپه کې راپورته شي او له الله سبحانه وتعالی څخه د دنیا او آخرت د مرستې غوښتنه وکړي، نو الله سبحانه وتعالی به یې غوښتنه پرځای کوي.
له جابر رضي الله عنه څخه نقل شوی چې هغه وویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل:
«إن في الليل لساعة لا يوافقها رجل مسلم يسأل الله خيرًا من أمر الدنيا والآخرة إلا أعطاه إياه، وذلك كل ليلة» (رواه مسلم)
ژباړه: په شپه کې یو ځانګړی ساعت دی، چې هر مسلمان په هغه ساعت کې له الله سبحانه وتعالی څخه د دنیا او آخرت د مرستې غوښتنه وکړي، الله سبحانه وتعالی حتمي د هغه غوښتنه پوره کوي او دا ساعت په هره شپه کې شته دی.
له عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه نقل شوی، چې وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل:
«الرجل من أمتي يقوم من الليل يعالج نفسه إلى الطهور، وعليه عُقَد، فإذا وضَّأ يديه انحلت عقدة، وإذا وضّأ وجهه انحلت عُقدة، وإذا مسح رأسه انحلَّت عُقدة، وإذا وضَّأ رجليه انحلت عقدة، فيقول الله عز وجل للذين وراء الحجاب : انظروا إلى عبدي هذا يُعالج نفسه يسألني، ما سألني عبدي هذا فهو له» (رواه أحمد وابن حبان في صحيحه، واللفظ له)
ژباړه: زما له امت څخه هر کس چې په شپه کې راپورته شي او ځان د اوداسه لپاره چمتو کړي، پر هغه پورې غوټې تړل شوې وي؛ کله چې خپل لاسونه مینځي، یوه غوټه پرانیستل کېږي، کله چې خپل مخ مینځي، بله غوټه پرانیستل کېږي، کله چې خپل سر مسحه کوي، بله غوټه پرانیستل کېږي او کله چې خپلې پښې مینځي، ټولې غوټې یې پرانیستل کېږي. وروسته الله تعالی د پردې تر شا پرښتو ته فرمایي: زما بنده ته وګورئ چې ځان سختۍ ته ورکوي او له ما څخه غوښتنه کوي، نو هغه څه چې زما بنده یې له ما وغواړي، هغه به ورته چمتو وي.
له ابو امامه باهلي رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«عليكم بقيام الليل؛ فإنه دأب الصالحين قبلكم، وقُربة إلى ربكم ومكفرة للسيئات ومنهاة عن الإثم» (رواه الترمذي)
ژباړه: پر تاسو د شپې قیام دی (د شپې د قیام لپاره بېړه وکړئ)؛ ځکه دا عمل له تاسو وړاندې د نېکو خلکو تګلاره وه او ستاسو رب ته د نږدې کېدو، د ګناهونو د کفارې او له ګناه څخه د ګرځېدو وسیله ده.
له عبدالله بن عمرو بن عاص رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«أحب الصلاة إلى الله صلاة داود، وأحب الصيام إلى الله صيام داود؛ كان ينام نصف الليل، ويقوم ثلثه، وينام شدسه، ويصوم يومًا، ويُفطر يومًا» (رواه البخاري ومسلم وأبو داود، والنسائي، وابن ماجة)
ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په نزد تر ټولو غوره لمونځ د داود علیهالسلام لمونځ دی او د الله سبحانه وتعالی په نزد تر ټولو غوره روژه د دواد علیهالسلام روژه ده. هغه به د شپې تر نیمایي ویده کېده، د شپې یو پر درېیمه برخه کې به یې قیام کاوه او وروسته د شپې یو پر شپږمه برخه کې به ویده کېده. هغه به یوه ورځ روژه نیوله او یوه ورځ به یې روژه ماتوله.
له ابو هریره او ابو سعید رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«إذا أيقظ الرجل أهله من الليل فصليا، أو صلى ركعتين جميعًا، كُتبا في الذاكرين والذاكرات» (رواه أبو داود)
ژباړه: هر کله چې یو کس د شپې مهال خپله مېرمن راویښه کړي او دواړه لمونځ وکړي یا هر یو دوه رکعته لمونځ وکړي، د ذکر ویونکو نارینه او ښځو په ډله کې به وشمېرل شي.
له سهل بن سعد رضي الله عنهما څخه نقل شوی دی، چې وایي:
جاء جبريل إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال: «یا محمد، عش ما شئت فإنك ميت، واعمل ما شئتَ فإنك مجزي به، وأحبب من شئت فإنك مفارقه، واعلم أن شرف المؤمن قيام الليل، وعزّه استغناؤه عن الناس» (رواه الطبراني في الأوسط)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته جبراییل راغی او ویې ویل: «اې محمد! هر څومره چې غواړې ژوند وکړه، خو پوه شه چې په پای کې به وفات کېږې؛ هر څومره چې غواړې عمل وکړه، خو پوه شه چې د هغه پر اساس به جزا درکول کېږي؛ له هر چا سره چې دوستي غواړې، خو پوه شه چې له هغه څخه به بېل شې او پوه شه چې د مومن شرف د شپې په قیام کې او عزت یې له خلکو څخه په بېنیازۍ کې دی.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«أشرافُ أمتي حملة القرآن، وأصحاب الليل» (رواه ابن أبي الدنيا، والبيهقي(
ژباړه: زما د امت تر ټولو شریف خلک د قرآن لېږدوونکي او د شپې ویښ پاتې کېدونکي دي.
له ابو درداء رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«ثلاثة يُحبُّهم الله ويضحك إليهم، ويستبشر بهم: الذي إذا انكشفت فئة قاتل وراءها بنفسه لله عز وجل: فإما أن يُقتل، وإما أن ينصره الله عز وجل ويكفيه، فيقول: انظروا إلى عبدي هذا كيف صبر لي بنفسه؟ والذي له امرأة حسنة، وفراش لين حسن، فيقوم من الليل، فيقول: يذَرُ شَهوته ويذكرني، ولو شاء رقد. والذي إذا كان في سفر، وكان معه ،ركَب فسَهِروا، ثم هجعوا فقام من السحر في ضراء وسراء» (رواه الطبراني في الكبير بإسناد حسن(
ژباړه: دری ډلې دي چې الله سبحانه وتعالی یې خوښوي او هغوی ته خاندي او له هغوی څخه خوشاله کېږي: کله چې د اسلام پوځ ماته خوري، خو یو کس په دغه حالت کې د جګړې پر ډګر ځان الله تعالی ته سپاري؛ یعنې دا چې یا به ووژل شي او یا به الله تعالی هغه بریالی او خوندي کړي او الله تعالی فرمایي: زما بنده ته وګورئ چې څه ډول زما لپاره صبر کوي. یو څوک چې ښایسته مېرمن او نرم تخت لري، خو بیا هم د شپې له خوب څخه ویښېږي او وایي: خپل شهوت او ارامي مې پرېښوده او د الله سبحانه وتعالی په یاد راپورته شوم. یو کس په سفر دی او ملګري یې د شپې له ویښېدو وروسته ویده کېږي، خو هغه سهار وختي په سختۍ یا ارامۍ کې عبادت ته را پورته کېږي.
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«عجب ربنا تعالى من رجلين: رجل ثار عن وطائه ولحافه من بين أهله وحبه إلى صلاته، فيقول الله جل وعلا: انظروا إلى عبدي، ثار عن فراشه ووطائه من بين حبه وأهله إلى صلاته رغبةً فيما عندي، وشفقة مما عندي، ورجل غزا في سبيل الله، وانهزم أصحابه وعلم ما عليه في الانهزام ، وما له في الرجوع، فرجع حتى يُهريق دمه، فيقول الله: انظروا إلى عبدي، رجع رجاءً فيما عندي، وشفقةً مما عندي، حتى يُهريق دمه» (رواه أحمد)
ژباړه: زموږ رب د دوو کسانو په اړه حیرانېږي: یو هغه کس چې د خپلې کورنۍ او دوستانو په منځ کې له خپلې بسترې څخه د لمانځه لپاره راپورته شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي: زما بنده ته وګورئ چې څه ډول له تخت او بسترې څخه د خپلې کورنۍ او دوستانو په منځ کې د لمانځه لپاره راپورته شوی دی، د هغه څه په هیله چې له ما سره دي او د هغه څه له وېرې چې له ما سره دي او بل هغه کس دی چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد کوي، خو ملګرو یې ماته خوړلې وي؛ نوموړی د ماتې له پایلې څخه خبر وي او د جګړې ډګر ته له بېرته ګرځېدو څخه هم خبر وي، خو هغه بیا هم راګرځي ترڅو وینه یې تویې شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي: زما بنده ته وګورئ، د هغه څه په هیله چې له ما سره دي او د هغه څه له وېرې چې له ماسره دي، راوګرځېد چې وینه یې تویې شي.
له عبدالله بن ابي قیس رضي الله عنه څخه نقل شوی، چې عایشې رضي الله عنهما ویلي دي:
«لا تدع قيام الليل؛ فإن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان لا يدعه، وكان إذا مرض أو كسل صلى قاعدًا» (رواه أبو داود وابن خزيمة في صحيحه(
ژباړه: د شپې قیام مه پرېږدئ؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅکله هغه نه پرېښود او کله به چې ناروغ و او یا به یې د ستړیا احساس کاوه، نو لمونځ به یې په ناسته ادا کاوه.
همدارنګه له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«ما من امرئ تكون له صلاة بليل، فيغلبه عليها نوم، إلا كتب الله له أجر صلاته وكان نومه عليه صدقة» (رواه مالك، وأبو داود، والنسائي(
ژباړه: څوک چې د شپې مهال هر وخت لمونځ کوي، مګر یو ځل خوب پرې راشي، نو الله سبحانه وتعالی ورته د همغه لمانځه بدله لیکي او خوب یې ورته صدقه ګرځوي.
د الوعې مجلې له ۴۵۸-۴۵۹ شمېرې څخه- نهه دېرشم کال، د ۱۴۴۶هـ.ق کال، ربیعالاول-ربیعالثاني
چې د ۲۰۲۴م کال له اکټوبر-نومبر سره سمون لري
ژباړن: صهیب منصور