چهارشنبه, ۲۲ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۱۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
ابو بكر صديق رضی الله عنه

(ژباړه)

صدّیق اکبر، ابوبکر صدیق رضی الله عنه وښوده چې د عقیدې پر بنسټ رهبري یوازې یو شعار نه دی، بلکې هغه منهج دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر رحلت وروسته لومړي راشده خلیفه په غوره توګه په عمل کې پلی کړ. ابوبکر رضی الله عنه په رښتیا د دولت سړی و؛ هغه داسې دولتولي وکړه چې بنسټ یې د الله سبحانه وتعالی د شریعت پر اساس ولاړ و، نه د قدرت او زور پر معیارونو. نوموړي په ټولنه کې د رښتیني اطاعت مفهوم رامنځته کړ؛ هغه اطاعت چې یوازې الله سبحانه وتعالی ته ځانګړی دی، نه بل چا ته.  

په دې توګه ابوبکر رضی الله عنه د عقیدې او اسلامي امت د وحدت ساتونکی شو. د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته امت له تر ټولو خطرناک سیاسي او عقیدوي ناورین سره مخ شو؛ هغه ناورین چې د یو شمېر قبایلو په ارتداد، د ځینو خلکو له خوا د زکات په نه ورکړه او د نبوت د دروغجنو پیغمبرانو په راڅرګندېدو کې راښکاره شو.

په دغه حالت کې صدیق اکبر رضی الله عنه پرېکنده او شرعي دریځ ونیو او خپله مشهوره خبره یې داسې وکړه: «په الله قسم! که هغوی له ما څخه یوه رسۍ هم وګرځوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې یې د زکات په توګه ورکوله، زه به د همدې لپاره له دوی سره وجنګېږم.»

له شریعت څخه د هغه برداشت یوازې د لمانځه او روژې تر ادا کولو پورې محدود نه و؛ بلکې له شریعت څخه یې ژور او هر اړخیز فهم درلود چې د اسلامي دولت ټول ارکان پکې نغښتي وو. ابوبکر صدیق رضی الله عنه له سیاسي، مالي او نظامي پلوه د اسلامي حکومت د ستنو د پاشل کېدو د مخنیوي او د امت په ژوند کې د اسلامي نظام د ژوندي پاتې کېدو لپاره قیام وکړ او کلکه ساتنه یې ترې وکړه.

﴿فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ﴾

ژباړه: نو د هغوی په لاره او طریقه قدم کېږده.

په دغه ایت شریف کې ﴿فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ﴾ د الله سبحانه وتعالی فرمان د نېکانو له لارښوونو څخه د پیروۍ لپاره ښکاره دعوت دی، نه د فکري ښایست او مالي ګټې اخیستنې له اړخه.

د دغو صالحو رهبرانو له ډلې یو هم جلیل القدر صحابي ابوبکر صدیق رضی الله عنه دی؛ هغه څوک چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلې ناروغۍ په وروستیو کې د مسلمانانو د لمانځه د امامت لپاره وګوماره. ابوبکر رضی الله عنه اسلام ته د پوره ژمنتیا او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو د رښتینې پیروۍ غوره مثال و. هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته په پوره تقوا او هوښیارۍ سره د اسلامي دولت چارې سمبال کړې، د ایماني وحدت اصول یې وساتل او په ټولو برخو کې یې د الله سبحانه وتعالی شریعت پلی کړ.

کله چې ابوبکر صدیق رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته خلیفه شو، سقیفهٔ بني ساعده ته پاملرنه ور واوښته؛ دا همغه ځای و چې نوموړی پکې خلیفه وټاکل شو او عمومي بیعت ورسره وشو. هغه ټینګار وکړ چې د خلافت د منلو موخه یې ځان‌غوښتنه او قدرت ته لېوالتیا نه وه، بلکې موخه یې دا وه چې د امت ساتنه وشي او د مسلمانانو په منځ کې د الله سبحانه وتعالی شریعت پلی شي.

د خلافت په لومړۍ خطبه کې یې مسلمانانو ته داسې وفرمایل: «اې خلکو! زه پر تاسو ټاکل شوی یم، په داسې حال کې چې تر تاسو غوره نه یم. که مې ښه عمل وکړ، مرسته راسره وکړئ، که مې بد عمل وکړ، لاره مې اصلاح کړئ... تر هغه زما فرمان ومنئ، ترڅو چې د الله او د هغه د رسول امر ته غاړه ږدم؛ که مې نافرماني وکړه، پر تاسو مې اطاعت واجب نه دی.»

په دې وینا سره نوموړي د الله سبحانه وتعالی شریعت ته د مشروط اطاعت مفهوم په ښکاره توګه تثبیت کړ. ابوبکر صدیق رضی الله عنه د اسلامي دولت د ستنو د پیاوړي کېدو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر مهنج ټینګ ودرېد، که څه هم پر نوموړي له هرې خوا فتنې راګرځېدلې وې. نوموړی د هغې سترې فتنې پر وړاندې ودرېد چې وروسته د «ارتداد د جګړو» په نوم وپېژندل شوې؛ دا هغه وخت و چې یو شمېر عربو د زکات فریضي له اداينې ډډه وکړه او د هغوی د ایمان کمزورتیا او نفاق څرګندل شو.  

په هغه وخت کې عمر رضی الله عنه هغه ته وویل: «څنګه له هغوی سره جګړه کوې، په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: زه ګومارل شوی یم چې له خلکو سره تر هغه وجنګېږم، ترڅو لا إله إلا الله ووایي؟» خو ابوبکر رضی الله عنه پرېکنده ځواب ورکړ او خپل رښتینی عزم یې داسې ښکاره کړ: «په الله قسم! له هر هغه چا سره جنګېږم چې د لمانځه او زکات تر منځ بېلوالی رامنځته کړي... او که زکات ورنه کړي، هرومرو به له هغوی سره وجنګېږم.»  

ابوبکر رضی الله عنه په دغه دریځ سره وښوده چې له کوم جوړجاړي پرته باید د ژوند په ټولو برخو کې د الله سبحانه وتعالی شریعت پلی شي او هېڅوک حق نه لري چې د دین ارکان سره بېل کړي. دغه پرېکنده دریځ د ابوبکر صدیق رضی الله عنه د رښتیني ایمان ښودنه کوي؛ هغه ایمان چې پر دې باور ولاړ و چې د اسلام د حاکمیت تثبیت او د امت د وحدت ساتنه پر هر څه لومړیتوب لري او هر حاکم ته دا روا نه ده چې د شریعت د احکامو په پلي کېدو کې ځنډ یا سستي وکړي؛ ځکه د شریعت په همدغه دقیق پلي کېدو سره د اسلامي امت د پاشل کېدو مخه نیول کېږي. له همدې امله، د مسلمانانو لومړی خلیفه ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خپل خلافت په موده کې له کوم زیاتي او کمي پرته، په بشپړه توګه د الله سبحانه وتعالی د شریعت د احکامو تابع و.

حزب التحریر په «نظام الحکم في الإسلام» کتاب کې داسې لیکلي دي: د هغه مسلمان حاکم اطاعت فرض دی چې د اسلام پر اساس حکومت کوي... او په ګناه او معصیت کې هېڅ اطاعت روا نه دی.

امام ماوردي پخپل کتاب «الأحکام السلطانیة» کې د همدې معنا په تایید سره وایي: «فَفَرَضَ عَلَيْنَا طَاعَةَ أُولِي الْأَمْرِ فِينَا»؛ یعنې پر مسلمانانو واجب شوي چې له هر ډول اختلاف پرته باید د هغه چا (یعنې خلیفه) اطاعت وکړي، چې د الله سبحانه وتعالی د شریعت په پلي کېدو کې یې د هغوی چارې پر غاړه اخیستې وي.

پر همدغه بنسټ ابوبکر رضی الله عنه د الله سبحانه وتعالی د احکامو په پلي کېدو کې د امت غوره رهبر و، نه داسې پاچاه چې د خپلو نفسي غوښتنو له مخې قانون جوړ کړي او نه هغه حاکم چې د خلکو د غوښتنو او رایې پر بنسټ د شریعت له مسیر څخه مخ واړوي.

هو، شرعي او ټولیز سیاسي مفاهیم ـ که څه هم د دیني لارښوونو په چوکات کې چمتو شوي ـ پر یوه بنسټیز ټکي شاهدي ورکوي: د امت او نړۍ د ناورینونو شرعي حل‌لاره د یوه جامع اسلامي سیاسي نظام تاسیس دی، ترڅو شریعت په هغه ډول چې الله سبحانه وتعالی نازل کړی، په بشپړه توګه پلی کړي او د نبوت په منهج راشده خلافت دولت تاسیس کړي. د همدغه یوازیني نظام په وسیله امت خپل عزت او یووالی ترلاسه کولی شي او یو ځل بیا د نړیوالو مسایلو په سر کې راتللی شي.

﴿هَٰذَا بَلَٰغٌ لِّلنَّاسِ وَلِيُنذَرُواْ بِهِۦ وَلِيَعلَمُوٓاْ أَنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَٰحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُولُواْ ٱلأَلبَٰبِ﴾

ژباړه: دغه پیغام د ټولو انسانانو لپاره دی، چې پوه شي او خبرداری ورکړل شي، ترڅو درک کړي چې له هغه پرته بل څوک د عبادت وړ نه دی او په دې توګه د عقل خاوندان پند واخلي.  

الوعی مجله: ۴۷۰ ګڼه

لیکوال: بهاءالحسیني

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې