- مطابق
ځيني کسان چې د افغانستان او سويلي آسيا په اړه د ډونالډ ټرامپ له ستراتيژۍ څخه رسنیزبرداشت لري، داسې انګيري چې ګواکي امریکا په بې ساري ډول پر پاکستان فشار راوړی دی. خو ځيني نور کسان بیا فکر کوي چې دا ستراتیژي د افغان حکومت د سیاستونو پایله ده. آیا رښتیا هم امریکا په خپل پخوانی متحد (پاکستان) د فشارونو د زیاتولو په لټه کې ده؟ آيا امریکا به دغه یوازینی مسلمان هیواد چې په هستوي وسله سمبال دی، د افغانستان لپاره قرباني کړي؟
د ټرامپ د نوې ستراتيژي له اعلان وروسته د ډیرو هيوادونو مشرانو تود هرکلی ورته ووایه. په دې لړ کې چين د دغې ستراتیژۍ هغه برخه په کلکه وغندله، چې پاکستان يې پکې «امن تروریستي پټنځای» بللی دی.
همدارنګه په افغانستان کې د جمهور ریس دویم مرستیال سرور دانش او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ټرامپ پر نوې ستراتیژۍ نیوکه وکړه، چې دسولې پرځای، چې دافغانانو اصلي غوښتنه ده، بیا هم پر جګړه تاکید کوي.
بارک اوباما د خپلې ولسمشرۍ په دواړو دورو کې هڅه وکړه چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي. په همدې موخه يې خپل ځواکونه تر سلو زور زیات کړل؛ خوپه پایله کې يې جګړه ختمه نه کړه. بارک اوباما په ۲۰۱۲م کال کې خپله ستره ستراتيژي اعلان کړه، چې ۶۰ سلنه نظامي تمرکز پکې پر «آسیا پسفیک» و. داسې ویل کیدل چې اروپا نور د امریکا لپاره کوم ګواښ نه دی، بلکه چین به د دویم نړیوال اقتصادی ځواک په توګه د امریکا لپاره خورا لوی نظامي او اقتصادی ګواښ وي. له همدې کبله امریکا خپل ۶۰ سلنه نظامی تمرکز آسیا پسفیک ته واړاوه.
د امریکا د وخت دفاع وزیر اشتون کارتر ویلي وو: «چين خپله نظامي وړتیا لوړه کړې او امریکا په انتقالي حالت کې ده. موږ له تروریزم سره له ۱۴ کاله مبارزې وروسته، اوس د ستراتیژیکی انتقالي مرحلې په پیل کې یو، چې برخلیکټاکوونکو امنیتی ننګونو ته د ځواب په موخه مطرح شوې ده.»
ډونالډ ټرامپ د انتخاباتي مبارزو پر مهال به له یوې خوا پر چین دفشار د زیاتولو تاکید کاوه، له بلې خوا به يي په افغانستان کې د جګړې د ختمولو خبره کوله. د نوموړي له بریا وروسته ډیره موده تېره شوه، چې بالاخره د سپينې ماڼۍ سیاسی- نظامي دکترینو په افغانستان کې د جګړې پر دوام او د ځواکونه په زیاتوالي په دې توپیر پریکړه وکړه، چې دا ځل پر پاکستان فشار راوړل شي. ښايي له دې امله چې چين له خپل ګاونډي سره بوخت وساتل شي.
په همدې حالت کې ليدل کيږي چې تاوتریخوالی په لرې ختيځ او د چين په ګاونډ کې مخ پر زیاتېدو دی. د چين ستر تجارتي شریک شمالي کوریا، دومره مخ ته ځي چې فکر کیږي هستوي جګړه د پېښېدو په حال کې ده؛ مګر داسې ونه شول او په اوسنيو شرایطوکې به هېڅکله هم داسې ونه شي.
په حقیقت کې د امریکا متحده ایالاتو چین له دواړو اړخونو څخه بوخت ساتلی، ترڅو له نړيوالې پراختیا غوښتنې شاته پاتې شي. تر دې چې دنړیوالې ټولنې له فشار سره سره په امنیت شورا کې چين او روسیې پر شمالي کوریا د تحریم له مخالفینو څخه وو، دواړه هیوادونه د امریکا او ملګرو ملتونو د سازمان بندیزونو منلو ته چمتو شول. لکه څرنګه چې چين چمتووالي ښکاره کړ چې له شمالي کوریا سره د تېلو او منسوجاتو تجارت محدود او یا هم بالکل پرې کړي. پر چین له فشارونو سره یوځای، امریکا هڅه کوي چې په افغانستان کې د هندوستان نفوذ او ونډه تقویه کړي. هغه هیواد چې له پخوا څخه د پاکستان او چين دښمن دی. برعکس په افغانستان کې د پاکستان د رول پر کمولو او دغه راز پر هغه پر دیپلوماتیکو فشارونو ټينګار کوي.
سره له پورته ذکرشويو موضوعاتو لیدل کیږي چې پر پاکستان فشار له دې کبله نه دی چې ګواکې تروریستانو ته امن پټنځای دی، بلکه له دې ورها خوا د چين د بوخت ساتلو موضوع ده. که د چین موضوع نه وای، امریکا او دهغې استخباراتی شبکه سي آی ای وار له مخه په دې پوهیدل چې د تروریستانو امن پناه ځایونه چیرته دي؟ او وختي به يي په هکله پریکړه کړې وای.
بناً څرګنده شوه چې دا خبره ناسمه ده چې پر پاکستان فشارونه د افغان حکومت د خارجي سیاست او دیپلوماسۍ پایله ده. دا د چین د مهارولو لپاره پر آسیا پسفیک د امریکا د ۶۰ سلنه نظامي تمرکز د ځنځیر یوه کړۍ ده. په دې کړۍ کې روسيه هم شامله ده. زیاته هڅه وشوه چې روسيه هم له دې سیاست سره همغږې شي. خو داسې ښکاري چې امریکا په دې برخه کې کوم بریالیتوب نه دی ترلاسه کړی.
بناً امریکا به په هستوي وسلې سمبال یواځنی مسلمان هیواد، چې دوی پخپله تجهیز کړی، هیڅکله هم دافغانستان لپاره قرباني کړي. د حامد کرزي په خبره چې د بارک اوبا ما مرستیال جوبایدن ورته ویلي وو: «پاکستان امریکا ته تر افغانستان ۵۰ ځله مهم دی.» په واقعیت کې همداسې دی، خو په اوسنیو شرایطو او د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې باید پر پاکستان همداسې فشار راوړل شي.
له دې سره سره د تعجب وړه خبره نه ده چې د ټرامپ په ستراتیژۍ کې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او سولې کوم څرک نه لیدل کیږي؛ تر دې چې د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره يې کوم ټاکلی مهالوېش هم نه دی مطرح کړی. نو د ټرامپ د نوې ستراتيژۍ موخه د هغه څه برعکس چې افغان دولت او لوړ پوړي چارواکي يې تود هرکلی کوي، داسې څه ده چې د رسنيو له کمرو څخه يې ها خوا تصمیم نیول کيږي او تعقیبېږي.