یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په کینیا کې د دېموکراسۍ اصلي څېره
بسم الله الرحمن الرحيم
په کینیا کې د دېموکراسۍ اصلي څېره

(ژباړه)

کینیایان نوي د دېموکراسۍ د اصلي څېرې له څرګندېدو او معقول شک او تردید سره مخ شوي وو، داسې چې ان د دېموکراسۍ اتلان، کله چې د دوی د غوښتنو په خلاف د ديموکراسۍ اصلي څېره او پوښښونه بربنډ شول؛ ولړزېدل او د خپلو څېرو د پټولو لپاره یې کوم ځای نه درلود. لاندې ټکي ځينې هغه ناوړه پېښې بربنډوي، چې د دېموکراسۍ دروغجنه څېره ښيي، چې غرب یې په حکمتولۍ کې د ژوند د بریا څراغ بولي.

لومړی: لکه څنګه چې وړاندوېینه شوې وه، د دولتي کمېټو او اساسي قانون نمایشي خپلواکي تر فشار لاندې راغله. یوازې اجرایه قوه په هر دېموکراتیک هېواد کې مسوله ده، په داسې حال کې چې نور ټول د دولت ارګانونه او د اساسي قانون کمیسونونه د اجرایه قوې تابع دي، او د دغو موسسو خدمتي کارکوونکي د اجرایوي مسولینو په غوښتنو پورې تړلي دي. د قضایه قوې په برخه کې لاندې پېښې  رامنځته شوي:

۱. د کینیا ستره محکمه ونه توانېده، چې د عامو ګټو د یوې قضیې د اورېدلو لپاره کمېټه جوړه کړي. دا ځکه چې تېره ورځ یعنې د ۲۰۱۷م د اکتوبر ۲۴مه اجرایه قوه، د داخلي امنیت سرپرست د ۲۰۱۷م د اکتوبر ۲۵مه عمومي رخصتي اعلان کړه. دا د دې لامل شو، چې د کینیا  د عدلیې ریس او د سترې محکمې ریس د اساسي قانون د نقص او قضایي برخو اجرایوي قاضیانو ته واک ورکړي، چې د ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۲۵مه ناسته ترسره کړي او د ۲۰۱۷م د اکتوبر د ۲۶مې د ولسمشریزو ټاکنو مسایل حل او فصل کړي.

۲. د استیناف محکمې د هغې ورځ په سبا  د ستونزو حل و فصل ونه مانه او ویې ویل، چې رخصتي ده، خو د شپې دغه هوډ بدل شو او د سترې محکمې له خوا نوی حکم ورکړل شو. هغوی وویل: دا چې موضوع ډېره مهمه وه، نو ځکه یې له هغوی څخه وغوښتل چې د شپې ناسته تر سره کړي. په پارلمانې برخه کې لاندې پېښې را منځته شوې:

۱. د پارلمان غړو د کینیا د ټاکنو  قانون اصلاح تصویب کړه، چې د قضایه قوې اجرایوي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون برخې یې محدودولې. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په برخه کې لاندې پېښې رامنځته شوې:

۱. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس د ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۱۸مه وویل: چې هغه د شفافو ټاکنو ضمانت نه شي کولی او هغه له خپلو همکارانو چې تل به یې د ده له هر تصمیم سره مخالفت کاوه، ناراض دی. هغه وویل، چې د کمیسون استازو له خوا کلابند دی تر څو استعفا ورکړي او له هغه وروسته چې په ټاکنو کې ناکام اعلان شو، وعده یې وکړه، که یې غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، استعفا ورکوي. دغه پېښه هماغه ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د غړي ډاکتر روزلین اکومب له ناڅاپي استعفاء وروسته وه، چې هغه هم له خپلو کمیسارانو مرستیالانو څخه چې خپل تصمیمونه یې د اجرایه قوې په غوښتنه نیول؛ ناراض و.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس له ولسمشر او د اپوزسیون له مشر څخه وغوښتل، چې د هغه په کاري دفتر کې ورسره لیدنه وکړي. د اپوزسیون مشر ریلا وادینګا دغه غوښتنه ومنله او د ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۲۹مه د ټاکنو خپلواک کمیسیون  ریس دفتر ته لاړ، چې له هغه سره وویني؛ خو ولسمشر ونه منله او  پر ځای یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ریس د ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۲۳مه د ولسمشر دفتر ته لاړ ترڅو ورسره لیدنه وکړي.

۲. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ریس غلی پاتې شو او بیا یې د ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۲۵مه د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل: «ټاکنې به له مخالفت او تحریم سره سره د اپوزسیون د مشر په واسطه تر سره شي.» دا اعلامیه ډېره لڼده وه او هغه موضوعات یې څرګندول، چې د ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۱۸مه یې مطرح کړي وو او په پوره توګه یې تاییدولو، چې هغه د اجرایه قوې له لوري تر اداري فشار لاندې و، ترڅو په هر ډول شرایطو کې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.

۳. د  ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۲۴مه د سترې محکمې پر حکم سربېره، چې ریلا وادینګا باید ټاکنو ته اړ نه شي او همدا راز له هغې وروسته، چې  ولسمشرۍ ریاست ته له اپوزسیسون څخه کاندید او د هغه ټيم د یو رسمي لیک په ترڅ کې د ۲۰۱۷م د اکتوبر د ۲۶مې ولسمشریزې ټاکنې تحریم کړې، نو باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رايې اچونې پاڼې، چې  پکې د اپوزسیون د مشر نوم وي، چاپ نه کړي.

دویم: د اکثریت خلکو اراده د اکثریت د تصمیم په واسطه نه، بلکې د لږکیو د تصمیم په واسطه څرګندېږي او دغه واقعت د  ولسمشرۍ ریاست د تکراري ټاکنو په پایله کې څرګند شو. کله چې د اپوزسیون ریس له خپلو ملاتړو وغوښتل، چې د ۲۰۱۷م د اکتوبر د ۲۶مې تکراري ټاکنې تحریم کړي، په داسې حال کې چې ولسمشر له خلکو وغوښتل ترڅو په ټاکنو کې ګډون وکړي، خو خلک په ټاکنو کې د ګډون لپاره ډېر بې علاقې وو؛ ان په هغو سیمو کې چې د حاکم ټیم ملاتړي وو او دغو نه یوازې چې حاکم ټیم( جبیلي اېتلاف)، بلکې دواړه ملي او نړیوال څارونکي یې هم حیران کړل. ملي رسنیو د خلکو ګډون ۳۵سلنه او نړیوالو رسنیو ۲۷سلنه ښودلی دی. دا په دې معنی ده، چې په ټاکنو کې اکثریت خلکو ګډون نه دی کړی، خو دېموکراسي غواړي؛ چا چې رایه ورکړې، په اړه یې خپل نظر څرګند کړی، د هغوی ټاکنې د انتخاباتو پایله او د دغه هېواد راتلونکې ټاکي.

دریم: هغه مقوله چې رایه نه ورکول یو دېموکراتیک حق دی باید تضمین شی، رښتینې نه ده، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د ولسمشرۍ په تکراري ټاکنو کې ثابت شول، چې ډېریو ثبت نام شوو رای ورکوونکو پر ټاکنو بندیز ولګاوه، د هغوی حق لکه څنګه چې وعده ورکړل شوې وه، تضمین نه شو، د هغو کسانو شمېر چې رایه یې ورنه کړه، له هغو کسانو څخه چې رایه یې ورکړه ډېر وو؛ نو د ټاکنو بریا په اصل کې د هغو اکثریتو وه، چې پر ټاکنو یې بندیز لګولی و. خو دېموکراسي ښيې، چې ډېری هغه رایه ورکوونکي، چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره ثبت نام کوي، ټاکنو او رژیم ته مشروعیت ورکوي.

څلورم: په دېموکراتیکو ټاکنو کې د سیاسي او ټولنیزـ اقتصادي پراخوالي لپاره ګډون اړین نه دی؛ لکه څنګه چې په تېرو کې  یې اسلامي امت وړاندیز کړی و. دغه امر د دیموکراتیکو ټاکنو واقعي موخه، چې له خلکو څخه د رایې اچونې د دستګاه په توګه قدرت ته د رسېدو لامل کېږي او همدا راز دغه کړنه د نوي رژیم د تایید او ورته مشروعیت ورکوي، یا هم شته حالت تاییدوي. د بېلګې په توګه: اسلامي امت چې په دیموکراتیکو ټاکنو کې یې د ګډون په اړه له وړاندې ګواښ کړی و او دا چې دیموکراسي یو حکمراني نظام دی، چې د پانګوالۍ له پوچې ایډیولوژۍ څخه یې سرچینه اخیستې او د پانګوالۍ د پوچې ایډیولوژۍ عقیده پر سیکولریزم( له دین ځحه د دولت پر جدایي) ولاړه ده. له همدې امله انسانانو ته د هغوی د محدود فکر پر بنسټ د قانون ټاکلو او قانون جوړولو مسولیت ورکوي، چې دغه امر د اسلامي احکامو خلاف دی، چې له انسانانو غواړي په پوره ډول هغو  الهی قوانینو ته تسلیم شي، چې خالق یې رالېږلي.

 پر دې اساس د انسانانو د اعمالو معیار حلال او حرام دي او کله چې انسانان وغواړي پر څه بندیز ولګوي او یا پکې ګډون وکړي، باید د همدې معیار پر بنسټ وي، نه د داسې معیارونو پر بنسټ چې هغه د پانګوالۍ له پوچې ایډیولوژۍ څخه اخیستل شوي وي. نو باید اسلامي امت  پر هغه څه عمل وکړي، چې الله سبحانه وتعالی ترې غوښتي دي، نه پر هغه څه چې غیر مسلمان دیموکرات رهبران یې ترې غواړي. دا که پر دیموکراتیکو ټاکنو بندیز ولګوي او یا پکې ګډون وکړی، خو د لومړي منل یې جنت ته تلل تضمینوي، په داسې حال کې چې دویم یې دوزخ ته د تلو لامل کېږي. هغه څه چې باید اسلامي امت تحریک کړي، پر هغه څه عمل کول دي، چې الله سبحانه وتعالی غوښتي. پرته له دې چې پرې فکر وشي چې څومره د درد، لاسته راوړنې او یا له لاسه ورکونې لامل کېږي.

له دیموکراسۍ لرې شئ، ځکه چې  سوله، سوکالي او هوساینه نه تضمینوي، لکه څنګه، چې د انسان له محدود ذهن څخه رامنځته کېږې، نو د بدلون شرایطو ته چمتو ده. پر ځای یې اسلام د یوې پوره ایډیولوژۍ په توګه ځایناستی او ټینګ کړئ، ترڅو هغه ستونزې، چې اوس یې بشر په کینیا او ټوله نړۍ کې لري؛ حل کړي.

د دیموکراسۍ تطبیق او ورته دعوت حرام دي؛ ځکه یو پوچ نظام دی، چې د غرب له خوا دودېږي او له اسلام سره هېڅ راز اړیکه نه لري. دیموکراسي د اسلام له کلي او جزیي قوانینو سره په ټکر کې ده، له هغې سرچینې چې راغلې، له هغې عقیدې یې چې سرچینه اخیستې، پر هغه بنسټ چې جوړه شوې، هغه افکار او نظامونه یې چې له ځان سره راوړي، ټول له اسلام سره په ټکر کې دي.

 

لیکوال: علي نصرو

ژباړن: علي عمار

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې