- مطابق
د عين جالوت جګړه
الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين
ژباړه: د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژه نیونکو بندګانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي او له نبیانو او رسولانو څخه پر هغه غوره نبي او رسول الله ﷺ سلام او درود چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی همداراز د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي او پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت سره یې سمه لاره موندلې او د قیامت تر ورځې پورې یې د هغه په بلنه سره دعوت کړی وي.
اما بعد:
د ایمان وروڼو!
د عین جالوت جګړه د ۶۵۸ هـ.ق کال د رمضان په پنځلسمه د جمعې په ورځ رامنځته شوه. الهي قدرت وغوښتل چې د دغې جګړې په واسطه فلسطينيان د تتار له خطر څخه وژغوري، ځکه هغوی دغه اسلامي خاوره لاندې کړې وه. له دې وړاندې صلاح الدین ایوبي د صلیبیانو په وړاندې هم دا ډول ډېر بریالیتوبونه تر لاسه کړي وو، چې د مسلمانانو د خاورو د ازادۍ لامل وګرځېدل. هغه داسې چې (قطز) د مصر سلطان په تتاریانو باندې د حملې پلان ته دوام ورکړ، ځکه تتاريانو د شام په ځمکه کې ډېرې ناخوالې رامنځته کړې وې. خپل پوځي مشر الباسل یا رکن الدین بیبرس ته يې امر وکړ، چې د تتاریانو په ځواکونو چې د هېواد په هره برخه کې تیت شوي، بريدونه وکړي او د هغوی د هغو ګنګوسو مخه ونیسي، چې د خلکو په زړونو کې یې ویره اچولې او بيبرس په دې کې خپل مهارت ثابت کړ، تر دې چې خپل ځواک یې هم وازمویه او د هغوی د راټولېدو پر ځایونو او ټولو خوځښتونو خبر او پوه شو.
بیبرس خپل رپوټ قطز ته واستاوه، چې په پای کې له بیبرس سره د عین جالوت په سيمه کې یو ځای شو او دغه ځای په فلسطین کې د بیسان او جنین ترمنځ واقع دی. قطز شامي او مصري ځواکونه په دغه ځای کې سره منظم کړل او له تتار سره د جګړې لپاره يې په هر څه سنبال کړل او بیا یې د جنګ د مجلس په رابللو امر وکړ. د جنګي ډلګیو مشران پکې راټول شول، ترڅو د جنګ پلان جوړ کړي. يو او بل يې د تتاريانو په وړاندې جګړې ته وهڅول او د تتاريانو هغه اعمال یې بیان کړل، چې له مسلمانانو سره یې کړي وو؛ لکه وژنه، د ښځو تښتونه، سوځونه، ویره اچونه او داسې نور او هغوی یې وهڅول چې تتاریان له شام څخه وباسي او د مسلمانانو او اسلام مرسته وکړي او د الله سبحانه وتعالی له سخت عذاب څخه یې وویرول. په دې وخت کې د قطز رپوټ ډیر اغېزمن تمام شو، تر دې چې امیرانو او رییسانو وژړل او سخت قسمونه یې وخوړل چې هغوی به قرباني ورکوي او جهاد به کوي.
د ایمان وروڼو!
«كتبغا» د هلاکو مرستيال په شام کې هغه مهال جګړې ته چمتو شو، چې کله يې د شامي او مصري پوځونو له تیاري خبر ترلاسه کړ. هغه د تتاريانو پوځيانو ته چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې تیت پراته وو، امر وکړ او خپل جګړه ییز صفونه يې د عین جالوت په سیمه کې سره یو ځای کړل او د ۶۵۸ هـ کال د رمضان په پنځلسمه د جمعې په ورځ د مسلمانانو پوځ د تتاريانو له ځواکونو سره مخ شو او هغوی ته یې سخته ماتې ورکړه. د جګړې د دويمې ورځې په سهار تتاریانو يو ځل بيا وکولای شول چې خپل صفونه منظم کړي او غرنۍ سیمه چې د جنګ میدان و، خپله کړي، ترڅو دغه ځای ونیسي او د هغوی دغه منظر د لیدونکو په نفسونو کې وېره رامنځته کړي. خو له دې سره سره هغوی د بدل اخیستنې تمه هم درلوده او په یوه پرېکنده جګړه کې داخل شي، نو جګړه ييز موقف نور هم خطرناک شو. هغه موقف چې د ګاونډيو کلیو خلکو نیولی و او دغه حالت د عین جالوت تنګی له سخت شورماشور او غوغا څخه ډک کړ.
د ایمان وروڼو!
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: امام هغه ډال دی، چې تر شا یې جګړه کیږي او ځان ورباندې ساتل کېږي. کله چې د دواړو لوريو پوځیان یو له بل سره مخامخ شول، نو سلطان قطز په جګړه کې خپل مهارت او زړورتیا وښودله او د خپل پوځ معنوي روحیه یې نوره هم لوړه کړه او په جنګ کې یې خپله ونډه واخیسته. په دې وخت کې یې آس زخمي شو، نو قطز له خپل اس څخه کوز شو او پلی یې جنګ یې پیل کړ، د پوځ یوه امیر یې ولید، نو خپل آس یې ورته وړاندې کړ، قطز یې له سپرېدو ډډه وکړه او ورته ویې ویل: زه نه غواړم چې مسلمانان له تا څخه په دغه وخت کې له ګټې اخیستو منع کړم. قطز تر هغه پلی جنګ وکړ، چې پوځیانو یې بل آس ورته راووست.
کله چې جنګ نور هم سخت شو، قطز هر څه په ځمکه ووهل او په لوړ آواز یې وویل: یا اسلامه! او خپله په تتاریانو پسې ورغی، نو د مسلمانو پوځيانو روحیه نوره هم قوي شوه او په تتاریانو یې سخت بريد وکړ، تر دې چې کتبغا مشر یې وواژه او همدغه د تتاریانو د روحیې د له منځه تلو او د لیکو د ګډوډولو لامل شول. ځکه چې کتبغا د هغوی له غوره جنګیالیو څخه وو او ټولو پوځيانو د هغه په رایه، زړورتیا او تدبیر تکیه کوله. هغه له دې وړاندې د فارس او عراق سيمې هم نیولې وې او هلاکو د تتاریانو پاچا پر هغه باور کاوه او د هغه له مشورې به یې هېڅکله ځان نه غړاوه.
د ایمان وروڼو!
تتاریان له دغې جګړې او وژنې څخه سخت ودردېدل او پاتې خلکو په خپلې زړورتیا سره وغوښتل چې جګړه له سره پیل کړي، خپلې لیکې یې بیا له سره ترتیب کړې او په ډېرې سختۍ یې پر مسلمانانو بريد وکړ، تر دې چې د جنګ تورو او جنګي آلاتو شور یوې زلزلې ته ورته بڼه غوره کړه. په دغه وخت کې د جګړې د بيا اعلان لپاره قطز ناره وکړه: اسلام وژغورئ! درې ځلې یې د پوځ د زړورتیا لپاره نارې وکړې او په خپله یې په جګړه کې ونډه واخیسته او ویې ویل: اې الله! خپل بنده قطز ته دې په تتاریانو بری ورپه برخه کړه. الله سبحانه وتعالی د هغه دا ناره واورېده، تتاریانو سخته ماتې وخوړه، د هغوی ډېری اتلان ووژل شول. په دغه وخت کې قطز له خپل آس څخه کوز شو او خپل مخ یې د سجدې په حالت کې په خاورو ککړ کړ، خاوره یې ښکل کړه او الله سبحانه وتعالی ته یې د شکرانې لپاره دوه رکعته لمونځ ادا کړ.
د ایمان ورڼو:
له جګړې دوې ورځې وروسته د بري خبر شام ته ورسېد، هغوی په خوشحالۍ نارې وهلې او شعرونه یې ویل او تتاریان وروسته له هغه چې شام يې اوه میاشتې او لس ورځې په خپله ولکه کې ساتلی و، وتښتېدل. له دې وروسته د شام د خلکو زړورتیا او حماسه نوره هم زیاته شوه او د تتاریانو پر ودانيو او شتمنيو یې بريد وکړ او پر دغو خاینانو یې سخت عذاب نازل کړ. له دې وروسته سلطان قطز دمشق ته روان شو، کله چې طبریه ته ورسید، نو د شام والي ته یې د خپل بري خبر ورکړ او ځایي خلکو ته یې د نظام په لاس کې نیولو او له ګډوډۍ څخه د ځان ساتلو امر وکړ. د رمضان په میاشت کې دمشق ته ننووت او کلا ته یې ورداخل شو، ځايي خلکو دروند هرکلی ورته ووایه او په دغه ستر بریالیتوب سره د مسلمانانو شکر دوه برابره شو. قطز چې په دمشق کې و، رکن الدین (بيبرس) یې له یو ستر ځواک سره د شام شمالي خواته د تتاریانو د شړلو او له هغوی څخه د هیواد د پاکولو لپاره واستاوه.
دغه اسلامي فتحې او خوځښت د مسلمانانو پر نفسونو ستر اغېز درلود او تتاریان يې په سخته وېره کې راچاپېر کړل او له وړاندې یې د قربانیانو لپاره د قربانۍ ګیلاس ورڅښلی و. خو کله چې پوه شول چې د اسلامي ځواک مشري د رکن الدین (بيبرس) پر غاړه ده او حمص ته نږدې شوی دی، ټول مالونه او لوټ کړي سامانونه یې بیرته پرېښودل، بندیان یې خوشې کړل او د خپلو ځانونو لپاره یې د ژغورنې مرسته وغوښته. مسلمانانو پوځیانو وکولای شول چې د تتار پوځونو ته سخته ماتې ورکړي. هلاکو چې د شام د جنګ پلان یې درلود، هر څه یې له لاسه ورکړل او په ځانګړې توګه کله یې چې مرستيال کتبغا ووژل شو او اخرنۍ هڅې یې له خاورو سره خاورې شوې.
د ایمان وروڼو!
هغه څه چې د عین جالوت د پېښې شان او شوکت یې زیات کړ، هغه یوازې مادي بریالیتوب نه و، بلکې د تتار د هغه د ځواک په وړاندې له مقاومت څخه له وېرې خلاصون و، چې د مسلمانانو په ذهنونو کې یې ځای نیولی وو. نو دغه د تتاري پوځیانو لپاره په شرق کې لومړنۍ وژونکې څپېړه وه، بلکې یوه داسې معجزه وه چې هیچا یې تمه نه کوله او هیچا دا توقع نه درلوده چې هغوی به له دغې ناروغۍ څخه يوه ورځ خلاصون مومي، تر دې چې د ځان ژغورنې په موخه یې د جهاد په لاره کې هڅې وکړې او له تتار څخه یې خپلې سيمې آزادې کړې او په نړۍ کې یې بېرته خپله دبدبه راژوندۍ کړه. الله سبحانه وتعالی دې پر هغو ورځو ورحمیږي چې په هغو کې مسلمانان په حقه مسلمانان وو او الله سبحانه وتعالی يې دې بېرته په بیړه راولي، ترڅو په هغې کې اسلام او مسلمانان خپل عزت ترلاسه کړي او کفر بیرته خپل ذلت او خوارۍ ته وروګرځوي.
او په پای کې له الله سبحانه وتعالی غواړو چې د رمضان میاشتې په دغو غوره او مبارکو ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو خوږې کړي، موږ خپل وفادار او اخلاصمن پوځیان وګرځوي، اسلامي امت ته د عزت او برکت ورځې بېرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. له الله سبحانه وتعالی څخه غوښته کوو، چې دا هر څه په نږدې وخت په رمضان کې زموږ په لاسونو تر سره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو ځواکمن او ولي ذات دی.
والسلام عليكم ورحمة الله تعالى وبركاته
* * *
لیکوال: استاد محمد احمد النادي