شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د یمن حدیده جګړې په یمن کې د غرب له لاسوهنو پرده پورته کړه
بسم الله الرحمن الرحيم
د یمن حدیده جګړې په یمن کې د غرب له لاسوهنو پرده پورته کړه

(ژباړه)

کله چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې حدیده ښار، د عربي متحده اماراتو د ځواکونو تر محاصرې لاندې راغی، د دغه هېواد د اوسېدونکو د تشویش او په راتلونکې کې د مرستو د رسولو لپاره د حدیده بندر د نیولو په موخه امریکا هڅه کوي، چې دغه ښار ته د عربي متحده اماراتو د ننوتلو خند شي؛ خو عربي متحده اماراتو د امریکا د دې کار په غبرګون کې له ناپوهۍ کار واخیست او د دغه ښار د هوایي ډګر لور ته یې خپل ځواکونه زیات کړل. د سمندریزو او هوایي ځواکونو په لېږدولو سره یې پر دغه ښار فشار راوړ او د امنیت شورا په غونډو کې یې د حدیدې ښار د جګړې درېدو لپاره د امریکا هڅو ته پام ونه کړ. له شکه پرته عربي متحده اماراتو د یوه ځواکمن دولت له ملاتړ پرته د داسې کار جرات نه درلود او د یوه قوي قدرت په ملاتړ سره داسې کړنې کوي. لکه څنګه چې انګلیس په ډاګه وویل: «د حدیدې جګړه روا جګړه ده، چې د یوه مشروع حکومت په غوښتنه پیل شوې او عربي متحده امارات د یمن ولسمشر عبدالرب منصور په غوښتنه مشروع رول لوبوي.» دا هغه څه دي چې لا له وړاندې یې د حدیدې د ازادولو لپاره اعلان کړي وو؛ خو د امنیت نړیوالې شورا د دوو ورځو اضطراري غونډې په نیولو سره غوښتل له دیپلوماتیکو لارو د حدیدې جګړه ودروي او د بې دفاع وګړو ساتنه وکړي.

 د ۲۰۱۸م د جون په ۱۵مه چې د شوال له لومړۍ سره سمون لري، خبري اژانسونو د یمن له پلازمېنې صنعا څخه د یمن په چارو کې د ملګرو ملتونو د استازي مارتین ګیرفیت د لېدنو خبر ورکړ. دا موضوع روښانوي چې دی هڅه کوي حوثیان په قدرت کې د پاتې کېدو لپاره مخکې له دې چې د حدیدې ښار سقوط وکړي سیاسي خبرو اترو ته کینوي. د رویترز په وینا د اماراتو یوه مسوول ویلي: «امریکا د حدیدې ښار په ازادولو کې د عربي متحده اماراتو د ګډون غوښتنه رد کړې ده، خو فرانسې د حوثیانو لخوا د دغه ښار په شاوخوا کې د اېښودل شوو ماینونو د پاکولو په شرط سره ګډون منلی دی.». حدیدې ښار ته د ورمخکېدو لپاره عربي متحده اماراتو د اروپا ملاتړ له ځان سره درلود. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا خپلو هغو حوثي مزدورانو ته اندېښمنه ده، چې په سیمه کې یې رول د ایران له رول سره تړلی دی

ټرامپ له ایران سره د هستوي تړون په لغوه کولو سره له یمن او سوریې څخه خپل عسکر واېستل او په بدل کې یې په سیمه کې په خپل نوي مزدور محمد بن سلمان باور وکړ، چې له همدې امله په یمن کې د سعودي په رهبرۍ د «عربي اتلاف» په نامه پوځي عملیات پیل شول. که څه هم عربي متحده اماراتو په دې جګړه کې د ګډون او د یمن سواحلو ته د پوځي پرمختګ له کبله ګټې تر لاسه کوي، خو په ټوله کې قضیه داسې ښکاري، چې امریکا خپل سعودي مزدور بن سلمان په یمن کې د راتلونکو سیاسي خبرو اترو استازی ټاکي. حوثیان او ملاتړي به یې په یوه سیاسي حزب بدل کړي، چې په دې جګړه کې به د انګلیس پر وړاندې رقابت ته راپورته شي. مصر د امریکا غوښتونکو رهبرۍ په عمومي کنفرانس کې راټول کړل او د امریکا اطلاعاتي استخباراتو وویل: سیسي د بکیل قوم له مشر شیخ ناجی شایف سره په قاهره کې وکتل او همداراز لواء عباس د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح له یو شمېر همکارانو او رهبرانو سره د امریکا په ګټه وکتل.

 خلاصه دا چې انګلیس د «عدن ښار» له استعمار وروسته خپل سیاست بنسټیز کړ. هغه سیاست چې عبدالرب منصور هادي او د هغه ځای سیاسي حزبونه یې تمثیل کوونکي دي. سربېره پر دې چې امارات پر یمني سواحلو او بندرونو  پوځي رول لري، امریکا هم خپل سیاست د خپل سعودي مزدور، بن سلمان د پوځي مرستو پواسطه پر مخ وړي. په سیمه کې په راتلونکې کې د ایران پر ځای، چې د یمن په قضیه کې ناکام شو، سعودي د امریکا د ګټو لپاره رول لوبوي او امریکا له حوثیانو سیاسي ګټه اخلي چې کیدی شي په راتلونکې کې یې په قدرت کې ګډ کړي. که نړیوال مذاکره کوونکي په تېرو دریوو کلونو کې د یمن د جګړې سیاسي حلارې ته رسېدلي وای، بیا هم د یمن د خلکو غم او درد پای ته نه رسېدو، ځکه غربي ښکېلاکګر له اسلام سره پر کینې او جګړې سربېره ددې خاورې د زېرمو پر سر په رقابت کې دي او په دې خاوره کې د جګړې اور بل ساتي په داسې حال کې چې د یمن خلک یې د وسلو په اور سوځي.

په رښتیا هم چې د یمن د ستونزو اساسي حللاره اسلامي نظام دی. یوازې همدا حللاره کولای شي د یمن خلک راټول کړي، داسې نظام چې د جګړې د درېدو، د یمن د خلکو د ساتنې او امن غوښتونکی دی. همداراز له یمن او نورو اسلامي خاورو څخه د استعمارګرو کفارو او د هغوی د مزدورانو اېستل غواړي او همدا راز د تنفیذ او  د پانګو د عادلانه وېش لپاره شرعي احکام راولي. خلافت یوازینی نظام دی، چې د اسلام بیراغ په داسې دولت کې پورته کوي، چې د خلکو د ژوند هر راز چارې، لکه: حکومتولي، اقتصاد، تعلیم وتربیه او بهرنی سیاست د اسلام په رڼا کې تنظیموي. ددغه دولت نوم د نبوت پر منهج د خلافت دولت دی. هغه دولت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د راتلو زیری ورکړی چې فرمایلي یې دي:

«... ثم تکون خلافة علی منهاج النبوة»

(رواه احمد)

ژباړه: ... وروسته د نبوت پر منهج خلافت دی.

له الرایه جرېدې څخه اخیستل شوی

لیکوال: عبدالله «باذیب»

ژباړن: حبیب الله

Last modified onیکشنبه, 05 آګست 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې