دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د روسیې د سولې مسیر د ترکستان پر لور؛ خو د امریکايي سولې مسیر له زنځيري وژنو تېرېږي
بسم الله الرحمن الرحيم
د روسیې د سولې مسیر د ترکستان پر لور؛ خو د امریکايي سولې مسیر له زنځيري وژنو تېرېږي

قطبي خرس (روسیه) د سیاسي ګنګسیت له امله یو ځل بیا د تېر په څېر ډېره ناوخته (د کابل-واشنګټن امنیتي تړون له لاسلیک وروسته) په سیمه کې د امریکا شوم نیت ته متوجه شوې ده. ځکه مخکې یې ګومان کاوه چې امریکا د تروریزم پر وړاندې د جګړې او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په داعیه کې صادقه ده. خو امریکا له کابل سره د امنیتي تړون په لاسلیک د پرلپسې کلونو لپاره په افغانستان کې د خپلې پښې لپاره ځای تثبیت کړ. دا هېواد یې د نشه‌يي توکو د کروندې په توګه وکاراوه، په لوی لاس یې د افغانستان شمال ناامنه کړ، په سیمه کې یې د داعش پروژه جوړه کړه او هڅه کوي چې د ناامنیو څپې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په لور وخوځوي. نو روسیې پورتنیو ټکو ته په کتو جدي هڅه وکړه، چې د دغو تحرکاتو په غبرګون کې له طالبانو سره خپلې سیاسي اړيکې ټينګې کړي.   

د دغو هڅو په دوام روسیه په دې لټه کې ده، ترڅو د امریکا د سولې له پروسې سره یوه موازي پروسه رامنځته کړي. خو روسیه په دې اړه یو ځل بیا افغانستان له سوریې سره اشتباه کوي او ناسم قیاس کوي، ځکه د امریکا له سیاسي-اقتصادي (استعماري) نظره د سوریې قضیه د افغانستان له قضیې سره ډېر توپير لري. د افغانستان په قضیه کې امریکا او ناټو ته د چین او روسیې د مهارولو لپاره د دغه هېواد ستراتيژيک موقعیت، د منځنۍ اسیا د هېوادونو تر ځمکې لاندې زېرمو استعمار، خپله د افغانستان بکر معادن او په سیمه کې د خلافت دولت د ظهور د مخنیوي له مخې ځانګړی اهمیت لري، چې د دغو منافعو د ساتنې لپاره به اصلاً د دې قضیې د چارو (جګړې او سولې) سرپرستي چین او روسیې غوندې هېوادو ته پرېنږدي.

خو د سوریې په قضیه کې چې کله امریکا خپل مزدور نظام، د لبنان د حزب الله، د ایران انقلاب د سپاه پاسداران او عراقي، افغاني-پاکستاني ملېشو په وسیله ونه ژغورلی شو، نو روسیه یې هم پکې ورښکېله کړه او کله یې چې درک کړه چې روسیه هم ونه توانېده، ترکیه یې قضیې ته ورننه ایسته او د پاڅون کوونکو د انحراف لپاره یې د سعودي، قطر او ترکیې رول پياوړی کړ، چې بالاخره د سوریې د مستبد نظام پر ژغورلو او د اهل شام پر مقطعي ماتې یې پای وموند. د سوریې په قضیه کې امریکا روسیه داسې ښکېله کړه، ترڅو چې خپله امریکا ونه غواړي روسيه هېڅکله له سوریې د وتو توان ونه لري. دغه‌راز هره ورځ باید د جګړې درانه لګښتونه ورکړي، چې د روسیې اقتصاد ته وژونکي زهر ګڼل کېږي. له بلې خوا روسیه د سولې د خبرو اترو له لارې هڅه کوي، ترڅو خپله پښه له سوریې وباسي، په داسې حال کې چې د دغو خبرو اترو اساسي کرښې امریکا په ژنیو او ریاض کې ترسیم کړې او اجرایوي تعقیب یې د ترکیې پر اوږو وراچولی دی.

خو په افغانستان کې د امریکا د سولې د پروسې په برخه کې؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه د افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد له ټاکل کېدو وروسته، نوموړي اسلام آباد، دوحې، متحده عربي اماراتو، ریاض او کابل ته خپل لس ورځنی سفر پای ته ورساوه او د افغانستان په قضیه کې له ټولو ښکېلو اړخونو لکه طالبانو، د افغانستان دولت، پاکستان او عربانو سره یې خبرې وکړې او خاص پيغامونه یې ورسره تبادله کړل.

له دې سره جوخت په افغانستان کې ځينې طالب ضد څېرې یوه په بل پسې په مرموزه توګه ووژل شوې. د طالبانو یو سرسخت مخالف جنرال عبدالجبار قهرمان د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د خپلو انتخاباتي کمپاینو په دفتر کې په چاودنه کې ووژل شو. دوې ورځې وروسته جنرال عبدالرازق د افغانستان په جنوب کې یو بانفوذه شخص او د پولیسو یو خورا قدرتمند قوماندان چې له طالبانو سره په دښمنۍ کې يې شهرت موندلی و، په افغانستان د بهرنیو ځواکونو له قوماندان سره له ملاقات وروسته ووژل شو.

شاوخوا دوې اونۍ وروسته د فراه ولایتي شورا رییس فرید بختور چې په فراه کې خورا متنفذ شخص ګڼل کېده، د الوتکې د سقوط له امله ووژل شو. نوموړی هغه څوک و، چې پر فراه د طالبانو د خورا سختو بریدونو په مقابل کې تر دومره کچې ودرېد، چې کابو ټولو امنیتي ځواکونو ماتې خوړلې وه او د ولایت مرکز د سقوط په حال کې و، هغه له سقوطه وژغوره. د دغو ټولو وژل شوو کسانو مسوولیت طالبانو ومانه.

په داسې حال کې چې د جنرال عبدالرازق قتل له تخنیکي-سیاسي نظره ډېره ګونګه او مرموزه موضوع وه، چې د امریکا مستقیم او غیر مستقیم رول نه شو پکې ردولی. د افغانستان عمومي افکار د دغه قتل له څرنګوالي او شواهدو دې پایلې ته ورسېدل، چې خپله امریکایانو وژلی. د دغه قوماندان په مړینه داسې موارد شته چې پاکستان، طالبان او اشرف غني ګټه ترې اخلي: هغه د پاکستان لخوا د ډېورنډ پر کرښه د اغزن سیم د غځولو خنډ و، له طالبانو سره په دښمنۍ کې شدید و، حتی د دوی په وژنه او تعذیب کې یې شهرت موندلی و او له اشرف غني سره یې ښکاره مخالفت درلود، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یې پر وړاندې په جنوبي حوزه کې بالقوه خنډ بلل کېده. نو اساسي پوښتنه دا ده چې امریکا ته بلې کومې مهمې موضوع اهمیت درلود، چې د هغې لپاره خپل یو متحد، مخلص او وفادار قوماندان قرباني کړي؟

په افغانستان کې د دا ډول زنځيري قتلونو په دوام د ډېورند کرښې بلې غاړې ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام رهبر او د حقانیه مدرسې وارث مولانا سمیع‌الحق، چې د «طالبانو پر معنوي پلار» مشهور و، د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د چاقو او یوه ناشناخته کس په ډزو ووژل شو. د بي بي سي د رپوټ پر اساس د امریکا او افغانستان دولتونو د سمیع‌الحق له  د سولې خبرو اترو ته جدي ګواښونه حس کړي وو. نو ورسره په اړیکه کې شول، ترڅو له طالبانو سره د افغانستان دولت د سولې پروسه کې هڅه وکړي. ویل کېږي چې د سمیع‌الحق لخوا شین څراغ نه و تر لاسه شوی.

د جنرال عبدالرازق له قتل وروسته د ملاعمر یو مرستیال ملابرادر د خلیلزاد د وړاندیز په پایله کې د پاکستان له زندانه ازاد شو او پنځه نور طالبان چې مخکې له ګونتانامو زندانه ازاد شوي او نظربند وو، له ټولو بندیزونو او نظربندیو خلاص شول.

دا پرلپسې تحرکات له سیاسي نظره کېدای شي هغې سولې ته لار هواره کړي، چې امریکا یې توقع لري. نو امریکا پر طالبانو د بریدونو له سختولو سره هم‌مهاله له دې ډلې سره خبرې اترې هم پيل کړې دي او د دې پروسې د پرمختګ لپاره یې ځينې طالب زندانیان ازاد کړي. له بلې خوا امریکا د ډېورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د سولې پروسې د خنډونو د ختمولو لپاره ملا تړلې او غواړي چې ځينې وسله‌وال مخالفین له دې پروسې سره یو ځای او په افغانستان کې یې د خپل لاسپوڅي حکومت یوه برخه کړي او یو شمېر نور په ځانګړې توګه هغه سرتېري چې په دې پروسه کې رهبري له لاسه ورکوي، له دې پروسې سره په مخالفت له نورو نظامي ډلو سره یو ځای شي، ترڅو په سیمه کې د امریکا خونړۍ جګړه توجیه او دوام پيدا کړي.

نو لازمه ده چې د افغانستان د جګړې سیمه‌ييز او نړیوال اړخونه دقیق درک کړو او پرېنږدو چې یو له بله ډېر د مسلمانانو وينو ته تږي استعمارګران، د افغانستان د خلکو او دلته د ښکېلو ډلو پر برخلیک لوبې وکړي؛ بلکې باید په دې هڅه کې وو چې سیاسي قضیې د اسلامي عقیدې له زاويې درک کړو او په بیدارۍ، د واقعیتونو په بیان او د دغو پروسو په افشا کولو امت د استعمارګرو په دام کې له لوېدو وقایه کړو.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر-ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

Last modified onدوشنبه, 19 نومبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې