- مطابق
(ژباړه)
د دویم سلطان محمد بن مراد په واسطه د قسطنطنیې فتحه په وروستیو اسلامي خوځښتونو کې ترسره شوه، چې یادې هڅې له امویانو څخه پیل شوې او د عباسیانو په وخت کې یې هم دوام وکړ؛ ترڅو سلطامحمد فاتح بریالی شو او د دغه فتحه شوي ښار نوم یې اسلامبول کېښود.
تاریخ دروغ نه وایی او واقعیتونه به ښکاره شي، که څه هم وخت اوږد شوی دی. د دروغجنو دسیسې د حق لمر سوزوي، هرڅومره که باطلې وریځې پر هغوی سیوری وکړي. هغه غمیزه چې نن اسلامي امت ورسره مخ دی، هغه د خلافت نشت دی. دا هغه یوازنی نظام دی چې د یو واحد امت په توګه د اسلامي امت استازیتوب کوي، د چارو سرپرستي یې ترسره کوي او د دین ساتنه یې کوي.
په دغې غمیزه کې پر موږ هم سختې شېبې تېرېږي، چې لاره اوږدوي او زړونه مو د کمزورۍ او له الله سبحانه وتعالی څخه د لېرېوالي له امله فرمانبرداري کوي. هغه څوک چې تاریخ د قران په رڼا کې مطالعه کوي، د دغو دروغجنو دروغ درک کوي او دا حس کوي چې الله سبحانه وتعالی له اسلامي امت او مومنانو سره دی. هغه کسان چې تاریخ دقیق مطالعه کړي، پوهېږي چې مصبتونه د وخت په اوږدو کې رامنځته کېږي. هغه وخت زړونه له ډېره صبره هلاکت ته نېږدې شوي وي، تر هغه وروسته روښنایي رامنځته کېږي او تیاره له منځه ځي.
هر څومره چې اوسنی ناوړه حالت دوام کوي، د خلافت نشت ځنډېږي او د غرب هغه ټول بریدونه چې اوسمهال یې پر اسلامي امت کوي، د خلافت په بیا راتګ زموږ باور نور هم پیاوړی کوي. کله چې اسلامي امت ته د هغوی جوړې شوې دسیسې وینو، ژوندي کېږو چې موږ هم یو ژوندی امت یو. ځکه له مړي څخه څوک نه ډارېږي. په داسې حال کې چې هره شېبه د غرب وحشت ډېرېږي او د دوی وحشت تر دې کچې رسېدلی، هر هغه څه چې له اسلام سره لږ اړیکه هم ولري، دوی خپله دښمني ورسره اعلان کړې ده. هر څومره چې دغه هیله اوږده شي، موږ نه نهیلي کېږو.
کله چې د حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه په وخت کې د قدس فتحه کول، وروسته د صلاح الدین ایویي په واسطه د هغه ازادول مطالعه کوو، په داسې حال کې چې لسګونه کاله د صلیبیانو تر اشغال لاندې و؛ ډاډمنېږو چې دویم ځل فتحه یې هم حتمي ده او إنشاءالله د هغو نهیلو کسانو د سترګو له رپ څخه هم ډېره نېږدې ده، چې پر الله سبحانه وتعالی بد ګومان لري.
د قسطنطنیې د فتحې هڅو، چې پېړۍ وخت یې ونیو، زموږ په زړونو کې د هیلو تخم کري. دا هغه هیله ده چې په ارامۍ نه تر لاسه کېږي، بلکې دا هر څه پر الله سبحانه وتعالی باور او د ایمان د مفهوم پایله ده. دا هغه هیله ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې موږ ته د خیتځ نصارا مرکز قسطنطنیې د فتحې زیری راکړی و او فتحه شوه. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د روم د فتحې زیری هم راکړی او د الله سبحانه وتعالی په مرسته به هغه هم فتحه کړو.
بریا په یوه شېبه صبر کې نغښتې او هغه کسان چې د الله سبحانه وتعالی پر نصرت باور لري، هغوی ته د ابتلاء اوږدېدل د بریا نېږدېوالی دی او د غمیزو ډېرېدل ورته د دغې بریا زیری ورکوي. څنګه چې د هر تناب غوټې سختې شي، نخونه یې ښکاره کېږي او له منځه ځي. که اسلامي امت هغه وخت ناهیلی شوی و، چې صلیبیانو بیت المقدس اشغال کړ او د خپلو اسونو د درولو پر ځای یې بدل کړ؛ نو ایا له ۵۰۰ کلونو وروسته به د صلاح الدین په نامه یو څوک پیدا شوی وی، چې بیت المقدس یې بېرته له صلیبیانو ازاد کړ؟! که چېرې مسلمانانو د قسطنطنیې د فتحې د ناکامو هڅو په اړه اوږدمهاله فکر کړی وی، نو ایا محمد فاتح به پیدا شوی وی، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری رښتیا کړي؟!
هېڅ وخت داسې نه وه، بلکې دا د اسلامي امت ایمان و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیري یې په برخه شول. د دغه ایمان په وسیله لاره رڼا کېدله، هیلې او تمکین یې په زړونو کې کرل کېده. هغه ایمان چې ابو ایوب انصاري یې د قسطنطنیې د فتحې په تړاو شهادت ته اړ کړی و او شمس الدین اق یې هڅولی و، چې د قسطنطنیې فتحه د محمد فاتح د نوکانو اخیستلو په وخت کې د هغه په زړه کې وکري. هغه ایمان و، چې د نوموړي مور یې دې ته اړه کړې وه، ترڅو محمد فاتح له دنیایي کارونو څخه لېرې وساتي، هره ورځ یې له ځان سره یوسي او داسې څه پرې وویني، چې یوه ورځ به یې په لاسونو فتحه شي او هغه ۲۱ کلنۍ ته نه و رسېدلی چې قسطنطنیه یې فتحه کړه.
دا هغه ایمان دی چې صلاح الدین ایوبي یې اړ کړ، ترڅو مصر او شام ته وحدت ور په برخه کړي، امت له تیت پرک کېدو وژغوري او لومړۍ قبله یې ازاده کړي. هغه ایمان چې عز بن عبدالسلام یې د مغولو پر وړاندې د فتوا صادرولو ته اړ کړ. هغه هم داسې مهال چې ډېری کسانو د مغولو له وېرې د نوموړي د کار مخه نیوله. همغه فتوا وه چې «قطز» او «بیبرس» ته یې بریا ور په برخه کړه او په هغه وخت کې یې د مغولو پر وړاندې تر ټولو لوی ځواک جوړ کړ. دا همغه ایمان دی چې د حزب التحریر دعوتګران او له دوی سره د امت هغه مخلص کسان یې دې ته اړ کړي، چې د اسلامي ژوند د بیا پیل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره د دویم راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره کار وکړي؛ ترڅو اقصی مسجد بیاځلي ازاد کړي او روم فتحه کړي.
د الله سبحانه وتعالی په مرسته به دغه تیارې له منځه ولاړې شي او ډېر ژر به اسلامي امت د خلافت د تاسیس تر ټولو لوی او خوشحاله اختر وویني. د هغه تر سیوري لاندې به ټول بشریت د اسلام نور وویني.
﴿فَلاَ تَحْسَبَنَّ اللّهَ مُخْلِفَ وَعْدِهِ رُسُلَهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ﴾
[إبراهيم: 47]
ژباړه: ګومان مه کوه چې الله سبحانه وتعالی له پيغمبرانو سره وعده خلافي کوي (دوی ته بری نه ورکوي او کافرانو ته ماتې نه ورکوي) بېشکه الله سبحانه وتعالی (پر هر کار غالب او له کافرانو او ظالمانو) غچ اخیستونکی دی.
له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې موږ تل ثابت وساتي او زموږ سترګې په درېیو زیرو: د خلافت په بیا تاسیس، د بیت المقدس په بېرته ازادۍ او د روم په فتحې سره روښانه کړي. رښتیا هم چې الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه دعا قبلوونکی دی.
لیکوال: بیان جمال
ژباړه: بهیر «ویاړ»