دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په نړۍ کې پانګوال نظام او د هغه چټلۍ!
بسم الله الرحمن الرحيم
په نړۍ کې پانګوال نظام او د هغه چټلۍ!

(لومړۍ برخه)

(ژباړه)

 د غرب فرهنګ اوسمهال پر نړۍ خور شوی دی. کله چې په ۱۸مه میلادي پېړۍ په اروپا کې دغه فرهنګ را پورته شو، نو اسلامي فرهنګ یې له قدرت څخه ګوښه کړ. دغه راز کله چې غرب په پوځي جګړه کې خلافت مات کړ، نو په اسلامي خاورو کې د اسلامي فرهنګ ځای هم دغه فرهنګ ونیوه. د هغه مهال ځواکمنو هېوادونو فرانسې او برېتانیا له هماغه وخته د اسلام د له منځه وړلو او د مسلمانانو له ژوند څخه د اسلام د لرې کولو پلان درلود، چې وروسته یې د اسلام د واکمنېدو د مخنیوي هڅه هم وکړه.  

دغه مسوولیت اوسمهال د امریکا پر غاړه دی. مارکسیستي مفکوره او د هغې نړیوالې طرحې (د استعمار برابري، نړیواله سوله او د کارګرې طبقې یووالی) هغه څه و، چې د غرب د فرهنګ پر وړاندې لومړني خنډونه ګڼل کېدل؛ په ځانګړې توګه کله چې د شوري اتحاد په چوکاټ کې د روسیې په رهبرۍ سره راټول شول. مارکسیستي مفکوره ونه توانېده چې پر یوه ځانګړي فرهنګ تمرکز وکړي او د خلکو کارونه د هغوی د دیني باورونو پر بنسټ ترسره کړي. خو دولتي مسایل یې د سوسیالیستي مفکورې پر بنسټ حلول. کله چې په ۹۰یمه لسیزه کې سوسیالېزم ګډوډ شو او شوري اتحاد له منځه لاړ، نو د غرب د فرهنګ پر وړاندې بل هېڅ خند پاتې نه شو. له دې وروسته د غرب فرهنګ او نړیوالو طرحو لکه؛ ډیموکراسي، لېبرالېزم او پر نړۍ د تسلط لپاره د دوی ازادیو ته میدان ورخوشې شو. اوسمهال له اسلامي فرهنګ پرته بل هېڅ داسې فرهنګ نشته چې غربي فرهنګ ته ګواښ پېښ کړي. خو اسلامي فرهنګ هم د مسلمانانو په ذهنونو کې د یوې پروژې په حیث دی، چې د ټیکاو لپاره یې ډېر ګوندونه او ټولنې کار کوي. ایا پر نړۍ غربي فرهنګ له دې کبله بریالی شوی چې سم دی؟ که دا یوه لنډ مهاله بریا ده یا په ټکنالوژۍ او اختراعاتو کې د غرب پرمختګ د دې لامل ګرځېدلي دي؟ په دغې مقاله کې د همدغو پوښتونو د ځوابولو هڅه کوو؟

پانګوالي هغه اقتصادي نظام دی چې د ژوند، کایناتو او انسان له ټولیزې مفکورې څخه منشاء اخلي. د دې لپاره چې د پانګوالۍ پر نظام پوه شو او په اړه یې حکم وکړلی شو، نو باید هغه مفکوره مطالعه کړو چې پانګوالي سرچینه ترې اخلي. هغه مفکوره چې پانګوالي‌ ترې سرچینه اخلي سیکولرېزم یعنې د دین او دونیا بېلتون دی. دغه مفکوره له غرب په ځانګړې توګه اروپا څخه راپورته شوې ده. د دغې مفکورې د فساد او اساسي نقص په اړه به دومره ووایو چې دکایناتو، ژوند، انسان په اړه او هم له وړاندې او وروسته سره د دوی د اړیکې په برخه کې د عقل پایله سمه نه ده. که څه هم دغه محسوس واقعیتونه او له وړاندې او وروسته سره یې اړیکه په احکامو کې بیان شوې ده. خو هغه احکام چې د انسان، کایناتو او ژوند په مبدأ پورې اړه لري، د هغه ژوند د کړنو پایله ده چې غربیانو په منځنیو پېړیو کې کاوه. دا هر څه د هغه وخت د کلیسا او علومو ترمنځ په جګړو کې په ښه ډول ښکاري، چې یوه لوري کسانو یې ځانونه د الله سبحانه وتعالی استازي بلل او د بل لوري مفکرو خلکو بیا ځانونه د مادي چارو مسوول ګڼل. عقل د دغه لانجو په حل کې په یوازې ځان حکم نه کاوه، نو کلیسا (چې ځان یې د خلکو استازی ګاڼه) د وینې تویونې، وېرې او غوسې لامل شوه. وروسته ډېره غوسه د دې لامل شوه، چې علما او متفکرین انقلاب وکړي او بالاخره قضیه یې په منځلاریتوب سره حل کړه. دا ځکه چې یوه لوري هم د مقابل اړخ د پوره له منځه وړلو توان نه درلود. 

منځلاریتوب یعنې د دین او دونیا په بېلوالي اعتراف کول.‌ دا د دغې مقولې د رامنځته کېدو لامل شوه: «هغه څه چې د قیصر دي قیصر ته او هغه څه چې د الله دي الله ته دې ورکړل شي.» یعنې پر دوو متضادو شیانو اعتراف کول، چې د یو ځای کېدو امکان یې هم نشته دی. د دوی په اند علم د دین او عقل د اېمان مخالف و. ځکه علم په غیبیاتو پورې تړل کېده، د درک امکان یې نه و او دویم په حواسو او محسوسو واقعیتونو پورې تړل کېده. په دې ‌‌ډول یې هر یوه ته خپل خپل ځای ورکړ. دوی به ویل، چې دین د انسان او خالق تر منځ اړیکه ده او ځای یې هم کلیسا دی. علم ټولې اړیکې ترتیبوي او له ټول پراخوالي سره سره  یې ځای ژوند دی. د دوی په هغو متضادو باورونو لکه؛ علم، دین، عقل او اېمان کې لانجې رامنځته شوې. نو دا یو خوب دی چې انسان دې د سیکولرېزم عقیدې (د دین او دونیا بېلوالی) ته تسلیم شي. ځکه دا عقیده د عقل پر بنسټ نه، بلکې پر منځلاریتوب ولاړه ده. په دغې عقیده کې دین ته د تسلیمېدو ځای هم شته، یعنې د خالق او محشر د ورځې په اړه ضمني اعتراف کول دي. دغه راز مادي ژوند ـچې د عقل محصول دی ـ هم په کې شاملیږي. موږ دې پایلې ته رسیږو چې دغه عقیده باید رد شي، ځکه چې پیل یې له خپل پای څخه انکار کوي.  

عقل هغه وسیله ده چې د پېښو  په اړه یوازې قضاوت کوي او انسان له نورو ادرسنو څخه بېلوي. کله چې څوک د دغو ادرسونو په اړه فکر وکړي، چې کاینات، انسان او ژوند هم پکې شامل دي، نو پر دې به پوه شي چې دا شیان پر خپل ځان متکي نه دي. ځکه دا شیان محدود، ناقص او کمزوري دي. دوی واجب الوجود خالق ته اړتیا لري، په هغه یې تکیه کړې او د هغه د نظام او لارې پیرو دي. الله سبحانه وتعالی د خپلو موجوداتو په اړه بې شمېره عقلي او نقلي دلیلونه راوړي، چې له خالق سره د کایناتو، ژوندو او انسان اړیکه ټینګوي.

نو له دې کبله پوهیږو، چې عقل اېمان ته د رسېدو وسیله ده. د دین اساس د انسان کایناتو او ژوند په اړه فکر کول دي. له دې څخه ښکاري چې دین له عقل سره په ټکر کې نه دی. که چېرې موږ د نصرانیت پر عقیده ـچې عقل یې د عقیدې له ثابتولو څخه عاجز دی او دینداري یې د الله سبحانه وتعالی له طرفه په زړه کې د اېمان وراچول ګڼل کېږي-تطبیق کړو نو پر دې پوهیږو چې دین د دوی لپاره داسې یو څه دی چې احساسېږي، خو عقلي نه دی. د اسلام په اړه بیا دغه باور سم نه دی، چې عقل اېمان ته د رسېدو وسیله وبولي او د عقیدې د سموالي او ناسموالي حاکمیت ورکړي.

اسلامي عقیده په لاندې څو اساسي ارکانو ولاړه ده: اېمان پر الله سبحانه وتعالی او دا چې قران کریم د الله سبحانه وتعالی له لوري رالېږل شوی دی. پر دې اېمان چې محمد صلی الله علیه وسلم وروستی رسول او د الله سبحانه وتعالی له لوري دی. دا د اسلامي عقیدې اساسي ارکان دي او هغه عقل چې له نفسي غوښتنو خالي وي پر دې ښه پوهیږي چې دا سم دي او له واقعیت سره سمون لري. په داسې حال کې مو دې ته پام کېږي، چې پانګوالي د یوې بې ثباته عقیدې پر بنسټ رامنځته شوې او دا سمه نه ده چې انسان یې دې د ژوند د فکري قاعدې په توګه غوره کړي. نو نیمګړتیا یې په اصل کې ده، کله چې یو شی د باطل پر بنسټ ولاړ وي، هغه پخپله هم باطل دي. له دې اړخه د ژوند په برخه کې د دوی نظامونه باطل دي او بشر ته نیکمرغي نشي راوړلی.

که جزیاتو ته ورشو، نو د پانګوالۍ نه مسوولیت په څرګندو ټکو کې ښيي، ځکه دا نظام له عقل سره په ټکر کې دی او عقل ته قناعت نه شي ورکولی. دا نظام زړونو ته خپګان راوړي او ژوند بې خونده کوي.

پانګوالۍ انسان او د هغه فطرت چې غریزې او حاجات دي له منځه وړي، ځکه انسان یې پر دې سربېره د الله سبحانه وتعالی له بنده ګۍاېستلی، چې پر شتون یې اعتراف هم کوي. دوی د الله سبحانه وتعالی له لوري د تدبیر له اړیکې ـچې د انسان ژوند یې ترتیب کړی ـ انکار کوي. الله د خالق په حیث پېژني، خو د امر کوونکي په حیث یې نه پېژني. دغه راز وایي، الله زموږ د کړنو په اړه حکم نه کوي. د پانګوالۍ په باور الله سبحانه وتعالی یوازې خالق دی، داسې خالق نه چې دستور ورکړي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

﴿الا له الخلق  الامر

ژباړه: پر دې پوه شئ چې پیداکول او فرمان ورکول د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دي.

 پانګوالي انسان خالق ته اړ بولي، خو له بده مرغه چې د اړینتوب له دغه حالت څخه انکار کوي. په داسې حال کې چې تدبیر ته اړتیا د دوی د فطرت غوښتنه ده، لکه څنګه چې انسان خپل ذات ته اړتیا لري، ترڅو باور پرې وکړي او په خپله ګټه ځان پوه کړي. خو پانګوالۍ انسان په داسې یو شخص بدل کړی، چې د ژوند هر څه یې د دونیا خوند ګرځېدلی دی او د دوی د فکر کولو محور یوازې ځانغوښتنه ده. په هره کچه چې د دوی ځانغوښتنه زیاته شي، په همغه اندازه یې فطرت او غرایز تر پوښتنې لاندې راځي. که غرایز اشباع نه شي، انسان د بدمرغۍ کندې ته لوېږي.

داسې غریزې هم شته چې انسان یې د اشباع کولو لپاره خپل ځان قربانوي او د خپلې اېډیولوژۍ د مبدا د بریالي کولو په خاطر ځان بې ارزښته ښیي او دا د تدین د غریزې خاصیت دی. کله چې یو څوک د خپل اولاد لپاره له خپل مال او ځان څخه تیریږي، دا بیا د جنسیت د غریزې ځانګړنه ده. نو که چېرې انسان خپل ځان مرکز وګرځوي او د هر څه محور یې وبولي، نو بدمرغه کېږي. په سمه مبدا کې اصل دا دی، چې انسان ته نیکمرغي ور په برخه کړي. دا ډول حالت له فردي اړخه دی، د نړیوال لیدلوري له مخې په پانګوالۍ کې د هېوادونو تر منځ په اړیکو کې یوازې ګټه حاکمه ده. ځواکمن کسان پر کمزورو بر لاسي وي، په ورته وخت کې کمزوري کسان په ټولنه کې هېڅ ځای نه لري. هېڅوک د کمزورو د ستونزو په اړه فکر نه کوي، هغوی د بشریت دلاس الې دي، له دې حالته یې مرګ ښه دی او دا د انسان په اړه یوازې د پانګوال نظام فکر دی. ښکېلاک د پانګوالۍ پرمختللی پړاو دی، ځکه چې قوي دولتونه د کمزورو دولتونو په ځورولو کې سیالي کوي، استثماروي یې او وینې یې څښي. نو په دغه حالت کې د ښکېلاکګرو تر منځ جنجالونه پیلېږي او پایله یې ویجاړوونکې جګړې وي. که دوه پېړۍ مخکې نړیوالې جګړې مطالعه کړو، نو پوهېږو چې یوازنی لامل یې په مادي ګټه او استثمار پسې منډې وهل و.

د پانګوالۍ تر ټولو لوی نظام د هغې اقتصادي نظام دی، چې موخه یې په ټولنه کې د اخلاقي ارزښتونو په پام کې نه نیولو سره د پانګې زیاتول دي. په ورته وخت کې پانګه د پیسو د دستګاه په وسیله ویشي. دا کار د پانګوالۍ د ځایونو په داخل او بېرون کې د ډېرو ویجاړیو لامل شوی دی. د مالکیت ازادۍ او اقتصادي پرمختګ په نامه لوی لوی شرکتونه او بانکونه جوړ شوي، چې د خلکو پانګه لوټوي او په پایله کې پانګوال پر غریبو خلکو برلاسي کیږي او لوی طبقاتي توپیر رامنځته کوي. په پانګواله ټولنه کې ۱-۲ سلنه خلک پر ۹۸سلنه خلکو حکومت کوي او ۲سلنه خلک پر ۹۸سلنه خلکو پانګه ویشي. د دغه نظام په بهرني سیاست کې له ښکېلاک، جګړې او د کمزورو خلکو له وینې زبېښلو پرته بل څه نشته. له دغو جنایتونو پرته تباه کوونکې ناروغۍ هم پکې دود شوي؛ لکه: ایډز چې له اخلاقي ارزښتونو پرته د مادي ګټې لپاره د خلکو د اړیکو په پایله کې رامنځته شوې ده. په غرب کې میلیونونه خلک په ایډز اخته شوي او دې کچې ته رسېدلي چې د غرب په پرمختللو ښارونو لکه نیویارک او نورو کې جرمونه د ثانیو پر اساس شمېرل کېږي.

د پانګوالۍ نظام چې کله رامنځته شوی ستونزې او کړکېچونه یې پیل شوي دي مثلاً؛ په ۱۹مه پېړۍ کې د همدې نظام له رامنځته کېدو سره سم په امریکا کې د کارګرو د مزد او کاري ساعتونو کړکېچ، چې ډېر دوام یې وکړ او بالاخره منځنۍ حللاره یې ورته پیداکړه. وروسته د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو (۱۹۲۹م) کې لوی اقتصادي کړکېچ رامنځته شو. همدارنګه پر ښارونو د حاکمیت لپاره لویې لویې جګړې او کړکېچونه پیل شول، چې په لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه کې یې له امله ۲۰ میلیونه انسانان له منځه ولاړل. دغه راز لسګونه میلونه خلک ټپیان او معلول شول؛ تر څنګ یې ویجاړۍ، وینه تویونه، وېره او رواني ناروغۍ هم ملګرې وې. وروسته د لویو دولتونو تر منځ جنجالونو دوام پیداکړ، وسله والې سیالۍ پیل شوې او د دغو کړکېچونو د مخنیوي لپاره یې میلیونونه ډالر ولګول. په دې پړاو کې پوځي ښکېلاک د لویو اقتصادي شرکتونو د خدمت لپاره ډېر هېوادونه ونیول. وروسته د ۲۱م پېړۍ په لومړیو کې د مالکیت ګروۍ په نامه اوسنی کړکېچ رامنځته شو، چې روانې ستونزې یې نورې هم ډېرې کړې. دغه کړکېچ د اقتصادي زیانونو لامل شو، چې په ۲۰۰۸م کال کې له ۱۴ترېلیونو ډالرو ډېر ښودل شوی دی او دا کچه په ۲۰۱۱م کال کې ۶۰ترېلیونو ته رسېدلې ده. سربېره پر دې د لویو موسیسو اقتصاد ګډوډ دی، د بې کارۍ کچه لوړه ده، ورځنۍ تنخوا کمه شوې، د غریبانو او هغو کسانو شمېر ډېری شوی چې د لوږې له امله د مرګ له خطر سره مخ دي. دغه کړکېچ لاهم دوام لري، یوې او بلې خواته د خپرېدو په حال کې دی او غربي رهبران یې د کنټرولولو توان نه لري.

یوازنۍ هغه لار چې غربي دولتونه او د هغوی په سر کې امریکا یې د خپلو اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره کاروي: «موخه، وسیله توجیه کوي.» امریکا د ملګروملتونو په وسیله خپلو موخو ته ځان رسوي او خپل چټل سیاست پلی کوي. ښکاره بېلګې یې په منځني ختیځ یعنې سوریه، عراق، یمن او افغانستان کې د امریکا سیاست دی. دغه سیاست خلک له لویو لویو ستونزو سره مخ کړي دي.

پانګوالۍ په اقتصادي برخه کې هم خلک له لویې بلا سره مخ کړي دي. د COMPASSIOK INTERNATIONAL سازمان د مالوماتو پر بنسټ د نړۍ د نیمو خلکو ورځنی عاید ۲،۵ ډالره دی. او د CREDIT SUISSE  45 سازمان د راپور پر بنسټ ۶۰٪ شتمني د ۰،۷٪ خلکو په لاس کې ده. دا کمه شمېره خلک د ټولې شتمنۍ ۱۱۶ترېلیونه ډالر په واک کې لري. په یوه بل راپور کې د نړۍ د تر ټولو شتمن کس ـ د امازون شرکت اجرایه مشر «جیف بیزوس» په اړه ویل شوي، چې یوازې په یوه ورځ کې د هغه په حساب کې ۱۲میلیارده ډالر ډېرېږي. دغه پیسې په یوه ساعت کې ۵۰۰ میلیونه او په یوه ثانیه کې ۸ میلیونه او ۳۳۳ زره ډالرو ته رسېږي. په «بورس نیویورک» کې ۳،۶٪ د امازون برخه زیاته شوې ده. همدارنګه د «بلومبرغ» وېپاڼې د راپور پر بنسټ، یوه برخه یې ۱۲،۱۶۱۴ ډالره وه. د «فوربس» وېپاڼه وایي چې په دوو ورځو کې د بیزوس ګټه ۹میلیاردو ته رسېدلې او دا هغه مهال ورسېده چې د امازون ۱۶سلنه برخه یې جوړوله. دغه راز هغه وویل، بیزوس غواړي چې د هندي الکترونیکي سوداګریز شرکت FLIPKART د پلورلو لپاره خبرې پیل کړي. د دغه شرکت خاوندانو ته یې ۱۱میلیارده او ۶۰۰میلیونو ډالرو وړاندیز کړی او د دغه کال د څلورمۍ برخې یوه سلنه یې د ایتوپیا د روغتیا وزارت له بودیجې سره سم ده.

په ورته وخت کې میلیونونه خلک په فقر کې ژوند کوي، له سختو ناروغیو سره مخ دي او حتی له لوږې مري. د ملګرو ملتونو سازمان د مالوماتو پر بنسټ په ۲۰۱۶م کال کې ۱۵۵میلیونه ماشومان له لویېدو پاتې شول او په ۲۰۱۵م کال کې ۵،۹ میلیونه ماشومان له زیږېدو وروسته په درېمه او څلورمه ورځ مړه شول. له دې ټولو پېښو سره سره د نړي نیږدې نیمه برخه خلک یعنې له ۳میلیاردو د زیاتو انسانانو ورځني عاید ۲،۵ډالره دي. دغه راز له ۱،۳میلیارده زیات خلک له ۱،۲۵ په کمو ډالرو ژوند کوي. او سمهال په نړۍ کې یو میلیارد ماشومان په فقر کې ژوند کوي. د یونیسف د راپور پر بنسټ هره ورځ ۲۲زره ماشومان د فقر له امله مري.

په نړۍ کې ۸۰۵ میلیونه انسانان د خوراک لپاره کافي خواړه او ۷۵۰ میلیونه نور د څښاک لپاره پاکې اوبه نه لري. په ۲۰۱۱م کال کې ۱۶۵میلیونه ماشومان د سخت فقر له کبله له لویېدو څخه پاتې شول. دغه راز هر کال ۲میلیونه ماشومان د پوښتورګو د ناروغۍ او پېچش له کبله مړه کېږي او دا هغه فقیر ماشومان دي چې د خپلې درملنې امکانات نه لري. د نړۍ څلورمه برخه ۱،۶میلیارده انسانان د برېښنا له نعمت څخه محروم دي.

د «اکسفام» د راپور پر بنسټ له فقر سره د مبارزې لپاره ۶۰ تریلیونه ډالرو ته اړتیا ده، چې د ۱۰۰میلیارده شتمنۍ له څلورمۍ برخې څخه هم کم کېږي. سربېره پر دې د بې‌کارۍ کچه هم لوړه ده. د کار نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ په ۲۰۱۷م کال کې د بې کاره خلکو شمېر ۱۹۲،۷میلیونه و. له شک پرته چې دا هغه ترخه حقیقتونه دي، چې د پانګوالۍ د چټل نظام د پلي کېدو له امله رامنځته شوي دي.

په حقیقت کې د پانګوالۍ نظام، غربي دولتونه او په سر کې یې امریکا فاسد دي او زموږ دغه ادعا د هغه ځای خلک هم تاییدوي. امریکایي مستند جوړوونکی «مایکل مور» وایي: د پانګوالۍ نظام یو فاسد نظام دی، د ترمیم قابلیت نه لري او باید له منځه لاړ شي.

پانګوالي یو کفري نظام دی او د امریکا جنایتونه هم بیخي له شمېر وتلي دي. هغه ځایونه چې امریکا د خپلو چټلو سیاستونو قرباني کړل: هېروشیما، ناګازاکي، منځنی ختیځ، عراق، افغانستان، سوریه، لیبیا، سومالیه او داسې نور. د امریکا د جنایتونو لېست اوږد دی، تل هغوی پر خلکو ظلم کوي او له ماشومان سره یې یو ځای وژني. «د ټولنې مسوول ډاکټران» د سازمان (داسې یو سازمان دی، چې د هسته یي جګړو د مخنیوي په اړه مبارزه کوي) پر بنسټ په عراق، افغانستان، یمن او پاکستان کې د امریکا د لومړنۍ ۱۲کلنې جګړې پر مهال ۱،۲ میلیونه انسانان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د استازي «ستیفان یوجاریک» د راپور پر بنسټ یوازې په ۲۰۱۶م کال کې ۸ زره ماشومان وژل شوي، له شک پرته دا یوازې هغه رسمي معلومات او شمېرې دي چې خپرې شوي، په حقیقت کې د وژل شوو شمېر له دې څخه هم زیات دی.

په وروستیو کلونو کې د نړیوال کېدو مسله راپورته شوه، چې په ټوله نړۍ کې قوي خلک پر کمزورو برلاسي کوي او دغه امر ته حتا یو ډول قانوني اجازه ورکړل شوې ده. د تجارت نړیوال سازمان په ګډون نړیوالو هوکړه لیکونو هم هغه تایید کړي دي. همدارنګه هڅه کوي چې د وسلې په زور یې ملاتړ وکړي، تر څو هېڅوک یې د له منځه وړلو توان ونه لري او سرغړونه ترې ونه کړي.

پوښتنه دا ده چې دا مبدأ تر دې مهاله څه ډول په قدرت کې پاتې شوې؟ یا په بل عبارت هغه څه و چې له دغې مبدأ سره یې مرسته کړې ده؟ هغه کومې وسیلې دي چې د پانګوالۍ دوام ته یې لار هواره کړې ده؟ دوام لري ...

لیکوال: محمد زیلعي (یمن)

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې