دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بشریت نور د کپیټلېزم دا دروند بار پر اوږو نه شي وړی، د بشریت د ژغورنې لپاره اسلام حاکم کړئ
بسم الله الرحمن الرحيم
بشریت نور د کپیټلېزم دا دروند بار پر اوږو نه شي وړی، د بشریت د ژغورنې لپاره اسلام حاکم کړئ

په پاکستان کې په سیمه ییزه او نړیواله کچه دا روښانه شوې چې کپیټلېزم په سخت کړکېچ کې دی. ان د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې د نړیوال اقتصاد د ټیټېدو شواهد وو. په نړیواله کچه عامه بېړنۍ روغتیا وضعیت نور هم خراب کړ. 

د څو غربي کپيټلېسټانو په لاس کې د ټولې شتمنۍ راټولېدل اوس نه د غرب خلکو ته د زغم وړ دي او نه نورې نړۍ ته. ان په دغه ناوړه حالت کې هم د په امریکا کې د میلیاردرانو شتمني سلګونو میلیاردو ډالرو ته ورسېده. د څو ځانګړو کپيټلېسټانو شتمني تر ټرېلیونونو رسېږي او نوره نړۍ بیا د مالیې له لوړېدو، د پورونو له ډېرېدو، د سوداګریو له نړېدو، د بېکارۍ له اوج ته رسېدو او بېوزلۍ له زیاتېدو سخت په ستونزو کې دي. پاکستان د نړیوال اقتصاد له ټیټېدو سره له ډېرو ستونزو سره مخ دی، اقتصاد یې پر صادراتو، د پیسو په لېږد او با ارزښته شیانو په واردولو پورې تړلی. د کووېډ-۱۹ پر مهال قرنطین یې اقتصاد نور هم کمزوری کړ، سوداګرۍ ودرېدې، عایدات نه وو او د بېکارۍ کچه لوړه شوه.

څو غربي کپيټلېسټان او سیمه‌ییز همکاران یې په خپل حال دي، بلکې لا چاغېږي. یوه اصلي وسیله یې پر پاکستان باندې سودي پورونه دي. اوسمهال یې له اووه ټريلیونو روپیو نه درې ټرېلیونه سود دی. د تېر کال سود یې په نړۍ کې بې ساری و. روان کال هم همداسې درواخلئ، د دغه سود د ورکړې لپاره یې سږ کال د مالیې ټارګېټ پنځه ټریلیونه روپۍ دی، له تېر کال څخه یو ټریلیون زیات، د پیسو نړیوال صندوق یا آی اېم اېف ترې غوښتي چې تر ۲۰۲۴/۲۰۲۵ م کلونو پورې هر کال مالیه تر لسو ټریلیونو روپیو زیاته کړي.

د نړۍ او سیمې په کچه نور د کپیټلېزم دوام د منلو نه دی. کوم څه چې یو وخت خلکو ته د بهترین اقتصادي ماډل په توګه وړاندې شوی و، اوس د خلکو په وحشتناک خوب بدل شوی. اوس تر بل هر وخت ډېر د اسلام حاکمیت او د اسلام بې نظیره اقتصادي نظام ته اړتیا ده چې شتمني ځانګړو کسانو ته نه ور ټولوي، بلکې وېشي یې. له څو ځانګړو کسانو سره د پیسو راټولول؛ لکه د سود پر اساس مالیه، د معدنونو او انرژۍ خصوصي ملکیت کول او د سهامو د شرکت جوړښت له منځه وړل به دغه نړۍ اسوده کړي چې اوس یې په اوږو د کپيټالېزم دروند بار دی. 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

مسباح عمیر-پاکستان

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې