- مطابق
سيمې ته د امريکايي استعمار له راتګ او د افغانستان له اشغال وروسته، د سيمې مسلمانان له داسې ګڼو ستونزو سره مخ شول چې تر دې مخکې یې په خوب هم نه وې لیدلې. له دغو ستونزو څخه یوه هم پر پوله د مېشتو قومونو تر منځ د تګ راتګ ستونزمن کېدل او دې ته ورته د پاکستان او افغانستان د مسلمانو ولسونو ترمنځ راکړه ورکړه وه. دا هرڅه د امریکا او ناټو او د هغوی د پاکستاني او افغاني لاسپوڅو چارواکو په واسطه له «تروریزم» سره د مبارزې په نامه ترسره شول.
ځکه امريکا خپل لاسپوڅي افغان دولت ته پاکستان د دښمن په توګه معرفي کړ. په دې اړه يې د شوروي پر وړاندې د افغان جهاد په اوږدو کې د ناروا ملي ګټو پر بنسټ د پاکستاني دولت ناسمې پاليسۍ او ستراتيژۍ او د افغان جهادي او سياسي مشرانو غفلتونه د بېلګو په توګه وړاندې کول. تر هغه چې له اشغال څخه زېږېدلو ټولو رسنيو او چارواکو همدا غږ پورته کړی و، چې باالآخره عام ولس يې هم د تبلیغاتو تر تاثیر لاندې راغی او نور نو هغوی هم پاکستان او پاکستانيانو ته د دښمن خطاب کاوه. د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري له دوه نيمو مليارده ډالرو څخه یو ميلیارډ ډالرو ته کمه شوې ده.
خو د اشغال زېږنده افغان دولت تر ننه داسې کومه فعاله ستراتيژي جوړه نه کړه چې د دوی په اند له دښمن څخه د ولس د اړتياوو د پوره کولو مخه ونيسي او په طبیعي ډول خلک له پاکستان سره له راکړه ورکړې مخ واړوي. دا ځکه چې تر شا يې کافر ښکېلاکګر او خاين چارواکي وو. هغوی خپلو کې یو له بل سره تفاهم درلود، خو د دا ډول شرایطو په واسطه يې په مسلسله توګه د سيمې له مجاهد ولس څخه چې د پولې پر دواړو خواوو پروت دی انتقام اخیست. دا انتقام له امريکا او ناټو سره يوازې د روان مقاومت له امله نه و، بلکې د دغه سيمې خلکو (د پولې دواړو غاړو قومونو) له نور افغان ولس سره په مرسته درې ځله انګريزان، یو ځل شورويان او اوس يې امريکايان په ګونډو کړي دي.
له یوې خوا د ډيورنډ د تحميلي پولې پر دواړو اړخونو باندې پراته قومونه، یو له بل سره خپلوۍ، سوداګري او هر ډول راکړه ورکړه لري. آن تر دې چې یو-یو قوم د مصنوعي او تپل شوې پولې په واسطه دوې ټوټې شوی دی او له بلې خوا د افغان جهاد پرمهال پاکستانيان او افغانان تر پخوا هم سره نژدې شوي وو او یو بل ته يې د انصارو او مهاجرينو په سترګه کتل. مګر صليبي یرغلګر هېڅکله نه غواړي چې دوه مسلمان ولسونه دې یو له بل سره دومره نژدې شي. نو ځکه يې افغانانو ته د خاينو چارواکو او د غرب پر مالي ملاتړ رسنيو پر مټ پاکستان د دښمن په نوم ور وپېژانده. حال دا چې د پاکستان او افغانستان نظامونه دواړه ملي، د امريکا لاسپوڅي او د خاينو او ګوډاګيو مشرانو په واسطه رهبري کيږي. خو دا مسلمان ولسونه دي چې يو له بل سره یې د انصارو او مهاجرينو په توګه چلند کړی دی.
له همدې امله امريکا د شلو کلونو په اوږدو کې پراخه هڅه وکړه تر څو پاکستانيان او افغانان سره بېل کړي او هر يو ځان-ځان ته کافر هندوستان ته اړ کړي. له همدې امله يې د پاکستان خاين چارواکي له کشمير سره خيانت ته چمتو کړل او پاکستاني پوځ چې سياسي عقيده يې پر جهاد ولاړه وه، له کشمير څخه وزيرستان ته د خپلو مجاهدو وروڼو د ځپلو لپاره راووست او د کشمير مسلمانان يې د لاس تړلو اسیرانو په څېر د غوایانو د بندګانو ظلمونو ته پرېښودل. د دغو خاينو چارواکو په واسطه يې د پاکستان مسلمان پوځ دوو سترو ګناهونو ته وهڅاوه؛ لومړی، له کشميري اشغال شوې خاورې څخه لاس اخيستل او د هند تر اسارت لاندې مسلمانانو سره مرسته نه کول او دویم، په وزيرستان کې د خپلو مسلمانو او مجاهدو وروڼو وژل او ربړول. دا دواړه هغه ستر ګناهونه وو چې له یرغلګرو کفارو (امريکا او ناټو) سره د دوستۍ په پايله کې هغوی ترسره کړل.
بل پلو خاينو افغان چارواکو د امريکا او ناټو په لمسون ويل چې د «تروريزم» ځالې په پاکستان کې دي؛ نو ځکه يې ټول ډيورنډ پر اغزن تار بند کړ، چې تمويل او تطبيق یې د اشرف غني له حکومت سره په بشپړه همغږۍ خپله امريکا وکړ. دغه خيانت له یوې خوا په دواړو ولسونو کې د نشنلیزم پر بنسټ ناروا احساسات را وپارول، له بل پلوه یې افغانان او پر پوله پراته مجاهد اقوام له سختو کړاوونو سره مخ کړل؛ چې وروستۍ بېلګه یې د کرونا د ناورين له امله اووه مياشتې وروسته د پاکستان د وېزې اخيستو په موخه په جلال آباد ښار کې د لسګونه زرو خلکو راټولېدل او د هغوی لپاره ناسم انتظام د دې سبب شو چې تر لسو ډېرې مېرمنې ووژل شوې او سلګونه نور خلک ټپیان شول.
مګر بيا هم دا له پاکستان سره پر پوله د ستونزو پای نه دی. دغه پوله او نشلیستي یا ملتپال احساسات به مو همېشه دا ډول د غم په ټغر کېنوي. مریضان به مو پر لاره مري. د سوداګرو مالونه به مو فاسدیږي. مېوې او محصولات به د یو او بل تر مارکېټونو نه رسېږي. د خاينو چارواکو په دستور به مو سرحدي ځواکونه یو له بل سره نښتې کوي او یو او بل به وخت ناوخت په جاهلانه مرګ باندې وژني او ګوډاګي مفکرين به دا هر څه د خيالي هوايي دهلېزونو له لارې راباندې تحميلوي.
پورتني ناوړه جغرافیوي او سياسي واقعيت ته په کتو او له دې ترخې پېښې وروسته باید د دواړو اسلامي خاورو ولسونه دا درک کړي چې افغانان او پاکستانيان د يوې عقيدې وروڼه دي. کفار خپله ټوله هڅه کوي، ترڅو د دغه ورورګلوۍ مخه ونيسي. مګر دغه ورورګلوي باید ټينګه او لا پیاوړې شي، ځکه د اسلامي عقيدې غوښتنه ده. ناروا ملي مفکورې؛ ملي پولې، ملي ګټې، ملي بيرغونه باید پر واحد اسلامي بیرغ، د امت پر ګټو او د داراسلام او دارکفر پر پولو بدلې شي او دا هغه وخت ممکن کېږي چې د افغانانو جنګي او جهادي، د پاکستانيانو سیاسي او ټکنالوژيک ظرفیت د واحد راشده خلافت تر سيوري لاندې را ټول شي او دغه وحدت تر پاکستان او افغانستان اخوا منځنۍ آسيا هېوادونو، بنګلدېش او نورې اسلامي نړۍ ته پراخ شي. دا مهال به موږ د دولت-ملت د کرغېړنې غربي مفکورې له اوسني ذلت څخه خلاص او د خپل تېر زرین تاریخ عزت او برم ته یو ځل بیا ورستانه شو. هغه مهال به د کشمیر آزادي خورا آسانه وي. اسرائیل به د نړۍ له سياسي نقشې د محوه کېدو شېبې شمېري او د هرې اسلامي خاورې مسلمان ولسونه به هڅه کوي، ترڅو له ټولو لومړی خپله خاوره له اسلامي نظام - د نبوت پر منهج راشده خلافت - سره یو ځای کړي.
د دغه موخې لپاره د امت تر ټولو ستر او سياسي حزب؛ حزب التحریر، ستاسو په منځ کې هم په پاکستان او هم په افغانستان کې دعوت کوي، د هغه ملاتړ وکړئ، ترڅو الله سبحانه وتعالی ستاسو ملاتړ وکړي او دا د الله متعال لپاره کوم ستونزمن کار نه دی.
و ما ذالک علی الله بعزیز!
سیف الله مستنیر
د حزب التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس