دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
الکترو مقناطیسي څپې
بسم الله الرحمن الرحيم
الکترو مقناطیسي څپې

(ژباړه)

په هوا کې شته الکترو مقناطیسي څپې په سمندرونو کې لامبووهونکو کښتیو ته ورته دي، ځکه سیندونه، فضا او نور موارد چې ماهیت یې د اشخاصو له تصرف څخه مخنیوی کوي، دا ټول عامه ملکیت بلل کېږي.

پر همدغه اساس، لاندې درېیو ټکو ته په پام، د دولت، شرکتونو او افرادو لپاره جایزه ده څو په کښتیو او فضا کې الکترومقناطیسي څپې ولري:

۱. له دغو څپو څخه ګټه اخیستل د واټونو په څېر په عامه ملکیت کې د ستنو لګولو ته اړتیا نه لري.

۲. کله چې عامه ملکیت له نورو څخه د ګټې اخیستنې خنډ شي او یا هغوی ته زیان ورسېږي، په دې صورت کې د دولت دنده ده چې دا ستونزه په اداري بڼه حل کړي او د ټولو لپاره له عامه ملکیت څخه ګټه اخیستنه تضمین کړي. پر همدغه اساس، دولت د عامه چارو د ساتنې لپاره په سیندونو او سمندرونو کې د کښتیو مسیر او همدارنګه ټرافیکي ستونزې په واټونو کې تنظیموي. څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح بخاري کې فرمایي:

«الإمام راعٍ ومسئول عن رعيته»

ژباړه: امام د شپون غوندې دی او د خپل رعیت مسولیت لري.

۳. که له عامه ملکیت څخه ګټه اخیستنه فرد، دولت او ټولنې ته د زیان رسېدو لامل شي، د (زیان) قاعدې اړوند د دې ګټې اخیستنې مخه نیول کېږي. (هر مباح چې د زیان لامل شي، مخه یې نیول کېږي او نور مباح د اباحت په حالت کې پاتې کېږي.)

پر همدغه اساس، که په عامه ملکیت کې ستنې نه وي پیدا شوې او یا دغه شرکتونه د افرادو په ملکیت کې پیدا شوي وي او یا ښکاره شوي وي، د الکترو مقناطیسي څپو در لودو په اړه باید لاندې موارد په پام کې ونیول شي:

۱. د ګټې اخیستنې د تنظیم په خاطر دغو ملکیتونو په واک کې درلودل یوازې د دولت په اجازې ورکولو سره مجاز دي، څو دولت له عامه ملکیت څخه ګټه اخیستنه داسې تنظیم کړي چې ټول کسان په سم ډول ترې ګټه واخلي.

۲. دولت باید له هر ډول مباح الکترو مقناطیسي څپو څخه ګټه اخیستنه چې نورو ته زیان رسوي، منع کړي. د بېلګې په توکه، که کوم څوک له الکترو مقناطیسي څپور کارولو څخه د مسلمانانو د جاسوسۍ لپاره ګټه واخلي، لازمه ده چې دولت یې مخه ونیسي؛ خو که له الکترو مقناطیسي څپو څخه ګټه اخیستنه په عامه ملکیت کې د ستنو جوړېدو لپاره وي، دا ډول ګټه اخیستنه د شرکتونو لپاره جواز نه لري، بلکې یوازې دولت کولی شي ګټه ترې واخلي.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې