- مطابق
(لومړۍ برخه)
اوسمهال د غرب تر ټولو لویه بوختیا، د اسلامي بیدارۍ د مخنیوي او د ژغورنې له ساحل څخه د هغوی د راګرځولو لپاره د نقشو او لارو چارو جوړول دي. لکه څرنګه چې د ۱۹ او ۲۰ م، کلونو په لومړیو کې د غرب ټوله بوختیا دا وه، چې د روسیې او اروپایي دولتونو په مشرۍ د هغه مهال شریرو دولتونو په واسطه، د ملګرو ملتونو په مشرۍ د سازمانونو او نورو نړیوالو جوړښتونو له لارې، همدارنګه له هغې مخکې سازمانونو په وسیله یې د خلافت دولت له منځه یووړ او د هغه سیاسي میراث یې تقسیم کړ، دغه راز اوس هم د دې هڅه کوي چې د ژوند واقعي ډګر ته بیا راونه ګرځي.
غرب ډېرې داسې لارې غوره کړې، چې د امت د بیدارۍ او د هغوی د لوړو موخو پر وړاندې یې خنډ وګرځوي. هغه موخه چې قدرت ته د اسلام او د اسلام د ایډیولوژۍ په رسېدو او په بما انزالله حکم کولو سره ټیکاو مومي. د امت د بیدارۍ پرمختګ او د خپل دین پر لور د احساساتو درلودل، د دې لامل شوي چې امت د کفارو چلونو، ګمراه کوونکو سیاستونو ته، سره له دې چې ډېر، بې رحمانه او سخت دي، تسلیم نه شي. قتل، ګواښ، زندان، شکنجه او د ښکېلاک، ګمراه حکامو، ډول دول ګمراه کوونکي فشارونه او لارې، چې ګومان یې کاوه امت به له خپلو کړنو راوګرځوي، وکارولې.
ښکېلاک د ازادۍ او له غلامۍ څخه د خلاصېدو پر لور د اسلامي بېدارۍ پر وړاندې په ډېر سرعت سره ننګینې ماتې خوړلي دي. مخکې د اسلامي خاورو د پوځي اشغال پر مهال، د هغوی په کنټرول کولو او همدارنګه د قومي جریانونو، عامه ذهنیتونو، ملیتنونو او نورو نومونو په وسیله یې په ګمراه کولو کې هم ناکام و. خو د امریکا او اروپا په مشرۍ کفارو لا هم د سترې موخې پر لور د اسلامي بېدارۍ پر وړاندې په ناکامۍ کې لا هم نه دي مایوسه شوي، لا هم په دې هڅه کې دي، چې مسلمانان له خپل مسیر څخه راوګرځوي او په داسې لوري یې بوځي، چې خپلې موخې ته یې ونه رسوي.
بالاخره کفار د خپلو دسیسو او چلونو د څرنګوالي په پای کې دغو دوو پایلو ته رسېدلي دي: لومړۍ؛ د ځینو اسلامي ډلو واک ته رسول، په داسې بڼه چې له فکري او سیاسي پلوه، هغه په خپله ولکه کې ولري. دویم؛ په خپلو مزدورو دولتونو کې ځینې مشخصې اسلامي ډلې شریکول، د ځينو مشخصو معیارونو، شرایطو او عنوانونو تر چتر لاند
اوس پوښتنه دا ده چې ایا غرب له دغو دوو لارو د امت د مسیر په کږولو کې په سمه توګه بریالی شوی؟ که یې په پخوانیو ماتو یوه بله نوې ماتې هم ورزیاته شوې ده؟ واقعیت دا دی چې غرب له دغو دوو لارو یو لوی نیرنګ په کار اچولی، چې ځينې مسلمانان یې پرې غولولي، ګمراه کړي یې دي او له خپلې موخې یې د هغوی مسیر یو څه کوږ کړی، خو په عمومي ډول د امت په غولولو کې ناکام دی. ځکه چې امت د کفارو د غولونکو چلونو پر وړاندې ډېر بېدار شوی دی او په دې پوره باور لري، چې د غرب له مزدورانو سره په حکومتدارۍ کې ګډون او د غربي شرایطو او قیدونو په چوکاټ کې قدرت، هېڅ درد نه دوا کوي، بلکې برعکس د خلکو بېچاره ګي زیاتوي.
کلونه کېږي چې غرب له لومړي چل څخه کار اخلي او اوس هم په ډېرو اسلامي خاورو کې د عملي کولو په حال کې دی. ځينې اسلامي ډلې د داسې شرایطو، معیارونو او اوصافو په چوکاټ کې واک ته رسوي، چې د دوی ګټې پکې وي. لکه په ایران کې «آیات الله ګان» د دوی د پیرو ډلو له لارې، د شاه او د هغه مهال سیکولارو جریانونو پر وړاندې یې واک ته ورسول. همدارنګه د سوډان ځينې حکام او د پاکستان رابطة السلامي حزب یې واک ته ورساوه، اردوغانو ته یې اجازه ورکړه، چې په ترکیه کې واک تر لاسه کړي او له هغه سره یې ډېرې سیاسي او اقتصادي همکارۍ وکړې، ان د ناټو د نظامي تنظیمونو له لارې.
یوازې په سیاسي ډلو یې بسنه ونه کړه، بلکې ځینې پوځي ډلې یې هم د خپلو شرایطو په چوکاټ کې واک ته ورسولې. هغه کار چې د شوروي اتحاد له منګلو څخه د افغانستان له ازادېدو وروسته یې د دغې خاورې له ځينو پوځي ډلو او همدارنګه په موصل کې یې له داعش سره وکړ. هغه کار چې اوسمهال یې هم په هڅه کې دي، چې د خپلو مزدورانو (قطر، امارات، ترکیه، پاکستان) په وسیله او د نړیوالو موسسو لکه سازمان ملل له لارې او همدارنګه د مالي مرستو، همکاریو او له نورو لارو یې په افغانستان کې له طالبانو سره وکړي.
د غرب دغو چلونو او غولوونکې مفکورې له اسلامي امت څخه هڅې، انرژي، ځان او مالونه اخیستي دي، له دغې چل څخه په استفادې سره امریکا وتوانېده په ایران کې داسې نظام جوړ کړي، چې ظاهراً نافرمان او په حقیقت کې یې مزدور وي. امریکا ډېر کلونه د ایران په سیاسي جریانونو او ډګرونو کې ځان دخیل کړ. د شاه مقوله، چې په طیاره کې ناست و او په حسرت سره یې وویل: «امریکا زه د یوه موږک په توګه له کوټې وایستلم؛ له ایران څخه وایستلم!» ښه مو په یاد ده. امریکا د عراق او ایران تر منځ سخته جګړه رامنځ ته کړه، داسې جګړه چې د دواړو خاورو هر څه یې له خاورو سره خاورې کړل او بالاخره په عراق کې یې سیاسي جریان له منځه یووړ او دغه خاوره یې خپلو مزدورانو ته وسپارله او د وسلو له هغه ګرم بازار څخه راووتل، چې په اتو کلونو کې یې ګرم کړی و.
په سوډان کې امریکا او سیمه ییزو همتړونانو یې وکولی شول د البشیر له لارې، چې ځان یې په ځينو اسلامي ډلو پورې تړلی و، خپل نفوذ قوي کړي، لکه څنګه یې چې وکولی شول د البشیر او د هغه د دولت په موافقه د سوډان جنوب له شمال څخه بېل کړي. سربېره پر دې چې د سوډان شمال او جنوب څو کلنې جګړې د هغه اقتصادي حالت له بحران سره مخ کړ.
امریکا وتوانېده چې د پاکستان په دولت، د دغه هېواد په سیاسي اغېزناکو جریانونو کې لکه؛ د پاکستان مردمي حزب کې د رابطه السلامي پاکستاني حزب له لارې د اروپا نفوذ پای ته ورسوي او په همدې ډول په هند کې د اروپا نفوذ، د بهاراتیا جاناتا حزب له لارې د هند سازمان په حزب کې، چې په هند کې ژورې اړیکې لري، ختم کړي. لکه څنګه یې چې د وزیرستان سیمو پر وړاندې شرمونکې جګړې او د افغانستان په اشغال کې یې د پاکستاني رابطه الاسلامي حزب څخه استفاده وکړه.
په ترکیه کې اردوغان د امریکا د سیاست په خدمت کې دی او په سیمه کې د امریکا له همتړونانو سره همکاري کوي. هغه خدمت چې په ترکیه کې بل هر سیاسي جریان ان سیکولران یې له تر سره کېدو عاجز دي. اردوغان په شام کې د پوځي جریانونو په ارامولو کې د غرب لپاره ډېر خدمتونه وکړل او چارې یې هم څارلې او د بشار په نظام سره، د شام د قضیې د سیاسي حل په هڅه کې ده، په همدې ډول یې د افغانستان په اشغال کې هم له امریکا سره ډېرې مرستې وکړې. په افغانستان کې د ناټو رهبري یې له فرانسې څخه په ۲۰۰۹م، کال کې واخیسته او د ترکیې پوځونو د کافرانو له پوځونو سره، د دغې خاورې د مسلمانانو پر وړاندې په جګړه کې ګډون وکړ او ډېر بریدونه یې تر سره کړل. دغه راز ترکیې په لیبیا او نورو اسلامي خاورو کې شرمونکي رولونه لوبلي دي. (دوام لري...)
لیکوال: استاد حمد طی ـ بیتالمقدس
د الرایه جریدې له ۳۵۹ ګڼې څخه
ژباړن: حبیب الله حبیب