- مطابق
(ژباړه)
د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۳۱مه الجزیرې خبري شبکې، یو خبر خپور کړ چې پکې راغلي وو: «د ملګرو ملتونو سازمان کې د اسد د لرې کولو په هکله د امریکا د استازي "نېکي هالي" له خبرو داسې ښکاري، چې د اسد لرې کول د امریکا په لومړیتوبونو کې نه دي.» په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر"ريکس تېلرسون" په انقره کې داسې وویل:«د اسد ځایناستی به د سوریې خلک ټاکي.» همدا راز الجزیرې شبکې، په ملګرو ملتونو کې د امریکایي ډېپلومات له خولې وویل: « له یوه ځایه بل ځای ته د اسد د لېږلو په هکله زموږ خبرې له غولولو پرته بل څه نه دي.»
تېره پنجشنبه په نیویارک کې مطبوعاتي سرچینو د امریکایي ډيپلوماتانو له قوله وویل چې دغه موضوع د لومړیتوبونو د بدلون په اړه ده. د رویترز خبري شبکې له قوله د یادې موضوع په اړه داسې ویل شوي: «د اسد لرې کولو په اړه زموږ لومړیتوب د امریکا د متحده ایالاتو له مخکینۍ ادارې سره یو ډول نه دی.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی زیاتوي: «زما په اند روسیه د سیاسي حل لارې په لټه کې ده؛ خو دغه تغير او سیاسي حل لاره د اسد له بقا سره شونې ده او دې پوښتنې ته به ځواب ستونزمن وي چې ایا اسد به پاتې شي او که نه؟ تېر ته نه ورګرځو؛ خو دا وایم چې اسد په سوریه کې د پرمختګ خنډ دی او ایران تر هغه زیات. تر دې چې اسد له واک او قدرت څخه د نه لرې کېدو په موخه د خپلو خلکو پر ضد کیمیاوي وسلې کاروي، نو ایا دا کار د دې فرصت پيدا کوي، چې له هغه سره کار وشي؟» همدا راز د امریکا د ولسمشرۍ په مخکينۍ اداره کې، بارک اوباما مخکې له دې چې له قدرته لرې شي، پر دې ټینګار کاوه چې اسد په غیر قانوني توګه د قدرت په ګدۍ ناست دی او د هغه لرې کول یې اړین بلل؛ خو د ټرامپ ادارې د نوموړي له لرې کولو ډډه وکړه او له داعش سره یې پر جګړه تمرکز کړی.
الرایه: ګونګې خبرې اترې د ننۍ نړۍ د دولتونو له هغو اسالیبو څخه دي، چې خپل حقیقي سیاست پرې پټوي، له هغه ور هاخوا نور او په ځانګړي ډول عام خلک ذلیل او خوار ګڼي. د انقلاب له پیله او په عامه توګه د شام د انقلاب په اړوند د امریکا حقیقي سیاست، د بشار اسد پر ساتنې څرخېده؛ ځکه هغه یې له مخلصو او فرمانبرداره مزدورانو څخه دی او تر هغه چې د امریکا نفوذ ته خنډ نه شي او کومه ستونزه ورته پیدا نه کړي، د واک پر ګدۍ به ناست وي، که نه نو د حسن مبارک په څېر به د تاریخ کثافت دانۍ ته واچول شي.
نو د انقلاب له پیله د امریکا سیاست د بشار د نظام پر ساتنه ولاړ و، تر څو د هغه بدیل پیدا کړي یا له انقلاب څخه خپلې خبیثې موخې ته د رسېدو لپاره کار واخلي. نو ځکه یې په سوریه کې په توطیو لاس پورې کړی او د وینو ویالې یې روانې کړې دي. د دې تر څنګ یې هغه ډلې چې د انقلاب په بهیر کې یې سیاسي ملاتړ ترې کاوه، خپلې کړې او له سپېڅلو موخو یې منحرفې کړې. همدا راز امریکا په لومړیو کې له ایران او لبناني حزب، ورپسې له روسیې او ترکیې د بې دینه نظام سره سوریې ته ننوته او دغو ټولو د امریکا له اجنډا سره سم په قدرت کې د اسد د پاتې کېدو په موخه، د سوري وګړو وینې تویې کړې. نو ځکه دغه متناقضې خبرې اترې د امریکا د دریځ ښکاره حقیقت بیانوي، چې د اسد لرې کول یې له لومړۍ ورځې په لومړیتوبونو کې نه وو او نه هم دا شونې ده چې د سوریې برخلیک به یې خپلو وګړو ته پرېږدي.
د یادې موضوع په اړه، داسې پوښتنه پیدا کېږي، چې امریکا څه وخت خلکو ته د خپل حاکم د ټاکلو حق ورکړی یا دا چې هغوی به خپلواک او د خپلې خوښې حق ولري؟!
په پای کې امریکا د دې لپاره له خپل مزدور څخه ملاتړ کوي، چې ګواکې د شام انقلاب به د نظام د ماتې او د خلافت د راتګ لامل شي؛ خو هغوی ماته خوړلې او ناکام دي؛ ځکه خلافت د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله وعلیه وسلم زېری دی. چې ان شاالله شام به ډېر ژر د دارالاسلام مرکز وګرځي. لکه څنګه چې د اسلام ستر لارښود رسول الله صلی الله وعلیه وسلم، موږ ته دا خبر راکړی او د امریکا پوزه به سپېره او په خاورو شي.
الرایه جریده