- مطابق

حزب التحریر ولایه ټونس خپل کلنی کنفرانس د ۲۰۲۶م کال د مې په ۲مه، د شنبې په ورځ، د سهار په لسو بجو او دېرش دقیقو، د ټونس په پلازمېنه کې د آریانه د سکره په څلور لارې کې د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې تر دې سرلیک لاندې ترسره کړ:
« له خلافت سره به د امریکا د برلاسۍ پر وړاندې درېږو او د اپسټین له تمدن او مدرنیزم څخه به نړۍ ژغورو»
په کنفرانس کې درې موضوعګانې وڅېړل شوې
۱. د ډیموکراسۍ او مدرنیته پای او د ابستین د تمدن سقوط
۲. اسلام او خلافت... د نوي نړیوال نظم پر لور
۳. د دعوت او نصرت یوځای کېدل او د خلافت د لمر راختل
تر کنفرانس مخکې د حزب ځوانانو په ټولنیزو رسنیو او د ټونس په بېلابېلو سیمو کې پراخ تبلیغاتي کمپاین ترسره کړ، چې پکې د بنرونو ځړول او د کنفرانس د بلنو وېشل شامل وو. له همدې امله، دواړه تالارونه د «بلد الزیتونه» (ټونس) د خلکو له ګڼ حضور څخه ډک شول، چې د د دې خاورې له هرې سیمې څخه کنفرانس ته راغلي وو.
کنفرانس د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، چې د القصص سورت له پیل څخه تر ۱۴م آیت پورې د محمد علي العوني له خوا تلاوت شول.
وروسته، د حزبالتحریر ولایه د ښځو د برخې استاذې حنان الخمیري د «د ډیموکراسۍ او مدرنیته پای او د ابستین د تمدن سقوط» تر سرلیک لاندې وینا وکړه.
ورپسې د کنفرانس وړاندې کوونکي استاد نجم الدین شعیبن د ټونس خلکو ته په ځانګړي ډول او د اسلام امت ته په عمومي ډول پیغام ورکړ، چې د اسلام امت نن ټول هغه ځواک او وړتیاوې لري چې هغه خلافت قائم کړي چې رسول الله ﷺ یې زېرى ورکړی دی.
وروسته له لبنان څخه د استاد احمد القصص یوه ثبت شوې وینا وړاندې شوه، چې پکې یې خلافت د هغه یوازیني حل په توګه بیان کړ چې د امریکا غرور درولی شي او په سیمه کې یې پلانونه ناکامولی شي.
بیا د کنفرانس مېلمه استاد منذر عبدالله د *اسلام او خلافت؛ د نوي نړیوال نظام پر لور» تر سرلیک لاندې وینا وکړه.
تر هغې وروسته، له فلسطین څخه د شیخ یوسف المخارزة یوه ثبت شوې وینا خپره شوه، چې پکې یې د جهاد او د فلسطین د ملاتړ لپاره د پوځونو د راپاڅولو په اړه خبرې وکړې.
کنفرانس د استاد طارق رافع په وینا پای ته ورسېد، چې عنوان یې و: «د دعوت او نصرت یوځای کېدل او د خلافت د لمر څرګ.»
په تالار کې د «عقاب» رایه او د رسول الله ﷺ لواء رپېدل، او د ویناوو ترمنځ ګډونوالو داسې شعارونه ورکول:
«ای امریکا واوره واوره... زموږ خلافت بېرته راګرځي»
«د عقاب رایه پورته کړئ، خلافت پر دروازه دی»
«لا اله الا الله... خلافت د الله وعده ده»
«لا اله الا الله... خلافت د الله حکم دی»
«لا اله الا الله... خلافت د الله فرض دی»
دا کنفرانس داسې مهال ترسره شو چې ټونس او نور اسلامي خاورې له سختو ستونزو سره مخ دي؛ لکه فقر، بېعدالتي، د بیو لوړېدل، جرمونه او د کورنیو ټوټه کېدل. سربېره پر دې، غزه او سودان هم له داسې حالت سره مخ دي چې انساني ناورین او د بشریت پر وړاندې جنایت بلل کېدای شي.
کنفرانس امت ته دا پیغام ورکړ چې هېڅ خلاصون نشته مګر د اسلام د ستر نظام، یعنې د خلافت د دولت په اقامې سره، هغه دولت چې الله پر مسلمانانو فرض کړی دی، تر څو د امریکا او د یهودو د دولت غرور مات کړي، د اسلام امت وژغوري، او د هغو کمارزښته واکمنانو واکمني پای ته ورسوي چې امت ته یې د لسیزو راهیسې کړاوونه ورکړي دي. نو امت به د سرمایهدارۍ او د مدرنې دولت د جمهوریتي او شاهي نظامونو له تیارو څخه د اسلام د ستر نظام عدل او رڼا ته ووځي.
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ۚ وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ[نور:۵۵]
ژباړه: الله له تاسو څخه هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي، وعده کړې چې هغوی به په ځمکه کې خلیفهګان وګرځوي، لکه څنګه چې یې تر دوی مخکې خلک خلیفهګان ګرځولي وو، او هغه دین به ورته ټینګ کړي چې خوښ کړی یې دی، او د هغوی ویره به په امن بدله کړي. هغوی به یوازې زما عبادت کوي او له ما سره به هېڅ شی نه شریکوي. او څوک چې له دې وروسته کفر وکړي، هماغوی فاسقان دي.
په ولایه ټونس کې د حزبالتحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی
۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالقعدې ۱۵مه
۲۰۲۶م کال د مې ۲مه
د کنفرانس ویډیوګانې
د کنفرانس انځورونه
- د خلافت د کلني کنفرانس بلنه او اعلان -


د کنفرانس هشتګونه
#أقيموا_الخلافة
#كيف_تقام_الخلافة
ReturnTheKhilafah#
#YenidenHilafet
#خلافت_کو_قائم_کرو
#TurudisheniKhilafah

د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزبالتحریر ولایه تونس وېبپاڼې وګورئ:




