دوشنبه, ۱۲ جمادی الثانی ۱۴۴۲هـ| ۲۰۲۱/۰۱/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ډېره ژړا او لږ خندا د مومن صفت دی!
بسم الله الرحمن الرحيم
ډېره ژړا او لږ خندا د مومن صفت دی!

 سعید بن مسیب د حدیث د سند په ذکر کولو سره روایت کوي چې ابو هریره رضی الله عنه وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَوْ تَعْلَمُونَ مَا أَعْلَمُ لَضَحِكْتُمْ قَلِيلاً وَلَبَكَيْتُمْ كَثِيرًا» (سنن الترمذی)

ژباړه: که په هغه څه چې زه پوهیږم، تاسو پوهېدلای، لږ به مو خندلای او ډېر به مو ژړلای!

د حدیث توضیح:

له علم څخه مراد هغه څه چې الله سبحانه وتعالی ته اړوند دي او له هغه چا غچ اخیستل دي چې د الله سبحانه وتعالی نافرماني کوي او له ډار څخه مراد هغه څه دي چې د نزع، د مرګ په حالت، په قبر کې او د قیامت په ورځ پېښېږي. په دغو حالتونو کې ډېره ژړا او لږ خند مناسب حالت دی.

همدارنګه دا هم معلومه ده چې د دغه حدیث موخه وېرول دي او په حدیث کې یې طبراني سبب داسې ذکر کړی: له ابن عمر څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسجد لور ته روان و، ناڅاپه یې پر یوې ډلې سترګې ولګېدې چې خبرې کوي او خاندي، و یې فرمایل: په هغه ذات قسم چې زما نفس یې په واک کې دی او وروسته یې همدا حدیث بیان کړ. څخه حسن بصري څخه روایت دی چې وایي: هر څوک باید پوه شې چي مرګ ورته راتلونکی دی، قیامت یې تمځای او د الله سبحانه وتعالی په حضور کې دریدل یې په مخ کې دي، نو هغه ته ښایي چې په دنیا کې غمجن واوسي.»

کرماني ویلې: په دغه حدیث کې د بدیع صنعت کارول شوی؛ د خندا پر وړاندې ژړا، د لږوالي پر وړاندې ډېروالی او دواړو یو بل ته مطابقت.

شک نه شته چې موضوع ډېره خطرناکه ده؛ ځکه د قیامت د ورځې وېره او وار خطایي ډېره لویه او عظیمه ده! ځکه خو اړتیا ده چې په تفصیل سره بیان شي، په داسې حال کې چې نن مسلمانان ډېر لږ دغسې چارو ته فکر کوي او هېڅ شک نشته چې مسلمانان نن تر ډېره په داسې څیزونو مصروف دي چې هېڅ عاقل باید دومره په عمیق ډول په دغو څیزونو اخته نه شي. د هغې له جملې څخه د فوټبال په سیالیو مصروفه کېدل یادولی شو، چې کم شخصیته کسان لکه د سرکښه اوښې په څېر د لوبو په میدان کې یو او بل لور ته ځغلي او نور خلک ترې خوند اخلي. خپل ارزښتناکه وخت پرې ضایع کوي او د دغو لوبغاړو په نومونو ویاړي! د دغو لوبو په کنترول، څارنې او روزنې او د پردیو لباسونو کارول او د شریعت خلاف د همدغو لوبو د ترانو په ږغولو او د ممثلینو تربیه کولو، چې د دین څخه بې پروا هنرمندان دي، ستایي او عزت یې کوي. پرته له دې چې د نړۍ د ژوند په ارزښتونو او د اخرت د حساب په هکله فکر وکړي.

که مسلمانان د غیبو او اخرت  په هکله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر پوهیدلای، حتما به یې لږ خندل او ډېر به یې ژړل. که مسلمانان د غیب او اخرت په اړه پوهېدلای، هېڅ کله به یې خپل ژوند د دنیا چارو ته نه وقف کاوه او هېڅ کله به یې په دې بوخته نړۍ کې د ښایسته ماڼیو په جوړولو او د لوړ ماډلو موټرونو په سورلیو ویاړ نه کاوه.

که مسلمانان د غیب او اخرت د اوامرو په اړه پوهېدلای، هېڅ کله به یې د لوړ لګښت ودونو او مال را ټولولو ته زړه نه وای ښه کړی. که مسلمانان د غیب او اخرت په اړه پوهېدلای، هره شېبه به یې د مسلمانانو پر حالت غم او افسوس کولای او د مسلمانانو د ماشومانو په ژړا، ښځو او سپین ږیرو به یې زړه خوږېدلی.

که مسلمانان د غیب او اخرت د اوامرو په اړه پوهیدلای، هره لحظه به یې د کافر غرب ښامار له خولې څخه د امت د نجات په اړه فکر کولای، چې شپه او ورځ په دې هڅه کې دی چې امت په فکري او فرهنګي څاه کې غرق کړي.

که مسلمانان د غیب او اخرت د اوامرو په اړه پوهېدلای، هېڅ کله به یې د اسلام د عظمت د بیا را ستنېدو یعنې د نبوت پر منهج د خلافت له بیا اعاده کونکو څخه مرسته او همکاري نه وای سپمولې.

اې ربه! مسلمانانو ته پوهاوی او علم ور په برخه کړه، ترڅو هغو چارو ته پام وکړي چې د الله سبحانه وتعالی له لوري پرې فرض شوي دي!

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې