دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پېژاند او ناپېژاند شخص ته د سلام اچولو حکمت
بسم الله الرحمن الرحيم
پېژاند او ناپېژاند شخص ته د سلام اچولو حکمت

(ژباړه)

 له عبدالله بن عمرو رضی الله عنه څخه روایت دی، چې یوه کس له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل، کوم اسلام غوره دی؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«تُطْعِمَ الطَّعَامَ، وَتَقْرَأُ السّلامَ عَلَی مَنْ عَرَفْتَ وَمَنْ لَمْ تَعْرِفْ» (رواه بخاری)

ژباړه: پېژاند او نا پېژاند کس ته خواړه ورکول او سلام پرې ویل.

د حدیث توضیح:

ابو زناد وایي: دا حدیث مومنان یو له بل سره مرستې ته تشویقوي همداراز په ډوډۍ ورکولو او سلام اچولو سره ځان ته د نورو پام رااړولو په وسیله، مومنان هڅوي؛ ځکه دواړه (سلام ویل او خواړه ورکول) د خلکو تر منځ د مینې رامنځته کېدو او یو بل ته د پام کولو غوره لار ده. لکه څرنګه چې الله سبحانه وتعالی ډوډۍ ورکوونکي په خپل کلام کې داسې ستایلي دي:

﴿وَیُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَی حُبَّهِ...﴾ [انسان: 8]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په مینه کې خواړه ورکوي....

دویمه موضوع چې په حدیث شریف کې راغلې ده، هغه پر هر پېژاند او نا پېژاند کس د سلام ویل دي، چې دا د شریعت یو امر څخه دی او د دې په واسطه یو مسلمان ترحم ـ چې د الله سبحانه وتعالی امر دی ـپر ځای کوي. په پایله کې د الله سبحانه وتعالی د رضایت، په اخرت کې د کامیابۍ او جنت ته د داخلېدو لامل کېږي.

د یادونې وړ ده چې په دې ځای کې موضوع د استحباب ده او د اصولو د علماوو په نزد مستحب هغه عمل دی، چې کوونکی یې ثواب ګټي او نه کوونکی یې نه مجازات کېږي. هر مسلمان چې له الله سبحانه وتعالی څخه د ثواب او انعام توقع لري؛ هغه دې مستحب عمل تر سره کړي، ځکه په مستحباتو کې لېوالتیا، فرض اسانه کوي.

پر همدې اساس د سلام موضوع شریعت عامه بیان کړې او هر پېژاند او نا پېژاند پکې شاملېږي. نو د سلام په ویلو سره د خلکو په منځ کې اطمنان او ډاډ رامنځته کېږي، د خلکو په زړونو کې مینه او صمیمیت راښکاره کېږي او یوبل ته یې د نیږدې کېدو وسیله ګرځي.

د سلام په ویلو سره عاجزي ډېریږي او انسان له تکبر او ځان غوښتنې څخه خلاصون مومي؛ ځکه که یو کس د مقام په لحاظ تر ځان کښته کس ته سلام اچوي، په دې وخت کې د عاجزۍ لپاره زمینه او له تکبر څخه لیروالی منځ ته راځي او همدارنګه که یو کس تر ځان د مقام په لحاظ لوړ کس ته سلام واچوي، په داسې حالت کې هم تکبر له منځه ځې او هم عاجزي رامنځته کیږي.

یا الله! موږ ته د نبوت پر تګلاره راشده خلافت، چې د امت وحدت پکې نغښتی وي، راپه برخه کړې! الهم آمین آمین!

Last modified onسه شنبه, 24 نومبر 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې