- مطابق
![اسلامي خلافت څنګه سقوط وکړ او څه ډول به يې بیا تاسیس کړو؟ د اسلامي خلافت د دردناک سقوط ۹۶مه کلیزه](/pa/media/k2/items/cache/b6004aaf43dbcfb743aa1b54a758f57d_L.jpg?t=-62169984000)
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلامي خلافت څنګه سقوط وکړ او څه ډول به يې بیا تاسیس کړو؟ د اسلامي خلافت د دردناک سقوط ۹۶مه کلیزه
د اسلامي خلافت د دردناک سقوط ۹۶مه کلیزه
د حزب التحریر ولایه سوډان د ښځو څانګې، د اسلامي خلافت د دردناک سقوط د ۹۶مې کلیزې په مناسبت د «اسلامي خلافت څنګه سقوط وکړ او څه ډول به يې بیا تاسیس کړو؟» په نامه سیاسي کنفرانس جوړ کړ. همدارنګه په همدغه ورځ یعنې ۱۴۳۸هـ.ق د رجب په ۱۸مه د شنبې په ورځ چې د ۲۰۱۷ د اپریل له ۱۵مې سره برابره ده، حزب التحریر په دخینات سیمه کې د غرمې په ۱۲ بجو یو تفاعل پيل کړ، چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته ډېرو کسانو ګډون پکې وکړ او د نبوت پر تګلاره د اسلامي خلافت د تاسیس پر څرنګوالي او د اسلامي احکامو په تطبیق د مسلمانانو د عزت او ویاړ د بېرته راګرځېدو په اړه بحثونه او پوښتنې وشوې. همدا راز د دغه عظیم فرض د او د اسلامي ژوند د بیا راتګ په موخه له حزب التحریر سره د مسلمانې ښځې د کار کولو په رول بحث او نظرونه تبادله شول.