- مطابق
(ژباړه)
«وعنْ أبي هُريرَة، رضي اللَّه عنْه، قَال: قَالَ رسُولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: «من أَنْظَر مُعْسِراً أوْ وَضَعَ لَه، أظلَّهُ اللَّه يَوْمَ القِيامَةِ تَحْتَ ظِلِّ عَرْشِهِ يَوْمَ لا ظِلَّ إلاَّ ظِلُّهُ»
(رواهُ الترمذيُّ وقَال: حديثٌ حسنٌ صحيح)
ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې چاته په سختو حالاتو کې د خپل قرض موده وغځوي، الله سبحانه وتعالی یې د قیامت په ورځ د عرش سیوری په نصیب کوي.
د حدیث توضیح
له شک پرته چې اسلام په اسماني دینونو کې بهترین او کاملترین دین دی. تر ټولو زیات فطرت او سیلم عقل ته نږدې دی. له اسلام پرته په بل دین کې دومره ښه والی نشته. اسلام هغه دین دی، چې انسانانو ته له نیکمرغیو او ارامۍ ډک ژوند ورپه برخه کوي. نو په پورته حدیث کې مسلمان خپل مسلمان ورور ته د فقر پر مهال د وخت ورکولو په تړاو دی. په داسې حال کې چې د قرض ورکولو توان ونه لري. د دې ډول مرستې او همدردۍ اجر د محشر په ورځ دی، چې د الله سبحانه وتعالی د عرش تر سیوري لاندې دی. دا سیوری د هغې ورځې تر ټولو لوی نعمت دی. هغه نعمت چې د ارامۍ او الله سبحانه وتعالی ته د ورنږدې کېدو له پلوه په هغې ورځ کې تر ټولو لوی او کافي نعمت دی.
اې مسلمانانو! په دې اساس د مسلمان له لوري خپل مسلمان ورور ته د اړتیا پر مهال د قرض ورکولو د مودې غځول، یو شرعي، ښه او پر ځای عمل دی. خو له بده مرغه د اسلامي خلافت له ړنګېدو وروسته د امت تر منځ دغه حکم درېدلی. زموږ پر حاکمانو د پانګې ټولونې فضا اغيز کړی. امت په شدید فقر او ناوړه حالت کې دی، په داسې حال شوی چې ټول د قرض په حالت کې ژوند کوي، قرض اخلي او د بېرته ورکړې توان یې نه لري. فقر د قرضدارۍ د پیل کلمه ده. سره له دې موږ ټول وایو: یوازې اسلام مسلمانان د فقر او تنګلاسۍ پر وړاندې صبر ته رابولي او ورته تشویقوي یې. دغه راز یې د قرض ورکولو او د قرض وسایلو ته تشویقوي. په داسې حال کې چې د دغو بدمرغیو په راس کې حاکمان دي. له دې بدمرغیو د ژغورلو لار، د خلافت ایجاد ته په کار کولو سره کېدای شي. یوازې د هغه نظام په چوکاټ کې د اسلام پلي کولو فکر کیږي او امکان لري. الهي! ډېر ژر د نبووت پر منهج خلافت زموږ نصیب وګرځوه، څو په دې تیت پرک حالت کې د مسلمانانو وارث وګرځي. الهي! ځمکه دې د خپل کریم ذات په نور رڼا کړه! الهي آمین آمین!