دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امام په اطاعت امر، د هغه په پاتې کېدو امر دی
بسم الله الرحمن الرحيم
د امام په اطاعت امر، د هغه په پاتې کېدو امر دی

 (ژباړه)

له عبدالله بن عمرو بن عاص رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ بَايَعَ إِمَامًا فَأَعْطَاهُ صَفْقَةَ يَدِهِ وَثَمَرَةَ قَلْبِهِ، فَلْيُطِعْهُ إِنِ اسْتَطَاعَ، فَإِنْ جَاءَ آخَرُ يُنَازِعُهُ فَاضْرِبُوا عُنُقَ الْآخَرِ» (رواه مسلم کتاب الامارة باب وجوب الوفاء ببيعة الخلفا)

ژباړه: هر هغه چا چې د مسلمانانو له خلیفه سره په خپله خوښه بیعت وکړ، باید تر خپلې وسې اطاعت هم ترې وکړي او که چېرې بل څوک راغی او له هغه سره یې د خلافت په امر کې جګړه کوله د هغه سر دې ترې کټ کړئ.

د حدیث شرحه:

دغه حدیث دوه مهم مطلبونه بیان کړي دي: لومړی د مسلمانانو له خلیفه سره بیعت او دویم له هغه څخه اطاعت، چې اطاعت هم په بیعت پورې تړلی دی. یعنې په هغه وخت کې د حاکم اطاعت روا دی، چې د هغه او خلکو تر منځ شرعي بیعت تر سره شوی وي او شرعي بیعت هغه دی، چې د الله تعالی د کتاب او رسول الله صلی الله علیه وسلم له حکم سره سم وي. نو د پورته خبرې پر اساس هېڅکله د اوسنیو مسلمانانو د حکامو اطاعت او له خبرو منلو سره سر نه خوري او دغه حکام د شرعي بیعت اهلیت نه لري. د لاندې دلایلو پر بنسټ:

۱ـ د الله تعالی په کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو حکم نه شي کولی. یعنې صلاحیت او توان یې نه لري، ځکه واک یې نه لري او د کفارو له خوا اجازه نه ورکول کېږي.

۲ـ  برعکس غربي (د بشر په لاس جوړ شوي) قوانین پر اسلامي امت تپي. ان غربي قوانین اسلامي ښيي، غالباً د دې لپاره چې په قدرت کې پاتې شي.

اې مسلمانانو! له شک پرته چې د مسلمانانو د خلیفه یا امام له امر څخه اطاعت، د هغه پر ټیکاو باندې امر دی. ځکه الله تعالی موږ د داسې چا د امر په اطاعت نه مکلفوي، چې هېڅ نه وي. دغه راز له هغه چا سره جګړه کول چې له امام سره جګړه کوي، د امام د امامیت پر دوام باندې ټینګار ښيي. همدارنګه هغه څه چې موږ له غیر شرعي حکامو وینو، پر موږ لازموي، چې له خپل ځواک څخه په ګټنې د شرعي حاکم د ایجاد لپاره کار وکړو. ځکه زموږ اوسني حکام ټول د جبریه زمانې حاکمان دي، چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم شړلي دي. هغوی کافر غرب ګومارلي دي، څو د هغوی په ګټه د هغوی احکام پر امت پلي کړي. نو پر امت لازمه ده، څو له قدرت څخه د هغوی د لیرې کولو لپاره هلې ځلې وکړي او له دین څخه د دنیا بیلولو دستورونو ته یې اور ورته کړي. دغه راز هغه غیر واقعي محدودیتونه چې د سایکس پیکو قانون د دې امت لپاره رامنځته کړي، له مخې لرې کړي، څو امت خپل پخوانی واحد ځواک او سلطه تر لاسه او یو واحد خلیفه پرې حکمراني وکړي.  

یا الله! د منهج په نبووت راشده خلافت، چې د مسلمانانو یووالی پکې نغښتی وي، زموږ په برخه کړې او مصیبتونه او بلاوې ترې لرې کړې! یا الله ځمکه دې په خپل نور سره منوره کړه! اللهم آمین آمین!

پایله: د مسلمانانو د امام یا خلیفه په اطاعت امر، د هغه په پاتې کېدلو امر دی او له هغه چا سره جګړه کول، چې له امام سره جګړه کوي، قرینه ده؛ د واحد خلیفه په توګه د هغه د پاتې کېدلو لپاره.

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې