شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
موږ یو امي امت یو
بسم الله الرحمن الرحيم
موږ یو امي امت یو

له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«إنا أمة إمیة، لا نکتب و لا نحسب الشهر هکذا و هکذا؛ یعنی مرة تسعة و عشرین و مرة ثلاثین» (سنن ابن ماجه)

ژباړه: موږ یو امي امت یو، چې نه لیکل کوو او نه د رمضان میاشت داسې و هغسې حسابوو، یعنې یو ځل نهه ویشت ورځې او بل ځل دېرش ورځې.

دغه حدیث شریف موږ له یوې مهمې موضوع څخه خبروي، چې زموږ له یوه عبادت سره تړاو لري او هغه عبادت روژه ده. پورتنی حدیث بیانوي چې موږ یو امي (بې‌سواده) امت یو، چې د عباداتو په حساب و کتاب کې لاسوهنه نه کوو. ځکه چې په اړه یې ډېر احادیث او شرعي نصوص راغلي دي. په هغو کې دلیل دا ګڼل شوی چې عبادات د الله سبحانه وتعالی لخوا توقیفي دي، یعنې نه تغیر او بدلون کوي او نه هم علت لري؛ بلکې د الله متعال له امر سره سم پرې عمل کېږي. پر همدې اساس لمونځ هم په یوه ټاکلي وخت کې چې په لمر پورې تړاو لري، پیل او پای ته رسېږي. الله متعال د روژې میاشت د پیل او پای له اړخه په سپوږمۍ پورې او د روژې نیولو او روژه‌ماتي له اړخه په لمر پورې تړلې ده. له همدې امله هېڅوک حق نه لري، چې له دغې مسئلې پرته دې د عباداتو وختونه وټاکي. پر همدې اساس هېچاته پکار نه ده، چې ورځې حساب کړي او هغه په دېرشو او یا کمو او زیاتو ورځو پورې محدودې کړي؛ لکه څنګه چې خلک میلادي میاشتې محدودوي. د هغو میاشتو شمېر ثابت دی او هېڅکله بدلون نه کوي، هغه که دېرش ورځې وي او یا له دېرشو کمې او زیاتې وي.

بله موضوع چې په دغه حدیث کې ورته اشاره شوې، هغه د مبارکې میاشتې د ورځو د شمېر بدلون دی؛ امکان لري دېرش ورځې او یا نهه ویشت ورځې وي او دا مسئله په حساب و کتاب پورې اړه نه لري، بلکې د سپوږمۍ په لیدلو پورې تړاو لري چې د میاشتې د پیل خبر ورکوي. پر همدې اساس امکان لري چې د دغه کال رمضان له تېر کال سره توپیر ولري او له راتلونکي رمضان سره برابر وي، یوازې سپوږمۍ دغه ټاکلی شي او موضوع د سپوږمۍ په لیدلو او نه لیدلو پورې اړه لري، له ستورپېژندنې سره هېڅ اړیکه نه لري او روا نه ده چې د هغې پر اساس حکم وشي. دا همغه څه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه حدیث کې ورته اشاره کړې ده او په نورو احادیثو او نصوصو کې راځي چې د عباداتو وختونه توقیفي دي او  د الله تعالی له امر او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رسالت سره سم را رسېږي.

یوازې له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ دین بشپړ کړي او له هغه څخه ساتنه وکړي او موږ سمې او ثابتې لارې ته برابر کړي! نو د الله سبحانه وتعالی له امر څخه باید نافرماني ونه کړو او پر دین یې تهمت ونه لګوو. اللهم آمین!

لیکوال: ماهر صالح

ژباړن: صهیب منصور

Last modified onپنج شنبه, 04 می 2023

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې