- مطابق
(ژباړه)
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«من کانت الآخرة همه، جعل الله غناه فی قلبه، وجمع له شمله، وأتته الدنیا وهی راغمة، ومن کانت الدنیا همه، جعل الله فقره بین عینیه، وفرق علیه شمله، ولم یأته من الدنیا الا ما قدر له» (جامع الترمذی)
ژباړه: هغه څوک چې اصلي هدف یې آخرت وي، الله (سبحانه وتعالی) یې زړه بېنیازه کوي، غمونه یې ختموي او دنیا یې خوشاله کوي او څوک دنیا خپل اصلي هدف وګرځوي، الله (سبحانه وتعالی) یې د سترګو پر وړاندې فقر دروي، طبیعت به یې خراب وي او په دنیا کې به یوازې هغه څه ورته رسېږي، چې ورته مقدر شوي دي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره (همّه) د نیت او ارادې په معنا ده او په مشکاة المصابیح کې داسې راغلي دي: «من کانت نیته طلب الآخرة» د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره «جعل الله غناه فی قلبه» په دې معنا ده چې الله سبحانه وتعالی یې پر همغه رزق قانع کوي، چې د هغه لپاره بسنه کوي، ترڅو د ډېر مال په ترلاسه کولو کې ځان په تکلیف نه کړي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره «وجمع له شمله» په دې معنا ده چې الله سبحانه وتعالی یې سخت کارونه ورته اسانه کوي او له هغو ځایونو څخه به یې سبوبونه ورته چمتو کړي، چې دی به یې لا فکر هم نه کوي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره «وأتته الدنیا» په دې معنا ده چې الله سبحانه وتعالی له دنیا څخه یوازې هغه څه ورکوي، چې په نصیب او تقدیر کې یې وي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره «وهی راغمة» په دې معنا ده چې دنیا د هغه پر وړاندې بېارزښته ده او همدارنګه دنیا به په هغه پسې راځي او د هغې لاسته راوړلو ته به اړتیا نه لري، چې خپل ځان ډېر په تکلیف کړي، بلکې دنیا به د هغه له غوښتنې سره سمه په اسانه ورکول کېږي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره «ومن کانت الدنیا همّه» په مشکاة المصابیح کې داسې راغلې ده: «ومن کانت نیته طلب الدنیا» یعنې هغه څوک چې نیت یې د دنیا د مال لاسته راوړل وي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره «جعل الله فقره بین عینیه» په دې معنا ده چې الله سبحانه وتعالی به یې مخلوق ته اړ کړي او دغه اړتیا به د یوه ناخوښ عمل په توګه تل د هغه په مخکې ولاړه وي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره «وفرّق علیه شمله» په دې معنا ده چې الله سبحانه وتعالی یې دنیوي کارونه ورته سختوي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې خبرې «ولم یأته من الدنیا الا ما قدّر له» څخه موخه دا ده چې تل به له خوارۍ سره مخ وي او د خپلې هیلې خلاف به یوازې هغه څه ورکول کېږي، چې د دنیا له مال څخه یې ترلاسه کوي.
امام ابن قیم وایي: کله چې بنده شپه او ورځ په داسې حال کې تېروي، چې ټول غم و درد یې د الله سبحانه وتعالی یاد وي؛ نو الله سبحانه وتعالی یې ټولې غوښتنې پوره کوي، ټول غمونه ورڅخه لرې کوي، زړه یې د خپل محبت لپاره پاک او خالي کوي، ژبه یې پخپل ذکر سره معطره کوي او د بدن غړي یې د خپل اطاعت او عبادت لپاره چمتو کوي. مګر هغه څوک چې شپه او ورځ د دنیا د ترلاسه کولو په غم کې تېروي؛ الله سبحانه وتعالی غم و سختي پرې راولي او کارونه یې پخپله هغه ته ور پرېږدي.
له شک پرته چې د دنیا محبت او پر هغې بوخت کېدل د دې لامل شوي، چې د الله سبحانه وتعالی طاعت او عبادت یې زموږ انسانانو له یاده ایستلي دي او اوس یې په هغه ډول نشو ادا کولی، لکه څنګه یې چې حق دی. همدارنګه په دې اړه ډېر آیتونه او حدیثونه راغلي دي، چې له هغې ډلې یو یې همدغه حدیث شریف دی، ترڅو هغه څه موږ ته را یاد کړي، چې هېر کړي مو دي او زموږ لپاره پر یوه ځواک بدل شي، چې په مرسته یې خپل زړه ډاډه او ارامه کړو او همدارنګه موږ متوجه کوي چې د دنيا محبت پرېږدو او تقوا غوره کړو، ترڅو الله سبحانه وتعالی په دنیا کې له موږ څخه راضي شي او اخروي نعمتونه زموږ په نصیب کړي. د الله سبحانه وتعالی په دغه قول سره خپله خبره پای ته رسوو:
﴿زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاء وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الْمَآبِ﴾ [آل عمران: 14]
ژباړه: د خلکو لپاره نفسي غوښتنې، ښځې، اولادونه، د سرو و سپینو زرو زېرمې، نښه شوي آسونه، څاروي او کروندې د ډېرې مینې وړ ګرځېدلي دي. خو دا هر څه د څو ورځو دنیوي ژوند وسایل دي او په حقیقت کې تر ټولو ښه استوګنځی له الله (سبحانه وتعالی) سره دی.
له خپل رب څخه غواړو چې دینا زموږ اصلي هدف ونه ګرځوي! آمین! آمین!
ژباړن: صهیب منصور