
هجری قمری نېټه : 12 شعبان 1447
میلادی نېټه : پنج شنبه, 15 جنوری 2026 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
ښاغلی برګس! د اسټرالیا د امنیتي استخباراتو ادارې (ASIO) د عمومي رییس په توګه، له تاسو تمه کېږي چې د اسټرالیا خلکو او حکومت ته روښانه، بېابهامه او سمې مشورې ورکړئ. دا په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده چې تاسو په عامه بحثونو کې یوازې د دې لپاره ګډون وکړئ چې په شعوري توګه هغه ابهامونه لا زیات کړئ چې موضوع پخپله لا دمخه څو اړخیزه او پېچلې ده. اسټرالیایان له تاسو غواړي چې مسایل داسې شفاف بیان کړئ چې ابهامونه له منځه لاړ شي، په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې پر هغو څرګندونو چې تاسو یې په علني ډول کوئ، جدي محدودیتونه وي.
ستاسو له لوري د ۲۰۲۵م کال لووي لېکچر (Lowy Lecture) وړاندې کول، پخپله یو د اعتراض وړ او جدي ستونزمن اقدام دی. په غزه کې د دوو کلونو پرلهپسې نسلوژنې له تېرېدو وروسته، تاسو دا مناسبه وبلله چې له داسې یوې ادارې سره نږدېوالی او اړیکه ټینګه کړئ او هغې ته مشروعیت ورکړئ چې بنسټګر یې په فلسطین کې د نړیوالو لهخوا پېژندل شویو جنګي جنایتونو ښکاره ملاتړ کوي. له هر ډول تناقض پرته، تاسو د ټولنیز انسجام د اهمیت په اړه ویناوې کولې، په داسې حال کې چې د هغو کسانو مل وئ چې نسلوژنه لمانځي او پرې ویاړي.
تر ټولو خطرناکه دا چې تاسو هغو صهیونیستي هڅو ته مشروعیت ورکړ چې له ډېر پخوا راهیسې یې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی؛ هغه هڅې چې غواړي «صهیونیزم ضد» له یهودو سره د دښمنۍ په ډول وښيي. دا منطق د دفاع وړ نه دی، مګر دا چې ادعا وشي چې د فلسطین په ملاتړ هر ډول فعالیت په ذاتي ډول له یهودو سره دښمني ده. په دې ټکي کې، نور ستاسو ماموریت د استخباراتي معلوماتو راټولول نه و، بلکې پروپاګنډ خپرولو ته مو مخه کړه.
خو د حزبالتحریر په اړه: موږ د تأسیس له ورځې تر نن پورې په خپلو دریځونو او کړنو کې ثابتقدمه پاتې شوي یو؛ دا هغه حقیقت دی چې ستاسو ټولو پخوانیو همکارانو (رییسانو) هم پرې ګواهي ورکړې ده. که زموږ دریځونه نه دي بدل شوي، نو پر کوم بنسټ د حزبالتحریر په اړه ستاسو ارزونه بدله شوې ده؟ د فلسطین په پلوۍ فعالیتونو ته د جرم رنګ ورکولو لپاره د صهیونیستي هڅو په رڼا کې، د ځواب اټکل کول ګران کار نه دی. تاسو د قانون ارزښت هغه مهال راکم کړ چې قانون ته غاړه ایښودل مو د ستونزې او ملامتۍ په بڼه مطرح کړل؛ خو په حقیقت کې مو د قانون ارزښت او اعتبار راکم کړ؛ ځکه قانون ته غاړه ایښودل د قانون تر پښو لاندې کول نه دي، بلکې پخپله قانون دی. دا ویل چې قانون ته ژمنتیا پټ نیتونه لري، په حقیقت کې د هر هغه چا پر وړاندې یو تور دی چې په هره برخه کې قانون ته درناوی کوي.
تاسو ادعا وکړه چې حزبالتحریر په شعوري ډول «په اسټرالیا کې د تاوتریخوالي له ترویج کولو څخه ډډه کوي» او داسې مو وښودله چې موږ دا کار یوازې د دې لپاره کوو چې قانون زموږ مخه نیسي، او سبب یې زموږ هغه اصولي او بنسټیز دریځ نه دی چې د تاسیس له ورځې یې لرو. په داسې حال کې چې تاسو پخپله ښه پوهېږئ چې دغه ادعا ناسمه ده. نو هغه بدیل څه دی چې تاسو ورته اشاره کوئ؟ ایا ستاسو مطلب دا دی چې که دغه قانون نه وی، نو زموږ بلنه به تاوتریخوالي ته اوښتې وای؟ یا دا چې د ځای موضوع -د اسټرالیا دننه یا بهر- زموږ اخلاقي دریځ بدلوي؟ یا دا چې د مسلمانانو هر ډول سیاسي ارزونه باید خامخا تاوتریخوالي ته د هڅونې په توګه تفسیر شي؟
د خلافت په تړاو، ستاسې د اوبو د خړولو هڅه هغه مهال تر ټولو روښانه شوه چې تاسې د لکچر له پای وروسته په بحث کې له ټاکلي متن څخه ووتئ. لومړی دا چې ستاسې لخوا «له اسلام څخه وېرې خپروونکې» کلیشې کارول، چې مسلمانان په دې هېواد کې د پنځمې ستنې (یا پټو دښمنانو او داخلي خاینانو) په توګه انځوروي او دا تور یوازې د هغوی د شتون پر بنسټ لګول کېږي، د عینیت او بېطرفۍ له ټولو حدودو اوښتي دي. دا لکچر هېڅکله د حقایقو د وړاندې کولو لپاره نه و؛ بلکې د ځانګړو اجنډاوو د پرمخ وړلو لپاره جوړ شوی و.
تاسو ادعا وکړه چې حزبالتحریر په دې هېواد کې د خلافت د تاسیس هڅه کوي. تر دې لا اندېښمنوونکې خبره دا وه چې تاسو ادعا وکړه چې ګواکې حزبالتحریر دې موخې ته د رسېدو لپاره د زور کارولو ته لېوال دی. تاسو ښه پوهېږئ چې دا دواړه ادعاوې ښکاره درواغ دي، ستاسو د خپلې ادارې، ASIO هره ارزونه د دې پخلی کوي؛ خو بیا هم تاسې دا ومنله چې له هر ډول مسلکي چوکاټ او اخلاقي پولې واوړئ او د هغو کسانو لپاره د تبلیغاتي وسیلې په توګه ودرېږئ، چې موخه یې د اسلام او مسلمانانو بدنامول دي.
همدارنګه تاسو داسې درواغجنې ادعاوې وکړې چې ګواکې حزبالتحریر په اسټرالیا کې د یهودیت ضد او د هغې پر وړاندې دښمنۍ د پارولو مسوول دی؛ هغه ادعا چې ان پخپله د یهودي رژیم په هغه راپور کې هم نه ده راغلې چې په اسټرالیا کې د یهودیت ضد فکر «انټيسیمیټیزم» په اړه یې خپور کړی دی. په هغه راپور کې اصلاً حزبالتحریر ته هېڅ اشاره نه ده شوې او دا په دې معنی ده چې له تاسو دواړو یو لوری درواغ وايي. روښانه ده چې ستاسو استدلال، د تل پشان، پر همغې زړې او ورستې فرضیې ولاړ دی چې د «صهیونیزم ضد» فکر، «د یهودیت ضد» بولي.
خو تاسې په خپله وینا کې په قصدي ډول خپلې خبرې ډېرې حساب شوې وکارولې؛ تاسې دا ونه ویل چې دا ډول پرمختګ په واقعیتونو ولاړ او د شواهدو له مخې ثابت دی، بلکې یوازې مو وویل چې تاسې له داسې یوه پرمختګه «ویره» لرئ چې ګواکې له یهودیت ضد فکر سره تړاو لري. خو دا ظاهري اندېښنه هغه مهال بېبنسټه وښودل شوه، چې تاسو پخپله ومنله دا ټول یوازې پر احساساتو، اټکلونو او تشو انګېرنو ولاړ دي.
سره له دې چې موږ لا هم له نسلوژنې څخه ستا نا انساني دفاع او توجیه غندو، خو بیا هم چمتو یو چې ستاسو انساني اړخ په رسمیت وپېژنو. خو ستونزه دا ده چې د ASIO ارزونې باید پر استخباراتي معلوماتو ولاړې وي، نه پر احساساتو او شخصي انګېرنو. ستاسو دا ناکامه هڅه چې حزبالتحریر، د مسلمانانو ټولنه او د فلسطین پلوي هر ډول فعالیت په ناسم ډول معرفي کړئ، تاسو په ښکاره ډول محکوموي. د دې پر ځای چې د درواغجنو او غلطو خپرو شویو معلوماتو مخه ونیسئ، تاسو خپل تبلیغات دوه برابره کړل او نه یوازې دا چې پخوانۍ ادعاوې مو تکرار کړې، بلکې لا هم وړاندې لاړئ. یو ځل بیا مو په «سکای نیوز» شبکه کې د حزبالتحریر په اړه وویل:
«دا یوازې د هغې ډلې یوه بېلګه ده چې ادعا کوي یوازې د منځني ختیځ او اسرائیلو په اړه خبرې کوي، خو کله چې د اسرائیلو په اړه خبرې کوي او خلک د هغوی پر وړاندې پاڅون ته راوبولي، ان که ووایي چې دغه پاڅون به سوله ییز وي، په داسې فضا کې خلک د اسرائیلو د دولت او اسټرالیایي یهودانو ترمنځ توپیر نه شي کولی... او دا زموږ په ټولنه کې د تاوتریخوالي لامل کېږي او دوی پخپله هم پوهېږي چې دا کار کوي.»
نه، ښاغلی برګس! خلک د یهودي رژیم او اسټرالیایي یهودانو ترمنځ توپیر کوي؛ خو تاسو چې کله چې د «صهیونیزم ضد» فکر، له «یهودیت ضد» سره برابر بولئ، دا توپیر له منځه وړئ. که ریښتیا هم د اسټرالیایي یهودانو د امنیت په اړه په خپله ادعا کې صادق یئ، نو ښايي غوره وي چې د داسې متناقضو ادعاوو له خپرولو لاس واخلئ؛ دا ادعاوې عملاً د یهودیت ضد فکر «انټيسیمیټیزم» ته لار هواروي.
په اسټرالیا کې د حزبالتحریر مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷ هـ.ق کال، د رجب ۲۶مه
۲۰۲۶م کال، د جنوري ۱۵مه
د صدور ګڼه: ۱۴/۱۴۴۷
ژباړن: اسرار تکل




