- مطابق
(ژباړه)
د امام احمد بن حنبل په مسند کې راغلي چې عبدالله بن عمرو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي، چې فرمايلي يې دي:
«أَرْبَعٌ إِذَا كُنَّ فِيكَ فَلا عَلَيْكَ مَا فَاتَكَ مِنَ الدُّنْيَا: حِفْظُ أَمَانَةٍ، وَصِدْقُ حَدِيثٍ، وَحُسْنُ خَلِيقَةٍ، وَعِفَّةٌ فِي طُعْمَةٍ»
ژباړه: که څلور خصلتونه ولرې، په دنیا کې دې د هېڅ شي کمی نشته دی: امانت ساتنه، رښتیا ویل، نېک اخلاق او حلاله ډوډۍ.
لومړی: امانت ساتنه
طبراني په «الاوسط» کتاب کې له عبدالله بن عمر څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«لا إِيمَانَ لِمَنْ لا أَمَانَةَ لَهُ، وَلا صَلَاةَ لِمَنْ لا طُهُورَ لَهُ، وَلا دِينَ لِمَنْ لا صَلَاةَ لَهُ، إِنَّمَا مَوْضِعُ الصَّلَاةِ مِنَ الدِّينِ كَمَوْضِعِ الرَّأْسِ مِنَ الْجَسَدِ».
ژباړه: څوک چې امانت نه ساتي، هغه ایمان نه لري او څوک چې اودس نه لري، لمونځ یې نه کېږي او څوک چې لمونځ نه کوي، دین نه لري. ځکه چې په دین کې لمونځ داسې حیثیت لري، لکه په بدن کې سر.
دویم: رښتیا ویل
صحیح مسلم له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«عَلَيْكُمْ بِالصِّدْقِ، فَإِنَّ الصِّدْقَ يَهْدِي إِلَى الْبِرِّ، وَإِنَّ الْبِرَّ يَهْدِي إِلَى الْجَنَّةِ، وَمَا يَزَالُ الرَّجُلُ يَصْدُقُ وَيَتَحَرَّى الصِّدْقَ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللهِ صِدِّيقًا، وَإِيَّاكُمْ وَالْكَذِبَ، فَإِنَّ الْكَذِبَ يَهْدِي إِلَى الْفُجُورِ، وَإِنَّ الْفُجُورَ يَهْدِي إِلَى النَّارِ، وَمَا يَزَالُ الرَّجُلُ يَكْذِبُ وَيَتَحَرَّى الْكَذِبَ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللهِ كَذَّابًا»
ژباړه: ريښتينولي بايد غوره کړئ، ځکه صداقت او رښتینولي د نېکۍ پر لور هدایت کوي او نېکي بیا د جنت پر لوري؛ بنده تل رښتیا وایي او هڅه کوي چې رښتیا ووایي، تر دې چې نوم یې د الله سبحانه وتعالی په نزد په صدیقینو کې ولیکل شي. له دروغو څخه ځانونه وساتئ، ځکه چې تاسو د فساد په لوري بیایي او فساد بیا د دوزخ په لوري هدایت کوونکی دی، په دغه حالت کې بنده تل دروغ وایي او هڅه کوي چې دروغ ووایي، تر دې چې نوم یې د الله سبحانه وتعالی په نزد دروغجن او کاذب ولیکل شي.
طبراني په «المعجم الکبير» کتاب کې د کعب بن مالک رضي الله عنه کیسه بیانوي. کعب بن مالک رضي الله عنه یو له هغو دریو کسانو څخه و، چې العسرۀ غزا (د تبوک غزا) ته له تګ څخه یې سرغړونه کړې وه او وروسته الله سبحانه وتعالی بیا د هغه توبه قبوله کړه.
قَالَ كَعْب: «يَا رَسُولَ اللهِ إِنَّ اللهَ أَنْجَانِي بِالصِّدْقِ، وَإِنَّ مِنْ تَوْبَتِي إِلَى اللهِ أَنْ لا أُحَدِّثَ إِلاَّ صِدْقًا مَا بَقِيتُ، وَاللهِ مَا أَعْلَمُ أَحَدًا مِنَ النَّاسِ أَبْلاهُ اللهُ فِي صِدْقِ الْحَدِيثِ مَا أَبْلانِي مُنْذُ ذَكَرْتُ ذَلِكَ لِرَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى يَوْمِي هَذَا، وَأَنَا أَرْجُو أَنْ يَحْفَظَنِي اللهُ فِيمَا بَقِيَ»
ژباړه: کعب وویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! الله (سبحانه وتعالی) زه په رښتیا ویلو سره وژغورلم او د الله سبحانه وتعالی په نزد زما توبه دا وه چې له رښتیا پرته به پر ژبه بل هېڅ ونه وایم او کله مې چې دغه خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته بیان کړه، نو پر الله (سبحانه وتعالی) مې دې قسم وي، چې هېڅوک مې ونه لیدل چې الله (سبحانه وتعالی) دې زما غوندې په رښتیا ویلو سره ابتلا کړي وي او هیله لرم چې الله سبحانه وتعالی مې همداسې رښتیا ویونکی وساتي.
درېیم: نېک اخلاق
په دې اړه په «مَوَارِدِ الظَّمآنِ إِلَى زَوَائِدِ ابنِ حِبَّان» کتاب کې د «بابِ مَا جَاءَ فِي حُسْنِ الخُلُقِ» تر عنوان لاندې احادیث راغلي دي:
له عبدالله بن عمرو څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو مجلس کې ناست و او ویې فرمایل:
«أَلا أُخْبِرُكُمْ بِأَحَبِّكُمْ إِلَيَّ وَأَقْرَبِكُمْ مِنِّي مَجْلِسًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ؟». (ثَلاثَ مَرَّاتٍ يَقُولُهَا) قُلْنَا: بَلَى يَا رَسُول الله قَالَ: «أحسنكم أَخْلَاقًا»
ژباړه: ایا تاسو خبر نه کړم چې ما ته له تاسو څخه تر ټولو غوره کسان او د قیامت په ورځ تر ټولو نږدې کسان څوک دي؟ (درې ځله یې دا خبره تکرار کړه) ومو ویل: هو، موږ ته هم ووایه، ویې فرمایل: «په تاسو کې تر ټولو د غوره اخلاقو څښتن»
ابي ثعلبه خشني له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې ویې فرمایل:
«إِنَّ أَحَبَّكُمْ إِلَيَّ وَأَقْرَبَكُمْ مِنِّي فِي الْآخِرَة أحاسنكم أَخْلَاقًا وأبغضكم إِلَيّ وأبعدكم مني فِي الْآخِرَة أسوأكم أَخْلَاقًا المتشدقون المتفيهقون الثرثارون»
ژباړه: ماته ستاسو تر ټولو غوره کس او د قیامت په ورځ تر ټولو نږدې کس هغه څوک دی، چې نېک اخلاق ولري او ماته په تاسو کې تر ټولو ناوړه خلک او د قیامت په ورځ تر ټولو لرې کسان هغه څوک دي، چې ډېرې خبرې کوي، لافې وهي او کبر کوي.
ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«أَلا أُخْبِرُكُمْ بِخِيَارِكُمْ" قَالُوا بَلَى يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: "أطولكم أعمارا وَأَحْسَنُكُمْ أَخْلَاقًا»
ژباړه: ایا تاسو خبر نه کړم چې په تاسو کې غوره کس څوک دی؟ ویې ویل: هو، خبر مو کړه، ویې فرمایل: هغه کس چې اوږد عمر او نېک اخلاق ولري.
له ابو درداء رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«إِنَّ أَثْقَلَ مَا يوضع فِي مِيزَانِ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ خُلُقٌ حَسَنٌ وَإِن الله يبغض الْفَاحِش الْبَذِيء»
ژباړه: تر ټولو دروند عمل چې د قیامت په ورځ به د مومن په تله کې اېښودل کېږي، نېک اخلاق دي او هر بد ژبی او بېحیا کس د الله (سبحانه وتعالی) نه خوښېږي.
عبدالله بن عمرو بن عاص وایي چې معاذ بن جبل رضي الله عنه د سفر اراده درلوده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویل: اې د الله سبحانه وتعالی نبي! ماته نصیحت وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
«اعْبُدِ اللَّهَ وَلَا تُشْرِكْ بِهِ شَيْئًا" قَالَ يَا نَبِيَّ اللَّهِ زِدْنِي قَالَ: «إِذَا أَسَأْتَ فَأَحْسِنْ». قَالَ يَا نَبِي الله زِدْنِي قَالَ: «اسْتَقِم وليحسن خلقك»
ژباړه: د الله سبحانه وتعالی عبادت وکړه او څوک مه ورسره شریکوه، ویې ویل: یا رسول الله ماته ډېر نصیحت وکړه، ویې فرمایل: د بدۍ په مقابل کې نېکي وکړه، وروسته یې وویل: یا رسول الله ماته ډېر نصیحت وکړه، ویې فرمایل: استقامت ولره او اخلاق دې جوړ کړه.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه:
ما أَكْثَرُ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الْجَنَّةَ قَالَ: «تَقْوَى اللَّهِ وَحُسْنُ الْخلق». قَالَ مَا أَكْثَرُ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ النَّارَ قَالَ: «الأَجْوَفَانِ الْفَم والفرج»
ژباړه: هغه څه شی دي چې تر ټولو ډېر خلک جنت ته بیایي؟ ویې فرمایل: الهي تقوا او نېک اخلاق. پوښتنه یې وکړه: څه شی تر نورو ډېر خلک دوزخ ته بیایي؟ ویې فرمایل: دوه خاليګاوې؛ خوله او شرمګاه.
ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«أَكْمَلُ الْمُؤْمِنِينَ إِيمَانًا أحْسنهم خلقا»
ژباړه: د ایمان لرلو له اړخه کامل مومنان هغه دي، چې غوره اخلاق ولري.
ام المومنین عائشه رضي الله عنه روایتوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«إِنَّ الْمُؤْمِنَ لَيُدْرِكُ بِخُلُقِهِ دَرَجَةَ الصَّائِمِ الْقَائِمِ»
ژباړه: مومن د نېکو اخلاقو په وسیله د هغه چا په اندازه ثواب ترلاسه کوي، چې د ورځې روژه نیسي او د شپې قیام کوي.
ابو هریره رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي چې ویې فرمایل:
«كَرَمُ الْمَرْءِ دِينُهُ ومروءته عقله وحسبه خلقه»
ژباړه: د انسان عزت د هغه په دین کې دی، غيرت یې عقل دی او نسب یې په ښو اخلاقو کې دی.
څلورم: حلاله روزي
طبراني په الاوسط کې له ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت کوي چې ویې ویل:
تُلِيَتْ هَذِهِ الْآيَةُ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: (يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا). (البقرة 168) فَقَامَ سَعْدُ بْنُ أَبِي وَقَّاصٍ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، ادْعُ اللَّهَ أَنْ يَجْعَلَنِي مُسْتَجَابَ الدَّعْوَةِ، فَقَالَ لَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَا سَعْدُ أَطِبْ مَطْعَمَكَ تَكُنْ مُسْتَجَابَ الدَّعْوَةِ، وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، إِنَّ الْعَبْدَ لَيَقْذِفُ اللُّقْمَةَ الْحَرَامَ فِي جَوْفِهِ مَا يُتَقَبَّلُ مِنْهُ عَمَلَ أَرْبَعِينَ يَوْمًا، وَأَيُّمَا عَبْدٍ نَبَتَ لَحْمُهُ مِنَ السُّحْتِ وَالرِّبَا فَالنَّارُ أَوْلَى بِهِ»
ژباړه: دغه ایت مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تلاوت کړ؛ (يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا) وروسته سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه له خپل ځایه پورته شو او ویې ویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته دعا وکړه چې الله (سبحانه وتعالی) زما دعا قبوله کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې سعده! غذا دې حلاله کړه، چې الله (سبحانه وتعالی) دې دعا قبوله کړي. قسم مې دې پر هغه ذات وي چې زما (محمد) روح یې په لاس کې دی، هر هغه بنده چې حرامه مړۍ په خوله کړي، د څلوېښت شپو او ورځو عبادت یې نه قبلېږي او هر هغه بنده چې د بدن غوښې یې په حرامو او سود سره وده وکړي، د هغه لپاره اور (دوزخ) غوره دی.
پر صحیح مسلم باندې د ابو نعیم په مستخرج کتاب کې له ابو هریره رضي الله عنه څخه کې روایت شوی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«يَا أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّ اللَّهَ طَيِّبٌ لَا يَقْبَلُ إِلَّا طَيِّبًا، وَإِنَّ اللَّهَ تَعَالَى أَمَرَ الْمُؤْمِنِينَ بِمَا أَمَرَ بِهِ الْمُرْسَلِينَ، فَقَالَ: ﴿يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ﴾.(المؤمنون 51) وَقَالَ: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ﴾ (بقره: 172) ثُمَّ ذَكَرَ الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَرَ أَشْعَثَ أَغْبَرَ يَمُدُّ يَدَيْهِ إِلَى السَّمَاءِ: يَا رَبِّ، يَا رَبِّ، وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ، وَمَشْرَبُهُ حَرَامٌ، وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ، وَغُذِّيَ بِالْحَرَامِ، فَأَنَّى يُسْتَجَابُ لَهُ؟»
ژباړه: اې خلکو! الله سبحانه وتعالی پاک دی، له پاکۍ پرته بل څه نه قبلوي او الله سبحانه وتعالی مومنانو ته د هغه څه امر کوي چې پیغمبرانو ته یې کړی، وروسته یې دغه ایت تلاوت کړ: ﴿يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ﴾ [مومنون:۵۱] اې پیغمبرانو! پاک څیزونه وخورئ او نېک کارونه ترسره کړئ، زه ستاسو پر عملونو خبر یم.» ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ﴾ [بقره: ۱۷۲] اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! هغه پاک څیزونه وخورئ چې تاسو ته مو درکړي دي.» وروسته یې هغه کس یاد کړ چې اوږد سفر یې کړی، ستړی ستومانه او ګردو وهلی وي او خپل لاسونه اسمان ته لپه کوي او وایي: یا ربه! په داسې حال کې چې خواړه، څښاک او جامې یې له حرامو څخه دي او له حرامو تغذیه شوې دي، نو د داسې شخص دعا به څنګه قبلېږي؟
ژباړه: بهیر «ویاړ»