یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د میراث وړل
بسم الله الرحمن الرحيم
د میراث وړل

 (ژباړه)

د هغه چا وارث چې وارث نه لري:

له مقدام رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:

«مَنْ تَرَكَ كَلًّا فَإِلَيَّ»: وَرُبَّمَا قَالَ: «إِلَى اللَّهِ وَإِلَى رَسُولِهِ، وَمَنْ تَرَكَ مَالًا فَلِوَرَثَتِهِ، وَأَنَا وَارِثُ مَنْ لَا وَارِثَ لَهُ، أَعْقِلُ لَهُ وَأَرِثُهُ، وَالْخَالُ وَارِثُ مَنْ لَا وَارِثَ لَهُ، يَعْقِلُ عَنْهُ وَيَرِثُهُ»

ژباړه: له هر چا څخه چې کل (ماشومان اولادونه، ناتوانه اشخاص) پاتې شي، سرپرستي یې زه کوم. يا داسې يې وفرمايل: «د سرپرستۍ مسووليت يې الله د او هغه رسول ته ورګرځي. او له هر چا څخه چې مال پاتې شي، د هغه د ورثې لپاره به وي او زه د هغه چا وراث یم چې وارث نه لري. د نوموړي هغه حقوق پر ځای کوم چې د جنایتونو په سبب پر هغه پاتې وي او له هغه څخه میراث وړم. همدارنګه د وارث ماما د هغه چا وارث دی چې وارث نه لري او پر مړي واجب شوي حقوق د هغه پر ځای ادا کوي او له هغه څخه میراث اخلي.

د عون معبود څښتن وايي:

"مَنْ تَرَكَ كَلًّا": د کاف په فتحه او د لام په شد سره یعنې ثقل (زیات پاتې شوني) او همدارنګه پور، کورنۍ او اولاد پکې راځي او موخه یې دا ده چې که چېرې له هغه څخه اولاد پاتې شي، سرپرستي او تربیه یې زه کوم او پورونه یې زه ادا کوم. "أَعْقِل لَهُ": یعنې پر هغه کس چې د جنایتونو له امله کوم دیت وي، هغه ادا کوم. "وارثهُ": یعنې هغه کس چې وارث نه لري. قاضي رحمه الله وایي: هدف دا دی چې مال یې د مسلمانانو په بیت المال کې مصرفوم؛ ځکه هغه د الله او رسول دي. "وَالْخَال وارث مَنْ لَا وارث لَهُ": دا د هغو کسانو لپاره دلیل دی چې ذوی‌الارحام د حق وړ بولي. "يَعْقِل عَنْهُ": یعنې که چېرې د خور زوی جنایت وکړي او نږدې خپلوان ونه لري، چې دیت یې ورکړي، نو ماما یې د عصبه په توګه دیت ورکوي. "یرثه" یعنې ماما له هغه څخه میراث وړي.

میراث د ملکیت یو سبب دی. د میت/مړي له مال څخه د هغه وارثین د شریعت پر اساس خپله برخه ترلاسه کوي.

میراث د میت له شتمنۍ څخه د وارثینو حق دی او له شرعي مانع پرته یې هېڅوک مخه نشي نیولی. د ثروت د وېش او په حرکت راوستلو لپاره دا یوه غوره طریقه ده او دا ستونزه حلوي، چې شتمني دې یوازې د کم شمېر کسانو لاس ته ولوېږي او د ټولنې پاتې نور کسان دې ورڅخه محروم وي. د وارثینو تر منځ د میراث په وېشلو سره هغه پیسې، چې نوموړي کس په خپل ژوند کې ټولې کړې دي، د ټولو وارثینو تر منځ وېشل کېږي او یوازې د یوه کس په لاس کې نه پاتې کېږي، چې نور دې ورڅخه محروم وي. په دغه کار سره د ټولنې د ډېرو خلکو تر منځ پیسې وېشل کېږي او د شتمن او غریب پر اساس د ټولنې د وېش مخنیوی کېږي. اسلام هغه غوره دین دی، چې ټولنې ته نظم ورکوي او له فاسد کېدو څخه یې خوندي ساتي.

د اسلامي شریعت له مخې وارث یوازې په دوو حالتونو کې له دغه حق څخه محروم شوی دی:

لومړی) د دین اختلاف: نسايي په خپل سنن کبرا کې له اسامه بن زید څخه روایت کړی، چې وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل:

«لا يرث الكافر المسلم ولا يرث المسلم الكافر"

ژباړه: کافر له مسلمان او مسلمان له کافر څخه میراث نشي وړلی.

د ابن ابي شیبه په مصنف کې راغلي: له اسامه بن زید څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لا تتوارث الملتان المختلفتان»

ژباړه: د دوو مختلفو دینونو څښتنان د یو او بل وارثین نه شي کېدای.

دویم) د وارث لخوا د مؤرث وژل کېدل:

ترمذي له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«الْقَاتِلُ لَا يَرِث»

ژباړه: قاتل میراث نشي وړلی.

له دغو دوو حالتونو پرته هېڅوک حق نه لري، چې وارث له خپل هغه حق څخه محروم کړي، چې شریعت ورته ورکړی دی. هغه که هر څوک وي؛ نه د مال څښتن، نه وارثین او نه حاکم دا حق لري، چې هغه محروم کړي. دا د وارث حق دی او که څوک یې منعه کړي، نو د کبیره ګناه مرتکب کېږي:

«جاء في صحيح البخاري عَنْ سَعْدِ بْنِ أَبِي وَقَّاصٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: جَاءَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَعُودُنِي وَأَنَا بِمَكَّةَ وَهُوَ يَكْرَهُ أَنْ يَمُوتَ بِالْأَرْضِ الَّتِي هَاجَرَ مِنْهَا قَالَ يَرْحَمُ اللَّهُ ابْنَ عَفْرَاءَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أُوصِي بِمَالِي كُلِّهِ قَالَ لَا قُلْتُ فَالشَّطْرُ قَالَ لَا قُلْتُ الثُّلُثُ قَالَ فَالثُّلُثُ وَالثُّلُثُ كَثِيرٌ إِنَّكَ أَنْ تَدَعَ وَرَثَتَكَ أَغْنِيَاءَ خَيْرٌ مِنْ أَنْ تَدَعَهُمْ عَالَةً يَتَكَفَّفُونَ النَّاسَ فِي أَيْدِيهِمْ وَإِنَّكَ مَهْمَا أَنْفَقْتَ مِنْ نَفَقَةٍ فَإِنَّهَا صَدَقَةٌ حَتَّى اللُّقْمَةُ الَّتِي تَرْفَعُهَا إِلَى فِي امْرَأَتِكَ وَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَرْفَعَكَ فَيَنْتَفِعَ بِكَ نَاسٌ وَيُضَرَّ بِكَ آخَرُونَ وَلَمْ يَكُنْ لَهُ يَوْمَئِذٍ إِلَّا ابْنَةٌ»

ژباړه:  له سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه څخه روایت دی او وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زما د ناروغۍ پوښتنې ته راغی او زه په مکه کې وم (راوي وایي) هغه نه غوښتل چې په داسې ځای کې وفات شي، چې له هغه څخه یې هجرت کړی دی؛ ویې ویل الله دې پر ابن عفراء رحم او مغفرت وکړي. ومې ویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم ایا د خپل ټول مال وصیت وکړم؟ ویې ویل: نه. ومې ویل: د نیمایي وصیت وکړم؟ ویې ویل: نه. ومې ویل: د درېیمې برخې وصیت؟ ویې ویل چې درېیمه برخه کولی شې؛ مګر درېیمه برخه هم زیاته ده. که چېرې شتمن وارثین درڅخه پاتې شي، تر دې ډېره غوره ده چې اړمن کسان له ځان څخه پرېږدې، چې خلکو ته بیا لاس اوږد کړي. هر شی چې نفقه کوې، هغه صدقه ده؛ ان تر دې چې که چېرې مړۍ پورته کوې او خپلې مېرمنې ته یې ورکوې، ښايي الله دې له دغې ناروغۍ څخه وژغوري او عمر دې اوږد کړي، ترڅو ځینې خلک (مومنین) له تا څخه ګټه واخلي او ځینې نور کسان (کافران) له تا څخه زیانمن شي او سعد هغه مهال یوازې یوه لور درلوده.

سعد دلته غوښتل چې په داسې حال کې د خپل ټول مال وصیت وکړي، چې یوه لور یې هم درلوده؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له دغه کار څخه منعه کړ، او حتی پر نيم مال له وصيت څخه يې منعه کړ، ځکه دغه وصیت یې پر لور ظلم ګڼل کېږي، چې هېڅ مال ورته نه پاتې کېده.

چېرې دي هغه خلک چې خپلو لورګانو ته د پلار په میراث کې حق نه ورکوي! ترڅو په دغو احادیثو کې فکر وکړي، چې پوه شي هغه څه چې ښځه یې په میراث وړي، خپل شرعي حق او مال یې دی او شریعت ورکړی دی؛ د وروڼو او کورنۍ مهرباني یې نه ده، چې زړه یې وي، ورکوي به یې او چې زړه یې نه وي، نه به یې ورکوي. له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي، چې وارث په کوم حالت کې له میراث څخه محرومېږي او دا چې یوې ښځې واده کړی وي یا د یوه پردي کس مېرمن شوې وي، د دې لامل نه کېږي چې د پلار او مور له میراث او یا هم د بل هغه کس له میراث څخه دې محرومه شي، چې په هغه کې یې حق وي.

د الله سبحانه وتعالی احکام پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم نازل شول، ترڅو عملي شي او مسلمانان ورڅخه ګټه واخلي؛ مګر اوس ورڅخه څوک ګټه نه اخلي او ډېری مسلمانان ترې د اسلامي حکومت د نشتون په سبب چې الهي احکام پلي کوي، محروم شوي دي. اې مسلمانې ښځې ته د الهي حکومت بیا جوړولو ته سخته اړتیا لرې؛ ځکه چې په نشتون کې یې ډېره زیانمنه شوې یې! د اسلام نشتون د دې لامل شوی دی، چې ډېری هغه مالي حقوق له لاسه ورکړې، چې الله تعالی درته مشروع کړي دي. که چېرې خلافت دولت وای، له هغو څخه برخمنه کېدلې او د لاسته راوړلو په برخه کې به یې له ذلت او خوارۍ څخه نه کړېدلې.

پر دې سربېره تاسو ته خطاب کېږي، چې د بیا اسلامي ژوند لپاه هڅه وکړئ ... له همدې امله تاسو په دې لاره کې دوه مصلحتونه لرئ:

روحي مصلحت: د الله تعالی له امر څخه عبارت دی، چې د شریعت د حاکمیت لپاره یې باید هڅه وکړئ.

مادي مصلحت: د مالي او دنیوي ګټو خوندي کول دي، چې شریعت تاسو ته درکړې دي، خو فاسدې او ظالمې ټولنې له تاسو څخه اخیستې دي. 

ژباړن : صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې