- مطابق
(ژباړه)
ابو هریره رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې ویې وفرمایل:
«ذَرُونِي مَا تَرَكْتُكُمْ؛ فَإنَّمَا هَلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ بِسُؤَالِهِمْ وَاخْتِلَافِهِمْ عَلَى أَنْبِيَائِهِمْ، فَإِذَا أَمَرْتُكُمْ بِأَمْرٍ فَخُذُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَمَا نَهَيْتُكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا» (سنن ابن ماجه)
ژباړه: تر هغه چې تاسو پرېږدم (یعنې دستور نه درکوم) ما هم پرېږدئ؛ ځکه تېر امتونه د خپلو پوښتنو او له پیغمبرانو سره د مخالفت له امله هلاک شول. نو هر کله مې چې تاسو ته پر یو څه امر وکړ، هغه د خپل وس په اندازه اجرا کړئ او له کومو څیزونو څخه مې چې منعه کړي یئ، له هغو ډډه وکړئ.
په دغه حدیث شریف کې ډېرې لارښوونې نغښتې دي. که چېرې انسان په خپل حال پرېښودل شي، نو هغه په اسانۍ پسې ګرځي، ځکه انسان په اصل کې ټمبل دی او له هڅې او زیار سره لېوالتیا نه لري. همدارنګه موږ داسې کسان هم وینو چې د خیر کار د ترسره کولو لپاره هڅه کوي او له هغو کسانو سره مبارزه کوي چې له اسانۍ سره لېوالتیا لري او سختي نه خوښوي. اصحابو رضی الله علیهم به د الله سبحانه وتعالی د احکامو په پېژندلو کې هڅه کوله، ترڅو په حرامو کې ښکېل نه شي.
ځینې مسلمانان په دې ګومان چې اساني ترلاسه کړي، ډېرې پوښتنې کوي. دا پخوا هم شوي چې یو شمېر خلکو به د الله سبحانه وتعالی له اوامرو څخه د ځان خلاصولو لپاره ډېرې پوښتنې کولې. لکه څنګه چې په (بقره) سورت کې د بني اسراییلو د غوا او په قران کې د صالح علیه السلام د اوښ کیسه راغلې، چې ټول ورسره اشنا دي.
هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانان د هغو مسایلو په اړه له ډېرو پوښتنو کولو منعه کړې، چې شریعت بیان کړي، ځکه په تېر وخت کې به کله چې پیغمبران خپل قوم ته رااستول کېدل، خلکو به ډېرې پوښتنې ترې کولې. د دغه امر دلیل د حکم نه منل او ګناه ته لېوالتیا وه، تر دې چې پر هغوی به عذاب نازل شو. د اسلام دین په بشپړه توګه راغلی، هېڅ نمیګړتیا نه لري.
په دغه حدیث شریف کې بل د پام وړ ټکی د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره ده، چې الله سبحانه وتعالی مسلمانان پر هغه څه نه دي مکلف کړي چې د ترسره کولو توان یې نه لري. نو هر څوک د خپل توان په اندازه مکلف دی او الله سبحانه وتعالی به له هر مسلمان سره د هغه د توان او قدرت پر اساس محاسبه کوي. الله سبحانه وتعالی له دې چارې خبر دی او د خپلو بندګانو له احوال څخه هم خبر دی او همدارنګه هر انسان پر خپل نفس شاهد دی. خو د یوه عمل ممانعت او تحریم په حقیقت کې له هغه عمل څخه ډډه کول دي؛ هر وګړی له حرامو ځان ساتلی شي او د هغه کس لپاره هېڅ عذر نشته چې پر حرامو مرتکب شي.
له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې له موږ سره د خپلو اوامرو په ترسره کولو کې مرسته وکړي، چارې راته اسانه کړي او له حرامو څخه مو وساتي؛ ځکه په هغو کې هېڅ داسې عذر نه لرو چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې استدلال وکړو! له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ چارې داسې اسانه کړي چې دی سبحانه و تعالی پرې راضي او خوشاله کېږي او ژر تر ژره داسې حاکم راولي چې له موږ سره په دې دنیا د الهي احکامو په پلي کولو کې مرسته وکړي.
ژباړه: بهیر «ویاړ»