یکشنبه, ۱۷ ربیع الثانی ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اسلام له نظره قانوني عمر
بسم الله الرحمن الرحيم
د اسلام له نظره قانوني عمر

(ژباړه)

نافع له له عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روایت کړی چې ویې ویل:

«أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَرَضَهُ يَوْمَ أُحُدٍ وَهُوَ ابْنُ أَرْبَعَ عَشْرَةَ سَنَةً فَلَمْ يُجِزْنِي ثُمَّ عَرَضَنِي يَوْمَ الْخَنْدَقِ وَأَنَا ابْنُ خَمْسَ عَشْرَةَ سَنَةً فَأَجَازَنِي قَالَ نَافِعٌ فَقَدِمْتُ عَلَى عُمَرَ بْنِ عَبْدِ الْعَزِيزِ وَهُوَ خَلِيفَةٌ فَحَدَّثْتُهُ هَذَا الْحَدِيثَ فَقَالَ إِنَّ هَذَا لَحَدٌّ بَيْنَ الصَّغِيرِ وَالْكَبِيرِ وَكَتَبَ إِلَى عُمَّالِهِ أَنْ يَفْرِضُوا لِمَنْ بَلَغَ خَمْسَ عَشْرَةَ، أي يقدروا لهم رزقا في ديوان الجند»

ژباړه: زه د احد په غزا کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم، په داسې حال کې چې څوارلس کلن وم، ترڅو ماته په غزا کې د ګډون اجازه راکړي؛ خو هغه صلی الله علیه وسلم په غزا کې د ګډون اجازه رانه کړه؛ وروسته د خندق د غزا په ورځ په داسې حال کې چې زه پنځلس کلن وم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم چې په غزا کې د ګډون اجازه راکړي او هغه صلی الله علیه وسلم په دې غزا کې د ګډون اجازه راکړه. نافع رضی الله عنه وایي: زه د مسلمانانو خلیفه عمر بن عبدالعزیز ته ورغلم او دغه حدیث مې ورته روایت کړ، نوموړي له دغه حدیث شریف وروسته اجتهاد وکړ، چې د ماشومتوب او بلوغ تر منځ حد پنځلس کلني ده او خپلو والیانو ته یې ولیکل؛ هر څوک چې پنځلس کلنۍ ته ورسېد، نوم یې د لښکر په دېوان کې ولیکئ او جنګي غنیمتونه ورکړئ.

په دغه حدیث شریف کې واضح شوي، چې یو هلک په کوم عمر کې بلوغ ته رسېږي او د یوه لوی سړي په څېر باید چلند ورسره وشي او کومې کړنې چې ترسره کوي، د هغو پوښتنه ترې وشي. یو هلک په پنځلس کلنۍ کې دا شرایط پوره کوي، چې د خپلو ترسره کړو عملونو په اړه باید پوښتنه ترې وشي او حساب ورکړي. دولت هم دا اجازه لري، هغه مسوولیتونه چې د لویانو لپاره ټاکي، د پنځلس کلن هلک لپاره یې هم وټاکي؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم همداسې کړي او دا زموږ لپاره تر ټولو غوره دلیل دی.

کفار غواړي چې غربي فرهنګ په اسلامي خاورو په ځانګړې توګه د مسلمانو ځوانانو په منځ کې خپور کړي، چې په واسطه یې د ځوانانو افکار فاسد او هغوی بې‌لارې کړي. دغه فرهنګ به څنګه نه وي فاسد، په داسې حال کې چې د پنځلس کلنۍ عمر نوې ځواني ګڼي او ځوان ته دا ازادي ورکوي، چې هر کار غواړي ترسره یې کړي، په دې پلمه چې په بدن کې یې تغیرات راغلي او هغه غواړي چې په ډېر څه پوه شي، نو د تجربې په بڼه یې زده کړي او فرصت ورته برابروي چې هر کار غواړي، ترسره یې کړي. په داسې حال کې چې د اسلام له نظره پنځلس کلني هغه عمر دی، چې یوه ځوان ته باید مسوولیت وسپارل شي او د خپلو ټولو کوچنیو او لویو عملونو حساب ورکړي. دغه عمر ته په رسېدو سره باید له اسلامي فرهنګ او ثقافت څخه په هر هغه څه پوه شي، چې په ژوند کې یې اړین دي؛ ترڅو خپل عملونه له هغه سره سم تنظیم کړي؛ خو غرب غواړي چې زموږ اولادونه په دغه عمر کې بې‌لارې او فاسد کړي.

 ژباړه: بهیر «ویاړ»

اړوند مطلبونه:   « د الله سبحانه وتعالی محبت

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې