- مطابق
(ژباړه)
د صحیح البخاري په شرحه او د ابن حجر عسقلاني په اثر فتح الباري کتاب کې د « قول النبي صلى الله عليه وسلم لو تعلمون ما أعلم لضحكتم قليلا ولبكيتم كثيرا» په باب کې په لږ بدلون سره راغلي: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«لو تَعْلَمُونَ ما أَعْلَمُ، لَضَحِكْتُمْ قَلِيلًا وَلَبَكَيْتُمْ كَثِيرًا»
ژباړه: که چېرې تاسو پر هغه څه پوهېدلئ، چې زه پرې پوهېږم، نو لږ به مو خندل او ډېر به مو ژړل.
حافظ بن حجر ویلي: دلته له علم څخه موخه د الله سبحانه وتعالی د عظمت درک کول دي، له ګنهکارانو څخه د هغه سبحانه وتعالی غچ او وېره هغه وحشتونه دي، چې د روح اخیستلو، مړینې، د قبر او د قیامت په ورځ پښېږي. دلته د ډېرې ژړا او کمې خندا تر منځ اړیکه ښکاره ده او موخه یې ډارول دي. د ابن حجر د خبرې پای.
ځینو خلکو په تېر وخت کې ژوند کړی او تل د خپل تېر ژوند په اړه فکر کوي او له خپلو تېرو تجربو، ماتو او خاطرو څخه نشي تېرېدلی او ځینې نور بیا د راتلونکي لپاره هڅه کوي. خلک په همدې توګه خپل ژوند مخته وړي. مګر څومره فکر اړین دی چې انسان پوه شي، چې یوه ورځ به دغه ژوند پرېږدي او بل ژوند (اخرت) ته به ځي؟ څومره فکر لازم دی چې درک کړي، چې دغه ژوند رښتینی ژوند نه دی، بلکې اخرت یو دایمي، تلپاتې او بېپایه ژوند دی.
په همدغه دلیل په قرآن کې د قیامت ورځ ۳۰ ځله یاده شوې ده؛ د قارعه، واقعه، صاخه، راجفه او طامة الکبري په نومونو سره، چې عقل او زړه ته جټکې ورکوي. هغه به څه یوه ورځ او صحنې وي، چې د انسان زړه لړزوي! که هر څوک هغه درک کړي، وېره او ډار یې ټول بدن پر سر اخلي، بیا به ژاړي او خندا به نه کوي او خپل ژوند به له دغه وحشت څخه د خلاصون لپاره تېروي.
دا د حدیث پیغام دی: هر مسلمان باید پخپل ژوند کې دغه امر ته پام وکړي او د هغه لپاره لاس پکار شي او هڅه وکړي، ځکه موږ په ډېر ناوړه حالت کې یو! دغه حالت د بدلون لپاره د مېړنیو خلکو شتون ته څومره اړتیا لري!
اې ربه! موږ ته د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت ژر را په برخه کړه، ترڅو د هغه په وسیله د مسلمانانو تفرقه له منځه لاړه شي او مصیبتونه ترې لرې شي. اې ربه! پخپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین!
ژباړه: بهیر «ویاړ»