- مطابق
حزب التحریر ولایه سودان د رمضان مبارکې میاشتې په لړ کې خپل ولسي او عامه فعالیتونه زیات کړل، او امت یې وهڅاوه چې ورسره د اسلام د ستر نظام؛ یعنې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د اقامې لپاره کار وکړي، هغه خلافت چې د راپرځېدو څخه یې ۱۰۵ کاله تېر شوي دي. حزب سیاسي ویناوې، درسونه، د جوماتونو په صحنونو، بازارونو او نورو ځایونو کې غونډې ترسره کړې، او همدارنګه یې په بېلابېلو ښارونو کې په خپلو دفترونو کې منظم پروګرامونه هم لرل. د دغو فعالیتونو ځینې بېلګې دا دي:
په پورټسودان ښار کې، حزب التحریر ولایه سودان هره اونۍ د لوی بازار په سیمه کې د الحرمین هوټل مخې ته سیاسي وینا ترسره کوي. په دې ویناوو کې ویناوال د روانو کورنیو یا نړیوالو پېښو په اړه د حزب دریځ بیانوي، او د هرې موضوع لپاره د اسلام حکم وړاندې کوي.
د رمضان میاشتې په ترڅ کې د حزب وروستۍ وینا د «عین جالوت جګړه او د مسلمانانو د عزت بېرته راستنېدل» تر سرلیک لاندې وه، چې د ۲۰۲۶م کال د مارچ په ۱۶مه ترسره شوه. پکې د حزب غړي استاد عادل ابراهیم وینا وکړه، د امت د روحیې د لوړولو هڅه یې وکړه، او یادونه یې وکړه چې دا د رسالت او جهاد امت دی. هر کله چې امت ټوټې ټوټې شي، ستر مشران را څرګندېږي چې لومړی امت سره متحد کوي، او بیا جګړه کوي، لکه څنګه چې هغوی د تاتاریانو پر وړاندې جګړه وکړه او هغوی ته یې سخته ماتې ورکړه. همدا د عین جالوت جګړه ده چې هغه یې د مسلمانانو د تاریخ له سترو جګړو څخه وبلله.
همدارنګه نورې ویناوې هم ترسره شوې چې سرلیکونه یې دا وو: «روژه د مسلمانانو د یووالي له نښو څخه ده»، او «شورا یو شرعي حکم دی، نه د حکومت یو نظام»، او نور.
او له مهمو فعالیتونو څخه یوه هغه غونډه وه چې د حزب التحریر ځوانانو د الابیض ښار په لوی جومات کې د خلافت د نړولو د کلیزې په مناسبت ترسره کړه. په دې غونډه کې د حزب غړي استاد النذیر محمد وینا وکړه، او امت ته یې د فرضونو تاج؛ یعنې خلافت، او د هغه د اقامې د وجوب یادونه وکړه. دا یې پیاوړې او اغېزناکه وینا وه چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوه. تر دې وروسته، امنیتي ادارو د حزب التحریر څلور تنه ځوانان ونیول، او پر هغوی یې د سودان د جزا قانون د (۶۹) مادې له مخې (د عامه سولې او امنیت ګډوډول) تورونه ولګول. دا له هغو عجیب تورونو څخه دی چې د الابیض ښار د پولیسو په دوسیو کې ثبت شوي دي.
هغه مهال د حزبالتحریر ولایه سوډان رسمي ویاند یو مطبوعاتي بیان خپور کړ، چې پکې یې دغه تورونه بېبنسټه وبلل، او ویې ویل چې دا ځوانان د انبیاوو او رسولانو د دعوت حاملین دي. هغه همدارنګه د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ په ۲۱مه، د ځوانانو د محاکمو په اړه په پورټسودان کې په خپل دفتر کې د الابیض ښار یوه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې یې حکومت تورن کړ چې د (ترهګرۍ) تر نامه لاندې د اسلام پر ضد د امریکا په جګړه کې د امریکا تر تمې زیات ښکېل دی. هغه د څارنوالۍ، قاضیانو او امنیتي ادارو د دې دعوت پر وړاندې دریځ هم د شرم وړ وباله.
ویاند وویل: «دا دریځونه نوي نه دي، موږ دا له پخوانیو حکومتونو څخه د تېرې سختې مودې په کلونو کې لیدلي دي».
له ځانګړو فعالیتونو څخه یو هم د رمضان افطار و چې د حزب د القضارف ښار په دفتر کې ترسره شو، چې ځوانانو یو افطار جوړ کړ او ډېر شمېر خلکو د دې بلنې په منلو سره ګډون وکړ. دا د ۱۴۴۷هـ کال د رمضان په ۱۷مه، د جمعې په ورځ ترسره شو.
تر افطار وروسته، د حزب غړي استاد میسره یحیی محمد نور یوه وینا وکړه. هغه د بدر د غزا پېښې وڅېړلې او ترې یې درسونه او عبرتونه واخیستل، او د دې وخت عظمت یې څرګند کړ، تر څو خلک پوه شي چې رمضان د عبادت، روژې، شپې عبادت، جهاد او بریاوو میاشت ده، او ټینګار یې وکړ چې بریا د الله د امر په منلو پورې تړلې ده.
وروسته یې د نن ورځې د مسلمانانو حالت ته اشاره وکړه، چې څنګه له یهودو څخه د امریکا او د مسلمانانو د واکمنانو او فاسدو نظامونو له پراخ ملاتړ سره د هغوی تر واک لاندې دي. هغه د شیخ تقی الدین النبهاني رحمه الله قول یې یاد کړ چې ویلي یې دي:« د یهودو دولت د عربي نظامونو سیوری دی، که اصل له منځه ولاړ شي، سیوری هم له منځه ځي».
خو په خرطوم ښار کې، د حزبالتحریر ولایه سوډان ځوانانو یو رمضاني افطار جوړ کړ، چې د سیمې مخور پکې راټول شوي وو. په دې غونډه کې د مرکزي اړیکو د کمیټې همغږي کوونکي استاد عبدالله حسین وینا وکړه.
هغه د امت پر یووالي او پر اصولو د ټینګ پاتې کېدو په اړه خبرې وکړې، او ویې ویل چې اسلامي خلافت په دې زمانه کې له تر ټولو مهمو فرضونو څخه دی. هغه ټینګار وکړ چې امت داسې عالمانو ته اړتیا لري چې د حق په ویلو کې له هېچا ونه وېرېږي، او پر خلکو یې غږ وکړ چې د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره له هڅاندو کسانو سره یوځای کار وکړي.
د ۱۴۴۷هـ کال د رمضان د میاشتې په ۱۸مه، چې د ۲۰۲۶م کال د مارچ له ۷مې سره برابره وه، میاشتنی فورم ترسره شو. دا فورم د حزبالتحریر ولایه سوډان د رسنیز دفتر له خوا د پورټسودان ښار په دفتر کې جوړ شوی و.
په دې غونډه کې ویناوالو په سودان کې د امریکا او بریتانیا ترمنځ سیالي، د جګړې پر دوسیه د امریکا واک، د جګړې اوږدېدل، او په دې شخړه کې کارېدونکي وسایل وڅېړل. همدارنګه یې د هغو دروغجنو اوربندونو یادونه وکړه چې امریکا یې اعلانوي، او ویې ویل چې دا د ستونزې د حل لپاره نه دي، بلکې د هغې د مدیریت لپاره دي، تر څو سودان د لیبیا په څېر حالت ته ورسوي، چې دا د دې سیمې د سودان څخه د بېلتون ریښتینی خطر راولاړوي.
همدارنګه په القضارف ښار کې هم حزب خپل منظم فورم د رمضان په میاشت کې ترسره کړ، چې موضوع یې «د سودان د وېش لپاره د امریکا د هڅو پرمختګونه او د هغو د شنډولو لارې» وې.
ویناوالو په دې اسلامي خاوره کې د اروپایي او امریکایي نفوذ ترمنځ سیالي وڅېړله، او په ښکاره ډول یې د امریکا د هڅو په اړه خبرداری ورکړ چې غواړي دارفور جلا کړي، د دې له لارې چې د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) د دارفور پر ټوله سیمه واکمن کړي، او د پوځ فعالیتونه د هغې د بېرته نیولو لپاره محدود کړي، تر څو په راتلونکي کې یې جلا کول بشپړ شي. حزب د امت مخلصو خلکو ته پیغام ورکړ چې باید امریکا ته اجازه ورنه کړي چې سودان ټوټه ټوټه کړي، لکه څنګه چې مخکې یې جنوب جلا کړ.
دا د سودان په بېلابېلو ښارونو کې د ترسره شوو ګڼو فعالیتونو له ډلې څخه یوازې ځینې بېلګې دي.
وروسته فعالیتونه د اختر د لمانځه په ادا کولو سره پای ته ورسېدل، چې پکې د دعوت یو شمېر حاملینو امامت وکړ. په پورټسودان ښار کې، استاد یعقوب ابراهیم د یثرب سیمې لمونځ کوونکو ته وینا وکړه، او هغوی ته یې د امت د یووالي او د عبادتونو د یووالي یادونه وکړه.
هغه وویل چې د مسلمانانو ترمنځ د روژې او اختر د وختونو اختلاف د دې له امله دی چې خلافت نشته چې امت سره یو کړي. هغه له مسلمانانو—نارینه وو، ښځو او ځوانانو—وغوښتل چې د هغو کسانو سره یوځای کار وکړي چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د اقامې لپاره هڅې کوي.
په همدې وخت کې، استاد عادل په پورټسودان کې د یثرب په سیمه کې د اختر لمونځ امامت وکړ، او عبدالله حسین په خرطوم کې د دخینات په سیمه کې خلکو ته د اختر لمونځ ورکړ، او نورو ځوانانو هم د سودان په بېلابېلو ښارونو کې دا لمونځ ادا کړ.
الله دې د حزب التحریر له ځوانانو سره مرسته وکړي، چې شپه او ورځ په خپلو هڅو بوخت دي، او هڅه کوي چې امت د هغو دسیسو په اړه خبر کړي چې پر وړاندې یې جوړېږي، او د امت په منځ کې او له امت سره یوځای کار کوي، د الله له لوري د بریا په هیله، او دا کار الله ته هېڅ ستونزمن نه دی.
په ولایه سوډان کې د حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی
۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال ۲۶مه
۲۰۲۶م کال د اپرېل ۱۳مه
https://hizb-ut-tahrir.info/pa/index.php/dawa-news/4978#sigProId494166d04e
د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزبالتحریر ولایه سوډان وېبپاڼې وګورئ
د حزبالتحریر ولایه سوډان رسمي وېبپاڼه
د حزبالتحریر ولایه سوډان فېسبوکپاڼه
//www.youtube.com/@htsudan">د حزبالتحریر ولایه سوډان یوټیوبچینل




