- مطابق
حزب التحریر ـ مالیزیا په ښوونیزو بنسټونو کې پر حجاب د اذربایجان د حکومت لګولي محدودیتونه وغندل. د راپورونو له مخې، د دغو محدودیتونو له امله مسلمانې زده کوونکې او ښوونکې ښوونځیو ته له ننوتلو منع شوې دي. حزب التحریر ـ مالیزیا دا اقدامات له اسلامي شریعت سره د سیکولر رژیم د دښمنۍ څرګنده نښه وبلله.
دغه اعتراض د 2026/10/23 نېټې د جمعې په سهار د سلنګور ایالت په امپانګ سیمه کې د اذربایجان جمهوریت د سفارت مخې ته په یوه سولهییز لاریون کې څرګند شو، چې شاوخوا 100 کسانو پکې ګډون کړی و. لاریون د سهار شاوخوا 10:30 بجې پیل شو. ګډونوالو داسې بینرونه او لوحې له ځان سره لرلې، چې پر حجاب لګول شوي محدودیتونه یې غندل او د اذربایجان له مسلمانو ښځو سره یې پیوستون څرګنداوه.
پروفیسور ډاکټر محمد ابو العین د اعتراض یادښت په انګلیسي ژبه ولوست او په دې سره یې پروګرام پیل کړ. دغه یادښت په مستقیم ډول د اذربایجان حکومت ته لیکل شوی و. په یادښت کې د رژیم هغه دریځ تر پوښتنې لاندې راغلی و، چې د حجاب اغوستل د ښوونې او روزنې لپاره ګواښ ګڼي؛ ټینګار پکې شوی و، چې حجاب د الله سبحانه وتعالی له لوري فرض شوی حکم دی.
په یادښت کې دا غوښتنه هم شوې وه، چې د مسلمانو زده کوونکو نجونو او ښځینه ښوونکو د حجاب پر اغوستلو لګول شوي محدودیتونه دې سمدستي لغوه او حقونه دې یې بېرته ورکړل شي، پرته له دې چې د خپلو دیني مکلفیتونو په ادا کولو کې جوړجاړي ته اړې شي.
استاد نورالدین ابو علي په خپله وینا کې درې اساسي پیغامونه وړاندې کړل: د اذربایجان د حکومت کلکه غندنه، له اغېزمنو مسلمانو ښځو سره د پیوستون څرګندول او د سیکولرېزم د هغو خطرونو په اړه خبرداری، چې اسلامي امت ورسره مخ دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې حجاب یوازې یوه جامه یا کلتوري نښه نه ده، بلکې د الله سبحانه وتعالی حکم دی او اطاعت یې واجب دی. هغه د اذربایجان له مسلمانو ښځو وغوښتل، چې د حجاب په دفاع کې ثابت قدمه پاتې شي او له دغه فرض څخه په شا نه شي. نوموړي په ټینګار وویل: «پوه شئ چې په دې قضیه کې یوازې نه یاست! پوه شئ چې موږ ستاسو تر څنګ ولاړ یو او ملاتړ مو کوو.»
استاد معاذ ابو طلحه په بله وینا کې د اذربایجان تاریخ وڅېړه او ویې ویل، دغه هېواد وړاندې تر دې چې د روسیې تر استعمار او د شوروي تر واکمنۍ لاندې راشي، د اسلامي نړۍ نه بېلېدونکې برخه وه.
نوموړي پر حجاب اوسني محدودیتونه د شوروي د سیکولرېزم د میراث دوام وباله، چې موخه یې د اسلامي هویت کمزوري کول دي. هغه د عليیف د رژیم پر واکمنۍ او له امریکا او «اسرائیلو» سره یې پر جیوپولیټیکو اړیکو هم نیوکه وکړه او له مسلمانانو یې وغوښتل، چې د دعوت او سیاسي مبارزې له لارې د خلافت د بیا تاسیس لپاره غږ پورته کړي.
د حزب التحریر ـ مالیزیا ویاند استاد عبدالحکیم عثمان د پروګرام په پای کې وویل، چې د یادښت د سپارلو لپاره د پلاوي هڅه بېپایلې پاتې شوه؛ ځکه د سفارت دروازې قلف وې او هېڅ استازی د یادښت د اخیستلو لپاره رامخکې نه شو.
نوموړي وویل، چې سفارت د پلاوي له ورتګ څخه مخکې خبر شوی و او د جمعې سهار د سفارت د عادي کار وخت و. خو د سفارت چارواکو هېڅ ځواب ورنه کړ، ان تر دې چې نوموړي د یادښت د سپارلو په هڅه کې د دروازې د غږیزې اړیکې د سیستم له لارې درې ځله سلام هم واچاوه.
عبدالحکیم د اذربایجان د حکومت چلند هم وغانده او ویې ویل، چې دغه حکومت له شوروي دورې په میراث پاتې سیکولرو سیاستونو ته دوام ورکوي. هغه د مالیزیا د حکومت پر بېعملۍ هم خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل، چې دغه حکومت د حجاب د بندیز په اړه ان د ډیپلوماټیک اعتراض یادښت هم نه دی استولی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د اذربایجان له مسلمانو ښځو دفاع د ټولې اسلامي نړۍ ګډه وجیبه ده. هغه پر مسلمانانو غږ وکړ، چې د خلافت د بیا تاسیس لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، څو اسلامي شریعت په بشپړ ډول پلی او په ټوله نړۍ کې د مسلمانو ښځو عزت او کرامت خوندي شي.
لاریون د استاد علي په دعا پای ته ورسېد او ګډونوال په سولهییز ډول خواره شول.
په مالیزیا کې د حزبالتحریر مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۸هـ.ق کال د جماديالاولی ۱۲مه
۲۰۲۶م کال د اکتوبر ۲۳مه
[د استاد عبدالحکیم عثمان خبري کنفرانس]
[د پروګرام مهمې شېبې]
د لا زیاتو معلوماتو لپاره د حزبالتحریر مالیزیا لاندې وېبپاڼې وګورئ:
د حزبالتحریر مالیزیا رسمي وېبپاڼه




